اُمّ‌کُلثوم

ژباړه: محمد رحیم درّانی

اُمّ‌کُلثوم د امام علی(ع) او فاطمه زهرا(س) لور ده چې د شیخ مفید په وینا له امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او زینب(ع) نه وروسته زیږیدلې ده.

ويل شوي دي چې امام علي د ام کلثوم په نوم يا لقب سره نورې لوڼې هم درلودې او د همدې نوم د مشابهت له امله د ام کلثوم د ژوند په اړه په ځينو روايتونو کې اختلاف شته. په دې اړه اختلافي کيسه د دوهم خليفه عمر بن الخطاب سره د ام کلثوم د نکاح ده، چې په تاريخي او د حديثونو  په کتابونو کې راغلې ده، ډېر شيعه علماء يې مني او ځينې يې مخالفت کوي.

د ځينو شيعه حديثونو له مخې دا واده د دويم خليفه تر ګواښ لاندې او د مجبوريت او تقیې له مخې وشو. د شیعه علماوو یوه ډله هم دې ته ورته نظر لري.

په ځینو سرچینو کې ام کلثوم د کربلا په پیښه کې له هغو ښځو څخه یوه ښځه شمیرل کیږي چې د کربلا په پیښه کې حاضرې وې؛ خو د سید محسن امین په څیر د شیعه لیکونکي په وینا، ام کلثوم د کربلا له پیښې مخکې مړه شوې وه او کومې ام کلثوم چې په کربلا کې شتون درلود کیدی شي هغه د امام علي بله لور او د مسلم بن عقیل میرمن وه.

په سوریه کې یو قبر دی چې د ځینو په وینا د ام کلثوم قبر دی. خو ځينې په دې اند دي چې دا قبر د پېغمبر اکرم د کورنۍ د بلې غړې ام کلثوم قبر دى او د امام علي او فاطمې لور ام کلثوم د مدينې په بقيع قبرستان کې ښخه شوې ده.

 

زوکړه او نسب

د شيعه او سني پوهانو په اند، علي(ع) او فاطمې(س) د ام کلثوم په نوم يوه ماشومه درلوده.[1] په ځينو سرچینو کې د هغې د پيدايښت په اړه په کلي توګه د پيغمبر(ص) په زمانه کې ويل شوي دي[2] خو سني مورخ ذهبي(وفات کال ۷۴۸)  لیکلي دي چې د 6هجري قمري په کال کې پیدا شوې ده.[3]

همدارنګ په الارشاد کې د شیخ مفید د روایت له مخې هغه زینب(س) پسې وه؛ [۴] خو د ابن اسحاق په سیره کې چې د لومړۍ او دویمې قمري پیړیو د سیرت لیکوال دی، د هغې نوم له زینب څخه وړاندې راغلی دی. خو دا نه ده څرګنده شوې چې آیا هغه مشره وه که زینب(س).[5]

 

امام علی(ع)

 

کنیتونه او لقبونه

شیخ مفید د ام کلثوم نوم زینب صُغریٰ او کنیت یې ام کلثوم یاد کړی دی.[۶] په اَلکُنیٰ و الاَلقاب کتاب کې د شیخ عباس قمی د راپور له مخې رسول الله(ص) زینب صغری ته دا لقب خپلې لور ام کلثوم سره د شباهت له سببه ورکړی دی.[7]

سيد محسن امين چې شيعه ژوند ليکونکی دی(1284-1371هـ ق) ليکلي دي چې امام علي(ع) درې يا څلور لوڼې درلودې چې نومونه یا کنتونه يې ام کلثوم وو:

ام کلثوم کبری، د فاطمې لور؛

ام کلثوم، د مسلم بن عقیل مېرمن، چې غالباً منځنۍ ام کلثوم وه؛

ام کلثوم صغری؛

زینب صغری چې کنیت یې ام کلثوم وو.[8]

د هغه په ​​اند، ښايي وروستۍ دوه يو شان وي يا کیدی شي دوه وي او امام علي(ع) په دې نوم يا کینت څلور لوڼې درلودې.[9]

 

خاوند او اولاد

د دوهمې او دریمې هجري پیړۍ تاریخ لیکونکي ابن سعد وایي، ام کلثوم لومړۍ له دویم خلیفه عمر بن الخطاب سره واده وکړ. د عمر له مړینې وروسته، هغه د خپل د تره زوي عون چې جعفر بن ابی طالب زوی و، ښځه شوه. د عون له مړینې وروسته هغې د خپل ورور محمد سره واده وکړ او د هغه له مړینې وروسته یې د خپل خاوند بل ورور عبدالله بن جعفر سره واده وکړ چې له دې وړاندې یې د خور زینب خاوند و،[10] خو مقریزي چې تاریخ لیکوال او سیرت لیکوال دی (766-854لمریز) راپور کړی دی چې هغې له عمر وروسته لومړی محمد بن جعفر سره واده وکړ او د هغه له مړینې وروسته یې له عون سره واده وکړ او هغه مهال وفات شوه چې د هغه ښځه وه.[11]

ابن سعد او ابن عساکر (د شپږمې پېړۍ مورخ) لیکلي دي چې ام کلثوم له عمر څخه دوه اولادونه درلودل چې نومونه یې زید او رقیه دي.[12]

 

عمر بن خطاب سره واده

اصلي مقاله: عمر بن خطاب سره د ام کلثوم واده

له دوهم خليفه عمر بن الخطاب سره د ام کلثوم د واده کيسه يوه اختلافي موضوع ده: د شيعه او سني تاريخي کتابونو لکه د يعقوبي تاريخ او طبري تاريخ او همدارنګه د شيعه د حديثونو په سرچینو لکه کافي او تهذيب الاحکام له مخې ام کلثوم له عمر سره واده کړی دی.[14] میرزا جواد تبریزي او سید علي میلاني په کافي کتاب کې دا دوه روایتونه صحیح ګڼلي دي.[۱۴] د څوارلسمې او پنځلسمې هجري پیړۍ شیعه عالم محمد تقي ششتري هم په دې باره کې روایتونه متواتر ګڼلي دي. د دې واده واقع کیدل د انکار وړ نه دي ګڼلی.[۱۵]

له دې سره سره ځینې شیعه عالمانو لکه ایت الله مرعشي[16] او محمد جواد بلاغي[17] دا واده نه دی منلی. اقا بزرګ تهراني په الذریعة کې د هغو کتابونو نومونه یاد کړي دي چې له دې واده څخه یې انکار کړی دی.[۱۸]

 

د سید مرتضی (۴۳۶-۳۵۵ هـ ق) او فضل بن حسن طَبْرِسی (وفات ۵۴۸ هـ) په څېر د علماوو د نظر له مخې دا واده شوی دی؛ خو د مجبورۍ او تقیې له سببه شوی دی.[۱۹] ځینې داسې حديث هم شته چې د دې خبرې تایید کوي. د بېلګې په توګه په كافي كتاب كې د امام صادق(ع) له قوله راغلي چې ام كلثوم هغه نجلۍ ده چې له موږ څخه غصب شوه.[۲۰] د همدې كتاب په بل روايت كې راغلي دي چې امام علي(ع) ته د عمر له خوا د واده منلو کواښ شوی و.[۲۱]

 

په کربلا کې حاضریدل

په سرچینو کې د کربلا په پیښه کې د ام کلثوم د حاضر شونې په اړه خبرې راغلي دي. د بېلګې په توګه، سيد ابن طاووس (۵۸۹-۶۶۴هـ ق) په خپل مقتل کې چې لهوف نامه یې ده، په څو ځايونو کې د ام کلثوم ذکر کړی دی. له هغه ځایونو څخه یو ځای هغه دی چې کله امام حسین(ع) هغوی ته وویل چې شهیدیږي به نو هغې له زینب سره سمه ژړه کوله[۲۲] په کوفه کې د هغې بي­بي وینا او د کوفیانو ملامتول [۲۳] او په شام ​​کې له شمر څخه د هغې غوښتنه چې له داسې ځایه یې دمشق ته ننباسي چې هلته ډېر د خلکو به نظر کې نه راځي. [24] د درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ ابن طيفور هم ليکلي چې کله یې د کربلا بنديان کوفې ته ننباسل، ام کلثوم د دې ښار خلکو ته خطبه ورکړه او د کوفې خلک يې ملامت کړل.[۲۵] البته، سيد ابن طاووس دغه خطبه د زينب له قوله نقل کړې ده.[26]

له دې سره سره په دغو سرچینو کې دا نه ده څرګنده شوې چې دا ام کلثوم د امام علی(ع) او حضرت فاطمې(س) لور ده. له بلې خوا ځينو دا خبره روښانه کړې ده چې ام کلثوم چې د کربلا په پېښه کې حضور درلود د امام علي(ع) بله لور وه چې له حضرت فاطمې نه وه پیدا. [۲۷] سيد محسن امين هم ليکلي چې دا معلومه نه ده چې کومه ام کلثوم چې په کربلا کې له امام حسین سره حاضره وه، د امام علی(ع) کومه لور وه؛ خو ډیر احتمال دا دی چې هغه د مسلم بن عقیل میرمن وه.[28]

 

وفات

د باب الصغیر په هدیره کې په سوریه کې د بي­بي ام‌كلثوم و بي­بي سكينه قبرونه

 

د ام کلثوم د وفات د وخت او د هغې د څرګنوالي په اړه بېلابېلې خبرې شوې دي. له هغو ځینې یوه دا ده چې لیکل شوي هغه او زوی یې زید په یو وخت کې د ناروغۍ له امله وفات شول او دا هغه وخت و چې ام کلثوم د عبدالله بن جعفر (وفات 80 هجري) میرمن وه[29] د ځینې سرچینو له مخې دا دواړه د عبدالملک بن مروان (حکومت86-65 قمري) دور کې د هغه په ​​حکم سره ورته زهر ورکړی شول او زهرو سره شیهدان شول او عبدالله بن عمر د هغوي پر جسدونو لمونځ وکړ.[۳۰] خو سيد محسن امين د هغې د وفات وخت د کربلا له پېښې مخکې او له ۵۴ هجري کال مخکې ياد کړی دی.[31]

 

مدفن

 

د ام‌کلثوم ضریح

ابن بطوطه چې د اتمې پېړۍ مشهور سیاح او سفرنامه لیکونکی دی د راپور له مخې د فاطمې او د علی ابن ابی طالب(ع) د لور ام کلثوم قبر د دمشق ښار سره په یو فرسخ کې دی.[۳۲] یاقوت حَمَوی (۵۷۴-۶۲۶هجري) هم د دمشق په راویه کې د ام کلثوم د قبر یادونه کړې ده [۳۳] .

خو ابن عساکر ليکلي چې ام کلثوم په مدينه کې وفات شوې او د بقيع په هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده او د دمشق په راویه کې چې کوم قبر دی هغه د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه په همدې نوم د بلې ښځې دى.[۳۴]

فوټ نوټ: ډیر ژر….