شهزادګۍ بي بي

شهزادګۍ بي بي: د امام سجاد(ع) مور بي بي شهربانو (س)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

پلار يې يزدګرد د ايران باچا و د دربار ادب او رسمونو يې زده و خو هيڅکله په ګناه نه وه ککړه شوې. در باريانو ته هم پته وه چې شهربانو بي بي يوه پاکه ،نيکه  او حياداره ښځه وه له همدې سببه د هغې ډير عزت او احترام و يزد ګرد هم په لور ډير فخر کاؤه او هغې سره يې ډيره  مينه  کوله.

بي بي شهربانو يوه داسې شاهزادګۍ وه چې ټولوبه د هغې د مقام ارمان کاوه.څه وخت پس د ايران د دريم يزد ګرد باچا په حکم د اسلام او ايرانيانو تر مينځ يو لوی جنګ وشو په دې جنګ کښې مسلمانان بريالي شو اوايرانيانو ته ډير لوی تاوان ورسيد او اخر دا چې د ساسانيانو اخرني باچا ماتې وخوړه اووتښتيد. مسلمانانو سره د دې چې ډير غنيمتونه يې تر لاسه کړي وو باچاهي کورنۍ يی هم په بند کښې بوتله اوپه خوشحالۍ مدينې ته واپس شو د مدينې جينکۍ چې د شهربانو له راتللوخبر شوې وې د ښار له هر اړخه  هلته راغونډې شوې چې هغه ايرانۍ بي بي له نزدې وويني. مدينه له هغې خلکوډکه وه چې د يزدګرد باچا د لور ليدلولپاره راغليوو. خود بند په هغه وخت هنچا د هغې بي بي مخ ونه ليد. که څه هم هغه يوه بندي وه خو د هغې درناوې او احترام پر ټولوڅرګند و. د هغې بي بي ډير ادب او درناوي چاته دا اجازت نه ورکاوۀ چې هغې سره د زر خريدو وينځو غوندې خبرې وکړي. د حضرت امير المؤمنين شهربانو بي بي ته پام و نو هغې ته يې وفرمايل: ستا نامه څه ده ؟ شهزادګۍ ورته وويل: “جهان شاه.”علی(ع) وفرمايل: بلکې ستا نامه دې شهربانو وي. بيايی امام حسين (ع) ته وفرمايل: له دې جينۍ به ستا لپاره د نړۍ له ټولوښه کس پيدا کيږي. بيا درې واړه د کور په لور روان شول.

ايرانۍ شهزارګۍ امامحسين (ع)  سره وينځه شوه اود هغه ښځه شوه او د ژوند ورځې شپې يې ورسره ډيري په خوشحالۍ تيرولے هغه بل د امام حسين(ع) حکم منلو تهتياره وه هيڅ کله به يې د هغه حضرت په خلاف خبرهنه کوله.

څه وخت پس د بي بي شهربانوله امام حسين(ع) څخه يو زوے وشو چې دا زوےد امامحسين(ع) ځای ناستې او د پيغمبر(ص) نمسې و کله بي بي دا ماشوم په خيټه و نو بي بي شهربانو به د خدای پاک د دې امانت ډير خيال ساته د شپې به يې د خدای عبادت کاوه اوورځې به يې د خدای په ياد کښې تيرولےـ تر دې چې هغه وخت راورسيد چې دا ماشوم دنيا ته راغے دا ماشوم د امامت او ولايت د اسمان څلورم ستورې حضرت علی بن الحسين امام سجاد(ع) و.

چې څنګه امام سجاد (ع) دنيا ته راغے په هماغه وخت د هغه مور بي بي شهربانو له دنيا لاړه او امام حسين(ع) يوه ډير مهربانه ښځه له لاسه ورکړه .

چا دا فکر هم نه کاوه چې يوه ورځ به د يزد ګرد لور د امام حسين (ع) ښځه شي خو اوس هغه د بي بي زهراء اينګور اود د علی(ع) زړه ته نزدې وه .شهربانو بي بي دې  واده سره لوي شرافت او بزرګواری ته ورسيده   او قدريې زيات شو.د معصومينو(ع) نهه کسان د امام حسين(ع) له نسله دي  او که د امام حسين(ع) دا وادۀ نه وو نو دا امامان به هم نه وو ايرانۍ شهزادګۍ هغه يوازينۍ ښځه وه چې داسې مرغلله پکښې وروزل شوه.بي بي شهربانو د خدای خوښه کړ ےشوےبي بي وه چې د امامت سلسله د هغې له نسله وه د نړۍ په ښځو کښېډيرې کمې داسې ښځې شته چې په پاکۍ او پرهيزګارۍ کښې د هغې مقام ته رسي د هغی بي بي د مقام په هکله همدا بس ده چې د امام حسين (ع) غوندې خاوند او ا مام سجاد(ع) غوندې زوے يې لرل.

 

پيژنګلوي

نامه: شهربانو

لقب: شاه زنان

د وفات تاريخ: د شپږ ديرشم هجري کال د جمادی الثاني د مياشتې پينځلسمه نيټه