د انبياوو د بلنې او دعوت اصول يو ده

دانبياوو د بلنې او دعوت اصول يو ده

مونږ عقيده لرو چې ټولو الهي پيغمبرانو يو هدف درلوده او هغه په خدای او…

د قيامت په ورځې د ايمان او صحيح ديني تعليم او تعلم او په بشري ټولنو کې د اخلاقي اصولو د تقويت له لارې د انسانانو نيکمرغي ده، او په  همدې وجه ټول پيغمبران زمونږ په نزد درانه او محترم دي دا خبره قرآن مونږ ته راښودلې ده «لا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ؛  مونږ د الهي رسولانو تر مينځ هيڅ فرق نه کوو»[21]

که څه هم د وخت په تيريدو او د لا لوړو تعليماتو د اخستلو لپاره د انسانانو په چمتووالي سره، الهي دينونه تدريجا کامل، او تعليمات يې لا ژور شوي دي تر دې چې د خدای تر ټولو  کامل او وروستي دين يعنې اسلام ته لمبر رسيدلے دے او دا امر راغے: «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا؛ نن مې ستاسو دين کامل کړ او خپل نعمت مې په تاسو بشپړ کړ، او اسلام مې ستاسو لپاره د (تل پاتی) دين په توګه ومانه»[22]

د تيرو انبياوو خبر ورکول

مونږ عقيده لرو چې ډيرو پيغمبرانو له ځانه د وروسته راتلونکو پيغمبرانو خبر ورکړے دے، منجمله حضرت موسی(ع) او حضرت عيسی(ع) د ا سلام د پيغمبر(ص) د راتللو څرګندې نښې وړاندې کړي دي چې اوس هم په هغوي کې ځينې د هغوي په کتابونو کې موجودې دي: «الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإنْجِيلِ……. أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ؛ هغوي چې د خدای د رسول، امي نبي(خو پوه او خبر) پيروي کوي، هماغه پيغمبر چې صفتونه يې په تورات او انجيل کې چې د هغوي په نزد دي مومي، هغوي کامياب دي»[23]

په همدې وجې تاريخ وايي: د اسلام د پيغمبر (ص) له ظهوره مخکې د يهودو يوه لويه ډله مدينې ته راغله او په بې صبرۍ سره د هغه پيغمبر د ظهور په انتظار وو ځکه چې په خپلو کتابونو کې يې ليدلي وو چې هغه به په دغه ټاټوبي کې راڅرګنديږي. که څه هم د دغه لمر له ختلو وروسته ځينو يې ايمان راوړ او ځينو  نورو چې خپلې ګټې يې په خطر کې ليدلې ورسره مخالفت وکړ!

یاداښتونه

[21]. بقره سوره ۲۸۵ ايت
[22]. مائده سوره ۳ ا يت
[23]. اعراف سوره ۱۵۷ ايت