رجعت څه څيز دے او ولې پرې عقيده لرئ؟

رجعت څه څيز دے او ولې پرې عقيده لرئ؟

ځواب: رجعت په عربۍ کې د ستنيدو او جاروتلو په معنا دے. او په اصطلاح کې له مرګه وروسته او…

له قيامته مخکې د ځينو کسانو ستنيدو ته وايي چې دا چاره د امام مهدي له نړيوال غورځنګ او د هغوي له رتللو سره په يوه وخت وي. دا حقيقت نه عقل سره تضاد لري او نه د وحي له منطق سره ټکر خوري.

د اسلام او نورو الهي دينونو له نظره د انسان جوهر د هغه مجرد روح دے. چې هغه ته (( نفس)) وايي هم ويل شوي دي. او د بدن له فنا کيدو وروسته باقي پاتې کيږي. او خپل تل پاتے ژوند جاري ساتي له بل پلوه خداي تعالی د قران له نظره قادر مطلق دے او هيڅ خنډ د هغه وس او طاقت نه محدودوي ــ

په دغو دوو لنډو سريزو سره روښانه کيږي چې د رجعت مسئله له عقلي نظره يوه ممکنه خبره ده، ځکه چې که لږ شان هم فکر وکړو معلوميږي چې د دغو انسانانو ستنول د هغوي د لومړي ځل تر پيدا کولو اسان دي.

نو کوم خداي چې هغوي په لومړي ځل هغوي پيدا کړي دي بې له شکه د هغوي د بيا ستنولو وس هم لري د وحي د منطق په اساس په تير امتونو کې هم د رجعت نمونې موندلے شو.

قران مجيد په دې هکله فرمايي:

وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ۞  ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ [1]

او (ياد کړئ!) هغه وخت چې تاسو وويل ای موسی مونږ به په ستا په خبرې (بيخي) باور ونۀ کړو تر هغه پورے چې په خپله الله تعالی ښکاره ووينو پس تاسو تندر (اور) ونيولئ په داسې حال کښې چې تاسو (ورته) کتل. ستاسو له مرګه وروسته  بيا مونږ تاسو ژوندي کړئ لپاره د دې چې تاسو شکرګذار شئ.

او په يو بل ځاي کې د حضرت عيسی عليه السلام له خولې فرمايي:

و اوحی الموتی باذن الله [2]

د لوي خداي په حکم مړي ژوندي کوم

قران مجيد نه يوازې د رجعت امکان تاييدوي بلکه د ځينو کسانو د ستنيدو تحقق او واقع کيدل وروسته له دې چې هغوي له دنيا لاړل هم تاييدوي قران مجيد په دوو ايتونو کې چې اوس يې ذکر کوو له مرګه وروسته او له قيامته مخکې د ځينو کسانو ستنولو ته اشاره کوي هلته چې فرمايي:

و اذ وقع ……تمام ايت نوشته شود از قران عربي تا …………. يوزعون [3]

او کله چې په هغوي د خداي خبره واقع (اجراء ) شي د هغوي له منځه يو مخلوق راوباسو چې له خلکو سره په دې باره کې چې زمونږ په خبرو يې باور نه درلود خبرې وکړي. او هغه ورځ چې له هر امته زمونږ د نښو نخښانو ځينې دورغ ګڼونکي راپاڅوو نو هغوي به منع کړے شي.

د قيامت له ورځې مخکې د رجعت په مسئلې د دغو دوو ايتونو د استدلال د زمينې برابرولو لپاره غوره ده چې اول دغو ټکو ته توجه وکړئ.

1 ــ اسلامي مفسران په دې عقيده دي چې دا دوه ايتونو د قيامت په هکله خبره کوي او لومړۍ ايه له قيامته مخکې يوه نښه بيانوي. لکه څنګه چې جلال الدين سيوطي په تفسير (( الدر المنثور)) کې له ابن ابي شيبه او هغه له حذيفه نقلوي چې (( خروج دابه)) له قيامته مخکې پيښو څخه يوه پيښه ده [4]

2 ــ په دې کې شک نيشته چې د قيامت په ورځ په ټول خلک محشور او ژوندي کيږي نه د هر امت ځينې کسان قران مجيد د ټولو انسانانو د حشر او ژوندي کيدو په هکله داسې فرمايي :

ذالک يوم مجموع له الناس [5]

هغه ــ هغه ورځ ده چې ټول خلق به راغونډول کيږي.[6]

او په يو بل ځاي کې فرمايي:

و يوم نسير الجبال و تری الارض بارزة و حشرنا هم فلم نغادر منهم احدا [7]

او هغه ورځ چې غرونه په حرکت راولو او زمکه ښکاره وويني او هغوي ټول راغونډ کړو اوهيڅ کس پرې نه زدو.

نو مطلب دا چې د قيامت په ورځ به ټول خلک راپاڅول کيږي او راپاڅول کومو خاصو کسانو پورې اړه نه لري.

3 ــ له دغو دوو ايتونو دوهم ايت له امتونو د يوې خاصې ډلې او خاصو کسانو په ژوندي کولو صراحت لري نه ټولو انسانانو ځکه چې دا ايت فرمايي: و يوم نحشر من کل امة فوجا ممن يکذب باياتنا…. )) او هغه ورځ چې له هر امته به يوه خاصه ډله هغه کسان چې زمونږ ايتونه يې دروغ ګڼل راپاڅوو.

دا جمله په ډاګه د ټولو انسانانو په نه ژوندي کيدو ګواهي ورکوي.

نتيجه: په دغو دريو مقدمو ښه څرګنديږي چې د ځينو هغو کسانو راپاڅول او ژوندي کول چې د خداي ايتونه يې دروغ ګڼلي دي او له دويم ايته دا استفاده کيږي چې دا يوه داسې پيښه ده چې له مخکې به پيښيږي.

ځکه چې د قيامت په ورځ د انسانانو پاڅول په د ټولو انسانانو وي او په کومې خاصې ډلې پورې نه محدوديږي.

په بيان سره زمونږ خبره چې له مرګه وروسته او له قيامته مخکې به ځينې کسان راستنيږي ثابتيږي او دا هماغه رجعت دے.

په دې اساس د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د اهل بيتو چې د خداي د وحي مفسران او د قران ساري دي په دې مسئلې کې وضاحتونه کړي دي چې مونږ د اختصار او لنډون په وجه دلته يوازې دوو حديثونو ته اشاره کوو حضرت امام صادق عليه السلام فرمايي: ايام الله ثلاثة يوم القائم (ع) و يوم الکره و يوم القيمة))

د خداي ورځې درې دي د حضرت مهدي عليه السلام د پاڅون ورځ، د رجعت ورځ اود قيامت ورځ.

او په يو بل ځاي کې فرمايي:

ليس منا من لم يومن بکرتنا

ـــ څوک چې دنيا مونږ بيا ستنيدل ونه مني له مونږ نه دے. غوره ده چې دلته دوو ټکو ته اشاره وکړو.

د رجعت فلسفه

د رجعت انګيزې او محرک ته په پام سره له دوو لوړو اهدافو سره مخامخيږو يو د اسلام د حقيقي جلال او پرتم او د کفر د سر کوزۍ او ذلت ښودل او بل ايماندارو اونيکو کسانو ته د بدلې ورکول او کافرانو  او ظالمانو ته د سزا ورکول.

له تناسخ سره د رجعت ښکاره توپير

د دې خبرې وضاحت ضروري دے چې د شيعه و له نظره د رجعت مسئله په تناسخ د عقيدې لرل نه لازموي ځکه چې د تناسخ نظريه د قيامت په انکار ولاړه ده. د تناسخ منونکي نړۍ په دايم ګردش او څرخ کې ګڼي چې هر پړاو يې د تير پړاو تکرار دے.

د دغه (تناسخ) نظريي په بنياد د هر انسان روح له مرګه وروسته يو ځل بيا دنيا ته ستنيږي او په يو بل بدن کې ننوځي نو که روح په تيره زمانه کې نيک ؤ. په يوه داسې بدن کې ننوځي چې ښه او خوشحاله وخت تير کړي او که بدکاره روح ؤ نو په داسې بدن کې ننوځي چې راتلونکے ژوند يې سخت او بد وي. او دا ستنيدل د هغوي د قيامت په معنا دے. حال دا چې په رجعت د عقيدې لرونکي د قيامت په ورځ ايمان لري او دا خبره محاله ګڼي چې له يوه بدنه جدا شوے روح بل بدن ته ننوځي [8] دوي يوازې دا وايي چې له قيامته مخکې ځينې کسان دې دنيا ته بيا راځي او د هغوي د حکمتونو او مصلحتونو له پوره کيدو وروسته يو ځل بيا تل پاتې نړۍ ته ځي چې د قيامت په ورځ له نورو انسانانو سره يو ځاي راپاڅيږي او هيڅ کله يو روح له يوه بدنه له جدا کيدو وروسته بل بدن ته نه ننوځي.

 

[1] . سورة بقره 55 ــ 56
[2] . سورة ال عمران 49
[3] . سورة نمل ايت 83 ــ 82
[4] . الدر المنثور 5 ټوک 177 مخ د سوره نمل د 82 ايت په تفسير کې.
[5] . سوره هود ايت 103
[6] . په الدرالمنثور دريم ټوک 349 مخ کې دا ورځ د قيامت په ورځ تفسير شوې ده
[7] . کهف ايت 47
[8] . صدر المتالهين په اسفار کتاب نهم ټوک اتم باب لومړي فصل دريم مخ کې د تناسخ د باطلوالي په هکله وايي ــ (فلو تعلقت نفس منسلخة ببدن آخر عند کونه جنينا او غير ذالک يلزم احدهما بالقوة والاخر بالفعل و کون الشي بما هو بالفعل بالقوه و ذالک ممتنع لان الترکيب بينها طبيعي اتحادي، والترکيب الطبيعي يستحيل بين امرين احدهما بالفعل ولاخر بالقوه