راز داره

راز داره: د امام حسن لور فاطمه بي بي (سلام الله عليها)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

حسينی قافله ورو ورو له وچو بيابانو نو بيريده . حضرت اباعبدالله الحسين له کاروانه وړاندې روان و او هغوي ته مخکښې ډير سخته لار پرته وه ښځو او بچو پکښې له ټولو زياتې سختۍ زغملےخو بيا يې هم صبر کاوه او څه ګيله يې نه لرله. خو امام حسين(ع) د دې لپاره چې ذليل نه شي يزيد سره يې بيعت ونه کړ او د شپې له مدينې وواته . او کوم چې حسيني وو هغوي وويل: مونږ خپل پيشوا او امام يوازې نه پريږدو او د هغه پيروي کوو.

حضرت علی ابن الحسين زين العابدين هم سره د خپلے وفاداری ښځې د امام حسن لور فاطمه او خپل وړوکی زوي امام باقر عليه السلام سره امام حسين(ع)  سره روان وو. هغوي امام يوازې نه شو پريښودےهغوي غوښتل چې په ټولو سختيو او مشکلاتو کښې د هغه مرستيال او غمخوروي.

بي بي فاطمه خپل ترۀ امام حسين(ع) سره ډيره مينه لرله او په ولايت او تقویٰ کښې ډيرې کمې ښځې د هغې مقام به رسيدے.

فاطمه خپل وړوکي زوي امام باقر عليه السلام سره په کجاوې کښې تږی وه کله کله به يې پرده اوچته کړه او ګير چاپير به يې کتل.

هغې خپل ترۀ عباس عليه السلام سره هم ډيره مينه لرله او په لارې کښې به چې کله تږی کيدل نو هغه حضرت ته به يې غږ کاوه چې اوبه ورله راوړي. څومره چې ورځې تيريدےد کوفې سياسي او ټولينز حالات نور هم خرابيدل او امام حسين(ع) او د هغه اهلبيتونه نوره هم ګرانيده . بي بي فاطمه کتل چې کوفيان په دغه سختو حالاتو کښې د امام له مرستې لاس اخلي او يزيد يانو سره ملګري کيږي. هغې به  امام حسين(ع) استازو د شهادت خبر اوريدۀ او د امام حسين(ع) په تنهايې اوبې وطنۍ به نوره هم پوهيده، د امام حسن(ع) لور فاطمې د اميرالمومنين علی عليه السلام په شان نيکه او د امام حسيين(ع) او عباس په شان ترونه د امام سجاد په شان خاوند او د امام باقر (ع) غوندې زوے يې لاره . په پاکۍ تقوا او حيا کښې ډيرې کمې ښځې د هغې مقام به رسيدے.د هغې د نيکه له وفاته وروسته د هغی مشروالي امام حسن(ع) کوله او د هغه له شهادته وروسته امام حسين (ع) او بيا زين العابدين د هغې مشري په خپلې ذمې واخسته.اخر له ډيرو ورځو تيريدو او ډيره لاره تللونه پس حسينی قافله کربلا ته ورسيده هغه وخت امام حسين(ع) خپلو ملګرو او دوستانو ته وفرمايل: هم دلته کوزيږو دلته زمونږ داوښانو دويدۀ کيدو او زمونږ د وينو د تويدو ځای دےـ

د امام پهحکم ټول کاروان له سورليوکوز شو او په هغه سوزيدلے بيابان کښې يې خيمې ولګولے . بي بي فاطمه هم خپل ګران زوي امام باقر(ع) سره د ښځوپهخيمې کښې وه او د ډير ترخو پيښو په انتظار شوه هغې بي بي سره به تل دخپل پيشوا اوامام فکر و او څومره چې ورسرهد امام خيال و دومره ورسره دخپل ځان غم نه و بي بي فاطمه (س) غوښتل چې په ټولو ترخو پيښو اوتکليفونوکښې امام حسين (ع) سره وي او هرڅومره چې کيدې شي هغه سره مرستهوکړي. کله چې به امام زين العابدين(ع) د هپلې ښځې امام حسين به دومره پام لرنه او معفت ليدۀ نو د زړه نه به خوشحاليده او په داسې نعمت او ګران بيه ملغلرے به يې د خدای شکر اوباسه.د عاشورا په ورځ کله چې د دواړو فوځونو تر مينځ سخت جنګ وشو او د امام حسين(ع) ډير خپلوان او ملګري شهيدان شو. هغې هغه وخت په خپلو سترګو د خپلې زمامې د امامتنده او تنهايي ليده او ژړل يې. فاطمه بي بي دښځو له خيمې د امام حسين(ع) دفاع ليده او د هغه لپاره يې دعا کوله هغوي ته دا اجازت نه و چې له خپلې خيمې بهر راوځی ځکه چې د امام حسين(ع) په غيرت کښې دا نه ځاييده چې ښځې دې ميدان ته راوځي. دهغې بي بي زړه غوښتل چې نيزه په لاس راواخلي او له امامت اوولايتهدفاع وکړي او خپل ځان دامام په لار کښې قربان کړي، خو دا کار يې نه شو کولےـ

د امام سجاد(ع) ښځه بي بي فاطمه د غم او بلا په هغه ځکمه کښې دډيرو لويو مصيبتونو ليدونکې وه خو د بي بي زينب کبریٰ په شان يې صبر کاوۀ او ژړا يې کوله . له دې وروسته چې حضرت اباعبدالله الحسين(ع) په ظلم سره شهيد شو نو دښمنانو دماشومانو اوښځو په خيمو حمله وکړه او ټول يې بنديان کړل چې پکښې بي بي فاطمه سره د خپل زوي امام باقر(ع) اوسره دخپل ناروغه خاوند امام سجاد(ع) هم د يزيد يانو په لاس بنديوانه شوه.

بي بي فاطمه چې خپل تره امام حسين(ع) په غم کښې غمجنه وه بنديوانه شو او په داسې حال کښې چې خپل ناروغه خاوند يې په ځنځيرونو کښې ليدۀ بي بي زينب کبریٰ سره يې اوږه په اوږه صبر کاوه.

د عاشورا په تاريخ کښې د هغې پاکې بي بي نوم ليکلے شوے دے هغه د تاريخ له لويو ببيانو څخه ګڼل کيږي.حضرت امام باقر(ع) دخپلې مور بي بي په هکله فرمايي: مور مې د يو ديوال په خوا کښې ناستهوه ناڅاپه ديوال چود شو او ډير خطرناک اواز تر غوږ شو . هغې خپل لاس اشره وکړه او ويې فرمايل: د حضرت محمد مصطفیٰ (ص) په خاطر خدای دې تا ته د غورځيدو اجازت درنه کړي. نو ديوال په هوا کښې ودريده بيا مې مور اخواه شوه او اجازت يې ورکړه نو ديوال راوغورځيدۀ . حضرت امام جعفر صادق(ع) هم د دې بي بي په هکله فرمايي: ” فاطمه بنت الحسن له پرهيزګارو اونيکو ښخو څخه وه اوخدای نيکانو سره مينه لري”بي بي فاطمه (س) د رازونو ساتونکے، پاکه ازاده او صبرناکه بي بي اويوه بيلګه مور وه.

 

پيژنګلوي

نامه: فاطمه

لقب: صديقه، تقيه، محسنه

د مور نامه: ام اسحاق

کنيت: ام عبدالله (د يو قول مطابق ام الحسن)

عمر: 57کاله

د دفن ځای: مدينه