حسيني غږ

حسيني غږ: د امام حسين (ع) لور بي بي فاطمه

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د اهلبيتو د اسيرانو تر مينځ د امام حسين عليه السلام ګرانه لور “فاطمه” هم وه. کله چې هغې ميړنۍ بي بي د عبيدالله بن زياد او د يزيد د ملګرو سپکې خبرې او پيغورونه واوريدل نو له خپله ځايه پاڅيده او حيدري غيرت او حسيني غږ سره يې داسې وفرمايل: ټولې ستاينې خدای لره دي د شګو او ريګو هومره ستاينې او هر هغه څه هومره چې له ځمکې تر اسمانه څه هم دي.

هغه ستايم او د په هغه ايمان لرم او په هغه مې توکل دے ګواهي ورکوم چې خدای يو دے او شريک نه لري او محمد(ص) د هغه بنده او پيغمبر دے. ګواهي ورکوم چې د فرات په غاړه يې د هغه د اولاد سرونه پرې کړل بې له دې چې د هغه څوک طلبګار وي او د وينې پور يې وغواړي. پروردګاره! تا ته پناه وړم له دې چې ستا په پاک ذات پورې دروغ وتړو يا بې له هغې بل څه خبره وکړم چې خپل پيغمبر(ص) ته د حکم ورکړ او ودې فرمايل: “له خلکو نه د خپل وصي علی ابن ابي طالب لپاره بيعت واخله”. هماغه علی عليه السلام چې حق يې غصب شو او بې ګناه يې  وواژۀ لکه څنګه چې پرون هم يوې داسې ډلې د هغه اولاد په کربلا کښې وواژه چې په ژبه مسلمانان وو او په زړه کښې کافران.

خدايه تاته پته ده چې د هيڅ يو ملامت کوونکي ملامتيا هغه ستا له عبادته منعې نه کړې شو، تا هغه ته په وړوکوالي کښې د اسلام لاره وښودله او کله چې لوی شو نو هغه دې وستايۀ هغه تل ستا د پيغمبر(ص) د رضا لپاره امت ته نصيحت وکړ تر دې چې هغه دې ځانته واخسته. هغه له دنيا بې زاره او اخرت سره مينه لرله او هميشه يې ستا په لار کښې کافرانو سره جهاد وکړ. ته له هغه خوشحاله شوې او هغه دې واخسته او په نيغه لار دې روان کړه. اے د کوفې خلکو! او د مکارانو دوکه بازو!  خدای پاک مونږ په تاسو وازمويلو او تاسو يې په مونږ وازمويلئ. مونږ يې د دې امتحان په سبب په نيکه وستايلو او مونږ ته يې خپله پوهه او علم راکړ، نو مونږ د علم او پوهې خزانې يو. مونږ د ځمکې په مخ په ټولو ښارونو کښې د خدای حجت يو. مونږ يې په خپلې بخښنې سره لوی کړو او د محمد(ص) په سبب يې په ډېرو مخلوقاتو لوړاوې راکړ. تاسو مونږ کافران وګڼلو. زمونږ د وينو تويول مو مباح وګڼل او مونږ سره مو جنګ حلال او زمونږ د مالونو لوټل مو جائز وګڼل. ګواکې مونږ د ترکستان او کابل بنديان وو؟ پرون مو زمونږ نيکه وواژۀ او اوس زمونږ وينې ستا د کينو له مخې ستاسو له تورو څاڅي.

له هغې بُهتان او دروغو چې په خدای پورې مو وتړل او هغه دوکه او مکر چې مو وکړ له هغې ستاسو سترګې ورښانه او زړونه مو پرې خوشحال دي خو پوه شئ چې خدای ډېر ښه مکر کوونکے او د دوکې بدله ورکوونکے دے. تاسو زمونږ د وينو په تويولو او زمونږ د مالونو په لوټلو خوشحاليږئ مه ځکه چې دا مصيبتونه له دې وړاندې د خدای په کتاب کښې ليکلے شوي او مونږ ته اسان دي. اے د کوفې خلکو! خدای دې تاسو هلاک کړي د خدای د لعنت او عذاب په انتظارکښې اوسئ چې ډېر زر به په تاسو باندې  له اسمانه په وار وار نازل شي تاسو به ستاسو د کردو په سبب عذاب کړي او ځينې به په ځينو اخته کړي او له تاسو به انتقام واخلي. بيا به د هغه ظلمونو په بدل کښې چې په مونږ مو کړي دي د دوزخ په عذاب کښې هميشه پراته وئ… تاسو ته پته ده چې په کومو لاسونو مو په مونږ تورې نيزې ورولي دي او مونږ سره جنګيدلي يئ او په کومو پخو مونږ سره جنګ ته راوتلي يئ؟

قسم په خدای ستاسو زړونه له کينې ډک دي ستاسو ځيګرونه سخت او سخا شوي دي ستاسو سينې له علمه بې نصيبه پاتې دي او ستاسو سترګې او غوږونه له کاره پريوتي دي. اے د کوفې خلکو! تاسو شيطان دوکه کړئ او له سمې لارې يې داسې وغړولئ چې بيا به هيڅکله هدايت نه شئ.

اے د کوفې خلکو خدای دې تاسو هلاک کړي تاسو ته پته ده چې ستاسو په غاړه د خدای د رسول د وينې کوم لوی پور دے او له تاسو به يې غواړي؟

او همدارنګ هغه دښمنۍ چې د هغه ورور علی (ع) او د هغه کورنۍ او بچيو سره مو وکړې او په تاسو کښې ځينو په دې خبره فخر وکړ او وايي مونږ علی(ع) په هندستانۍ تورو نيزو ووژل او د هغه کورنۍ مو لکه د ترکو بنديوانه کړه او د هغوي سرونه مو په نيزو اوچت کړل. خاورې مو په خلې شه اے هغه کسانو چې تاسو د هغه چا په وژلو فخر کوئ چې خدای خپل له ټولو ښه بندګان ګرځولي دي او له هرې ګناه يې پاک کړي دي. اے پليته! خُله دې واخله او سپي په شان په ځای کينه، لکه څنګه چې دې پلار کښيناسته، د هر يو کس لپاره يو کار وي چې کوي يې او له ځانه وړاندې يې ليږي. وای وي په تاسو ايا تاسو مونږ سره په هغه څه کښې چې خدای ورسره مونږ په تاسو لوړاوې راکړے دے مونږ سره حسد کوئ. زمونږ څه ګناه ده چې که خدای زمونږ د علم ډک کړے دے او ستاسو د علم درياب دومره کم دے چې پکښې خپل لانديني ځناور هم نه پټيږي. د خدای پاک په مونږ فضل دے او خدای چې هر چاته وغواړي ورکوي او څوک چې خدای له خپله نوره بې برخې کړي هغه به هميشه په تيرو کښې وي.

د امام حسين عليه السلام لور بي بي فاطـمه يو ايمانداره، پاکه، حياداره، ميړنۍ او مينه لرونکے ښځه وه او ډېرې کمې ښځې د هغې حد ته رسيدې. د فاطمې بي بي عبادت او بندګۍ سره دومره مينه وه چې د هغې پلار د هغې په هکله فرمايي: “لور مې فاطمه، په دين کښې داسې ده چې شپه په عبادت تېروي او د ورځې روژه نيسي”. هغې تل له امامت او ولايته دفاع وکړه. فاطمه بي بي به خپل پلار ته د يو پيشوا او د مسلمانانو د لارښود په سترګه کتل د هغې فرمان به يې واجب او نهي به يې لازمه ګڼله. د کربلا په پيښه کښې هغه خپل پلار سره او خپلې ترور بي بي زينب سره اوږه په اوږه په ټولو غمونو کښې ولاړه وه.

فاطمه بي بي له هغې ښځو څخه وه چې خپلو ګرمو خبرو سره يې د عاشورا پيغام يې نړيوالو ته ورساوۀ او په دې لاره کښې يې يزيد او د هغه ملګري ذليل او شرمنده کړل. بي بي فاطمه تر اخري عمره پورې د پلار سيد الشهداء په غم کښې غمجنه وه تر دې چې وفات شوه.

 

پيژنګلوي

نامه: فاطمه

کنيت: ام عبدالله

د مور نامه: ام اسحاق

د خاوند نامه: حسن مثنی

د وفات کال: 117 هجري