د توحيد پړاوونه

د توحيد پړاوونه

ټول آسمانی شريعتونه په توحيد او د يو خدای د عبادت په اساس ولاړ دي او د ټولو روښانه اصل هماغه د توحيد عقيده ده، که څه هم په ځينو دينونو کښې د توحيد په دې عقيده کښې څه اختلاف او انحراف راغلے دے. لاندې د قرآن او حديثونو په رڼا کښې او د عقلی دليلونو په مرسته د توحيد پړاوونه بيانوو.

اته ويشتم اصل

د توحيد لومړنے مرتبه د ذاتی توحيد مرتبه ده، ذاتی توحيد دوه تفسيرونه لري.

الف: د خدای ذات يو دے او سارے نه لري او د هغه لپاره د مثل او سيال تصور نه شي کيدے.

ب: د خدای ذات بسيط دے او په هغې کښې څه کثرت او ترکيب (د برخو نه جوړښت) نشته.

اميرالمؤمنين علی (ع) د دې دو معنو په بيان کښې داسې فرمايي:

1-     هُوَ وَاحِدٌ لَيسَ لَهُ فی الاشياء شَبَهٌ: هغه يو دے او په څيزونو کښې د هغه څه مثل نشته.

2-     وَ انّهُ عَزّ وَجَلّ أحدیّ المعنی لا ينقَسِمُ فی وجودٍ و لا وَهْمٍ و لا عقلٍ.[1] هغه ((أحْدِیُ المَعنیٰ)) دے يعنی نه په خارج او بهر، نه په وهم او نه په عقل کښې د هغه اجزا او برخه تصور کيدې نه شي.

د توحيد سورت د خدای د يو والي په هکله د مسلمانانو د عقيدې بيانوونکے دے، دا سورت د (اخلاص) دواړو مرحلو ته اشاره کوي، لومړي قسم ته په دې آيت سره: وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ او دويم قسم ته په دې آيت سره: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ

کوم څه چې مو وويل له دې څرګنديږي چې د عيسايانو د تثليث عقيده چې ((پلار خداي، زوے خدای او روح القدس)) مني د اسلام له نظره باطله ده او د قرآن په ځينو آيتونو کښې د دې عقيدې ناسموالے بيان شوے دے په کلامی کتابونو کښې په دې هکله په تفصيل سره خبرې شوي دي او مونږ دلته يوازې يوه خبره ترې بيانوو:

تثليث په دې معنی چې خدايان درې دي، دوه حالتونه لري: يا خو داسې ده چې له دوي څخه هر يو ځانته شخصيت او وجود لري يعنی هر يو ټوله خدايي لري که داسې وي نو په اسلام کښې له ذاتی توحيد (چې مثال نه لري) سره مخالفت او ټکره لري. او يا دا درې ټول په جمع يو وجود لري او هر يو يې يوه برخه ده که داسې وي نو دلته ترکيب او مرکب والے لازم راځي او له دويمی معنی (يعنی بسيط والي) سره مخالفت لري.

نهه ويشتم اصل

د توحيد دويمه مرتبه د خدای په ذاتی صفاتو کښې د هغه يووالے دے مونږ خدای د ټولو کمالي صفتونو لرونکے ګڼو او عقل او وحی په دې دلالت کوي چې دا ټول صفتونه په خدای کښې موجود دي، دې ته په پام سره خدای عالم، قادر، حی، سميع، بصير او……دے ، دا صفتونه د مفهوم له لحاظه له يو بل سره فرق او توپير لري يعنی د ((عالم)) د ټکي نه چې زمونږ ذهن ته څه راځي هغه بل څه دي او څه چې د ((قادر)) د ټکي نه راځي هغه بل څه، خو خبره دا ده چې لکه څنګه چې دا ټکي د مفهوم له لحاظ له يو بل سره مخالفت لري آيا په حقيقت کښې يعنې د خدای په وجود کښې هم يو بل سره مخالفت او مغايرت لري که نه په حقيقت کښې ټول يو دي؟ په ځواب کښې بايد ووايو کله چې دا د خدای په ذات کښې مغايرت ولري نو د خدای په ذات کښې ترکيب او کثرت لازم راځي نو بايد ووايو چې دا صفتونو سره د دې چې په مفهوم کښې اختلاف لري خو د عينيت په مقام کښې يو دي په نورو ټکو سره به داسې ووايو چې د خدای ذات سره د دې چې بسيط او يو دے خو بيا هم دا ټول صفتونه لري او داسې نه ده چې د خدای يوه برخه د هغه له علمه جوړه شوې وي بله يې له قدرته او داسې نور…. او محققان داسې وايي: “بَل هُو عِلمٌ کُلّهُ وَ قدرة کُلّهُ و حياةٌ کُلّهُ ….[2]

دې ته په پام سره، د خدای ذاتي صفتونه سره له دې چې قديم او ازلی دي د هغه عين ذات دي او د هغه کسانو ليدتوګه غلطه ده چې د خدای صفتونه ازلی او قديم (خو د خدای له ذاته جدا بل شے يې ګڼي) دا نظريه په حقيقت کښې له دې ځايه راوتې ده چې د خدای صفتونه د انسان په شان وګڼل شي او له دې امله چې د انسان صفتونه د هغه پر ذات ورزيات دي نو دا تصور شوے دے چې د خدای صفتونه هم د انسان په شان د هغه پر ذات ورزيات دي.

امام صادق (ع) فرمايي: “ لَمْ يَزل الله -عَزّ وجلّ- ربنا والعلمُ ذاتُه و لا معلومَ والسمعُ ذاتُه ولا مسموعَ والبصر ذاتُه ولا مُبصِر والقدرةُ ذاتُه ولا مقدور”[3]. خدای له ازله زمونږ پروردګار ؤ او دے او وړاندې له دې چې معلوم، مسموع، مبصر او مقدور وجود ولري علم، سمع، بصر او قدرت د هغه عين ذات وو.

اميرالمؤمنين (ع) هم د خدای له ذات سره د هغه د صفتونو د يووالی په هکله فرمايي: “وَ کَمَالُ الاخْلاصِ لَهُ نَفی الصفاتِ عَنه لِشهادةِ کُلّ صِفةٍ أنّها غيرَ الوصوفِ وَ شَهادةِ کُلّ موصوفٍ أنَها غير الصفةِ”[4] په توحيد کښې د اخلاص کمال دا دے چې هغه صفتونه (چې په ذات باندې زيات دي) له هغه نفی کړو ځکه چې هر يو صفت دا ګواهی ورکوي چې هغه له موصوفه جدا دے[5]

دريشم اصل

د توحيد دريمه مرتبه په خالقيت او پيدايښت کښې د هغه توحيد او يووالے دے يعنی له خدايه پرته بل څوک پيدا کوونکے نشته او هر څه چې وجود پيدا کوي ټول د هغه مخلوق او پيدايښت دے، قرآن د توحيد په دې شکل تاکيد کوي او فرمايي: قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (رعد / 16) ووايه: الله د هر څيز خالق دے او هغه يوازې غالب دے. ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَّا إِلَهَ إِلَّا هُوَ (غافر/ 62) خدای ستاسو پروردګار دے د هر څيز خالق دے له هغه نه پرته بل خدای نشته.

د وحی نه علاوه، عقل هم په خالقيت کښې د توحيد ګواهي ورکوي ځکه چې له خدايه پرته هر څه ممکن الوجود دي او نيازمند دي او د خپل نياز د پوره کولو لپاره خدای ته اړمن دي. په خالقيت کښې توحيد په دې معنی نه دے چې مونږ د هستۍ د سببيت د قاعدې انکار وکړو ځکه چې د ټولو امکانی څيزونو په يو بل اثر د خدای په حکم پورې تړلے دے او د سبب شتون او د بل لپاره د هغې سبب ګرځيدل ټول د خدای د ارادې څرګندونه کوي، هماغه دے چې لمر او سپوږمۍ ته يې ګرمی او رڼا ورکړه او هر کله چې وغواړي دا اثر ترې اخستے شي له همدې امله هغه يو او بې مثله پالونکے دے.

لکه څنګه چې په اتم اصل کښې اشاره وشوه قرآن کريم هم د سببيت اصل تائيدوي لکه چې فرمايي: اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاء كَيْفَ يَشَاء (روم / 48) هغه خدای چي بادونه راليږي نو بادونه وريځې روانې کړي نو څنګه يې چې خوښه وي په آسمان کښې يې خپروي. په دي آيت کښې دا خبره څرګنده ده چې د وريځو په روانيدو کښې بادونه اثر لري.

کله چې مونږ وويل چې خدای د هر څه خالق دے نو د دې مطلب دا نه دے چې د بندګانو بد کارونه هم د خدای په غاړه واچوو ځکه چې دا خو سمه ده چې هيڅ يو څيز د خدای له کلي ارادې نه بغير نه شي پيدا کيدے خو د انسان په هکله به دا ووايو چې انسان يو مختار (اراده لرونکے) موجود دے او د ارادې خاوند دے[6] او په خپل کار کښې – د خدای په مقرر کړي تقدير سره- اراده او د ټاکنې حق لري نو د يو کار څرنګوالے د اطاعت يا ګناه له مخی د انسان په ارادې پورې تړلے دے.

په نورو الفاظو سره به دا ووايو چې ټوله هستي (موجودات) مطلقا (بی له څه شرطه) د خدای ده او خدای ته يې نسبت ورکول کيږي او په دې څه بدی نشته، لکه څنګه چې فرمايي: الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ (سجده / 7) خو دا د انسان اراده ده چې هغه کار د عقل او شرع مطابق تر سره کوي که نه. د لاڅپړنې او وضاحت لپاره د انسان دوه کارونه لکه څښلو او خوړلو ته پام وکړئ دا دوه کارونه له يوه اړخه خدای پيدا کړي دي ځکه چې له موجوداتو دي خو له دې لحاظه چې دا دوه د خوراک او څښاک په قالب کښې راغلي دي او انسان په خپلې اختياری ارادې او په خپلو غړيو سره هغه په دې شکل راوستے دے.

نو بايد دا کار له خپل فاعل سره مربوط وي ځکه چې په همدې قالب کښې هيڅ کله خدای ته د دغو کارونو نسبت نه شو ورکولے. نو دې ته په پام خدای د وجود بخښونکے او انسان خوړونکے يا څښونکے او د کار کوونکے دے. (لکه ټيليويژن چې خدای پيدا کړې وي، بجلی هغه ورکوي خو ريموټ کنټرول يې تا ته درکړے وي چې کوم چينل ګورې د هغه سزا يا جزا به درکوي)(مترجم)

يو ديريشم اصل

د توحيد څلورمه مرتبه د جهان او انسان په پاللو او تدبير کښې د هغه توحيد او يووالے دے، ربوی توحيد هم په دوه ډوله دے:

1-     تکوينی تدبير

2-     تشريعی تدبير

د تشريعی تدبير په هکله به وروسته په يو جدا اصل کښې وغږيږو خبرې کوو اوس يوازې د تکوينی تدبير په هکله خبرې کوو.

د تکوينی تدبير نه مطلب د جهان ساتل او چلول دي يعنی د ټول موجوده جهان _ چلول د هغې د جوړولو په شان _ د خدای کار دے سمه ده چې په انسانی کارونو کښې داسې کيدے شي چې يو کس يو شے جوړ کړي او بيا يې بل چلوي له يو کس چې کارخانه جوړه کړي او بل يې چلوي خو د کائناتو او خلقت جوړونکے او چلوونکے (پالونکے) يو خدای دے او نکته پکښې دا ده چې د جهان تدبير د هغې د پيدايښت نه جدا نه دے.

د انبياؤ تاريخ دا ښيي چې د هغوي امتونو په خالقيت کښې توحيد مانه او څه جنګ او بحث يې پکښې نه کاوه خو شرک په دې کښې و چې په ربوبيت او د جهان په چلولو کښې يې بل څوک منل او بيا به يې عبادت هم د هغه کاوه، د ابراهيم خليل الله (ع) د وخت مشرکانو يوازې يو خدای مانه خو په دې غلطه عقيده وو چې سپوږمۍ، ستوري او لمر د دې جهان چلوونکي دي او حضرت ابراهيم (ع) هم ورسره په همدې باب مناظره کړې ده.[7]

د حضرت يوسف (ع) په زمانه کښې چې د حضرت ابراهيم (ع) نه پس وه، هم په ربوبيت کښې شرک وه. دا خيال کيدو چې خدای د جهان د پيدايښت نه پس د هغې چلول او ساتل نورو ته وسپارل، د دا خبره په بند کښې له خپلو ملګرو سره د حضرت يوسف له خبرو څرګنديږي کله چې هغوي ته فرمايي: أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (يوسف / 39) آيا بيلا بيل (ډير) خدايان ښه دي که يو خدای چې بريالے دے.

همدا رنګ د قرآن له آيتونو پوهيږو چې زمونږ د پيغمبر(ص) د وخت مشرکانو هم خپل ځينې کارونه او برخليک د خپلو معبودانو په لاس کښې ګاڼه، قرآن پاک فرمايي: وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِّيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا (مريم / 81) له خدايه پرته يې د ځان لپاره نور خدايان ونيول چې د هغوي د عزت سبب شي.

همدارنګ فرمايي: وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ. لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ (يس/74-75) “بې له خدايه يې نور خدايان نيولي دي چې بريالي شي (دا خدايان) د دوي د مرستې توان نه لري خو دوي د سپايانو په شان (د بتانو) په خدمت کښې دي.

په ربوبيت کښې د توحيد معنی دا ده چې د انسان او نړۍ په هر ډول کلي او جزئي تدبير کښې يوازې خدای مدبر وګڼو او د هغه له اذن او امره پرته د نړۍ او انسان په چلولو کښې هر ډول مستقل تدبير رد کړو قران له خدايه پرته بل هر ډول مستقل تدبير ردوي او له دې امله چې تدبير يوازې په خدای تعالی پورې منحصر ګڼي نو بې له خدايه د بل هر چا عبادت هم مردود او باطل ګڼي.

د ربوي توحيد دليل روښانه دے ځکه چې د انسان او جهان خلقت او پيدايښت له چلولو جدا نه دے نو که د انسان او جهان خالق يو دے نو مدبر او چلوونکے يې هم يو دے له همدې وجې د جهان په پيدايښت او د هغې په تدبير او چلولو کښې کلکې اړيکي موجود دي، کله چې خدای په قرآن کښې د جهان د پيدايښت په هکله خبره کوي نو ځان د جهان مدبر معرفی کوي او فرمايي: اللّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الأَمْرَ … (رعد / 2) هغه خدای چې آسمان يې بې له داسې ستنو چې وليدے شي جوړ کړ بيا په بادشاهۍ لګيا شو او لمر او سپوږمۍ يې مسخر کړل، هر يو تر ټاکلي شوي وخته حرکت کوي هغه د پينځون د کارونو مدبر دے….

په يو بل آيت کښې يې د جهان د يو مدبر او چلوونکي د ثابتولو لپاره په جهان کښې د يو نظم د موجوديت دليل راوړے دے.

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا (انبياء / 22) که په آسمان يا ځمکې کښې بې له يو الله نور خدايان وے نو د دې دوو نظام به فاسد او خراب شوے ؤ.

هو! په ربوبيت کښې د توحيد عقيده له دې خبرې سره څه ټکره نه لري چې ووايو نور مدبران او چلوونکي هم شته چې د خدای په حکم دا جهان چلوي چې د هماغه خدای د طاقت مظهر او څرګندوونکي دي له همدې وجې قرآن سره د دوې چې په ربوبيت کښې يې په توحيد ټينګار کړے دے د نورو مدبرانو شتون هم بيانوي فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا (نازعات/79)

دوه ديرشم اصل

له تدبيره مطلب د انسان او جهان په ټولو اړخونو کښې، که د دنيا کارونه وي که د اخرت له تکويني او تشريعي نظره د هغو اداره کول دي. دې ته په پام سره د انسانانو د ټولو کارونو تدبير يوازې د يو خدای په لاس دے.

سرچینې

[1] . توحيد، د شيخ صدوق ليکلےشوے ،83مخ،3باب،3حديث.

[2] . صدر المتالهين،اسفار اربعه،6ټوک،135مخ.

[3] . د شيخ صدوق کتاب توحيد 139مخ، 11باب،1حديث

[4] . نهج البلاغه، لومړۍ خطبه.

[5] . ځينو دبې خبرۍ له مخې دې ليدتوګې ته د ((معطله)) ليدتوګه ويلې ده حال دا چې ((معطله)) هغه کسانو ته ويلے شي چې د جمال صفتونه د خدای د ذات لپاره نه ثابتوي او لازمه يې دا ده چې د خدای ذات له وجودي صفتونو څخه خالی دے، دا عقيده سمه نه ده او دا غلطه عقيده ((له ذات سره د صفتونو د يووالي)) له نظريې سره څه اړيکه او رابطه نه لري بلکه((د صفتونو ذات سره د يووالي)) نظريه سره د دې چې د خدای لپاره جمالی صفتونه ثابتوی له ځينو اعتراضونو هم پاکه ده لکه د قدما تعدد او د صفتونو په ذات باندې زياتوالے.

[6] . د انسان د ارادې په هکله به د عدل په برخه کښې وغږيږو.

]7-[ انعام/76-78