اصلاح ذات البین

اصلاح ذات البین

ژباړه: محمد رحیم درّانی

د ذات البین اصلاح مطلب د خلکو پخلاینه او د دوي ترمنځ د اړیکو ښه کول دي. اصلاح ذات البین یو اخلاقي فضیلت ګڼل شوی دی او… له بلې خوا بدې خبرې کول، شیطانی وړل راوړل او د خلکو تر منځ دښمني پیدا کول اخلاقي بدۍ دي.

 

په احادیثو او روایتونو کې د خلکو د پخلاینې او د شخړو او لانجو د ختمولو لپاره د حل لارې وړاندیز شوې دي. په کورنیو شخړو کې د اړخونو لخوا د منځګړیتوب غوره کول، صحیح سپارښتنو سره د شخړو مخنیوی کول او د مذهبي احساساتو هڅول له هغه وړاندیزونو دي. له بلې خوا په دیني لارښوونو کې بخل، د شیطان پیروي او د دنیا پالنې په څېر صفاتو درلودل د طبیعت د اصلاح په لاره کې د خنډونو په توګه معرفي شوي دي.

 

مفهوم پیژندنه

اصلاح ذات بین پخلاینه او د افرادو یا ډلو ترمنځ د هغه خرابو اړیکو اصلاح کول دي[1] [یادونه 1] چې د شخړو، دښمنۍ او نورو له امله رامینځته شوې[2] دا ټکی د سوره انفال له لومړي آیت څخه اخیستل شوې دی.[3] اصلاح ذات البین د دوو اشخاصو او دوو ډلو پخلا کولو ته شاملیږي.

 

اصلاح ذات البین یو له اخلاقي فضیلتونو څخه دی او د غیبت او چغل خورۍ په مقابله کې دی.[۴]

 

اهمیت او موقعیت

قرآن په څو آيتونو کښې د اصلاح ذات البین خبره کړې ده او د هغې د ترسره کولو امر يې کړی دی.[5] همدارنګ امام علی(ع) حسنینو ته د اصلاح ذات البین سپارښتنه کړې ده.[یادونه] [6] همدارنګه د قرآن د آيتونو له مخې هغه څوک چې د خلکو اصلاح غواړي د خداى له رحمت او مغفرت څخه برخمن دي.[۷] په ځينو رواياتو کې اصلاح ذات البین تر لمانځه او روژې[8] او صدقې[9] غوره بلل شوې ده. همدارنګه د يو روايت له مخې څوک چې د دوو کسانو تر منځ د اصلاح کولو لپاره قدم اوچت کړي پر هغه د ملائکو درود وي او د هغه لپاره د قدر د شپې برابر ثواب دی.[۱۰]

 

د امام صادق(ع) د يو روايت له مخې د خلکو د اصلاح لپاره دروغ ويل روا دي.[۱۱] همدارنګ قرآن مجید د خلکو تر مینځ د اصلاح لپاره نجوا کول هم روا ګڼلي دي.[۱۲] که څه هم په بل ځای کې یې دا کار شیطاني عمل[۱۳] ګڼلی دی.[۱۴] قرآن هغه قسم چې د خلکو په منځ کې د اصلاح لپاره وشي معتبر نه ګڼي.[۱۵](یعنی کفاره ورباندې نه راځي)

 

په يو روايت کې راغلي دي چې مفضل بن عمر له امام صادق(ع) څخه پيسې اخستې او د شيعه ګانو د اصلاح لپاره يې کارولې. د بېلګې په توګه، هغه د ابوحنيفه سابق الحج او د هغه د زوم تر منځ د شخړې د حل لپاره یوه اندازه پسې کارولې وې.[16]

 

د حل لارې او خنډونه

د خلکو په منځ کې د سمون د رامنځته کولو لپاره، د حل لارې په ګوته شوي:

 

د شخړو مخنیوی: د مفسرینو په اند د وارثانو تر منځ د شخړو مخنیوی د سورت البقرې[۱۷] د ۱۸۲ آیت موضوع ده چې وصیت کوونکي ته باید د عدل او د خپل وصیت د ادا کولو سپارښتنه وشي ترڅو له هغه وصیته مخه ونیسي چې د شخړې لامل کیږي.[18]

 

په کورنیو شخړو کې د مېړه او مېرمنې له خوا د منځګړیتوب انتخاب: د کورنۍ شخړې د حل په موخه کله چې مېړه او مېرمن د جلا کېدو وېره وي، نو سپارښتنه کېږي چې مېړه او مېرمن دواړه دې د روغې جوړې لپاره هر یو د خپل ځان له خوا یو منځګړی وټاکي.[19]

د اختلافاتو د جرړې موندل، د احساساتي مسایلو څخه کار اخیستل، صبر لرل او له یو اړخ ته له کیدلو څخه ډډه کول د اصلاح ذات البین له نورو لارو په توګه معرفي شوي، [20] چغل خوري او جدايي اچول د اصلاح له منځه وړلو مهم لاملونه دي د هغه له منځه وړلو لپاره د چغل خور په خبرو باور نه کول او د هغه پریښودل دي.[۲۱]

 

مرحلې او طریقې

د خلکو تر منځ د اختلافاتو حل د حکومت او مؤمنانو دنده ده. لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي دي، که اصلاح د خبرو اترو له لارې ترسره شي، نو د حاکم شرع اجازې ته اړتیا نلري، خو که چیرې د اصلاح ذات البین لپاره د سخت اقدام اړتیا وي، باید له حاکم شرعه اجازه واخستی شي.[۲۲]  همدرانګ د سوره حجرات د نهم آیت له مخې کله چې د مؤمنانو د دوو ډلو تر منځ شخړه شي، لومړی بايد د قرآن او د خداى په حکم د نصيحت او بلنې له لارې پخلا شي، خو که يوه ډله يې د پخلاينې وړانديز ونه مني. باید هغوي سره وجنګیدی شي.[23]

 

خنډونه

په تفسيري كتابونو كې د شيطان پيروي [۲۴] دنياداري [۲۵] او بخل [۲۶] د اصلاح ذات البین له خنډونو بلل شوي دي.

 

فقهي حکمونه

فقهاوو د د اصلاح ذات البين تر عنوان لاندې څو څانګې او فقهي احکام وړاندې کړي دي:

 

د دوو يا زياتو کسانو تر منځ چې له يو بل سره بغض او دښمني لري صلح کول مستحب دي، او په هغه صورت کې چې د مؤمن ژوند په خطر کې وي، پخلا کول یې واجب دي.[۲۷] د ایت الله مکارم شیرازي له قوله چې له د تقلید له مراجعو څخه دی، د دوو مسلمانو ډلو چې یو له بل سره دښمني لري، پخلا کول واجب کفایي دي.[۲۸]

د اصلاح ذات البین لپاره د زکات لګول روا دي.[۲۹]

دا توصیه کیږي چې قاضي د پریکړې له صادرولو دمخه دواړه خواوې سولې ته راوبولي او کله چې دواړه خواوې پخلاینې څخه انکار وکړي نو هغه وخت باید پریکړه صادره کړي.[30]

 

د صاحب جواهر له قوله د مېړه او مېرمنې تر منځ د روغې جوړې لپاره پر ښځه او سړي د منځګړي ټاکل واجب دي، که څه هم د علامه حلي له کتابه نقل شوي دي چې دا کار مستحب دی.[۳۱]

…………………………………….

  1.  طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰، ج۹، ص۶.
  2.  وګورئ: طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۷۹۸.
  3.  دهخدا، لغت‌نامه، ذیل واژه اصلاح ذات بین.
  4.  مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۱۴.
  5.  برای نمونه نگاه کنید به سوره حجرات، آیه۱۰.
  6.  نهج‌البلاغه، صبحی صالح، نامه۴۷.
  7.  سوره نساء، آیه ۱۲۹.
  8.  صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۸.
  9.  حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۸، ص۴۴۱.
  10.  دیلمی، اعلام الدین، ۱۴۰۸ق، ص۴۱۹.
  11.  کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۱.
  12.  سوره نساء، آیه ۱۱۴.
  13.  سوره مجادله، آیه ۱۰.
  14.  مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۲۷.
  15.  سوره بقره، آیه ۲۲۴.
  16.  کلینی، الکافی، ۱۴۷ق، ج۲، ص۲۰۹، ح۴.
  17.  طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۴۸۵.
  18.  فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۳۶-۲۳۹.
  19.  طوسی، التبیان، ج۳، ص۱۹۲؛ طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۰.
  20.  مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۱۷-۳۱۸.
  21.  علامه مجلسی، بحارالانوار، ج۷۵، ص۲۶۸.
  22.  مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۷۰.
  23.  طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۶، ص۸۰-۸۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۰.
  24.  مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۱۱.
  25.  هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۳۰۲.
  26.  مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۵۱.
  27.  کاشف الغطاء، وجیزة الاحکام، ۱۳۶۶ق، ج۲، ص۱۶.
  28.  مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۲، ص۱۷۰.
  29.  نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۶۱-۳۶۲.
  30.  نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۰، ص۱۴۵.
  31.  نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۱، ص۲۱۳.