د ماشومانو، د ادابو او سزا مهم ټکي

د ماشومانو په تنبيه والو او ادابولو کې لاندينيو ټکيو ته پاملرنه پکار ده.

ضروري نه ده، چې سزا او ادابول تل په ژبې او خبرو سره وي، کله کله يو ملامته نظر او خپه سترګې هم ماشوم پوهولې شي.

له تنبيهولو او ادابولو مخکې بايد د شوي غلط کار رېښې او لاملونه ولټول شي، چې د هغو په ختمولو سره د غلط کار د تکرار مخه ونيول شي.

تنبيه بايد د بنيادم وروستۍ حربه او لاسوند وي يانې که په بله توګه ماشوم له کومې غلطۍ منعې کولای شو، نو بايد له تنبيې کار وانخلو په تېره بيا له وهلو خو تر وسه ډډه پکار ده.

توجه پکار ده، چې ماشوم د هغه د ملګرو تر وړاندې تنبيه نه کړو، ځکه چې د ماشوم د خپګان، د شخصيت د خرابېدو او شپين سترګۍ لامل ګرځي.

په تنبيه کې بايد د ماشوم هغه بد کار ورټل شي، چې کړی يې وي او د ماشوم شخصيت بايد ملامت او خراب نه کړي. د بېلګې په توګه که ماشوم يو غلط کار وکړ، نو ورته دې وويل شي، چې ستا دا کار غلط دے. نه دا چې ته ډېر بد هلک يې؛ يا ډېر خراب او غلط کس يې، دا ډول خبرې نه دي پکار. بلکې هماغه غلط کار ماشوم ته وريادول پکار دي.

مور او پلار ته ښايي، چې د خپلو وړو بچو سزا او ادابول پخپله وکړي او دا کار خپل کوم مشر زوي يا لور ته پرې نه ږدي، ځکه چې دا چاره د بچيو تر منځ د اختلاف او د  بدګومانيو لامل کېږي.

ماشوم ته د نورو ماشومانو د ځانګړتياوو او وړتياوو وريادول ښه پايله نه لري. او په ماشومانو کې  حسد او خپل لامل ګرځي.

په سزا کې بايد ماشوم وپوهول شي، چې د کوم کار له امله سزا ويني نو بيا له هغه کاره ځان وساتي، په ټولو مواردو کې بايد ماشوم پوه شي، چې د کور خلک له هغه ولې خپه دي او هغه کوم داسي کار کړې دے، چې نور يې له ځانه خپه کړي دي؟

د ماشوم هره غلطي او خطا سزا نه لري، د بيلګې په توګه که د ماشوم له لاسه د شيشې ګيلاس وغورځېږي او مات شي، د ماشوم خپلې غلطۍ ته پام وګرځي او ځان ورته ملامته ښکاره شي، نو مور او پلار ته ښايي، چې په دې کار يې سزا نه کړي يا پرې چغې ووهي، بلکې په کرارۍ سره ورته ويل پکار دي، چې بيا دې ډېر احتياط او پاملرنه کوي.

په سزا کې بايد د ماشوم بدني او روحي ستونزو ته پاملرنه وشي.

ماشوم بايد په چټي او وهمي څيزونو سره سزايي نه شي. د بيلګې په توګه هغه له ؛باو؛ ؛ديو؛ او ؛بلا؛ او داسې نورو څيزونو وېرول نه دي پکار.

د ماشوم سزا کول او ادابول دې د مور او پلار او ښوونکيو د زړه د سړېدو او غچ اخيستلو په احساس سره نه وي، بلکې د ماشوم د سزا پر مهال بايد په خپلو احساساتو بشپړ کنټرول او واک ولرل شي، چې ماشوم دا احساس ونه کړي، چې مور او پلار يا مشران يې د هغه په سزا کولو خوشالېږي او زړه يې سړېږي.

د ماشوم په تنبهولو کې لاپې او غورې وهل، د بېلګې په توګه؛ پښې به دې ماتې کړم؛ يا داسې نورې خبرې، کېدای شي موقت او مهاليز اغېز ولري، خو ماشوم ډېر زر پوهېږي، چې مشران او مور او پلار يې دا کار نه کوي، بلکې هسې ډوزې ولي، نو خپله اغېزه ډېر زر له لاسه ورکوي.

په ضروري تنبيه کې بايد له سستۍ او بې پالۍ کار وانه خيستل شي او داسې نه ده پکار، چې مور او پلار تر يوې مودې د ماشوم په غلطو کارونو سترګې پټې کړي او چې ډېرې ناسمۍ راټولې شي، نو په يو ځای يې تنبيه کړئ، بلکې ماشوم بايد په هرې غلطۍ په وخت او موقع تنبيه شي او هغه ته سمه لار وروښوول شي.

که ماشوم له ناسمو کارونو ستومانه شي او له هغه کار راستون شي، نو بايد په مينې او محبت سره ومنل شي، چې له انسانه خطا کېږي، خو انسان ته پکار دي چې هڅه وکړي، چې پخپله خطاګانې کمې کړي.