ځوانان د حضرت امام علی(ع) په نظر کښې(2)


4. اسلام سره عشق او ژمنه (وعده)

د اسلام له تاريخه دا خبره په لاس راځي چې د اسلام په لومړيو کښې به ځوانانو له نورو نه زياته، اسلام ته مخه کوله او اسلام سره به يې د خپلې مينې او عشق څرګندونه کوله.

امام علی(ع) فرمايي: شکر دے د هغه خداي چې د اسلام لاره يې وښودله او د اسلام چينې ته يې د تږو راتلل اسان کړل او د اسلام ارکان يې مضبوط کړل چې څوک هغې سره مقابلې ته ونه دريږي.. روښانه لار دا ده چې د اسلام تصديق وکړې او له زړه نه يې ومنې او د هغې نښه نيک کار کول دي.[1]

په يو بل ځاي کښې فرمايي: “زۀ خداي پاک ته د هغه خلکو ګيله کوم چې خپل عمر په نادانۍ سره تېروي او په ګمراهۍ سره له دې دنيا، ځي د هغوي په نزدې د خداي کتاب له ټولو نه زيات سپک او خوار دے”[2]

کيدې شي چې ښه په اسانه دا خبره راوباسو اکثر هغه مشران او زيات عمره کسان چې د امام علی(ع) په حکومت کښې وو هغوي يا د ابوسفيان په شان خيالات لرل او يا يې پټ نفاق، تعصب او د جاهليت ړانده عقلونه يې لرل چې ډېر خطرناک او خطر جوړوونکي وو. له همدې وجې حضرت علی(ع) د مشرانو په ټولنه کښې څلور ډوله خلکو سره مخامخ ؤ او هغه دا وو:

1ـ  ابوسفيان. 2ـ  پټ منافقين. 3ـ کم عمره د ژمنې پاخه خو بې تجربې کسان. 4ـ ډېر لږ ټولې پکښې داسې ؤ چې هم د ژمنې پاخه وو او هم يې تجربه لرله.

له همدې وجې پکار دی هغه حضرت د مشرانو دا خالي ځاي د ځوانانو نه ډک کړې وې او د هغوي د توان او قابليت مطابق يې هغوي ته په حکومت کښې ځايونه ورکړې وې.

نو په حقيقت کښې که له هغوي نه ډېر کسان مشکل جوړوونکي وو او له بل اړخه په حکومت کښې تجربه کار او ژمنه ساتوونکي کسانو ته هم اړتيا وه چې صحيح خوښې سره ترې داسې کسان راوباسي او دا خالي ځاي پرې ډک کړي نو بيا هغه حضرت ولې داسې ونه کړل؟

امام علی هم داسې کړي دي چې وروسته يې ځواب ذکر کوو

امام علی(ع) فرمايي: قارِنْ أَهْلَ الْخَيْرِ تَكُنْ مِنْهُمْ وَ بايِنْ أَهْلَ الشَّرِ تَبِنْ عَنْهُمْ (نهج البلاغه، 31 ليک)

نيکانو سره کينه پاسه، چې له هغوي شې او له بدکارو ځان وساته چې له هغوي نه شې”

او په خپله علی(ع) هم د پيغمبر(ص) په 23 کلن حکومت کښې د فداکارۍ او عقل نه ډک ځوان نه ؤ؟ ولې د هغه په کارونو کښې به يې نيوکې نه کولې؟

5. ځوانان د نظام او حکومت کار کوونکي

په دې ځای کښې دا پوښتنه مخې ته راځي:

د حضرت علی(ع) په حکومت کښې کار کوونکو ځوانانو څه ځای او مقام درلود؟

حضرت علی(ع) فرمايي: “الجاهِلُ صَغيرٌ و اِنْ كانَ شَيْخا، والعالِمُ كبيرٌ و اِنْ كانَ حَدَثا”؛ نادان او ناپوهه سړے ماشوم دے سره د دې چې هغه بوډا او د ډېر عمر ولې نه وي، او عالم او پوهه سړے لوي دے سره د دې چې ماشوم او وړوکې ولې نه وي.[3]

د امام علی(ع) له دې حديثه دا خبره څرګنديږي چې په ټولو کارونو کښې ملاک او تله، (په بيله توګه د حکومت په مرکز کښې د کار کوونکو کسانو لپاره)، تعهد (په خپلې ژمنې پاتې کيدل) تجربه او ښه مشروالي ده. په کار لګولو کښې اصلي شې داسې علم او زده کړه ده چې ديندارۍ سره وي او دا معيار د سړي عمر سره هيڅ اړيکه نه لري.

او ځير نظر سره که وکتل شي نو دې خبرې ته رسوو چې:

1. کيدې شي يو سړے تجربه کار وي خو ديندار نه وي.

2. کيدې شي يو سړے د ژمنې خيال ساتي ديندار وي خو تجربه نه لري.

3. کيدې شي يو سړے هم د ژمنې خيال ساتي هم تجربه لري خو د يو مهم شي لپاره لازمه وړتيا ونه لري مثلاً يو کس دے چې هغه د فارسۍ د ژبې په ادبياتو کښې تخصص لري هغه ته مونږ د قاضي توب کار نه شو ورسپارلې.

4. کيدې شي يو سړے هم متعهد وي، هم تجربه ولري او متخصص وي او د يو کار لپاره وړتيا هم ولري، مثلاً يو سړے چې متعهد او متخصص دے د هغه تخصص په علم حقوق کښې وي، نو هغه ته هم د قضاوت چوکۍ ورکوې شې او هم ورته په جرګې (شورا) کښې د خلکو د نماينده په توګه ځاي ورکوې شې او هم ورته د وکالت کرسۍ ورکوې شې.

د اسلام له روايتونو چې کومه خبره لاس ته راځي هغه له تېرو قسمونو څخه څلورم قسم دے چې په لنډه توګه ورته “د مشرۍ د وړتيا لرل” نوم ورکوو. او دا معيار، د عمر، رنګ، ښي اړخ يا ګڅ اړخ ته د شونې او د خپلولۍ قيد نه پيژني. يو ځوان چې متعهد دے او په لښکر کښې يې طاقت او تخصص زيات دے نو پدې حال کښې هغه دا توان لري چې د لښکر د کوماندان په توګه په ځمکيز فوځ کښې کار وکړي.

له همدې وجې امام علی(ع) فرمايي: رُبَّ صَغيرٍ اَحزَمُ مِنْ كَبيرٍ؛ ډېر ماشومان داسې دي چې له لويانو نه زيات هوښياران وي.

په يو بل ځاي کښې يې وفرمايل: اُنظُرْ فى حال كُتّابكَ فَوَلِّ على اُمورِكَ خَيرَهُمْ، اخْصُصْ رَسائلِكَ التى تُدْخِلُ فيها مَكائدَكَ و اَسرارَكَ باَجْمَعِهِمْ لِوُجودِ صالحِ الاَخلاق؛ خپلو ليکوونکو ته وګورئ، او د ټولو نه ښه ترې په کار راولئ، او هغه ليکونه چې په هغې کښې پټ وړانديزونه او رازونه دي له هغوي څخه يې هغه کس ته ورکړه چې له نورو نه زيات صالح وي.[4]

هم دا رنګ يې په بل ځاي کښې وفرمايل:

فانَّ الرّجالَ يَتَعرّضُونَ لِفَراساتِ الوُلاةِ بِتَصَنُّعِهِمْ وَ حُسنِ خِدْمَتِهِمْ وَ لَيْسَ وَراءَ ذلكَ مِنَ النّصيحةِ والامانَةِ شَي‏ءٌ…؛ خلک د واليانو په نظر کښې د راتللو لپاره خپل ظاهر ښکلې کوي او خپل ښه خدمت هغه ته وړاندې کوي. خو له دې شاته نه د والي خېر غواړي او نه يې امانت ساتي، خو داسې خلک وازمايئ په دې طريقه چې وګورئ ستاسو نه وړاندې يې د نورو واليانو، چې ورسره يې خدمت کاوۀ، څنګه خدمت کړے دے. او په هغه کس ترې نه اعتماد او باور وکړئ چې کوم کس د ټولو واليانو تر مينځ ښه خدمت کړې وي او د ټولو تر مينځ په امانتدارۍ پيژندلې شوې وي.[5]

دې بنيادي اصل ته په پام سره، يعنې “د ښه مشر وړتيا لرونکې”.

د ديني کتابونو په مرستې دا ويلې شو:

د ځوانانو له طاقته به د اسلام په لومړيو کښې په ښه توګه ګټه اخستل کيده، لومړنې کس چې په پيغمبر(ص) يې ايمان راوړه هغه يو ځوان ؤ چې نوم يې علی(ع) ؤ.

او لومړنې کس چې د حضرت محمد(ص) د ځاي ناستي په توګه وټاکل شو، هغه يو ځوان ؤ چې نوم يې علی ؤ، هغه کس چې عشق او مينې سره هجرت په شپه د پيغمبر(ص) په ځاي  سملاستۀ نوم یې علی بن ابی طالب ؤ.[6]

پيغمبر(ص) علی(ع) چې ډېره ځوانه څېره يې لرله د قضاوت لپاره يې يمن ته وليږه.[7]

هغه کس چې د خېبر دروازه يې اوچته کړے ده هغه هم علی دے.

او تاسو اوسه پورې چرته دا سوچ کړے دے چې بی بی فاطمه سلام الله عليها ټولو لوړو مقامونو ته په ځوانۍ کښې رسيدلې وه او هغې د اتلسو کالو نه زيات عمر ونه کړ؟

 

یاداښتونه

1 نهج البلاغه، 106خطبه.
2 . نهج البلاغه، 17مخ.
3 . بحارالانوار، 1ټوک، 183مخ.
4 . نهج البلاغه، 53 ليک.
5 . هماغه.
6 . شهريار
7 . د رسول جعفريان هماغه کتاب.