د شیعه معنا او مخینه

د شیعه معنا او مخینه

 

پيغمبر(ص) د شريعت له درې ويشت کاله تبليغ او کوشش او د مدينه فاضله (ايډئيل ښار) له جوړيدو وروسته د يوولسم هجری کال په لومړيو کښې له جهانه سترګې پټې کړې د هغوي په تللو سره که څه هم نبوت ختم شو نه به بيا پيغمبر راشی او

او نه به نوې شريعت، خو کومې ذمه وارۍ چې د پيغمبر(ص) په ذمې وې (بې د وحي د رسولو له مسئوليته) هغه ټولې ختمی نه شوې او ضروري وه چې د هغوي له وفاته وروسته يو غوره او لايق کس د پيغمبر(ص) ځای ناستی او د مسلمانانو د امام او لارښود په توګه په هره زمانه کښې د دغو دندو ترسره کول په غاړه واخلي. او دا خبره ټول مسلمانان مني سره د دې چې د جانشين او ځای ناستی د ځيني صفاتو او د هغه د مقررولو په طريقه کښې د شيعه او سنيانو په مينځ کښې اختلاف دے په لاندې برخه کښې لومړے د شيعه معنی د هغوي د پيدا کيدو تاريخ او بيا له امامت سره تړلې نورې مسئلې جاجوو.

درې اتيايم اصل:

شيعه په لغت کښې د پيرو او منونکي په معنی دے او په اصطلاح کښې د مسلمانانو هغه ټولي ته وايي چې د پيغمبر(ص) له تللو ورسته د اسلامي ټولنې د مشرۍ حق د علی (ع) او د هغه د معصومو زامنو ګڼي. تاريخ دا ګواهی ورکوي چې پيغمبر (ص)په خپل ژوند کښې په بيلا بيلو ځايونو او وختونو کښې د حضرت علی(ع) فضيلتونه او صفتونه او د ځان نه پس د هغه مشري بيان کړې ده. او د پيغمبر(ص) دا سپارښتنې د دې سبب شوې وې چې د معتبرو روايتونو په اساس د پيغمبر په زمانه کښې يو ټولے له حضرت علی(ع) سره شو او د علی د شيعه په نوم وپيژندل شو. دا ټولے د پيغمبر (ص) له وفاته وروسته هم په خپله عقيده باقی پاتې شو او د رهبر په باب کښې يې خپل شخصی او ډله ايز مصلحتونه د پيغمبر(ص) په وينا او نص وړاندې نه کړل او په دې توګه يو ټولے د پيغمبر(ص) په زمانه کښې او د هغه له وفاته وروسته د شيعه په نوم مشهور شو. او دې خبرې ته د ملل او نحل د ليکوالانو په ويناوو کښې هم اشاره شوې ده.

نوبختی (وفات کال 310 هجرې) ليکي: “شيعه هغه کسانو ته ويل کيږي چې د رسول الله په زمانه کښې او د هغه له رحلته وروسته يې د حضرت علی(ع) امامت او مشري قبوله کړه او له نورو جدا شول او له علی(ع) سره يو ځای شول.”[1]

ابو الحسن اشعری وايي: “دې ټولي ته شيعه ځکه ويل کيږي چې دوي د علی(ع) پيروي کړې ده او هغه يې په نورو اصحابو وړاندې کړے دے”.[2]

شهرستانی ليکي: “شيعه هغه کسان دي چې په تېره بيا د علی(ع) پيروي يې کړې ده او د هغه امامت او خلافت له نصه او د پيغمبر (ص)په وصيت ګـڼي”.[3]

نو دې ته په پام سره د شيعو د پيدايښت پيل هماغه د اسلام د پيدايښت پيل او تاريخ يې، هماغه د اسلام تاريخ دے او په حقيقت کښې شيعه او اسلام د يوې سيکې دوه اړخونه يا د يو مخ دوه طرفونه دي چې په يوه وخت پيدا شوي دي. په شپږ اتيايم اصل کښې به دا خبره راشي چې پيغمبر(ص) د خپل څرګند دعوت په لومړيو ورځو کښې بنی هاشم را ټول کړل او د علی(ع) د خلافت او امامت اعلان يې ورته وکړ او بيايې په بيلابيلو ځايونو کښې په تېره بيا د غدير په ورځ د هغه د خلافت رسمی اعلان وکړ.

هو! شيعه نه د سقيفې له سازشه پيدا دي نه د عثمان د قتل د ورځو له پيښو او نه له نورو قيصو بلکې پيغمبر(ص) پخپله په خپلې آسمانی ښوونې سره د لومړي ځل لپاره د صحابه ؤ په زړونو کښې د تشيع تخم وشينده او د وخت په تيريدو سره يې هغه زرغون کړ او ځينې لويو اصحابو لکه سلمان او ابوذر ته يې د شيعه نام ورکړ او اسلامی مفسرانو د إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ (بينه /7) په تفسير کښې نقل کړي دي چې د دې آيت نه مطلب علی(ع) او د هغه شيعه دي.[4] په تاريخونو کښې له اصحابو او تابعينو د علی د شيعو نومونه چې علی(ع) يې بلا فصل خليفه ګاڼۀ راغلي دي . چې د هغوي د نومونو بيانولو لپاره دلته ځای کم دے. تشيع او شيعه په دې معنی چې کومه بيان شوه د نړۍ ټولو شيعو په مينځ کښې مشترک ټکے دے چې د مسلمانانو يوه لويه برخه دي. شيعو د تاريخ په اوږدو کښې د اسلام د خپرولو لپاره له نورو مذهبونو سره اوږه په اوږه ډير لويه برخه اخستې ده. د لويو علمونو بنيادونه يې ايښي دي لوي دولتونه يې جوړ کړي دي او ټولنې ته يې لوي ادبی، او سياسی شخصيتونه ورکړي دي. او اوس هم د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو کښې موجود دي.

 

[1] . فرق الشيعه، 17مخ.

2. مقالات الاسلاميين: 1/ 65.

[3] . ملل و نحل: 1/ 131.

[4] . الدر المنثور: 8/ 589، چې له جابر بن عبدالله يې نقلوي، ابن سعيد خدري، ابن عباس او علی(ع).