د حدیث جعل کول

ژباړه: محمد رحیم درّانی

دا مقاله د حدیثو د جعل کولو په هکله ده. د جعلي حدیثونو په اړه د زده کړې لپاره، د موضوع حدیث مقاله وګورئ.

د حدیث جَعْل کول یا وَضْع کول او پیغمبر اکرم(ص) یا معصومو امامانو ته د هغې نسبت ورکول دي. د حدیث جعل کول به کله کله د حدیث په جوړولو سره ترسره کیدل او کله کله به په حدیث کې د کلمې په اضافه کولو یا د هغې د کلمو په بدلولو سره ترسره کیدل. د حدیثونو د جعل کولو د پیل تاریخ د پیغمبر اکرم(ص) له ژونده او د دې کار خپریدل د معاویه بن ابو سفیان د واکمنۍ تر دورې ورګرځي.

 

د امام علي(ع) د فضیلتونو کمول، د معاویه واکمنۍ ته مشروعیت ورکول او د فرقو په وړاندې تعصب د حدیثونو د جعل کولو له اهدافو او انګیزو څخه وو. د حدیثونو جعل کولو ځینې پایلې ولرلې لکه د اهل بیت(ع) محرومیدل، د ځینو معتبرو حدیثونو نفی او د صحیح حدیثونو په ترلاسه کولو کې مشکل له دغه پایلو ګڼل شوي دي.

د شیعه علماوو له نظره ابوهریره، کعب الاحبار، اُبَیّ بن کَعب او اِبن‌ اَبی‌العَوجاء د جعلی حدیثونو له راویانو څخه دي.

 

د حدیثونو د جعل په اړه کتابونه لیکل شوي دي چې د ابن جوزي (وفات ۵۹۷ هـ ق) «الموضوعات» کتاب یې لومړی کتاب دی. «اَلْاَخْبارُ الدَّخیلَة» د شیخ محمد تقي ششتري (وفات ۱۳۷۴لمریز کال)، «الموضوعات فی الآثار و الاخبار» د سید هاشم معروف الحسني او «یکصد و پنجاه صحابه ساختگی» د سید مرتضی عسکري لخوا لیکل شوی(۱۲۹۳ -1386) په دې برخه کې نور کتابونه دي.

 

مفهوم پیژندنه

دا هم وګورئ: وضع شوي حدیثونه

د حدیث جعل کول د حدیث جوړولو ته ویل کیږي. په سرچینو کې جعل حدیث ته «وضع حدیث» ویل کیږي[1] او جعلي حدیث ته «موضوع حدیث» ویل کیږي.[2] موضوع حدیث هغه حدیث ته ویل کیږي چې په قصدي ډول یا په غلطۍ سره جوړ شوی وي او پیغمبر(ص) یا امام معصوم ته منسوب شوی وي.[۳] د حدیث د جوړونکی دا اعتراف کول چې دا حدیث جعلي دی، د حدیث په جعلي شونې باندې یوه د یوې قرینې شتون،[4] د حدیث د مینځپانګې عقل، قرآن یا د دین له ضروریاتو سره تضاد لرل[5] د جعلي حدیث له نښو څخه ګڼل شوي دي.

 

طریقې او لارې

د حدیثونو جعل کیدل په مختلفو طریقو سره شوي دي: کله کله یو حدیث په بشپړه توګه جعل شوی او پیغمبر او امامانو ته منسوب شوی دی. کله کله په حدیث کې ځینې کلمات اضافه شوي؛ او کله کله د حديث ځینې الفاظ بدل کړی شوي دي.[۶]

ویل کیږي چې په بشپړه توګه د حدیث جعل کول په اعتقادي، اخلاقي، تاریخي، طبي، فضایلي او دعاګانو پو موضوعاتو کې ترسره شوي دي. په حدیث کې د یو عبارت د ورزیاتولو بیلګه، د عباسیانو د دویم خلیفه منصور دوانیقي په لاس د پيغمبر(ص) په حدیث ورزیاتول وو چې هغه حدیث د امام زمان(عج) په اړه له رسول الله(ص) نقل شوی دی. په دې حدیث کې ویل شوي چې خدای به له اهل بیتو څخه یو سړی راپورته کړي چې نوم یې زما دی.[۸] د دې لپاره چې خپل زوی محمد د حدیث د مصداق په توګه وړاندې کړي، نو منصور دا جمله زیاته کړه ) «او د هغه د پلار نوم زما د پلار نوم دی»؛ ځکه چې د منصور نوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پلار د نوم په شان عبدالله و.[۹]

د الفاظو د بدلولو بېلګه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو روایت دی چې ځینو د معاویه په ستاینه کې روایت کړی دی. په دې حدیث کې راغلي: هرکله چې تاسو ولیدل چې معاویه زما په منبر خبرې کوې نو هغه قبول کړئ ځکه چې هغه ښه کار کوونکی او د باور وړ دی.[۱۰] ویل شوي دي چې دا حدیث په حقیقت کې د معاویه په غندنې کې راغلی و او په دې جمله کې «فاقْتُلُوه» (هغه وژنئ) یې په «فاقبَلوه» (هغه قبول کړئ) بدله کړې ده.[۱۱]

د حدیثونو غلا کول (چې د بل راوي په نوم یو روایت، هغه په خپل نوم یا د بل چا په نوم نقل شي)،  دسّ (لاس وهنه) د حدیثو د علماوو په کتابونو کې لاس وهنه او د غلطو نسخو خپرول د حدیث د جعل له نورو لارو څخه یاد شوي دي.[12]

 

تاریخ

ځینې ​​څیړونکي په دې باور دي چې د حدیثونو د جعل تاریخ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند زمانې ته ورګرځي. د دې خبرې دلیل دا راوړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث کې راغلي دي چې د هغه چا ځای دوزخ دی[۱۳] چې پیغمبر ته یې په دروغه د یوې خبرې نسبت ورکړی وي.[۱۴] په هغه زمانه کې پېغمبر اکرم پسې د دروغو تړلو شولو حدیثونو بېلګې هم راپور شوي دي.[۱۵] د يو روايت پر بنسټ، امام علي(ع) د پېغمبر اکرم په زمانه کې د احاديثو جعل کولو یوې بیلګې ته اشاره کړې ده.[۱۶]

 

البته د هاشم معروف حسني له قوله، ځينې اهل سنت څېړونکي په دې باور دي چې د احاديثو جعل د لومړيو خليفه ګانو په زمانه کې نه دي رامنځته شوی او د امام علي(ع) له شهادت وروسته پيل شوی دی. په دې موده کې داسې ګوندونه او فرقې راڅرګندې شوې چې د ځان د ثابتولو لپاره به یې په قرآن او سنتو يې تکيه کوله او که په قرآن او احاديثو کې به يې سند پيدا نه کړ، نو حديث په جعل کولو او تحريف کولو به یې لاس پورې کاوه.[۱۷]

 

ویل کیږي چې د معاویه بن ابی سفیان په زمانه کې د حدیثونو جعلول خپاره شو.[۱۸] په اوومه پیړۍ کې د نهج البلاغه د معتزلي مفسر ابن ابي الحدید په وینا معاویه د هغو راویانو ملاتړ کاوه چې په حدیثونو کې به یې جعلونه کول او د عثمان او نورو صحابه کرامو په ستاینه او د امام علی(ع) په بدۍ کې به یې حدیثونه جعلول.[19] همدارنګه بِکریان چې باور یې درلود چې ابوبکر بن ابی قحافه د نص په وسیله د پیغمبر(ص) ځای ناستی دی، او د امام علی(ع) په مقابله کې به یې د ابوبکر په فضیلت کې حدیثونه جعلول.[۲۰]

 

جعل سره د مقابلې مخینه

د احمد پاكتاچي په وينا، د پنځمې پېړۍ په پاى كې د جعلي احاديثو او د احاديثو د وضعيت په اړه اثار وليكلی شو. که څه هم د شیعه علماوو په ارزونو کې د حدیث د جعل کولو صریح تورونه د څلورمې قمري پیړۍ پیل ته ورګرځي او مثالونه یې د ابن عقده[21] او ابن ولید[22] او په پنځمه پیړۍ کی ابن غضائری[۲۳] د نظرونو په څرګندولو کې لیدل کیږي. همدارنګه د هغه په ​​وینا د اهل سنتو د حدیث په ډګر کې د لومړي ځل لپاره د بغداد د مکتب د علم رجال علماءو په خپلو ارزونو کې د حدیث د جعل نسبت کارولی دی.[۲۴]

 

د حدیث د جعل کولو لاملونه

د حدیثونو جعل کول په مختلفو انګیزو ترسره شوي دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

 

د امام علي(ع) فضائل کمول: ويل شوي دي چې هغه کس چې د هغه په خلاف له ټولو زیات حدیثونه جعل شو هغه امام علي(ع) ؤ.[۲۵] ابن ابي الحديد معتزلي د نهج البلاغه په شرحې کښې له ابوجعفر اسکافي چې د درېیمې هجري پېړۍ یو معتزلي متکلم دی، نقل کړي دي چې معاویه د اصحابو او تابعینو یوې ډلې ته یې دنده سپارلې وه، چې د امام علي(ع) په غندنه کې د دروغو حدیثونه جوړ کړي.[26] د ده په وینا، معاویه په یوه لیک کې یې له خپلو کارکوونکیو څخه وغوښتل چې له خلکو وغواړي چې د صحابه کرامو او درېو خليفه ګانو د فضائل په اړه د دروغو حدیثونه جوړ کړي څو د حضرت علي(ع) په فضیلت کې داسې یو حدیث هم پاتی نه شي مګر دا چې هماغه شان روایت د دریو خلیفه ګانو په بارې کې راوړي یا د علی(ع) پر اپوټه او مخالفت کې یې نقل کړي.[۲۷]

 

واکمنانو او خليفه ګانو ته مشروعيت ورکول: د څوارلسمې پېړۍ د لبناني عالم هاشم معروف حسني په وينا، د اموي او عباسي حکومتونو واکمنانو به د خپل حکومت د مشروعيت لپاره د خپلو مشرانو په فضيلت کې يا رسول الله(ص) ته د خپل خلافت د منسوبولو په اړه احاديث جوړول.[28] د بنو عباس یو له جعلي حدیثونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې منسوبول، هغه دا و: «خلافت به زما د تره [عباس] اولاد ته راشي.»[۲۹]

د خپلې فرقې په وړاندې تعصب او د بلې فرقې له پامه غورځول: د هرې ډلې يا فرقې پلويانو به د خپلې فرقې د ثابتولو لپاره قرآن او سنت سره دلیل راوړه او که کوم دلیل پيدا نه شوې نو حديث به يې جعل کاوه.[30]

د غیرمسلمانانو لخوا د مسلمانانو تر منځ د دین له منځه وړل او نفاق اچول په غرض[۳۱] او همدارنګه پاچاهانو ته نږدې کیدلو په غرض [۳۲] او د ځینې کسانو لپاره د فضیلت جوړولو په غرض[۳۳] به هم جعلي حدیثونه جوړیدل. او کله کله د ټولنې د اصلاح په غرض هم حدیثونه جوړیدل.[۳۴] قرآن ته د خلکو د پام اړولو[۳۵] او د الهي ثوابونو ترلاسه کولو په غرض[۳۶] هم حدیثونه جوړ شوي دي. همدارنګه د پېغمبر اکرم په ځای کې د اختلاف او فرقه پالنې په غرض هم د حدیث د جوړیدو لاملونه ګڼل شوي دي.[۳۷] ​

 

اغیزې او پایلې

د حدیثو د جعل ځینې پایلې دا دي:

د صحیح حدیثونو لاسته راوړل ستونزمنول: د حدیثونو جعل کولو دا ستونزمنه کړې ده چې د صحیح حدیثونو له جعلي حدیثونو سره توپیر وشي.[38]

د ځينو صحیح حديثونو نفي: ځینې صحیح حدیثونه د ځينو جعلي حدیثونو د رد په پلمه پریښودی شوي دي. د بېلګې په توګه ابن قَیِّم جوزيه(وفات ۷۵۱ هـ ق) چې د اهل سنتو عالم او د ابن تيميه شاګرد دی، په غدير خم کې د علي(ع) امامت جعلي ګڼلی دی؛[39] که څه هم د غدير حديث د علامه اميني په وينا. په شیعه او سني سرچینو کې په تواتر سره نقل شوی دی.[40] همدارنګه یو سني عالم ابن جوزي (وفات 597هـ) هم د الموضوعات په کتاب کې د امام علي(ع) د فضائل ځینې حدیثونه جعلي حدیثونه بللي دي.[۴۱]

له اهل بیتو څخه د خلکو محرومیت؛ ځنې داسې حدیثونه به یې امامانو ته منسوبول چې له هغوی یې کرکه پیدا کړه. اکثر به دغه روایتونه شیعه فرقو لکه زیدیه، فطحیه او غالیان له خوا جوړیدل.[42]

د رجالي کتابونو تالیف: د حدیثو جعل کول د دې سبب شول چې د راویانو، د حدیثو د ډولونو او جعلي حدیثونو په اړه کتابونه ولیکل شي.[۴۳] او د علم رجال د ضرورت يو دليل د جعلي حدیثونو د جوړوونکیو او د هغوي د حديثونو پيژندل، ګڼل شوی دی.[۴۴]

د حدیثو جعل کوونکي

علامه امیني په الغدیر کې شاوخوا ۷۰۰ جعلکاران له خپلو ځینو جعلي حدیثونو سره معرفي کړي دي. په دوی کې ځینو ته تقریبا د 100 حدیثونو نسبت ورکړی شوی دی.[45] د الغدیر دا برخه د «الوضّاعون و احادیثهم الموضوعة» تر عنوان لاندې ځانته جلا چاپ شوی دی.

ځینې هغه کسان چې حدیثونه به یې جعل کول په لاندې ډول دي:

ابوهريره: له ده څخه د احاديثو په کتابونو کې له ٥٣٧٤ څخه زيات احاديث نقل شوي دي، [۴۷] حال دا چې هغه يوازې له رسول الله(ص) سره نږدې درې کاله و. له همدې امله ځینو صحابه کرامو لکه علي(ع)، عمر، عثمان او په ځانګړې توګه عایشه په دې باندې اعتراض کړی دی چې هغه څه رنګ له رسول الله (صلی الله علیه وآله) څخه دومره ګڼ شمېر روایتونه نقل کړي دي. عایشه به ویل: هغه له رسول الله(ص) نه داسې روایتونه کوي چې ما نه دي اورېدلي.[48]

کعب الاحبار: د سید مرتضی عسکري په وینا، د یهوديانو اکثره خبرونه، د اهل کتابو ستاینه او مدحې او د بیت المقدس ډېر تعریفونه د ده په واسطه په اسلامي سرچینو کې داخل شوي دي.[۴۹]

اُبَیّ کعب: د قرآن د سورتونو په فضیلت کې هغه داسې حديثونه راغلي دي، چې پخپله يې د هغې په دروغو اعتراف کړى دى.[۵۰]

نوح ابن ابي مريم مَرْوْزي: د سورتونو فضیلتونه په جعلي حديثونو نقل کړي او له قرآن څخه د خلکو مخ اړول او د ابوحنيفه او ابن اسحاق مغازي فقهې ته يې توجه کول د دې جعل کولو د دلیلونو په توګه ياد کړي دي.[51]

ابن‌ابی‌العَوجاء: ویل شوي دي هغه څلور زره حدیثونه جعل کړي دي.[۵۲]

کتابت پيژندنه

د حدیثونو د جعل کولو په اړه ځینې کتابونه لیکل شوي، چې ډیری یې د جعلي حدیثونو راټولولو او د جعلکارانو معرفي کولو سره خاص شوي دي. د ابن جوزي د الموضوعاتو کتاب (وفات 597 هـ)، الئالی المصنوعة فی الاحادیث الموضوعه د جلال الدین سیوطي کتاب (وفات 911 هـ.ق)، د شیخ محمد تقي ششتري (وفات 1374هـ) اَلْاَخْبارُ الدَّخیلَة. د سید هاشم معروف الحسني کتاب الموضوعات فی الآثار و الأخبار او د سید مرتضی عسکري (۱۲۹۳-۱۳۸۶) یکصد و پنجاه صحابه ساختگی، د دغو کتابونو څخه دي

همدارنګه، د حدیثونو د جعل کولو دا کار څیړلی دی، چې ځینې یې دا دي:

الوضع فی الحدیث، چې عمر بن حسن فلاته په عربۍ ژبه لیکلی دی چې په 1401 هجري قمري کال 1360لمریز کال کې د دمشق د الغزالي مکتب لخوا خپور شوی دی.[۵۳]

درسنامه وضع حدیث، په فارسۍ ژبه، د ناصر رفیعی محمدی کتاب دی. په دې کتاب کې د حدیث د جعل مفهوم او تاریخ او همدارنګه د حدیث د جعل کولو لاملونه او انګیزې، طریقې او پایلې بیان شوي دي.[54] په پای کې د حدیثونو د جعل اړوند کتابونه معرفي شوي دي.[۵۵]

فوټ نوټ: ډیر ژر…