په ټول عمر کې د انبياوو معصوم والے

په ټول عمر کې د انبياوو معصوم والے

مونږ عقيده لرو چې ټول الهي پيغمبران معصوم دي، يعنې په ټول…

عمر کې (هم له نبوته مخکې  او  هم وروسته) له «خطا او تيروتنې» او «ګناه» د خدای په تاييد سره خوندي او محفوظ دي، ځکه چې که خطا يا ګناه  وکړي د نبوت د مقام لپاره ضروري اعتماد له هغوي سلب کيږي، او خلک نه شي کولی هغوي د ځان او خدای تر مينځ ډاډمنه واسطه وګڼي او هغوي د ژوند په ټولو اعمالو کې خپل لارښود او رهبر وټاکي.

له همدې امله مونږ باوري يو چې که د قرآن د ايتونو په ځينو ظواهرو کې ځينې الهي پيغمبرانو ته د ګناه نسبت ورکړل شوي، دا «ترک اولي» ده (يعنې په دوو ښو کارونو کې يې هغه چې ښيګړه يې کمه وه انتخاب کړی دی حال دا چې غوره دا وه چې ډير ښه کار يې بايد انتخاب کړي وي) يا  په بله ژبه «حسنات الابرار سيئات المقربين؛ د نيکانو ښه کارونه (کله) د مقربانو ګناه ګڼل کيږي»[7]ځکه چې له هر چا د هغه د مقام په اندازه هيله کيږي.

هغوي  د خدای فرمانبرداره بندګان دي

مونږ عقيده لرو  چې د الهي پيغمبرانو او رسولانو تر ټولو لوي وياړ دا و چې د خدای مطيع او فرمانبرداره بنده وي، له همدې امله هره ورځ په خپلو لمنځونو کې د اسلام د پيغمبر (ص) په باره کې دا جمله تکراروو: «و اشهد ان محمد عبده و رسوله؛ ګواهي ورکوم چې محمد(ص) د خدای بنده او رسول دے»

مونږ عقيده لرو چې هيڅ يو الهي پيغمبر د اولوهيت (خدایۍ) ادعا نه ده کړې او خلک يې خپل عبادت ته نه دي بللي: مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ؛ له هيڅ يو بشر سره نه ښايي چې خدای تعالی هغه ته آسماني کتاب او د نبوت حکم ورکړي، بيا هغه خلکو ته ووايي: له خدایه پرته زما عبادت کوئ»[8]

حتی حضرت عيسی هم خلک هيڅ کله د ځان عبادت ته نه دي بللي، او تل يې ځان د خدای مخلوق بنده او استازي ګاڼه «لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلا الْمَلائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ؛ مسيح(ع) هيڅ کله په دې ابا (شرم) نه احساسوه چې د خدای بنده دې وي، او نه د خدای مقربې پرښتې، (په  دې شرم محسوسوي چې ځانونه د خدای بندګان وګڼي) [9]

د مسيحيت ننني تاريخونه هم ګواهي ورکوي چې د «تثليث» (په دريو خدایانو د عقيدې) مسئله د مسحيت په لومړيو پيړيو کې نه وه موجوده، او دا تفکر وروسته پيدا شوے دے.

یاداښتونه

[7]. مرحوم مجلسي په بحار الانوار کې، دا  جمله له ځينو معصومينو نقل کړې ده بې له دې چې نامه يې واخلي(بحار، ۲۵ ټوک ۲۰۵ مخ)
[8]. ال عمران سوره ۷۹ آيت
[9]. نساء سوره ۱۷۲ ايت