د اسلامی عقيدو کليات (۳)

د اسلامی عقيدو کليات (۳)

مترجم: محمد رحیم درانی

انسان؛ د اسلام له نظره

ديارلسم اصل

انسان يو داسې موجود دے چې له بدن، او روحه جوړ دے چې له مرګه وروسته يې بدن شړيږي خو روح يې ژوند ته ادامه ورکوي يعنی د انسان د مرګ مطلب دا نه دے چې هغه فنا شو له همدې امله به تر قيامته په عالم برزخ کښې ژوند تيروي….

قرآن د انسان د ژوند أخری مرحله چې کله پکښې روح پوکل کيږي داسې بيانوي: ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ (مؤمنون / 14) بيا مو هغه يو بل موجود وګرځاوه.

همدا رنګ د انسان برزخی ژوند ته په بيلا بيلو آيتونو کښې اشاره کوي لکه چې فرمايې: وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (مؤمنون / 100) او تر هغو مخکښې (يا د هغوي شاته) برزخ دے[6] تر هغه ورځې چې بيا پاڅول شی. هغه آيتونه چې په برزخی ژوند باندې دلالت کوي ډير زيات دي.

څوارلسم اصل

هر يو انسان د توحيد په پاک فطرت سره پيدا کيږي داسې که چرې په همدې حال کښې پر مخ لاړ شي او خارجی عوامل هغه بې لارې نه کړي نو پخپله  په حقه لاره ځي. هيڅ انسان له موره ګناهکار او بدکار نه دے پيدا شوے او دا پليتۍ او بدۍ عرضی دي او د خارجی عواملو له وجې او اختياري دي او ارثي عادتونه هم داسې نه دي چې د انسان ارادې سره نه بدليږي (بلکه بدليدے شي) له همدې وجې هغه ليدتوګه او نظريه چې په اوسني عسائيت کښې مشهوره ده چې ګناه د انسان يو ذاتي څيز دے؛ يوه باطله نظريه ده.

قرأن کريم په دي هکله فرمايې: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا (روم / 30) نو دين حنيف ته مخ کړه (دغه دين) د خدای فطری دين دے چې خلق يې په همدغه فطرت پيدا کړي دي.

پيغبراکرم(ص) همدارنګ فرمايلي دي: ما من مولود الا يولد علی الفطرۃ.[7] انسان دنيا ته نه راځي مګر د دين (توحيد) په فطرت.

پينځلسم اصل

انسان يو داسې موجود دے چې په اراده کښې ازاد دے يعنی د خپل عقل په طاقت د يو کار د بيلا بيلو اړخونو جاج اخلي او د کار کول يا نه کول غوره کوي.

قرأن پاک فرمايې: إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا (انسان / 3) مونږ هغوي ته لاره وښودله نو هغه يا شکر ګزار دے او يا کفران کوونکے.

همدا رنګ فرمايې: وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ. (کهف \ 29) ووايه چې حق ستا له پروردګاره نازل شوے دے نو هر څوک چې غواړي ايمان دې راوړي او هر څوک دې غواړې کفر دې وکړي.

شپاړسم اصل

کله چې پوه شو چې انسان يو روغ فطرت لري او د عقل طاقت ورسره دے چې ښه له بده جدا کولے شي او همدا رنګ اختيار او اراده لري نو پوهيږو چې هغه يو داسې موجود دے چې تربيت او روزنې ته چمتووالے او وړتيا لري او د ترقۍ او لوړاوي او خدای ته د بيرته ستنيدو لاره ورته تل خلاصه ده مګر په هغه وخت کښې چې کله ورته مرګ راورسي چې بيا يې هيڅ قسم توبه نه قبليږي له همدې وجې د پيغمبرانو بلنه او دعوت د ټولو انسانانو لپاره دے تر دې چې فرعون ته يې هم دا دعوت شامليږي، لکه څنګه چې فرمايې: فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَى أَن تَزَكَّى وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى (نازعات 18-19) اے موسی! فرعون ته ووايه: أيا غواړې چې پاک شې او تا ستا خدای ته هدايت کړم چې وويريږی؟

دې ته په پام، انسان بايد هيڅکله د خدای له رحمته او مغفرته نهيلے نه شي لکه څنګه چې فرمايي:

لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا (زمر / 53) د خدای له رحمته نهيلې کيږئ مه، چې هغه ټول ګناهونه بخښی.

اوولسم اصل

دې ته په پام چې انسان عقل لري او د اختيار خاوند دے نو يو داسې مخلوق دے چې مسئوليت لري او ذمه وار دے د خدای په وړاندې، د خدای د پيغمبرانو په وړاندې، د خپل انسانی ګوهر او د نورو انسانانو په وړاندې ذمه داري لري، قرآن پاک دې ذمه دارۍ ته داسې اشاره کوي:

وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً (اسراء / 34) په خپل عهد او ژمنې وفادار اوسئ چې د دې عهد په هکله به پوښتنه کيږي.

همدا رنګ فرمايي: إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً (اسراء / 36) له غوږونو، سترګو او زړه ټولو به پوښتنه کيږي. بيا فرمايي: أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى (قيامت / 36) آيا انسان دا ګمان کوي چي په خپل حال پريښودل شوے دے. او زمونږ پيغمبر(ص) فرمايي: ألا کلکم راع و کلکم مسؤول عن رعيته.[8]

اتلسم اصل

هيڅ يو انسان په بل باندې څه لوړاوے نه لري مګر د هغو معنوی کمالاتو په وجه چې هغه يې لري او د لوړاوي تر ټولو څرګند معيار او ملاک د ژوند په درستو کارونو کښې تقوی او پرهيزګاري ده، لکه چې فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (حجرات / 13) اے انسانانو تاسو مو له نر او ښځې پيدا کړئ او تاسو مو قبيلې او ټولي جوړ کړئ د دې لپاره چې يو بل وپيژنئ په تاسو کښې خدای ته تر ټولو نزدې هغه څوک دے چې په تاسو کښې يې تر ټولو تقوی زياته وي.

نولسم اصل

اخلاقي ارزښتونه چې په حقيقت کښې د انسانيت اصول دي او يوه فطری سرچشمه لري تل پاتی او هميشني اصول دي او د وخت په تيريدو او ټولنيزو بدلونونو سره نه بدليږي، مثلا د عهد او ژمنې د پوره کولو ښه والے يا د نيکۍ په بدل د نيکۍ کول يو تل پاتے څيز دے او د کله نه چې انسان ؤ او تر کله پورې به چې وي؛ دا اصول به وي، دا اخلاقی قانون به هيڅ کله بدل نه شي او همدارنګ د خيانت او بے لوظۍ بد والے دے. نو دې ته په پام سره د انسان په ټولنيز ژوند کښې داسې اصول شته چې هغه له انسانانو سره تړلي دي او ثابت او تل پاتي دي.

هو! له دغو اخلاقی اصولو سره په خوا کښې ځينې داسې رسمونه هم موندل کيږي چې د وخت په تيريدو او د ځايونو په بدليدو سره بدل شوي دي چې دا له ثابتو اصولو سره کوم ربط نه لري.

قران کريم ځينې ثابتو اخلاقی اصولو ته اشاره کوي، لکه څنګه چې فرمايي: هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ (الرحمن / 60) آيا د احسان بدله بې له احسانه بل څه ده؟ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ (توبه / 91) په نيکي کونکيو څه ګرمه نشته. فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (يوسف / 90) خدای د نيکي کونکيو بدله نه ضايع کوي. إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ (نحل / 90) خدای پاک د عدل او احسان او له خپلوانو سره د مرستې حکم کوي او له فحشاء (پليتۍ) او ظلم زياتی منع کول کوي.

شلم اصل

د انسان عملونه له دې ورتېر چې په هغه جهان کښې سزا او جزا لري په دې نړۍ کښې هم ښې يا بدې پايلې لري. په حقيقت کښې انسان ته ځينې پيښې ورپيښيږی چې د هغه د عمل نتيجه وي. دا يو داسې حقيقت دے چې وحی ترې پرده اوچته کړې ده، قرآن کريم په دې هکله ډير آيتونه لري چې مونږ ترې دوه بيلګې ذکر کوو: وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ. (اعراف/96) که چرې د کليو (او ښارونو) خلک ايمان راوړي او پرهيزګار شي نو هغوي ته د آسمان او د ځمکې د برکتونو ورونه خلاصوم، خو هغوي د خدای آيتونه دروغ وګڼل نو مونږ هم هغوي په خپلو کړو سزا کړل.

حضرت نوح (ع) خپل امت ته دا خبره وکړه چې له ګناهونو څخه د پاکۍ او د رحمت د ورونو د خلاصيدو تر مينځ يوه رابطه شته، لکه څنګه چې فرمايي: فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا. يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا. وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا (نوح / 10-12) خپل قوم ته مې وويل: له خدايه بخښنه وغواړئ بيشکه چې هغه د ګناهونو زيات بخښونکے دے. (نو که داسې وکړئ) په تاسو باندې به له آسمانه زيات باران راوريږي او په مال او اولاد سره به ستاسو مرسته وکړي او تاسو ته به باغونه جوړ کړي (درکړي) او تاسو ته به ويالې درکړي.

يويشتم اصل

د امتونو د پرمختګ او شاتګ علتونه، له بهرنيو عواملو ورتېر زياتره د هغوي خپل عقائد،اخلاق او کړه وړه دي دا اصل د خدای له قضا او قدر سره ه څه ټکره نه لري ځکه چې دا د خدای د کلی تقدير يوه نښه ده. يعنی د خدای دا اراده ده چې امتونه دې خپل تقدير په خپلو عقيدو او کړو سره جوړ کړي. مثلا هغه ټولنه چې پکښې د عدالت خيال ساتل کيږی نو د هغوي ژوند به ښه او په أرام وي او کومه ټولنه چې د عدالت په خلاف چليږی نو هغه يو بد مستقبل لري.دا هماغه اصل دے چې د قرآن په ژبه کښې ورته ((الهی سنت)) او دود ويل کيږي. لکه څنګه چې قرآن پاک فرمايي: فَلَمَّا جَاءهُمْ نَذِيرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا (فاطر/42-43) کله چې يو ويروونکے (پيغمبر) هغوي ته ورغلو نو د هغوي يې يوازې (پيغمبر سره) فاصله زياته کړه (دا ټول) په ځمکه کښې د هغوي د کبر او بدو چلونو په وجه (وو) خو دا بد چلونه يوازې په هماغه چل کوونکيو اثر کوي آيا هغوي له هغه سنته چې په تيروباندې راغلي وو د بل څه په تمه دي؟! د خدای په سنت کښې به هيڅ بدلون ونه مومې.

…وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ …. وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا(ال عمران / 139-140) تاسو لوړ يئ که مؤمنان ووسئ…. او دا ورځ (د بري او د ماتې) د خلکو تر مينځ ګرځوو راګرځوو….

دوه ويشتم اصل

د بشر تاريخ روڼ مستقبل لري، سره له دې چې د انسانانو ژوند تل له ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ ؤ خو دا حالت به تر أخره نه وي بلکې انسانی تاريخ د يو ړون مستقبل طرف ته روان دے چې پکښې به په هر ځای کښې عدل وي او لکه قرآن چې فرمايي صالحين او نيکان به د ځمکې حاکمان وي، لکه څنګه چې فرمايي: وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ.(انبياء / 105) مونږ په زبور کښې له ذکره (توراته) وروسته وليکل چې زما نيک بندګان به د ځمکې وارثان (حاکمان) کيږي.

او همدا رنګ فرمايي: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ (نور / 55) خدای پاک له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ايمان يې راوړے دے او نيک عملونه يې کړي دي؛ وعده ورکړې ده چې هغوي په ځمکې ګښې خليفه ګان کړي لکه څنګه چې يې تېرو خلکو ته خلافت ورکړے ؤ.

دي ته په پام سره، د تاريخ په راتلونکو کښې او د حق او باطل په جنګ کښې اخري فتح او برے د حق دے، سره د دې چې کيدے شي لږ زيات وخت واخلي، لکه څنګه چې فرمايي: بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ (انبياء/18) بلکې مونږ په حقو سره باطل وهو، چې وې ځپي نو ناڅاپه (باطل) ختم شي.

درې ويشتم اصل

انسان د قرآن له نظره ځانګړے درنښت او عزت لري تر دې چې پرښتو ورته سجده وکړه، لکه چې فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً (اسراء / 70) بيشکه چې بنی أدم ته مو بزرګی او کرامت ورکړ او هغوي ته مو په وچې او درياب کښې ځای ورکړ او له پاکو (څيزونو) مو روزی ورکړه او په ډيرو هغو څيږونو چې مونږ پيدا کړي دي؛ ورته لوړاوے ورکړ.

دې ته په پام سره، چې د انسان د ژوند اساس د هغه په عزت او کرامت تړلے دے نو هر هغه کار کول چې ورسره د انسان عزت خرابيږي په اسلام کښې منع شوے دے او په نورو ټکو به دا ووايو چې په اسلام کښې د هر قسم ناروا زور زياتي کول او د زور زياتي قبلول منع شوي دي. اميرالمؤمنين حضرت علی(ع) فرمايي: ولا تکن عبد غيرک و قد جعلک الله حرا [9] د نور چا مريے مه کيږه حال دا چې ته خدای آزاد پيدا کړے يې.

او همدا رنګ فرمايي ان الله فوض الی المؤمنين کل شیء الا ازلال نفسه [10] خدای پاک د مؤمن ټول کارونه هغه ته پريښي دي (يعنی په کولو او نه کولو کښی اختيار لري) خو يوازې دا (دا يې نه دے پريښي) چې ځان (بل چا ته) خوار او ذليل کړي.

روښانه ده چې د خدای مشروع حکومتونه له دغه قانون سره ټکره نه خوري چې د دې څيړنه او توضيح به په راتلونکي بحث کښې راشي.

څلور ويشتم اصل

د انسان عقلانی ژوند د اسلام په نظر کښې يو خاص مقام لري ځکه چې په نورو حيواناتو باندې د انسان لوړاوے او مخکښې والے د عقل په سبب دے، له همدې وجې په ډيرو آيتونو کښې انسان عقل او فکر ته بللے شوے دے تر دې چې د خدای په مخلوقاتو کښې فکر کول د عاقلانو نښانه ګڼلې شوې ده، لکه څنګه چې فرمايي: الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً (أل عمران / 192) هغه داسې کسان دي چې په ولاړه او ناسته او اړخ باندې (ملاست د خداي) ذکر کوي او د آسمانونو او ځمکې په پيدا کيدو کښې فکر کوي (او وايي:) اے زمونږ پروردګاره! دا تا عبث نه دي پيدا کړي (په دې هکله آيتونه ډير زيات دي چې ټول دلته نه شو راوړلے)

د همدغه ډول نظر په اساس، قرآن انسانان عقل ته بللي دي او د تيرو خلکو له ړانده تقليد او پيروۍ يې منع کړې دي.

پنځه ويشتم اصل

په اقتصادي، سياسي او نورو ډګرونو کښې د انسان آزادي په اسلام کښې په دې شرط سره ده چې د اسلام له معنوي پرمختګ او لوړاوي سره ټکره ونه خوري او همدا رنګ عمومی مصلحتونو ته زيان ونه رسوي، په حقيقت کښې د اسلامي احکامو د فرض کيدو فلسفه دا ده چې په انسان باندې د ذمه وارۍ په اچولو سره د هغه عزت نفس بچ کړي او عمومی مصلحتونه هم پوره کړي.

اسلام چې د بت پرستۍ او شراب خورۍ نه منعې کول کوي نو د دې لپاره چې د انسان خپل عزت ورسره بچ کړي او له دې ځايه د اسلامی سزاګانو حکمت او فلسفه هم روښانه کيږي.

قرأن کريم د قصاص قانون د انسان د ژوندي کيدو سبب ګڼی او فرمايي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ (بقره / 179) اے هوښيارانو په قصاص کښې ستاسو لپاره ژوند دے. او پيغمبر(ص) وفرمايل: ان المعصية اذا عمل بها العبد سرا لم يضر الا عاملها، فاذا عمل بها علانية ولم يغير عليه اضرت بالعامه، کله چې يو کس په پټه ګناه کوي نو يوازې ځان ته زيان رسوي خو که په څرګنده ګناه وکړي او څوک ورباندې څه اعتراض هم ونه کړي نو عامو خلکو ته زيان رسوي.

امام صادق (ع) د حديث له نقل کولو وروسته زياته کړي ده: ذالک انه يذل بعمله دين الله و يقتدی به اهل عداوة الله، د دې سبب دا دے چې کوم کس په څرګنده ګناه کوي هغه د خدای د حکمونو حرمت ماتوی او د خدای دښمنان د هغه پيروي کوي.[11]

شپږ ويشتم اصل

په اسلام کښې د فردی ازادۍ يوه نښانه دا ده چې د دين په قبلولو کښې په چا څه زور نشته، لکه چې فرمايي: لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ (بقره / 256) “په دين (قبلولو) کښې څه جبر نشته په تحقيق سره سمه لار له کږې لارې څرګنده شوې ده”. ځکه چي کوم دين چې د اسلام مطلوب دين دے هغه د زړه ايمان او باور دے او دا داسې څيز نه دے چې په زوره د چا زړه ته داخل کړے شي بلکې يو لړ سريزو ته اړتيا لري چې د ټولو په سر کښې يې له باطله د حق روښانه کيدل دي. کله چې دا پيژندل تر لاسه شي نو په طبيعي حالاتو کښې انسان حق غوره کوي.

دا خبره هم سمه ده چې جهاد د اسلام په فرائضو کښې يو اهم فرض دے خو د دې معنی دا نه ده چې نور خلک دې د دين قبلولو ته مجبور کړے شي بلکې د دې مطلب دا دے چې کوم څيزونه د خدای د پيغام د رسولو په مخ کښې خنډ کيږي هغه لرې کړے شي چې د “تبين الرشد” مسئله تحقق ومومي او حق روښانه شي. دا يوه طبيعي خبره ده چې ځينې د زر او زور خاوندان د خپلو شيطانی او مادی ګټو لپاره د اسلام د ازادي غواړي پيغام د رسولو خنډ جوړيږي نو د نبوت فلسفه او مقصد (چې د خلکو هدايت او د خدای پيغام رسول دي) تقاضا کوي چې جهاد کوونکي دې هر ډول خنډونه له لارې لرې کړي چې خلکو ته د حق پيغام رسول أسان شي.

له تيرو بحثونو د انسان او د جهان په هڅ کله د اسلام نظريه روښانه شوه په دې هکله ځينې نورې خبرې هم شته چې په مناسب ځای کښې به يې راوړو. اوس د عقيدو او حکمونو په هکله د اسلام ليدتوګه (نظريه) بيانوو.

سرچینې

[6] . د برزخ عالم په يو ډول مخې ته دے او په يو ډول شاته دے، له همدې وجې مو دواړه کلمې راوړي دي.

[7] . توحيد صدوق، 331 مخ.

[8] . مسند احمد، 2/54، صحيح بخاري، 2/284، (کتاب الجمعه، 11باب، 2 حديث).

[9] . نهج البلاغه، د ليکونو برخه، 38 ليک.

[10] . وسائل الشيعه 11/424، (د امر بالمعروف کتاب کښې، باب11،حديث 4)

[11]- وسائل الشيعه 11/407، (د امر بالمعروف کتاب ، 4 باب، 1حديث)