د ابراهيم په رنګ

د ابراهيم په رنګ: حضرت عمار ياسر (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د مکې مشرکان د يو داسې کندې په غاړه راټول شوي وو چې له خشاکه اوسکارو ډک و. هغوي د ليونو په شان چغې وهلے اواوازونه يې کول ورو ورو د تماشا کوونکيو شمير زياتيده د ښار بت پرستانو د يو کس د وژلود تماشې لپاره ځان د دغې کندې خوا ته رسول.

د پيغمبر(ص) د بعثته لږه موده تيره شوې وه او د جاهليت بدعاتونه لا تر اوسه باقی وو د ښار په هرخوا کښې د کفر او شرک نښانی په نظر راتلے او په هغه تورو تيرو کښې هيچا دا حق نه لره چې د مشرکانو د دين مخالفت وکړی خو د خدای دسول(ص) اود هغه ملګرواود لارويانوتل د مشرکانو د لاس جوړ کړي دين مخالفت کاوه د خدای پيغام يوازې  ؤ چې اے خلکود بی روحه بتانوله عبادته منعې شئ او يواز د يوخدای عبادت کوئ. خو مکې کافران د دې خبرو منلو ته تيار نه وو او د يو ساعت لپاره هم د کاڼي اولرګو بتانو عبادت نه پريښود.

کله چې تماشه کوونکي زيات شول نو د کافرانو مشرانو څخه يوناڅاپه غږ وکړ عمار راولئ دغې غږ سره ټول شور غلے شو.

ځينې مشرکانو يو زندانی سړے نيول و او د خلکو په مينځ کښې راتير شول او هغې کندې ته راورسيدل. دا عمارؤ. رڼې سترګی او لوړه ځواني يې لرله د رسولالله(ص) له اصحابو ګڼل کيده . مشرکانو دهغه مور پلار د مسلمانې په جرم کښې ازار کړي او وژلي يې وو. د هغه په بدن د ازار داغونه څرګند وو د عمار لاسونه او پښې يې په ځنځير تړلي وو. هغه د مسلمانيدو او د پيغمبر(ص) د ملګرتيا په سبب سوزولو ته روان  کړے شوے و مشرکانو غوښتل چې د ظلم په دې کار سره نور خلک هم وويروي چې بيا څوک د پيغمبر(ص) د ملګرتيا فکر هم ونه کړي. عمار يو داسې کس و چې پوخ ايمان او نوراني زړه يې لرۀ هغه د ظالمانو په وړاندې ودريدۀ هغه په خپله عقيده او ايمان هيڅ کله پښيمان نه و او خپله کاميابي يې په دې کښې ليده. مومنانو د خدای رسول ته خبر ورکړ چې مشرکان غواړې عمار په اور کښې وسوزوي. پيغمبر(ص) د دې خبرې په اوريدو سره ډير خپه اود غصه و بې ځنډه له خپله ځايه پاڅيد او د موقع ځای ته روان شو. کله چې پيغمبر(ص) هلته ورسيد، نور ټول خلک هغه حضرت ته په تماشه شو کله چې مشرکانو هغه حضرت(ص) وليد نو اراده يې وکړه عمار د پيغمبر(ص) د سترګو په وړاندې وسوزوي هغوي خشاک ته اور ورکړ کله چې اور ښه سور شو نو مشرکانو هغه د پښو لاسو ونيوه او اور ته يې واچوه. پيغمبر(ص) د عمار او د هغه د کورنۍ نه خبرو چې د مشرکانو په وړاند څنګه مزبوت ولاړوو د هغوی د ايمان او تقوی ورته پته وه نو زړه يې نه غوښتل چې خپل د ټولو نه د وفادار مومن مړيدل وويني.

له همدی سببه يې خپل لاسونه اسمان ته اوڅت کړل او خدای پاک ته يې دعا وکړه: اے پروردګاره! لکه څنګه چې دې ابراهيم(ع) ته دنمروديانو له اوره نجات ورکړ عمار هم د اور د شغلو وساته او اور هغه ته سوړ او سلامت کړه.

دغه وخت بخښونکي او مهربان خدای د خپل پيغمبر دعا قبوله کړه او ګرم او سوزوونکے اور د عمار لپاره سوړ شو په داسې حال کښې چې لمبويې ټول بدن نيولے و خو هغه لږ غوندې تکليف هم ونه رسيد او د ابراهيم په شان په اور کښې ولاړ و او نه سوزيده او د اور په سرو لمبو کښې يې د پيغمبر(ص) پاک وجود ته يې کتل او خانديده.

کله چې بت پرستو او مسرکانو د خدای د رسول دا ژوندۍ معجزه په خپلو سترګو وليده نو په ځای د دې چې په خدای او د هغه په رسول ايمان راوړي هغوي سره يې کينه نوره هم زياته شوه خو خدای پاک هغه وخت د کافرانو نقشه خرابه کړه او د پيغمبر(ص) خبرې او ايمان يې هر چا ته صحيح څرګند کړ. بيا عمار د پيغمبر(ص) غيږ ته راغے او بيا هيڅ يو طاقت هغه د صبر غر په بند کښې بندی نه کړے شو.عمار ياسر چې د پيغمبر(ص) او د اميرالمؤمنين(ع) په لاس روزل شوے و تل به يې له اسلام او د محمد(ص) له دينه دفاع کوله او ګمراهو خلکو ته به يې حقيقت بيانوۀ او د نيکمرغۍ اود رښتوني لار به يې ورته ښودله، تر دې حده چې پيغمبر(ص) د هغه په هکله وفرمايل: عمار په حقه د، او حق عمار سره دي. عمار ياسر هميش د پيغمبر(ص) او د علی(ع) حکم ته تسليم و هيڅ کله يې هغوي سره مخالفت ونه کړ او له ځانه يې څه سختی ونه ښودله او له هغه لومړيو مؤمنانو څخه ؤ چې بې د کافرانو له ويرې يې خپل ايمان او عقيده څرګنده کړه او د علی(ع) په ولايت او د اهلبيتو(ع) په مينه به يې فخر کاوۀ او د ولايت په دفاع کښې به يې توره وهله او له ځانه به تيريدۀ.

اخر دا چې په اووه ديرشم هجری کال کښې د صفين په جنګ کښې دا د اسلام حقيقی سپاهی د معاويه د فوځيانو په لاس شهيد شو او روحيې اسمانونو ته والوته.

 

پيژنګلوي:

نامه: عمار

کنيت: ابواليقظان

د شهادت کال: 37هجري کال

عمر: 94کاله

د شهادت ځای: د صفين سيمه