د امام صادق علیه السلام په هکله خبرې

د امام صادق علیه السلام په هکله خبرې

 

پیل

امام صادق علیه السلام یو مزبوت شخصیت درلود او د هغه لوړ مقام ټولو ته معلوم دی. ټولو ډلو، قبیلو او فرقو ته به يې په درناوي سره کتل و دوست او دښمن به د هغه ستاینه کوله. هغه د یو کامل انسان بیلګه و او نیک صفتونه يې درلودل،

 

په خبرو کښې رښتونی او کوم څه چې د هغه مقام سره سمون نه درلود له هغه څه لری و. هغه په خپل وخت کې د اهلبیتو د کورنۍ مشر و.

د هغه حضرت مشهور لقب «صادق» و ځکه چې هغه هم لکه د خپل نیکه په رښتیا ویلو مشهو و او د خپلو رښتیاو په سبب په متلونو بدل شو لکه د هغه زمانې یو شاعر ابن حجاج وايي:

یا سیدا أروی أحادیثه           ‌روایة المستبصر الحاذق

کأننی أروی حدیث النبی         ‌محمّد عن جعفر الصّادق[1]

«ای هغه مشره چې ستا حدیثونه مونږ د یو پوهه او ماهر کس د روایتونو په توګه نقلوو. داسې لکه چې د پیغمبر(ص) حدیثونه بې له واسطې له امام صادق علیه السلام نقل کوم»

هغه د قیامت تر ورځې پورې د ټولو مسلمانانو لپاره د فخر سبب زاهدانو د هغه له کوره زهد زده کړ او عالمانو ترې علم.

هغه حضرت داسې رعب درلود چې ناست کس به ورته سر ښکته کاوه، او د هغه رښتیاو به انسان مطمئن کاوه او د هغوي ښکلي وینا به په زړونو کې اثر کاوه هغه حضرت ته خدای داسې ښکلې او مزبوت بیان ورکړی و چې دښمنان به هم د هغه بیان او دلیل ته تسلمیدل.

د خیر په کار کې له ټولو وړاندې و، مومنانو ته به يې پند ورکاوه او د خلکو خیر غوښتی و. له همدې سببه د هغه وخت لویانو به د هغه ستاینه کوله او هغه به يې په بزرګۍ یادوه. او له هرې خوا به ورته کسان راتلل او ګیر چاپیر به ترې کښيناستل او د هغه خبرې او پندونه به يې اوریدل او له علمه به يې ګټه اخستله.

د امام د درس جومات له داسې مشهور کسانو ډک و چې له لرې او نزدې راغلي وو او د امام شاګردان شوي وو او د هغه له علمه به یې ګټه اخسته. مونږ دلته د امام ځینې هغه سپارښتنه بیانوو چې د خپل وخت مشهورو کسانو ته يې کړي دي او که وغواړو چې د هغه حضرت هغه ټول حدیثونه بیان کړو چې مونږ ته رسیدلي دي نو زمونږ په دې کتاب کښې نه ځای کيږي مونږ یو بل ځاي چې وړ يې وي هلته به د امام ټولې هغه سپارښتنې بیانوو چې خپلو شاګردانو ته يې کړي دي. که څه هم په تیرو دوو ټوکو کې مو د هغه حضرت لږ څه خبرې بیان کړې.

غرض دا چې هغه د خپلې زمانې یواځینې کس و، هغه په هر میدان کې یواځینې ګټونکی و، هغه داسې کس و چې د خپلې خلکو به د اصلاح لپاره پيژنده، او له همدې سببه د علم خاوندان له لرې لرې د هغه تر څنګ راغونډ وو، چې د هغه له علمونو، حکمتونو او پندونو ګټه واخلي،  او کله چې امام علیه السلام کوفې ته لاړ نو امام ابوحنیفه به دا وخت د ځان لپاره غنیمت ګڼه او له هغه حضرته به يې ګټه اخسته. هغه کتابونه چې د ابوحنیفه د ژوند په هکله لیکلي شوي دي په هغو کې په څرګنده راغلي دي چې په مدینه کې ابوحنیفه دوه کاله امام سره شاګردي کړې ده او ابوحنیفه به دا خبره کوله «لو لا السنتان لهلک النعمان؛ که چیرې هغه دوه کاله نه وې نونعمان(ابوحنیفه) به هلاک شوې و).

د مالک بن انس له خلې

مالک بن انس (امام مالک) به امام صادق علیه السلام ته ورتله او له هغه به يې اداب زده کول او د هغه له هدایته به يې ګټه اخسته، د امام مالک د امام صادق علیه السلام په هکله ځینې خبرې دي چې یوه ترې دا ده: له امام جعفر بن محمد صادق علیه السلام نه په علم، عبادت او تقوا کې بل غوره کس نه سترګو لیدلې، نه غوږونو اوریدلې او نه زړه ته راغلی.

د سفیان ثورې له خلې

سفیان ثوری وايي: امام صادق علیه السلام ته ورغلم او ومې ویل: ماته داسې سپارښتنه وکړه چې له تا وروسته يې حفظ کړم، امام وفرمایل: ایا هغه حفظ کوې سفیانه؟ ومې ویل: هو ای د رسول الله زویه. ويې فرمایل: کوم کس چې ډیر دروغ وايي هغه هیڅ غیرت نه لري او حسود به آرامښت ونه ویني. زړه تنګې انسان تل ستړې وي او ملګرې نه لري او بد اخلاقه انسان په خلکو مشري نه شي کولی.

بیا غلی شو، نو ومې ویل: ای امام! لږه زیاته څپړنه وکړه، ويې فرمایل: خدای باندې باور وکړه چې هغه وپيژنې او په خدای ایمان لره او څه چې خدای درکړي دي په هغه باندې راضي اوسه چې بی نیازه ژوند وکړې. که غواړې چې مسلمان اوسې نو ګاونډیانو سره دې ښه وکړه. داسې لکه څه رنګ چې ستا ملګري تا سره ښه چلند کوي، هغوي سره ښه وکړه چې ایمان دې زیات شوي او فاسد کس سره دوستي مه وه ځکه چې تا ته به فضول خبرې دروښیي او په چارو کې داسې کس سره مشوره وکړه چې له خدایه ویریږي.

سفیان وايي امام دوباره شو. ومې ویل: ای د خدای د رسول اولاده، نورې سپارښتنې هم وکړه، امام وفرمایل: کوم کس چې غواړي چې بې له کورنۍ غزتمن شي او بې له ماله بې نیازه شي او بې له باچاهۍ رعب ولري، باید د خدای له نافرمانۍ (ذلته) د خدای د اطاعت (عزت) په لور لاړ شي. سفیان وايي امام دوباره شو. ومې ویل: ای د خدای د رسول اولاده، نورې سپارښتنې هم وکړه، امام وفرمایل: ای سفیانه پلار مې ماته د دریو څیزونو سپارښتنه کړې وه او له دریو يې ساتل غوښتي وو. د هغه دریو په هکله يې داسې وفرمایل: ای زویه! څوک چې بدکارو سره شي نو سلامت به نه پاتی کیږي او څوک چې د خپلې ژبې اختیار ونه لري هغه به پښیمانیږي او څوک چې هغه ځای کې قدم کیږدي چې د بدکارو ځای وي، نو هغه په بدکارۍ تورن کیږي.

عرض مې وکړ: ای د خدای د رسول زویه، هغه درې څیزونه چې پلار ترې منعه کړې وې هغه څه دي؟

ويې فرمایل: پلار زه د دریو کسانو له دوستۍ منعه کړې یم: د هغه کس له دوستۍ چې کوم نعمت ماته راورسي په هغې باندې حسد کوی، هغه کس چې د مصیبت په وخت ملامته کول کوي او هغه کس چې کار يې د عیب لټول دي، بیا يې دا شعر وفرمایل:

عوّد لسانک قول الخیر تحظ به‌    إن اللسان لما عوّدت معتاد

موکل بتقاضی ما سننت له‌         فی الخیر و الشر فانظر کیف تعتاد

ژباړه: ژبه دې په ښو خبرو عادت کړه چې ګټه ترې واخلې؛ ځکه چې ژبه په کوم شي عادتوې عادتیږي. او د هغه شي په غوښتې بلږل شوې ده چې کوم نیکي یا بدي ورته تا ټاکلې ده  نو وګوره چې په خپله څنګه عادت شوې يې.

نصر بن کثیر وايي: زه او سفیان ثوری امام صادق علیه السلام ته ورغلو ورته مو وویل: زه د خدای کور ته په سفر روان یم نو ماته داسې دعا وښایه چې هلته يې ولولم. امام وفرمایل: کله چې کعبې ته ورسیدې نو لاس د کعبې په دیوال کیږده او ووایه: ای هغه کسه چې له لاسه ورکړي شي باندې ته وړاندې یې، ای د غږ اوریدونکيه، ای هغه کسه چې له مرګه وروسته هډوکو باندې غوښه اچوې. ا بیا چې هر څه غواړې دعا وکړه. بیا سفیان څه وویل چې زه پوه نه شوم. امام هغه ته مخ کړ او ويې فرمایل: کله چې ستا د خوښې کوم څیز تا ته درورسي نو د خدای ډیره ستاینه کوه او که هغه څه سره مخ شوې چې خوښ دې نه وي نو زیات وایه لا حول و لا قوة إلّا باللّه؛ ا که ستا رزق او روزي کمه شوه یا وروسته شوه نو زیات استغفار کوه.

د زین بن علی له خلې

زید بن علی وايي: په هره زمانه کې زمونږ له اهلبیتو یو کس وي چې په خلقو باندې د خدای حجت وي او زمونږ د زمانې حجت زمونږ وراره امام جعفر علیه السلام دی، څوک چې يې لارويي وکړي نو هغه به نه ګمراه کیږي او څوک چې رسره مخالفت وکړي هغه به نه هدایت کیږي.

د څلورم امام زين العابدين عليه السلام ځوې حضرت زيد يو لوئې اسلامي شخصيت او د علم تقوی او فضيلت يوه ځلانده څيره ده، زيد د امويانو د حکومت په سختې ساه ډوبۍ کښې پاڅون وکړو په ميړانتيا سره وجنګيد او په شرافت سره شهيد شو، د حضرت زيد له تقوی او نوره ډک ژوند او بالاخره د هغۀ پاڅون او شهادت د هغې روزنې ښۀ ښوونکې دی چې هغه بزرګوار د امامت په کورنۍ کښې له خپل پلار او وروره کړې وه. اسلامي پوهان د حضرت زيد په علم، تقوی او فضيلت اتفاق لري. امامانو هم په ډيرو ځايونو کښې زيد ستايلی دی او د فضيلت روايتونه دومره زيات دي چې شيخ صدوق رحمه الله عليه په “عيون اخبار الرضا” کتاب کښې د غو روايتونو ته يو باب بيل کړی دی.

له حضرت زيد سره د مدائن بصرې واسط، خراسان، ری، موصل او نورو ښارونو تر پنځلسو زرو زياتو کسانو بيعت وکړو او زيد د هشام په خلاف پاڅون وکړو خو په جنګ کښې ورسره ملګرو سستي وکړه او ورو ورو ورځنې په شا شول تر دې چې زيد پخپله شهيد شو د هغۀ ملګرو د هغۀ بدن په يوې ويالۍ کښې ښخ کړو او اوبۀ يې پرې روانې کړې خو دښمنانو وموند، راوې باسۀ سر يې ترې جدا کړ او هشام په حکم سره يې بدن په کوفې کښې بربنډ ځوړند کړو، څوکاله يې مړی د شهادت د بيرغ وال په شان ځوړند ؤ. تر دې چې د هشام په حکم سره وسوزول شو او ايرې يې هوا ته وسپارلې. د زيد د شهادت خبر امام جعفر صادق عليه السلام ډير غمژن کړو او زر ديناره يې ابو خالد واسطي ته ورکړل چې د هغو کسانو په کورنيو يې وويشي چې د زيد په څنګ کښې شهيدان شوي دي[2].

د مالک بن أنس له خلې

مالک بن أنس وایي: زه به جعفر بن محمد صادق ته ورتلم خو هغه ما له دریو حالاتو پرته په بل حال نه دی لیدلی: یا به په لمانځه لګیا و، یا به يې روېه وه او یا به يې د قرآن تلاوت کاوه، او ما نه دی لیدلی چې له پیغمبر صلی الله علیه و اله يې یو حدیث نقل کړي وي مګر دا چې په وضو کې وي، او د هغه شي په هکله خبره نه کوي چې اړیکه ورسره نه لري. هغه له داسې عالمان، عابدان او زاهدانو دی چې له خدایه ویریږي.[3]

دا د مالک خبرې دي چې هغه په خپله د اسلامي فرقې مشر دی هغه امام صادق علیه السلام سره په یوه زمانه کې او د هغه شاګرد و. او کومه خبره چې زمونږ مطلب ده هغه دا ده چې ويې ویل: هغه له داسې عالمان، عابدان او زاهدانو دی چې له خدایه ویریږي، نو علم بې له عمله ګټه نه ورکوي، امام صادق علیه السلام هم عالم او هم عمل کوونکی په دنیا کې زاهد او یوازې له خدایه به ویریده او د هغه پیروي به يې کوله، د خدای پاک د دې قول مطابق چې فرمايي: إنما یخشی اللّه من عباده العلماء؛ یواې د خدای په بندګانو عالمان له خدایه ویریږي. خو امام خپل زهد او تقوا له خپل کسب او کاره نه منعه کولو په رزق ګټلو کښې بسنه او په خرچ کې مینځ لارې او د حقونو په ادا کولو کې وړاندې و. هغوي به خلک له سستۍ او کاهلۍ منعه کول. او د هغوي عملي سیرت په دې باندې ګواهي کوي.

امام مالک د امام صادق علیه السلام په هکله خپل نظر همدې چارو ته په پام بیان کړی دی او امام يې له هغه کسانو ګڼلی دی چې د خدای له عبادته او د قران له تلاوته به نه جدا کیده. بې ځایه خبرې به یې نه کولې او علم سره سره به يې عمل هم کاوه او له خدایه به ویریده. او له خدایه ویره وړه خبره نه ده بلکې دې خبرې کې د انسان ټول عملی ژوند پټ دی چې تقوا سره يې تیروي.

د ابو حنیفه له خلې

ابو حنیفة امام صادق علیه السلام همدارنګ ستايي او د هغه علمي مقام بیانوي وايي:

ما له جعفر بن محمد صادقه بل کس زیات فقیه نه دی لیدلې. منصور چې کله هغه ته ورغی نو یو کس يې ما پسې راولیږه او ويې ویل: ای ابو حنیفه، خلک په جعفر بن محمد باندې مین دی نو یو څو سختې مسلې تیارې کړه چې له هغه يې وپوښتې.

ما څلویښت پوښتنې تیارې کړې نو ابو جعفر منصور زه په حیره کې ځانته وغوښتم. کله چې مجلس ته ننوتلم، نو جعفر بن محمد هغه سره ښي اړخ ته ناست و. کله چې مې هغه ته وکتل ، نو داسې رعب په ما راغی چې د منصور رعب مې هیڅ وګڼه. سلام مې وکړ. منصور اشاره وکړه او کښیناستم. بیا يې امام ته مخ کړ او ويې ویل: دا کس پیژنې؟ امام وفرمایل: هو، دا ابو حنیفه دی، بیا يې ماته وویل: خپلې مسلې دې وپوښته. ما شورو وکړه او هغه ځوابونه راکول فرمایل به يې: په دې مسله کې تاسو داسې وايئ، نور خلک داسې وايي او مونږ داسې وایو. کله به يې زما خبره منله او کله به يې د نورو او کله به ټولو سره مخالف و او خپل نظر به يې بیانوه. ټولې څلویښت مسلې مې وپوښتلې او هغه راته ځوابونه راکړل. بیا ابو حنیفه وویل: له ټولو پوه کس هغه دی چې د خلکو په اختلافاتو باندې له ټولو زیات پوه وي.[4]

د ابوحنیفه له دې خبرو مونږ ته څو خبرې په لاس راځي:

  1. منصور د امام له مقامه او شانه ویریده چې د خلکو امام ته پام دی او دا خبره د هغه د حکومت لپاره لویه خطره وه چې هسې نه خلک هغه ته راغونډ شي او زما د حکومت په خلاف شي نو له دې سببه چې د امام د خلکو په وړاندې ټیټ کړي له ابو حنیفه غواړي چې هغه سره بحث وکړي او سختې مسلې ترې وپوښتي خو امام بیا هم بر کیږي او منصور رسوا کیږي.
  2. د ابو حنیفه په نظر کې د امام عظمت او د هغه رعب دومره و چې ابو حنیفه په خپله د په وړاندې ماتی خوړلې وه، خو دا رعب هسې جوړ کړی نه و بلکې حقیقت و چې خدای پاک هغه ته روحي طاقت ورکړی و چې زور ویونکي هم د هغه په وړاندې تسلمیدل.

ابن ابی العوجا هم دا اعتراف کوي او وايي: چې کله امام صادق علیه السلام سره مناظره کوله نو همدې مطلب ته اشاره کوي چې د امام رعب دومره و چې زه غلی شوم. امام ورنه پوښتنه وکړه: څه شي ته له دې منعه کړې چې خبرې ونه کړې؟ ځواب يې ورکړ: ستا عظمت او لویۍ او ستا رعب. ستا په وړاندې مې ژبه له کاره اوځي. ما ډیر عالمان لیدلي دي او لویو پوهانو سره مې مناظرې کړي دي، خو یو کس هم ستا په شان رعب نه درلود او ستا په شان جادو يې په ما نه دی کړی. مفضل بن عمر وايي: منصور په ځلونو وغوښتل چې امام شهید کړي خو کله يې هم چې امام راوغوښتې نو د هغه له رعبه به وویرید.[5]

اووم امام حضرت موسی کاظم عليه السلام فرما يې يو ځل منصور زما پلار راوغوښت چې شهيد يې کړي توره يې هم تياره کړه او خپل يو درباري”ربيع” ته يې وويل چې کله جعفر بن محمد عليه سلام راننوځي او زۀ ورسره خبرې وکړم په خبرو کښې چې کله زۀ لاسونه وپړقوم نو سر يې ووهه. امام راننوت خو چې د منصور نظر پرې څنګه پريوت له خپل ځايه پاڅيده، هر کله راشه يې ورته ووئې او عرض يې وکړو چې ددې لپاره مې راغوښتي يې چې پورونه دې  درکړم بيا يې په مسکا سره له امامه د حال احول وپوښتۀ. او ربيع ته يې وويل چې تر دريو ورځو پورې جعفر ابن محمد کور ته ستون کړه.

  1. د ابوحنیفه له دې خبرو پوهیږو چې منصور عالمانو سره کومې پټې اړیکې هم درلودې او د منصور او ابوحنیفه د امام صادق علیه السلام د ماتې لپاره یو کیدل هم د فکر وړ خبره ده.

د منصور دوانیقی له خلې

منصور په دې باندې مشهور و چې امام سره به يې له ټولو زیاته دښمني او کینه کوله او هڅه يې کوله چې امام له منځه یوسي که څه هم دا اقرار يې کاوه چې امام په نیکیانو کې له ټولو وړاندې دی او د خدای له خوښ کړې بندګانو دی او د خدايي کتاب وارث دی. اسماعیل بن علی بن عبدالله بن عباس وايي: یوه ورځ چې ابی جعفر منصور ته ورغلې وم، ومې لیدل چې مخ يې په اوښکو لوند دی. ماته يې وویل: تا ته پته نشته چې به کورنۍ دې څه شوي دي؟ ومې ویل: څه شوي دي ای امیر المومنینه؟ ويې ویل: سید او د اهلبیتو مشر، د اهلبیتو عالم او د نیکانو د کور پاتې کس وفات شوی دی.

ومې ویل: هغه څوک دی؟ ويې ویل: جعفر بن محمد علیه السلام، ومې ویل: خدای دې د امیر اجر زیات کړي او عمر دې ورکړي. منصور وویل: پوه شه چې جعفر بن محمد له هغه کسانو و چې خدای په د هغه په هکله فرمايلي دي: ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْکِتابَ الَّذِینَ اصْطَفَیْنا مِنْ عِبادِنا، بیا مې خپل کتاب هغه بندګانو ته په ارث کې ورکړ چې مې خوښ کړي وو. هغه د خدای له خوښ کړو بندګانو و.[6]

په یو بل ځای کې منصور د امام مقام داسې بیانوي: «پوه شه چې د اهلبیتو تر مینځ تل یو کس محدث وي او جعفر بن محمد نن زمونږ محدث دی».[7]

که څه هم منصور امام سره ډیره کینه درلوده خو بیا هم مجبور و چې ځینې وختونو کې د هغه ستاینه وکړي او حقیقت بیان کړي.

منصور یو ځای کله چې د امام د علم او پوهې خبرې خپرې وې وویل: «دغه هډوکې چې زما په مرې کې خخ دی (یعنی امام) د خپلې زمانې له ټولو پوه کس دی». یعنې له یوه اړخه ورسره د دښمنۍ څرګندونه کوي او له بل اړخه يې ستايي.

بل ځای کې وايي: هغه له هغه کسانو دی چې آخرت غواړي نه دنیا»[8] په دې هکله د امام دغه لیک ته پام وکړئ: امام جعفر صادق(عليه السلام) حتی په ليکونو او کتنو کښې کله کله منصور غندلو منصور په يو ليک کښې امام ته وليکل، تۀ ولې د نورو په شان مونږ ته نۀ راځې؟ امام يې په ځواب کښې وليکل مونږ سره د دنيا هيڅ نشته چې د هغې په وجه له تا ويريږو، او تا سره هم له معنوياتواو اخرت هيڅ نشته چې هيله درته ولرو، نۀ تاته کوم نعمت درکړل شوې چې مبارکۍ ته درشو، نۀ په مصيبت کښې يې چې غمرازي درسره وکړو نو څۀ ته درشو؟ منصور ورته وليکل راشئ مونږ ته نصيحت وکړئ. امام په ځواب کښې وليکل څوک چې د اخرت په غم کښې وي تا ته  نۀ درځي[9].

د عباسي حکومت ظالم باچا منصور دوانيقي چې د بني عباسو په خليفه ګانو کښې يو رذيل ، ظالم او سخت خليفه ؤ تل به يې امام په خپلو مامورانو او پوليسو سره سخت څارلو او څو ځله يې امام د شهيدولو او ازارولو لپاره ځانته راغوښتې ؤ خو تقدير نۀ ؤ غوښتي نو په خپلو پليتو ارادو کښې به نۀ کاميابيدۀ.

خو با لاخره منصور امام وجود ونۀ زغملې شو ځکه چې د امام امامت او رهبرۍ اوازه په ټولو اسلامي زمکو کښې خپره شوې وه. هغوي ته يې ده هجرت په 148 کال د شوال په مياشتې کښې زهر ورکړل او امام د شوال په پنځۀ ويشتمه نيټه په پنځۀ شپيتۀ کلنۍ کښې له فاني دنيا لاړ او پاک جسد يې د بقيع په مقبره کښې د خپل ګران پلار په خوا کښې خاورو ته وسپارل شو. په حقيقت کښې نړۍ د هغه ستر امام په شهادت سره له يو لوئې شخصيت او قيمتي ګوهره محرومه شوه[10].

په راتلونکو بحثونو کې به وګورو چې د امام علیه السلام او منصور اړیکې څومره تورې وې او څه رنګ امام د هغوي له چلونو خدای ساته او د امامت دنده يې ترسره کوله.

د ابن أبی لیلی له خلې

نوح بن دراج وايي: ابن أبی لیلی[11] ته مې وویل: ایا تر اوسه د چا د خبرې له سببه له خپلې خبرې اوړیدلی یې یا دې په قضاوت کې کوم حکم کړی وي او بیا ترې اوړیدلی يې؟ ويې ویل: نه خو یواځې د یو کس لپاره اوړیدلی یم. ومې ویل: څوک؟ ويې ویل: جعفر بن محمد صادق.

دا د هغه زمانې د یو مشهور فقیه خبرې دي هغه د اموي او عباسي حکومتونو په وخت کې د قضاوت کرسۍ په لاس کې درلودله او داسې يې ستایلی دی چې هغه په خپله زمانه کې د ټولو دنیا له فقیهانو زیات فقیه و. همدارنګ وايي هغه په قرآن او سنت باندې له ټولو زیات خبر و او رښتونی و. د هغه حدیث نقلول جایز ګڼل شوي دي او څلورو مذهبونو د هغه حدیثونه نقل کړي دي. هغه 33کاله قاضی و.

ابن ابی لیلی چې هر څوک وي خو دې ځواب سره د امام لويي او د هغه علم څرګندیږي چې هغه د چا لپاره له خپل نظره اوړیدلی دی.

 

د عمرو بن عبید له خلې

یوه ورځ عمر بن عبید امام صادق علیه السلام ته ورغی او له هغه يې وغوښتل چې ورته لوي ګناهونه وګڼي. نو هغه حضرت ته يې وویل: «غواړم چې له قرآن او حدیثه لوی ګناهونه وپیژنم؛ ځکه چې مسلمانان په دې هکله ډیر اختلاف لري او نه پوهیږي چې لوی ګنا چا کړی او دومره اختلاف زیات دی چې په دې هکله مناظرې شورو دي».

امام د عمر غوښتې ته ځواب ورکړ او مسله يې تفصیل سره بیان کړه:

  1. خدای سره شریک ګڼل: إِنَّ اللَّهَ لا یَغْفِرُ أَنْ یُشْرَکَ بِهِ.[12] بيشکه چې خدای دا (ګناه) نه بخښي چې له هغه سره شريک ونيول شي.
  2. د مور پلار عاق: لأن العاق جبار شقی وَ بَرًّا بِوالِدَتِی وَ لَمْ یَجْعَلْنِی جَبَّاراً شَقِیًّا او زۀ يې له خپلې مور سره نيکي کوونکے ګرځولے يم او زۀ يې سر کښ بد بخت نه يم ګرځولے.[13]
  3. په پاکو ښځو تور لږول: إِنَّ الَّذِینَ یَرْمُونَ الْمُحْصَناتِ الْغافِلاتِ الْمُؤْمِناتِ لُعِنُوا فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَةِ وَ لَهُمْ عَذابٌ عَظِیمٌ[14] بيشکه هغه کسان چې په پاکو بې خبرو مؤمنو ښځو د زنا تور لګوي. په دې دنيا او په هغه دنيا کښې لعنت شوي دي او د هغوي لپاره لوی عذاب دے.
  4. د یتیم مال خوړل: إِنَّ الَّذِینَ یَأْکُلُونَ أَمْوالَ الْیَتامی ظُلْماً إِنَّما یَأْکُلُونَ فِی بُطُونِهِمْ ناراً وَ سَیَصْلَوْنَ سَعِیراً[15] کوم کسان چې د يتيمانو مالونه په ظلم سره خوري بيشکه چې دوي خپلو ګيډو ته اور اچوي او ډېر زر به سخت اور ته ننه وځي.
  5. له جنګه تښتیدل: وَ مَنْ یُوَلِّهِمْ یَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفاً لِقِتالٍ أَوْ مُتَحَیِّزاً إِلی فِئَةٍ فَقَدْ باءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَ مَأْواهُ جَهَنَّمُ وَ بِئْسَ الْمَصِیرُ[16] او هر څوک چې په دغه ورځ (په جنګ کښې) هغوي ته شا کړي _ مګر د دې لپاره چې په ښه ځاي کښې وجنګيږي يا يو بل ټولي سره يو ځاي شي _ نو هغه ضرور د خدای په غضب اخته شو او د هغه ځاي دوزخ دے او د ورتللو لپاره ډېر بد ځاي دے.
  6. بې ګناه قتل: وَ مَنْ یَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِیها وَ غَضِبَ اللَّهُ عَلَیْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظِیماً [17] او څوک چې يو مؤمن عمدا (په قصد) مړ کړي نو د هغه سزا دوزخ ده چې تل به په هغې کښې وي او د خدای قهر او لعنت به وي پرې او د هغه لپاره يې لوی عذاب تيار کړے دے.
  7. ژمنه ماتول او خپلولي پریښودل: الَّذِینَ یَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِیثاقِهِ وَ یَقْطَعُونَ ما أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ یُوصَلَ وَ یُفْسِدُونَ فِی الْأَرْضِ أُولئِکَ هُمُ الْخاسِرُونَ[18] هماغه کسان چې د الله عهد، له محکم والي وروسته ماتوي او د کومو څيزونو چې خدای د پيوند حکم کړے دے هغه پرې کوي او په ځمکه کښې فساد کوي. يوازې همدا زيان کاران دي.

امام علیه السلام همدارنګ د لویو ګناهونو ګڼلو ته ادامه ورکړه او د هر یو لپاره يې د خدای له کتابه او د پيغمبر له سنته دلیل راوړ. کله چې د هغه حضرت ځواب پای ته ورسید، عمر بن عبید چې غوږ يې نیولی و، وویل: خدای دې هغه کس نابود کړي چې له تاسو يې خپل میراث هیسار کړی دی او تاسو سره په فضل او علم کې جنګ کوي.[19]

دا عمر بن عبید خبرې دي چې د معتزلو مشر او لوی پوهان دی. په داسې حال کې چې د امام علم ته ناست دی او ګټه ترې اخلي او بیا په آخر کې داسې اعتراف کوي.

 

دا ټولې خبرې د داسې کسانو دي چې د چا بې ځایه پلوي نه کوي. په دوي کې هر يو په هغه زمانه کې ځانته مشر و، او داسې نه وه چې د امام لاروی وي لکه مالک بن انس هیڅ کله د اهلبیتو له مینه والو نه دی ګڼل شوی ځکه چې امویانو سره دومره پاتی شو چې د امام لور ته یې هیڅ ګروهنه نه درلوده. او مالک امام ښه پیژندلی و نو ځکه يې دا خبرې کړي دي. د حج په سفر کې هغه سره و.

همدارنګ د ابوحنیفه اعتراف چې وايي امام صادق علیه السلام له ټولو زیات عالم او له ټولو زیات فقیه دی. دا هم له دې سببه وايي چې امام يې پیژندلی دی او په هغه هم دا تور نشته چې هغه شیعو ته ګروهنه لري.

او د دوي ټولو تر څنګ کله چې منصور امام د خپلې مرې ازغې ګڼي او تعریف او ستاینه يې هم کوي نو مونږ ته دا شعر رایادوي:

و مناقب شهد العدو بفضلها       و الفضل ما شهدت به الأعداء

صفت هاغه چې دښمن پرې ګواهي کړي       فضل هاغه چې دشمن يې شاهدي کړي

دا کسان چې کله د امام د افضلیت ګواهي ورکوي نو داسې معلومیږي چې د هغوي ضمیر دننه دا غږ راوځي چې د امام عظمت او لوړاوي ته سر ټیټي شي. البته دا ستاینې یواځې تر دوي نه محدودیږي بلکې داسې مثالونه نور هم زیات دي چې دلته يې د راوړو ځای نشته خو ښه دا ده چې د عبدالله بن مبارک هغه شعرونه دلته راوړو چې د امام په ستاینه کې يې ویلي دي:

أنت یا جعفر فوق الـ      مدح و المدح عناء
إنما الأشراف أرض‌       و لهم أنت سماء
جاز حد المدح من        ‌قد ولدته الأنبیاء

همدرانګ وايي:

اللّه أظهر دینه‌     و أعزّه بمحمّد
و اللّه أکرم بالـ   خلافة جعفر بن محمّد

ښه به دا وي چې مونږ په ځای د دې چې د نورو خلکو له خلې د امام ستاینه بیان کړو نو په خپله د هغه حضرت ځینې له حکمت ډکې خبرې راوړو چې ورسره مو روح تازه شي او اصلاح شي.

[1] . مناقب ابن شهر اشوب، ۴ټوک ۲۹۳مخ.

[2]  . ارشاد مفيد  252 مخ

[3] . مالک بن أنس، د خولی کتاب 94مخ.

[4] . مناقب أبی حنیفة د مکی کتاب 1ټوک  173مخ. جامع مسانید أبی حنیفة 1ټوک  252مخ. و تذکرة الحفاظ د ذهبی کتاب، 1ټوک  157مخ.

[5] . حیاة الإمام الصّادق، د سبیتی کتاب مخ 25.

[6] . تاریخ ابن واضح ټوک 3 مخ 17.

[7] . المجالس الحسنینه، 93مخ، اصول کافی 260مخ.

[8] . بحار الانوار ۴۷ټوک، 185مخ.

[9]  . کشف الغمه  ج   2  ص  448  بحار ج  47  ص 184

[10]  . اعلام الوری ص  766

[11] . ابن ابی لیلی: د هغه نامه عبدالرحمن بن ابی لیلی انصاری وه وفات کال يې 147هجری د. هغه به له خپلو وروڼو عیسی، شعبی، عطا او نافع حدیثونه نقلوی او شعبه او سفیان ثوري او سفیان بن عیینه او وکیع به هغه حدیثونه نقلول. یو بل کس همدې نامې سره دی چې عبدالرحمن بن ابی لیلی اوسی کوفی دی چې د امام علی علیه السلام له اصحابو دی.

[12] . سورة النساء آیة 116.

[13]  سورة مریم آیة 32.

[14] . سورة النور آیة 23

[15] . سورة النساء آیة 10.

[16] . سورة الأنفال آیة 16.

[17] . سورة النساء آیة 93

[18] . سورة البقرة آیة 27.

[19] . کتاب الإمام الصّادق د أستاذ رمضان لاوند لیکل شوی 20-22مخ.