په شیعه اسلام بدل شوی “لوکا ګیتاني لووتیلی”

لوکا ګیتاني لووتیلی

لوکا ګیتاني لوواتیلی په 1955 کې په ایټالیا کې په یوه اشرافي کورنۍ کې زیږیدلی و. د کیمرې مین په توګه چې د ایټالیا د ملي تلویزیون لپاره یې…

کار کاوه، لوکا بوسنیا او لویدیځې آسیا ته سفر کړی و.

هغه د خپل ماشومتوب له ملګري ایډوارډو اګنلي سره یو ځای افغانستان ته هم سفر کړی و چې د دغه هیواد په اړه مستند فلم جوړ کړي.

لوکا د ایډوارډو له لارې د اسلام په اړه پوه شو.

په ۱۹۸۸ کال کې له ادواردو سره ایران ته سفر وکړ او له محمد حسن قادري ابیان سره له اوږدو خبرو وروسته په شیعه اسلام بدل شو.

د 2007 کال د اپریل په 2، د هغه مړی د پله لاندې وموندل شو، چې د وهلو نښې یې څرګندې وې. له دې سره سره، د هغه قضیه وتړل شوه او د هغه مړینه، لکه د ایډوارډو اګنیلی، د ځان وژنې حکم وشو.