د بريښنا اواز

د بريښنا اواز: ابو دجانه انصاري (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

له مکې نه بهر په احد نومې ځای کښې د اسلام او د دښمن سپايان يو بل سره جنګ ته تيار وو او دواړو لښکرو ځان د يو سخت او نيغ په نيغه جنګ  لپاره تيار وۀ د مکې کافرانو او مشرکانو چې د بدر په جنګ  کښې سخته ماتے خوړلې وه او ډير کسان ترې وژل شوي وو د انتقام لپاره او د مسلمانانو د ختمولو لپاره راغلي وو.

کوم مشرکان چې د احد جنګ ته راغلي وو ډير پکښې داسې وو چې د هغوي يو يا دوه تنه د بدر په جنګ کښې مړه شوي وو او هغوي د انتقام نه بغير بل څه فکر نه کاوۀ.

مسلمانان هم د بدر له جنګه زياتې تيارۍ سره راغلي وو هغوي هم غوښتل چې د مکې د مشرکانو مشران او د هغوي لارويان اوملګري ختم کړي. په مسلمانانو سپايانو کښې يو مؤمن اوميړنۍ کس و چې نوم يې “ابودجانه انصاری” و هغه يو ديندارې، تقوادار اوميړنې کس و چې د خدای د رسول له ډيرو ښو يارانو څخه ګڼل کيدۀ پيغمبر(ص) هم هغه سره زياته مينه لرله اود هغه له توانه ښه خبر و. ابودجانه ته به چې کوم کار وسپارلے شو هغه به يې په ډيره ښه طرقه سر ته رساوۀ اوتل پهسپارل شوي کارونو کښې بريالےو.

د احد په ميدان کښې له جنګ شورو کيدو وړاندې، پيغمبر(ص) چې د مسلمانانو د جنګ کوماندان و، خپله توره يې له تيکے راوباسله اود سر لپاسه يې ونيوله او خپلو يارانواو اصحابوته يې وفرمايل:په تاسوکښې څوک داسې شته جې د دې تورې حق ادا کړي؟ ډيرو مسلمانانو وويل؛ اے د خدای رسوله مونږ ستا د تورې حق ادا کولے شو.

دغه وخت ابودجانه له خپله ځايه پاڅيدۀ اوپيغمبر(ص) ته يې ويل: اے د خدای رسوله د دې تورې حق څه دے؟ پيغمبر(ص) وفرمايل: د دې تورې حق دا دے ځې تر څو کږه نه وي شوے نوورسره کفران له تيغه تير کړي. ابودجانه وويل “اے د خدای رسوله! په خدای توکل! زه ددې تورې حق ادا کولے شم.” بيا پيغمبر(ص) خپله توره ابودجانه انصاري ته ورکړه اوهغه يې له خپلو ټولو کسانو لايق او طاقتور وګاڼه. ابودجانه په سر باندې سره کپړا تړلے وه د هغه حضرت(ص) توره يې په لاس کښې ونيوله په آس سپور شو اوځان يې جنګ ته بيار کړ هغه ډير غرور سره د دښمنان طرف ته روان و او ځان ته غره و اوخپله توره يې په هوا کښې تاوهله. تردې وخته پورې په مسلمانانو کښې چاابودجانه دومره مغرور او متګبر نه و ليدلے.

پيغمبر(ص) وفرمايل: د بې دينو او مشرکانو په وړاندې دا کار څه بد کار نه دےخوله دې نه پرته خدای غرور او تکبر نه خوښوي. د جنګ شورو کيدو سره ابودجانه څو څو ځله په دښمن حمله وکړه او ځان يې د دښمن مينځ ته ورسول. هغه د پيغمبر(ص) تورې سره مشرکان يو بل پسې جهنم ته ليږل او وويل به يې:زۀ هغه کس يم چې د غره8 په لمنه او باغ کښې د خدﻻای رسول ماسره تړون کړے دے چې د بند کښې ژوند ونه کړم او خپلې تورې سره دښمنان ختم کړم.

جنګ احد لاشوروو تر دې چې د مسلمانانو د يو ټولي سستۍ او د پيغمبر(ص) د حکم نه منلو په سبب ناڅاپه کافران په  مسلمانانو بريالي شول او د اسلام ډير سپايان شهيدان شول دغه وخت د دښمنانو يو ټولے د پيغمبر(ص) د وژلو په نيت هغه ته نزدے شو چې د حضرت علی(ع) او د ابودجانه د ولاړتيا اوميړنتوب په سبب هغوي په خپله نقشه کښې کامياب نه شول. دغه وخت ابودجانه دپتنګ په شان دپيغمبر(ص) نه تاويدۀ او له پيغمبره يې دفاع کوله په داسې حال کښې چې نور مسلمانان له جنګه تښتيدلي وو. ورو ورو جنګ سختيده خو هغه ددو جنګ کوونکيو له جنګ لاس ونه خيست اوله پيغمبره يې دفاع کوله.

د احد په جنګ کښې کله چې پيغمبر(ص) د ځينۍ مسلمانانو تيښته وليده نو ابودجانه ته يې مخ کړاو ويې فرمايل: دخپل قوم کسان دېنه وينې چې څنګه تښتي؟

ابودجانه وويل: هو!وينم يې. پيغمبر(ص) وفرمايل: ته هم هغوي سره شه، ولې هغوي سره نه ځې؟ ابودجانه وويل: اے د خدای رسوله! ما تا سره په دې بنياد بيعت نه دے کړے چې تا يوازې پريږدم” پيغمبر(ص) وفرمايل: ته ازاديې تلے شې. ابودجانه وويل: قسم په خدی! داسې کار به ونه کړم چې قريش ووايې ته مې پريښودې اووتښتيدم. زۀ به هيڅ کله له تا جدا نه شم تر دې چې څه تا ته درپيښ شي هغه ماته هم راپيښ شي.د خدای رسول چې کله د ابودجانه په خبرو او کړو وړو کښې د هغه اخلاص او وفاداري وليده نو ويې فرمايل: خدای تاته نيکه بدله درکړه. اخر د امام علی(ع) او ابودجانه ميړنتوب سره د احدجنګ پای ته ورسيد. ابودجانه د خدای په هغه ازميښت کښې بريالے شو او خپله وفاداري او ايمان يې ثابت کړ که څه هم د هغه په بدن د احدد جنګ ډير زخمونه پاتي شوي وو خو څه ارمان او افسوس يې په زړه نه وپاتے او د خدای رسول په وړاندې شرمنده نه و.

د مسلمانيدلولپاره يوازی بيعت کول او شهادتين (کلمه) ويل کافي نه دي بلکې د خپلې عقيدې په لار کښې له ځانه تيريدل د اسلام ددين له لوړو مقصدونو څه دي. په جنګونو کښې حقيقي مومنان له نور وپيژندے شول.

ابو دجانه انصاري له هغې مسلمانانو څخه و چې د خپلوپاکو عقيدواو ارمانونولپاره تل له خپله ماله تيريده او د ملامتوونکيو له ملامتيا نه ويريده او نه به خپه کيدۀ. هغه په ډيرو جنګونو کښې ښه په نره وجنګيد اوپه ډير فخر به يې د خپلې عقيدې او ايمان دفاع او خفاظت کاوۀ اوڅوڅو ځله په ازميښتونو کښې بريالے شوے و او هر ځل به له تير ځله ښه کامياب و. اخر ابودجانه انصاري د ” يمامه” په جنګ کښې د دښمنانو په لاس شهيد شو.

پيژنګلوي:

نامه: سمّاک

کنيت: ابودجانه

د پلار نامه: خرَشمه

د شهادت کال: په يمامه جنګ کښې، دويم هجري کال