ځوانان د حضرت امام علی(ع) په نظر کښې(۱)

آيا امام علی(ع) د اسلامي حکومت په جوړښت کښې له ځوانانو نه هم کار اخستې ؤ؟ ولې؟

کومه خبره چې منلې شوې ده هغه دا ده چې هغه حضرت په اسلامي حکومت کښې له ځوانانو نه د نظام د کار کونکو په توګه کار اخستې ؤ.

کومه خبره چې د پام وړ ده هغه دا ده چې ولې يې دا کار کړې ؤ او هغوي نه يې د نظام د کار کوونکو په توګه چې يو ډېر مهم کار دے، ولې کار اخستو؟!

سره د دې چې تر اوسه پورې د دې خبرې ځواب نه دے ورکړې شوې خو په تاريخ او په نهج البلاغې کښې ځينې نکتې او خبرې داسې شته چې دې پوښتنې ته ځواب ورکوي.

1ـ د ځوانانو خلاقيت (د نوي څيز جوړول) له نورو زيات وي:

امام علی(ع) د ځوانانو زړه او د هغوي استعداد يو ناکرلې ځمکې سره تشبيه کوي چې څه پکښې واچوې هغه يې قبلوي. خالي او ناکرلې ځمکه (ارض خاليه) د کرلې شوې ځمکې (چې خوره يې زړه شوې وي) په اپوټه ده، د ناکرلې ځمکې ميوه د کرلې شوې ځمکې نه ډېره وي. کرلې شوې ځمکې ګود ته اړتيا لري او دا توان نه لري چې هر ډول تخم قبول کړي خو ناکرلې ځمکه کله کله د کرلې شوو او ګوډ شوو ځمکو په مقابله څو برابره فصل او ميوه ورکوي. له هغې په لاس راغلې فصل ډېر وي او سترګې پرې خوږيږي او جدا خاصيتونه لري، زميدار او بزګر چې کله ناکرلې ځمکه کري نو ډېر مشکل نه لري ځکه چې ځمکه په خپله هم دې ته چمتو او تياره وي او ډېرې ستړې ته اړتيا نه لري..

د يو ځوان د وجود ځمکه هم داسې ده، او بيا هغه ځوان، چې غواړي اسلامي حکومت کښې ترې کار واخستې شي د حکومت ځمکه يو داسې تخم ته اړتيا لري چې له استعداده او تيارۍ ډک وي او له ځانه څه نو آوري (خلاقيت او د نوي شي جوړول) وښيي او ستړې کيږي نه.

کله چې يو بزګر او زميدار ته يو ناکرلې ځمکه په لاس ورځي نو د هغه څه کار دے چې يو داسې کرلې شوې او ستړې شوې ځمکې پسې لاړ شي چې ترې ډېره او ښه ميوه هم په لاس نه ورځي؟

همدغه ځاي کښې امام علی(ع) فرمايي:

انّما قَلْبُ الْحَدَثِ كالأرضِ الخاليَةِ مَا اُلقِيَ فيهَا مِنْ شي‏ءٍ قَبِلَتْهُ. فَبادَرْتُكَ بِالأدَبِ قَبْل اَنْ يَقْسو قَلْبُكَ وَ يَشتَغِلَ لُبُّكَ…؛[1]

“د ځوان زړه د ناکرلې ځمکې په شان دے، هر څه چې پکښې وکرل شي هغه يې قبلوي، تا ته مې ادب در زده کړ وړاندې له دې چې زړه دې سخت شي او عقل دې نورو خيالاتو کښې ګېر شي، چې په کلکې ارادې کار ته مخه کړې”

مور پلار، فرهنګي او تربيتي مشران او په ټول اسلامي حکومت کښې زړه سواندي کسان پکار دي چې د ځوانانو توان ته پاملرنه وکړي. په دې کار کښې غلطي کول دوه لوي او بيا نه پوره کيدونکي زيانونه لري:

1. دښمنان به د دې هېواد (د ځوانانو) ګېر چاپېر کاڼي کيږدي او بيا به يې په خپل تصرف کښې راولي.

2. له هغې وروسته به دماغونه او عقلونه له مونږ وتښتي چې دې سره د اسلامي حکومت ملا ماتيږي.

په حقيقت کښې دا دوه خبرې د امام عليه السلام له خبرو نه په لاس راځي او د اسلامي حکومت د فرهنګي مشرانو لپاره ډېر د پاملرنې ځاي دے چې د هېواد د دې لوې سرمايې (ځوانانو) حفاظت کښې کوشش وکړي.

2ـ د ځوان نسل مخکښې شونه او د حکومت راتلونکې وخت:

نيک تربيت کوونکې پکار دی چې د ځوانانو لپاره ښه لاره صفا کوونکې وي او د لارښودنې او لار خوشي کونې (خلاصونې) وروسته پکار ده د ځوانانو د پاک او بې ازاره نيت نه ګټه واخلي.

امير المؤمنين حضرت علی(ع) فرمايي:

ځوانانو! زه علی(ع) دې ته حاضر يم چې تېر شوې ټول تاريخ او راتلونکې وخت ستاسو وړاندې بيان کړم او د هغه وخت هر يو ښه شې له بده جلا کړم، او کوم شې چې پيژنګلو نه لري ستاسو لخوا يې لرې کړم… د دې لپاره چې تاسو د خپلې ځوانۍ د سپرلي او پاک او بې ازاره نيت نه روغه ګټه واخلۍ او له هغې وروسته د خداي د مخلوق په خدمت بوخت شئ.

بيا فرمايي: یا بُنَيَّ اِنّى و اِنْ لَمْ اكُنْ عُمّرتُ عُمُرَ مَنْ كانَ قَلْبى فَقَدْ نَظَرْتُ فى اعمالِهمْ، و فكّرْتُ فى اخبارِهِمْ، و سِرتُ فى آثارِهِمْ حتّي عُدْتُ كاحَدِهم...؛[2]

“اي زما زويه! سره د دې چې ما دومره عمر نه دے کړے لکه څومره چې مخکښې خلکو کړے دے (يعنې په وړاندې زمانه کښې زۀ نه وم) خو د هغوي په عملونو کښې مې نظر وکړ، د هغوي نه رارسيدلي خبرو کښې مې فکر وکړ او د هغوي نه پاتې شوي څيزونو او آثارو کښې وګرځيدم تر دې حده چې زۀ اوس له هغوي څخه ګڼل کيږم”

امام علي(ع) فرمايي: مَنِ‏اتَّخَذَ اَخا مِنْ غَيْرِ اخْتبارٍ اَلجأهُ الاضْطِرارُ الى مُرافَقَةِ الاَشْرار (غرر الحكم، 295مخ)

هغه کس چې بې توله نورو سره ملګرتيا جوړه کړي، نو له ناکامه (خامخا) به د شريرو او بدو خلکو ملګرتيا ته غاړه کيږدي.

نو پکار ده په هوښيارتيا او پوهې سره د ځوانانو زړونه په خپل اختيار کښې واخستل شي او بيا په هغه ناکرلې ځمکه کښې د نيک او ښه فکر فصل وکرل شي او له دې وروسته د هغه د ځوانۍ له سپرلي د هغه د پاک او بې ازاره نيت نه د اسلامي حکومت په ګټه کار واخستل شي او په دې طريقه خپل حکومت د دښمن له خيانتونو او خطرونه وژغورل شي. لنډه دا چې يوه ورځ پکار ده چې په حکومت کښې نوې طريقې راشي نو ښه دا ده چې نيک فکر کوونکي د نوي نسل څخه تربيت کړې شي او په حکومت کښې ترې کار واخستل شي.

له هم دې وجې ګورو چې حضرت علی(ع) د مصر حکومت، (په يوه عهد نامه کښې چې اوږده ده) محمد بن ابوبکر ته پداسې حال کښې چې هغه په ځوانۍ کښې دے، ورکوي.[3] او يا دا چې د تبوک په جنګ کښې، پيغمبر(ص) حکم ورکړ چې ټول مهاجر او انصار دې د اُسامه بن زيد چې عمر يې د اوولسو کالو نه زيات نه ؤ، د کوماندانۍ لاندې، دغې ځاي (موته) ته روان شي.[4]

3. د معيار پر اساس د مشرۍ ورکول

د دې خبرې هيڅ دليل نيشته چې يو ځوان، يوازې د دې وجې چې ځوان دے، د يو هېواد په لويو او ګرانو چوکو وانه خستل شي.

دا خبرې د جاهليت د ړوند او تېر وخت خبرې وې چې ځوانان به يې د حکومت په کارونو کښې نه اخستل او حضرت علی(ع) سره د هغوي د ټولو نه لوي مشکل او ستونزه همدا وه، ويل به يې چې امام علی(ع) ځوان دے او تجربه يې کمه ده نو د خلافت او مشرۍ وړتيا نه لري.

څو ښکلي حديثونه په همدې پاڼې کښې بيان شو چې حضرت علی(ع) په دې هکله، د ښې مشرۍ په طرف دے. (نه د عمر د زياتي او تجربې) همدې ته په پام سره به حضرت علی(ع) هم هغه ځوانان چې توان او تخصص يې لرلو او د لوظ خيال به يې ساتلو، هغه به يې په حکومت کښې اخستل او د ځوانانو له استعداده او توامندۍ به يې د اسلامي حکومت په ګټه کار اخستل.

حضرت علی(ع) له هغه ځايه ډېر فرياد کوي، چې په کوم ځاي کښې کار، هغه سړي ته نه دے ورکړې شوې چې کوم په کار پوه وي، نو فرمايي:

“هغه سړے چې په خپله نادان دے، او ځان يې د نادانو په منځ کښې ګېر کړے دے او د تورو فتنو د جوړوونکو تر مينځ له ټولو وړاندې، په خپلې وعدې او ژمنې کښې چالاک، د داسې خلکو په منځ کښې چې په نوم سړي دي، يې ځان اچولې دے هغوي دې هوښيار او دانا ګڼي، او داسې نه ده، هغۀ داسې څيزونه زيات کړي دي چې لږ يې له ډېرو ښه وو. او بيا هغه وخت له بدخونده اوبه خړوب شي او بې ځايه علم زده کړي او ميړنۍ شي او بيا د خلکو ترمينځ د فيصلې او جرګې لپاره کښيني او ځان ته د خلکو د ستونزو د هواروونکي په نظر ګوري!.[5]

په بل ځاي کښې حضرت علی(ع) فرمايي: فيا للّهِ و للشُّورى، مَتى اعْتَرضَ الرَّيبُ فيَّ مَعَ الاوّلِ مِنْهُم…؛

خدايه! هغه څنګه شورا (ټولګې) وه! په ما کښې له لومړني نه څه کم وو، چې زۀ يې د هغه سره سم هم ونه ګڼلم، زۀ يې د هغوي په صف او قطار کښې وګڼلم او له ناکام نه د هغوي سره خبرو ته کښيناستم، خو يو کس د کينې په لار روان شو بل خپل ځوم ښه وليد او دې يې وګنډل او هغه يې پرې کړل (د خلافت قميص)، تر دې چې دريم خپل مطلب ته ورسيد او د څلورو پښو لروونکي (ځناورو) غوندې يې منډے کړے او ځان يې د مسلمانانو په پټي کښې (د څرند لپاره) واچول.[6]

هر څه چې وي، امام علی(ع) په نهج البلاغې کښې ځاي په ځاي “د ښې مشرۍ”، يعنې په کار باندې پوه کس ته د کار د پريښودلو په هکله لوړ مطلبونه لري او فرمايلي يې دي چې په دې لږ وخت کښې په همدې بسنه کوم.

دا ټولې خبرې که راجمع کړو نو دا ويلې شو چې کار پکار ده هغه سړي ته وسپارلې شي چې کوم په کار پوهيږي او د امام علی(ع) په حکومت کښې داسې ځوانان وو چې په کار پوهيدل او د کار وړتيا يې لرله او په اسلامي حکومت کښې به يې ترې کار اخستل شو.

 

یاداښتونه

 

1  .  نهج البلاغه، 31 ليک.
2 .  نهج البلاغه، 31 ليک.
3 .  نهج البلاغه، 27 ليک.
4 .  تاريخ سياسي اسلام”، د رسول جعفريان ليکل شوې، دويم ټوک، 260مخ، د وزارت ارشاد اسلامي تهران چاپ، 1369  .
5 .  نهج البلاغه، 17خطبه.
6.  نهج البلاغه، دريمه خطبه.