د امام مهدي پيژندګلو

د امام مهدي پيژندګلو

 

امام مهدی عليه السلام په يو نظر

د شيعه ؤ آخري امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  آخري خليفه او د اسلام دولسم آسماني لار ښود حضرت حجۃ بن حسن العسکري د 255 هجري سپوږميز کال د شعبان په پنځلسمې نيټې د جمعې په ورځ سهار مهال (وخت) (868  ږيږيدو نيټه) د عراق په يو ښار سامراء کښې دنيا ته راغے.

د هغۀ قدرمن پلار، د مؤمنانو يولسم پيشوا  حضرت امام حسن عسکری عليه السلام او مور بي بي يې يوه قدرمنه ښځه وه چې نوم يې (نرجس) ؤ ـ

د هغې بي بي د اصل نسل په حقله بيلا بيل روايتونه ذکر شوي دي چې د يو روايت په مطابق دا بي بي د روم د باچا زوې (يشوع) لور او مور يې د حضرت عيسی عليه السلام  يو حواري (ملګري) شمعون له نسله ده د هم دې روايت په مطابق بي بي نرجس يو عجيبه خوب وليد او مسلمانه شوه او د امام حسن عسکری عليه السلام په ښودنې سره هغې بي بي خپل ځان د روم په فوځيانوکښې ګډکړو ـ هغه د روم فوځيان کوم چې  مسلمانانو سره جنګ ته روان وو ـ او کله چې جنګ وشو. نو څه نورو کسانو سره دا بي بي هم مسلمانانو اسيره کړه ـ

امام هادي عليه السلام يو کس واستول او دا بي بي يې واخسته او سامراء (چې د عراق يو ښار دے) ته يې راوسته.[1]

نور روايتونه او حديثونه هم نقل شوي دي.[2] خو هغه څه چې اهميت لري او دپاملرنې وړ دے دا دے چې حضرت بي بي نرجس څه موده د امام هادی عليه السلام خور بي بي حکيمه په کور کښې وه چې هغه د امامت د کورنۍ يوه لويه ميرمَن ده. دې بي بي د تعليم او روزنې ذمه يې ترسره کړه ـ او دغه بي بي نرجس دومره فضيلت لري ؛ چې بي بي حکيمه ورته د خپل ځان او خپل کورني سرداره وايي. او بي بي نرجس دومره به يې ډير درناوي کولو ـ حضرت نرجس هغه بي بي ده چې څو سوا کاله مخکښې يې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  وسلم[3]، اميرالمؤمنين حضرت امام علي عليه السلام[4] او حضرت امام صادق عليه السلام [5]په خبرو کښې ستايل شوې ده. او داسې يې فرمايلي دي چې دا بي بي (نرجس) يوه ښه ميرمن او يوه ډيره ښه سرداره ده.دا خبره هم د ذکر وړ دے چې د دولسم امام مور بي بي نور نومونه هم ذکر شوي دي لکه سوسن، ريحانه، مليکه او صيقل .

نوم، کنيت او لقبونه

د امام مهدي عليه السلام نوم او کنيت هماغه د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  نوم او کنيت دے[6]. او ځينې حديثونو کښې داسې وايي چې جايزه نه ده چې د امام نوم په څرګنده توګه واخستل شي تر دې چې ظهور وکړي او راڅرګند شي.

د امام مشهور لقبونه دا دي مهدي، قايم، منتظر، بقيه الله، حجت، خلف صالح، منصور، صاحب الامر، صاحب الزمان او ولي عصر چې په دې لقبونو کښې ډير زيات مشهور لقب (مهدي) دے.

دا ټول لقبونه د امام په حقله د ځينې خاص پيغام بيانوونکي دي لکه:

هغۀ امام ته ((مهدي)) وايلي شوي دي ځکه چې هدايت شوې کس دے چې خلق خداې پاک طرف ته رابلي (راغواړي)

او ((قايم)) يې ورته ويلي دي ځکه چې حق له پاره به پاڅون کوي ((منتظَر)) يې نومولې دے ځکه چې مونږ ټول د هغه د مبارکو قدمونو په انتظار کښې يوو. ((بقيه الله)) لقب يې ورکړې دے ځکه چې د خداې پاک استازو کښې اخري استازې دے او د خداې پاک په حجتو کښې اخري حجت دے. ((حجت)) يعني په خلکو د خداې پاک ګواه، ((خلف صالح)) معنا دا چې د اولياء الله ښه ځاې ناستې هغه ((منصور)) دے ځکه چې د خداې پاک له طرفه د هغۀ مرسته کيږي. ((صاحب الامر )) ځکه چې د الله تعالی د عدل حکومت جوړولو ذمه واري د هغه په غاړه دے. ((صاحب الزمان او ولی عصر)) مانا هم دا دے چې د دې زمانې واحد حاکم او واکمن دے.     

 

د امام د زوکړې څه رنګوالې

له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  وسلمه په ډيرو حديثونو کې نقل شوي دي. چې له مونږ خاندان نه به يو کس د مهدي په نوم پاڅون کوي. او د ظلم او زياتې بنيادونه په اړوي. د بني عباس ظالمان حکمرانو ته چې کله دغه اطلاع ملاؤ شوه نو دا هڅه يې کوله چې په هغه کوچنوالي کې بلکې د زوکړې په وخت کې امام مهدي قتل کړي. هم دې له امله له نهم امام محمد نقي (امام جواد) عليه السلام زمانې نه د امامانو ژوند د حکومت په نظر لاندې ؤ او هر قسم تلل راتلل يې د سترګو لاندې ساتل چې د امام د زوکړې خبر شي او له ډيرو پاپنديانو سره مخامخ شو او دغه پاپنديانې د امام حسن عسکري عليه السلام وخت کې خپل اخيري حد ته ورسيدې. تر دې چې شپه ورځ د امام عليه السلام کور د حکومت د جاسوسانو په نظر کې ؤ. نو لازمه ده چې په داسې حالاتو کې زوکړه بايد په پټه ؤشي چې چا ته خبر ؤ نشي. چې د خداې اخيري حجت د خلقو له سترګو لرې وي چې ځان يې په امان کې وي. هم دې له امله د امام حسن عسکري عليه السلام خپلوال هم له دې زوکړې خبر نه وو او له زوکړې څه موده مخکې هم د بي بي نرجس خاتون کې د موروالي نخښې موجودې نه وې.تر دې چې د امام ګرانه ترور بي بي حکيمه هم دې واقعې خبره نه وه.  بي بي حکيمې به هر وخت دعا کوله چې خدايه امام حسن عسکري عليه السلام ته ځوې ورکړې. يوه ورځ چې د امام حسن عسکري عليه السلام کتنې ته تللې وه بيا يې دا دعا وکړه، امام ورته وفرمايل: د کوم بچي دعا چې تۀ غواړې هغه به سبا ته دنيا ته راشي، راځئ چې نوره قيصه يې له خپلې خلې واورو:

(( تر مښامه پورې د امام په کور کښې ؤم، وينځې ته مې اواز وکړ چې زما جامې راوړه زۀ ځم، امام راته وفرمايل: ترورې نن دلته پاتې شه، ځکه چې نن د داسې بچي د زيږيدو شپه ده چې خدايې پاک به د هغۀ په لاس دنيا له انصافه ډکه کړي، ورته مې وويل اي زما سرخيله! دا ماشوم به له چا زيږيږي، زۀ خو په بي بي نرجس کښې د حمل او موروالي څۀ نښې نښانې نۀ ګورم، وې فرمايل: له بي بي نرجسه به پيدا کيږي. زۀ پاڅيدم او بي بي نرجس ته مې ښۀ په ځير سره وکتل خو د مور جوړيدو هيڅ نښه مې پکښې ونۀ موندله، بيا امام مسکې شو او وې فرمايل: سهار به تا ته پته  ولګي چې دا مور ده. ځکه چې دا هم د حضرت موسی عليه السلام د مور په شان تر زيږيدو پورې پته نۀ وه ځکه چې فرعون به د هغو ښځو چې په خيټه کښې به يې بچې ؤ، خيټه څيرله. دا ماشوم به هم د حضرت موسی عليه السلام غوندې د ظالمانو د ظلم ټغر ټول کړي. حکيمه وايي ما تر سهاره پورې د بي بي نرجس خيال وساتۀ او هغه په ارام سره زما په خوا کښې اودۀ وه. د شپې په ورستيو شيبو کښې د تهجد نمانځه له پاره راپاڅيدم او نمونځ مې ادا کړو او بي بي نرجس هماغسې اودۀ وه. د نمونځ نه پس مې تعقيبات وکړو او بيا اودۀ شوم. لږ وخت پس هغه بي بي بيداره شوه او پاڅيده او د تهجد (شپې) نمونځ يې ادا کړواو بيا اودۀ شوه.بي بي حکيمه ور زياته کړه چې زه پاڅيدم او د سهار په لټون کښې بهر لاړم سترګې مې اسمان ته  غړاولې چې فجر اول (ړومبنۍ سهار) مې وليد. او بي بي نرجس هماغسې اودۀ وه. پس زما زړه کې شک شو چې تر اوسه پورې ماشوم ولې و نه زيږيدو ناڅاپه امام حسن عسکري عليه السلام له خپل ځايه ماته اواز وکړ اے زما ګرانې ترورې بيړه مۀ کوه د زوکړې وخت نږدې ده.پس کيښيناستم او د قران مجيد د سورة سجده او ياسين تلاوت مې شروع کړو.سترګې مې غړاولې چې بي بي نرجس په ويرې سره راپاڅيده، ما په غيږه کښې ونيوله او د خدايې پاک نوم مې پرې چف کړه ما پرې دا سورې ولوست او له بي بي نرجس مې د هغې د حال پوښتنه وکړه، هغې وويل: څۀ چې امام ويلي دي، څرګند شوي دي. پس له دې زه هم نيمه اودۀ شوم او د ماشوم د ژړه اواز سره راپاڅيدم او د ماشوم نه مې چې کپړه اوچته کړه نو ؤ مې ليدل چې دا ماشوم په سجده کې پروت ؤ په غيږه کې مې راخست.

په دې وخت امام حسن عسکري عليه السلام غږ وکړ اے ترورې ماشوم ماته راوله ماشوم مې هلته بوول  امام هم په غيږه کې ونيول او ورته يې ووېل اے زما زويه خبرې وکه هغه ماشوم خبرې پيل کړے او وې فرمايل  اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له و اشهد ان محمدا رسول الله روسته له په امير المومنين امام علي عليه السلام او نورو امامانو باندې يې درود واستوۀ تر دې چې د خپل پلار امام حسن عسکري عليه السلام نوم ته راورسيدل نو غلې شو امام بي بي حکيمه ته وويل چې دا ماشوم خپلې مور ته ويسه چې ورته سلام وکړي.

بي بي حکيمه وايي: چې کله سبا له د يولسم امام حضرت امام حسن عسکري عليه السلام کور ته ورغلم او امام ته مې سلام وکړ نو ماشوم (امام مهدي ) مې ونه ليد. نو امام نه مې پوښتنه وکړه چې زما مولا (امام مهدي) څه شو نو امام حسن عسکري (عليه السلام) ځواب راکړو چې اے ګرانې ترورې هغه مې هغه کس ته وسپارۀ چې کوم کس ته موسی عليه السلام خپلې مور سپارلې ؤ يعني خداې پاک.

بي بي حکيمه وايي: چې کله د ماشوم د زوکړې وومه (7) ورځ شوه نو د امام کور ته لاړم او امام حسن عسکري عليه السلام ما ته وويل ګرانې ترورې ماشوم ماته راوله چې کله مې ماشوم ورکړ نو ورته يې وويل چې خبرې ؤکه هغه بيا خبرې شروع کړے اول يې د خداې د وحدانيت او ګواهي ورکړه او بيا يې په پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  وسلم او نورو امامانو باندې درود ولوست او دې نه روسته يې د قران مجيد دا ايتونه تلاوت کړل.[7]

 

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (5)

 

وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ  (6)[8]

((سورة قصص ايت 5 او 6 ))

ترجمه: – او مونږ غوښتل چې مونږ احسان وکړو په هغو خلقو باندې چې کوم په زمکې کې کمزوري کړي شوي وو او دوي (د مُلک) سرداران او مشران جوړ کړو. او هم دوي د دې وارثان جوړ کړو. (5)

او مُلک (زمکه)  کې ورله پښې مضبوطې او طاقتورې کړو. او فرعون او هامان او د دوي لښکرو ته د دې (کمزورو) د لاسه هم هغه انجام ور وښايو د کوم نه چې دوي ويريدل.( 6)

 

  کړۀ وړۀ او خصوصيات

د خداے د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم  وسلم) او د پاکو اهلبېتو (عليهم السلام)  په حديثو مبارکو کې د امام مهدی (عليه السلام) يو لړ اوصاف او خصوصيات بيان شوی دی چې ځينو ته پکې دلته اشاره کوو:

د هغه بزرګوار مخ مبارک روښانه او غنمرنګه،تندے يې ستر او ځلېدونکے، وروزې يې د مياشتې غوندې او راښکل شوې، سترګې يې تورې او غټې غټې، پوزه يې ښکلې او اوږده، غاښونه يې برېښناک او بيل بيل دی په شا يې د نبوت په شان يوه نښه ليول کيږی او اندامونه مبارک يې مناسب او زړۀ راښکونکی دی.

د هغه مبارک وجود ځېنې هغه حصوصيتونه چې د معصومينو عليهم السلام په وېناؤ کې راغلی دی:

هغه د عبادت خاوند او شپې روڼه وونکے، په زهد او سادګۍ سره ژوند کوونکے، صبرناک،زغمجن او عادل او نېکوکار دے.  هغه حضرت (عليه السلام) په علم او پوهه کې د ټولو خلکو مخکښ او مبارک وجود د برکت او پاکۍ سرچينه ده. هغه دپاڅون او جهاد خاوند او نړيوال رهبر، ستر انقلابی، وروستے نجات ورکوونکے او موعود مصلح دے. هغه نورانی وجود د خداے پاک د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم  وسلم) له خاندان او د حضرت فاطمې بی بی له اولاد څخه او د سيدالشهدا حضرت امام حسېن عليه السلام له نسل نه نهم اولاد دے چې د ظهور په وخت به يې کعبې ته ډډه وهلې وی او د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم  وسلم) بېرغ به يې په لاس کې نيولے وی او په خپل پاڅون سره به د خداے پاک دين ژوندے کوی او په ټوله نړۍ کې به د خداے پاک احکام جاری کوی او توله نړۍ به له عدل و انصاف اومهربانۍ نه ډکوی لکه چې څنګه مخکې له ظلم او ستم نه ډکه وی. [9]

د امام مهدی (عليه السلام) د ژوند درې دورونه له يو لړ لوړو ژورو نه ډک دی:

١- داختفا دور: د امام مهدی (عليه السلام) دغه پټ ژوند د هغه حضرت له زوکړې نه واخلې د امام حسن عسکری (عليه السلام) تر شهادته پورې دے.

٢- د غېبت دور: دا دور د يولسم امام (عليه السلام) د شهادت له وخت نه شروع شوے دے او تر هغه وخته پورې به جاری وی چې د خداے پاک په اراده ظهور وکړی.

٣- د ظهور دور: د غېبت د دور له ختمېدو نه پس او د خداے پاک په امر به دولسم امام ظهور وکړی او نړۍ له ښکلاؤ او خوبيو نه ډکه کړی. هيڅوک د هغه حضرت د ظهور له وخت نه خبر نه دی او خپله له هغه حضرت نه روايت دے چې څوک يې د ظهور له پاره وخت وټاکی نو هغه دروغجن دے. [10]

ياداښت

 

  1. کمال الدين، ټوک 2 باب 41 ، حديث 1، مخ 132
  2. بحار الانوار، ټوک 5، حديث 29، مخ 22، او حديث 14، مخ 11
  3. بحار الانوار، ټوک050 حديث 7، مخ 21
  4. غيبت طوسي، حديث 478، مخ 470
  5. کمال الدين، ټوک 2، باب 33، حديث 31، مخ 21
  6. داسې نوم ده چې له اَب او اُم ټکې شروع کيږي لکه ابا عبدالله او اُم البنين
  7. کمال الدين، ټوک 2، باب 42، حديث 1، مخ 143
  8. سوره قصص ايتونه 5 و 6
  9. منتخب الاثر دويم فصل له ٢٣٩ مخ نه تر ٣٨٣ مخ پورې
  10. احتجاج ٢ ټوک ٣٤٤ شمېره، ٥٤٢ مخ

 [1]   ..کمال الدين، ټوک 2 باب 41 ، حديث 1، مخ 132

[2]  … بحارالانوار، ټوک 5، حديث 29، مخ 22، او حديث 14، مخ 11

[3]  .. … بحارالانوار، ټوک050 حديث 7، مخ 21

[4]  ..غيبت طوسي، حديث 478، مخ 470

[5]  .. کمال الدين، ټوک 2، باب 33، حديث 31، مخ 21

[6]  .. داسې نوم ده چې له اَب او اُم ټکې شروع کيږي لکه ابا عبدالله او اُم البنين

[7]  . کمال الدين، ټوک 2، باب 42، حديث 1، مخ 143

[8]  .. سوره قصص ايتونه 5 و 6

[9]  .. منتخب الاثر دويم فصل له ٢٣٩ مخ نه تر ٣٨٣ مخ پورې

[10]  .. احتجاج ٢ ټوک ٣٤٤ شمېره، ٥٤٢ مخ