حضرت ابوالفضل العَبّاس (عليه السلام)

حضرت ابوالفضل العَبّاس (عليه السلام)

 

زوکړه:

عباس بن على بن ابى طالب (عليهم السلام) کنيت يې ابوالفضل او مور يې فاطمه کلابيه کنيت يې ام البنين ؤ. په 26هجري کال کې وزيږيداو هغه ته قمر بنی هاشم، سقا او صاحب لواء الحسين لقبونه ورکړی شوي دي.

ژوند:

په مقاتلو (هغه کتابونه چې د حسين عليه السلام  د شهادت د پيښې په حقله ليکلي شوي دي) کې ليکلي دي: عباس (عليه السلام) لوړ او دنګ سړی ؤ او چې کله به په دنګو اسونو سور ؤ نو پښې به په زمکه راکښيدې. امام صادق(ع) فرمايي چې هغه يو بصيرت او ځرتيا لرونکې، ښه عقل لرونکې او پوخ ايمان لرونکې سړی ؤ، هغوي يو داسې شخصيت درلود چې د کربلا په پيښې کې دښمنانو د هغه شخصيت د امام حسين عليه السلام د لښکر يو لويه او مضبوطه ستن ګڼله. له همدې کبله يې غوښتو چې په مختلفو طريقو او لارو هغه د امام نه جلا کړي لکه د ابن زياد له اړخه د عبدالله بن حزام په لاس د امان نامې راوړل د دې لپاره چې ځان ته يې نږدې کړي، او لکه يو ځل شمر بن ذي الجوشن دهغوي د خپلوې له وجې هغه ته اواز وکړ: ای زما د خور اولاده! عباس او د هغه وروڼو چرته يئ؟ خو عباس (عليه السلام) ډير پوه کس ؤ او د دې اوازونو يې هيڅ ځواب ورنه کړ. حضرت ابوالفضل چې له خپل ورور امام حسين عليه السلام  سره په کربلا کې موجود ؤ په دغه اتو ورځو کې يې څو ارزښناک کارونه په ذمه درلودل هغه کارونه چې د امام حسين عليه السلام د اهلبيتو امنيت او ارامښت سره يې اړه لرله لکه د خيمو ساتنه، او څوکۍ او د ابو راوړل د محاصرې په ورځو کې او د ابو د بنديدو په ورځو کې چې له اووم محرم الحرام نه شورو شول.کله چې د امام حسين عليه السلام  د کورنۍ تنده زياته شوه ابوالفضل العباس په خپلې فداکارۍ سره، سره له ديرشو سورو د ابو ديرش مشکونه د تږو لپاره خيمو ته راورسول. مرحوم شيخ مفيدوايي د نهم محرم په ماځيګر عمر سعد يو ځلې خپل لښکر چمتو کړ او د جنګ اعلان يې وکړ او د امام حسين عليه السلام خيمو سره په صف کې ودريدل په داسې حال کې ابوالفضل العباس د خپلې خيمې مخې ته ناست توره يې په غيږ کې ايخې وه او له ډيری ستړې له وجې اوده شوی ؤ چې د لښکر او اسونو اوازونه يې د ګرانې خور بي بي زينب (س) تر غوږ شو، ورور يې راويښ کړ، عباس (عليه السلام) سر اوچت کړ او وې فرمايل: “اوس مې پيغمبر(ص) په خوب کې وليد چې وې فرمايل: اې حسينه (ع)! مونږ ستا په انتظار يو”. بي بي زينب (س) چې دا خبره واوريده نو مخ يې ووهلو او وې ويل: ای وای! هغه حضرت بي بي ته ډاډ ورکړ او خاموشه يې کړه او بيا بي بي وويل: ای عباسه! سور شه او دوي ته ورشه او وې پوښته چې څه غواړي؟ حضرت ابوالفضل له شلو سورو سره د هغوي اړخ ته لاړ او پوښتنه يې ترې وکړه، هغوي وويل چې زمونږ امير(مشر) دا حکم کړې چې يا تسليم شئ او يا جنګ ته چمتو شئ. عباس (عليه السلام) خپل ورور ته خبر ورسوۀ. امام وفرمايل: “دوي ته ووايه چې مونږ ته د نن شپې مهلت راکړي چې لمونځ، او د قران تلاوت وکړو او سبا ته به تيار يو. عباس (عليه السلام)  د خپل ورور پيغام هغوي ته ورسوۀ او هغوي ومنله. عباس (عليه السلام) د امام په يارانو کې اخري کس ؤ چې شهيد شو او دا د وفادارۍ او همدړدۍ يوه لويه نخښه ده، تر دې چې خپل وروڼه يې هم له ځانه مخکښې ميدان ته واستول چې پخپله اخري کس وي چې د امام حسين عليه السلام په خوا کې پاتې شي. په مقاتلو کې راغلي دي چې کله د امام حسين عليه السلام  او د هغه د اهلبيتو(عليهم السلام) تنده زياته شوه نو عباس علمدار له وروره وغوښتل چې د جنګ اجازت ورکړي خو امام ورته وفرمايل: ته زما بيرغيال (پرچمدار) يې، خو لاړ شه او د اهلبيتو(عليهم السلام) لپاره اوبۀ راوړه، عباس (عليه السلام)  د فراط په لور روان شو او له دې وجې چې لښکروالو هغه ښه پيژندلو نو لاره ورته پريښوده هغه حضرت چې کله ابو ته ورسيدۀ او غوښتلو يې چې اوبه وڅخي نو د ورور تنده يې راياده شوه اوبه يې توې کړې او مشک يې ډک کړو او د ونو له لارې خيمو ته روان شو، هر يو کس چې به هغه ته نږدې کيدۀ قتليدۀ به. تر دې چې د زيد بن ورقاء او حکيم بن طفيل په لاسو (په هغه تفصيل سره چې په مقاتلو کې ليکلي دي) شهيد شو. وايي چې يوه ورځ امام سجاد (عليه السلام)  عبيدالله بن عباس د ابوالفضل زوي  ته وکتل او له سترګو مبارکو نه يې اوښې روانې شوې او بيا يې وفرمايل: له احد ورځې نه يوه ورځ هم د پيغمبر(ص) لپاره سخته نه وه چې د حمزه اسدالله و اسد رسوله غوندې ترۀ يې له لاسه ورکړ او له هغې وروسته د موته د جنګ ورځه چې د ترۀ زوې جعفر يې له لاسه ورکړ، خو د حسين عليه السلام  د ورځې په شان يوه ورځ هم نه وه چې ديرش زره کسانو هغوي محاصره کړل او ځانونه يې مسلمانان ګڼل او غوښتل يې چې د امام په قتل سره ځانونه خداي ته نږدې کړي په داسې حال کې چې امام به هغوي ته خداي وريادولو او هغوي ته به يې نصيحت کولو خو څه ګټه يې ونه کړه او اخر کې يې هغه په ظلم سره شهيد کړ”. بيا يې وفرمايل: “خداي دې زما ترۀ عباس (عليه السلام)  وبخښي چې دين يې په خپل ځان غوره کړ او ډير عجيبه ازموينه يې ورکړه او ځان يې له وروره فدا کړ. تر دې چې لاسونه يې پرې شول او خداي د هغې لاسونو په ځاي هغه ته دوه وزر ورکړل چې له ملائيکو سره سم په جنت کې الوزي لکه د جعفر او عباس په شان يې د خداي په نږد داسې لوړ مقام دی چې ټول شهيدان ورته ځايريږي.

شهادت:

د 61هجري کال د محرم الحرام د مياشتې لسمه نيټه شهيد شو او د شهادت په وخت د يې عمر 34 کاله ؤ.