شیعه ولې په بانګ کې اشهد ان علی ولی الله وايی او د علي عليه السلام په ولايت ګواهي ورکوی؟

شیعه ولې په بانګ کې اشهد ان علی ولی الله وايی او د علي عليه السلام په ولايت ګواهي ورکوی؟

 

ځواب: د دې پوښتنې ځواب کې غوره ده چې ځينو ټکو ته پام وشي…….

1ـ شيعه فقها په خپلو کتابونو کې که استدلالي دي او که غير استدلالي دا خبره جوتوي چې د علي عليه السلام د ولايت شهادت او ګواهي ورکول د اذان يا اقامت برخه نه ده او هيڅوک حق نه لري هغه د اذان او اقامت د جزء (برخې) په توګه وايي.

2ـ امام علي عليه السلام د قران مجيد له نظره د خداي پاک يو ولي بلل شوے دے. او په هماغه ايت کې پر مؤمنانو د هغه ولايت په ډاګه شوے دے. هلته چې فرمايي:

انما وليکم الله و رسوله والذين آمنو الذين يقيمون الصلوة و يؤتون الزکوة و هم راکعون. [1]

ستاسو ولي او سرپرست يوازې خداي دے د هغه رسول او هغه کسان دي چې ايمان يې راوړے دے لمونځ کوي او درکوع په حال کې زکات ورکوي .

د صحاحو او د اهل سنتو د مسندونو روايات هم په دې خبره ټينګار او صراحت لري چې دا ايت د حضرت امام علي عليه السلام په شان کې هغه وخت چې د رکوع په حالت کې يې فقير ته ګوتمه ورکړه نازل شوے دے [2]

کله چې دا ايت د امام علي عليه السلام په شان کې نازل شو نو حسان بن ثابت دا پيښه په شعر کې داسې بيان کړې ده .

فانت الذی اعطيت اذ انت راکع  ــــــــــ  فدتک نفوس القوم يا خير راکع

فــــــــانزل فيک الله خير ولايــــــــــة  ــــــــــ  و بينها فی محکمـــــات الشرايع

ژباړه: ته هغه کس يې چې د رکوع په حالت کې دې شندنه (بخشش) وکړه سرونه له تا قربان ای تر ټولو لوړ رکوع کوونکيه ـ نو خداي ډير غوره ولايت ستا لپاره راوليږه اوهغه ير د شريعت په نه خربيدونکو احکامو کې بيان کړـ

ـ ګران رسول وفرمايل * انما الاعمال بالنيات* د هر عمل معيار او پارسنګ د انسان نيت دے.

په دې اساس کله چې د علي عليه السلام ولايت د قران يو بيان شوے اصل دے او له بل پلوه دغه جمله د جزئيت په نيت سره ونه ويل شي او د اذان جزء ونه ګڼل شي نو څه باک او مانع لري چې دا حقيقت هم په رسالت د شهادت تر څنګ ذکر شي؟ دلته يوه خبره ضروري ده چې وکړے شي او هغه دا چې که په اذان کې د کومې جملې زياتول بد او ناخوښ کار وي او په دې وجه په شيعه ؤ اعتراض کيږي دا دوه موردونه به چې لاندې يې راوړو څنګه توجيه کړئ.

1ــ صحيح تاريخ ګواهي ورکوي چې د * حی علی خير العمل * جمله د اذان برخه وه [3]

خو د دوهم خليفه په وخت کې په دې خيال چې خلک د دې په اوريدو سره دا ګومان کوي چې لمونځ تر ټولو ښه عمل دے او بيا به جهاد ته نه ځي هغه يې ليرې کړه او اذان تر ننه بې له دغه بې له دغه جملې ويل کيږي[4]

2ــ د * الصلوة خير من النوم* جمله د رسول الله مبارک صلی الله عليه و آله وسلم په وخت کې د اذان برخه نه وه او وروسته د اذان په فصلونو کې ورزياته شوه [5]

او ځکه شافعي په خپل کتاب * الام * کې داسې وايي:

اکره فی الاذان الصلوة خير من النوم لان ابا محذورة لم يذکره [6]

يعني زه دا نه خوښوم چې په اذان کې * الصلوة خير من النوم * ووايم ځکه چې ابا محذوره (يو راوي او محدث) هغه په (خپل حديث کې ) نه ده راوړے.

 

[1] . سورة مايده ايت 55

[2] . د دې ايت د نازليدو مدارک دومره زيات دي چې دلته په دې لنډ ځاي کې ځاي کړے شي خو په دغوګڼو مدرکونو کې يو څو ته اشاره کوو

ـ تفسير طبري شپيږم ټوک 186 مخ

2ـ احکام القران (تفسير جصاص) دوهم ټوک 542 مخ

3ـ تفسير بيضاوي لومړے ټوک 345 مخ

4ـ الدر المنثور دوهم ټوک 293 مخ

[3] . کنز العمال، کتاب الصلوة څلورم ټوک ، 266 مخ عن الطبراني ـ (کان بلال يؤذن بالصبح فيقول *حی علی خير العمل* د سنن بيعقي لومړے ټوک 424 او 425 مخونه او موطا د مالک لومړے ټوک 93 مخ

[4] . کنز العرفان 2 ټوک 158 مخ او کتاب * الصراط المستقيم و جواهر الااخبار والاثار* 2 ټوک 192 مخ، او شرح التجريد (قوشجي) د امامت بحث 484 مخ (( صعد المنبر و قال : ايها الناس ثلاث کن علی عهد رسول الله انا انهی عنهن و احرمهن و اعاقب عليهن و هی متعة النساء و متعة الحج و حی علي خير العمل))

[5] . کنز العمال ، کتاب الصلوة څلورم ټوک 270 مخ

[6] . د دلايل الصدق* په حواله 3 ټوک القسم الثاني 97 مخ