د وحی خپريدا

د وحی خپريدا: حضرت عبدالله بن مسعود(رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

هغه وچ او لنډ و خو ارام او نورانی مخ يې لارۀ او د پيغمبر(ص) له نزديو خپلوانو ګڼل کيده. د خپلو مومنانو وروڼو د ليدلو لپاره د مکې په کوڅو کښې ګرځيدۀ خو هر اړخ ته چې به يې کتل نو بتان به ورته ښکاريدل په خلکو کښې د بت پستۍ، شرک او پليتۍ رواج و او ټولې خبرې د قتل، غارت، شرک او شيطاني نقشو په هکله وې يوازې             هغه ځای چې پکښې د انسان زړه ته ارام ملاويده هغه د ملګرو قرانی محفل و هغه هغې ځای ته روان ؤ چرته به چې د پيغمبر(ص) ملګری په پټه کښيناستل  او د قران ايتونه به يې تلاوتول.

د ګناه په هغه تيرو کښې او په ککړه ټولنه کښې هغه يوازينې څيز چې زړه ورسره نوراني کيده هغه د قران تلاوت و. د پيغمبر(ص) اصحابو له يوې وړې کړکۍ په ټولو تللو راتللو نظر ساتۀ او د عبدالله بن مسعود لپاره پريشانه وو هغوي ويريدل چې هسې نه هغه ته څه پيښ شوي وي ځکه چې د مکې په ښار کښې د مسلمانانو لپاره هيڅ امن نه و. کله چې عبدالله خپلو ملګرو ته ورسيد نو هغوي ورته ډير په مينه په خير راغلے ووے. بيا د هرې ورځ په شان يو ځای کښيناستل او د قران په تلاوت اخته شول. د الله ايتونو روح او زړه ته ارام ورکاوه او هيڅوک به د پروردګار د ايتونو په تلاوت نه مړيدۀ هغوي چې کوم ايتونه حفظ کړي وو هغه به يې يو بل ته تلاوتول  د جاهليت په تيرو کښې خدای ته د نزدی کيدو لپاره دا له ټولو ښه لاره وه د ايتونو نور به د هغوي زړونه تازه کول او د هغوي پاک روح ته به يې ارام ورکاوه کله چې د قران ناسته پاي ته ورسيده له مومنانو څخه يو کس وويل: های افسوس! چې دا ايتونه د مشرکانو په مينځ کښې په اوچت اواز سره تلاوت کيدے شوے او د هغوي سخت او تياره زړونه هم له دې ايتونو خبر شوے وے. له مومنانو څخه يو بل کس وويل: دا څه اسانه خبره نه ده د هغې دښمنانو په شتون سره چې محمد(ص) يی لري دا ناممکنه خبره ده.

عبدالله بن مسعود وويل: بايد يو تن دا ټولې خطرې په ځان قبولے کړي که نه وي نو د هميشه لپاره به دا ايتونه د کور په ګټونو کښې لوستل کيږي. بايد يو کس په اوچت اواز دا ولولی او د دې خلکو غوږونو ته يې ورسوي. بيا عبدالله بن مسعود وويل: په خدای توکل زۀ دا کار کوم.

ملګرو ورته وويل: کيدے شي چې مشرکان د ايتونو په اوريدو سره غصه شي او مړ دې کړي. بايد هغه کس دا کار وکړي چې لويه او مشهوره قبيله لري چې خپلوان يې بدې ورځې ته پرې نه ږدي. ښاغلې عبدالله چې په خپلې ارادې کښې کلک و خپلو مسلمانو وروڼو ته وويل: زۀ بې له دې چې له مشرکانو وويريږم هغوي ته به ورځم او د هغوي په وړاندې به په اوچت اواز دا ايتونه تلاوتوم. سبا سهار عبدالله پاکو جامو سره او سنبال شوے د مسجد الحرام په لور روان شو. د نور کله په شان نن هم هر ځای کښې رش و او د مشرکانو مشران لکه د نورو ورځو راټول شوي وو او خبرې يې کولے، هغه د خدای په توکل سره داسې شورو وکړه.

بِسمِ اللهِ الرَحمنِ الرّحيم – الرّحمن- عَلَمَ القُرانُ- خَلَقَ الاِنسانَ- عَلّمَهُ البَيَانَ…

د يو ساعت لپاره ټول غلي شول د قران د خوږ غږ اوريدلو وروسته مشرکان لږ په فکر کښې شول او ځان سره يې وويل: دا خبرې چا کړي؟ عبدالله بن مسعود! هغه څه وويل؟ د هغې ځينې برخه يې تلاوت کړه څه چې محمد(ص)راوړي دي…

ناڅاپه يې غصه راغله او ويې ويل: دا خله­­­ ور سړے ووژنئ. هغه څنګه دا جرات وکړ چې د محمد(ص) خبرې د خلکو په مينځ کښې وکړي؟ خلۀ يې بنده کړئ او… په يو ساعت کښې لوی جنګ جوړ شو. بيا مشرکان له هغه ځايه لاړل او د عبدالله د مړي غوندې زخمي بدن يې په وينو کښې لت پت په ځمکه پريښود. کله چې يې ملګرو دا حال وليد ورته ويې ويل: مونږ ته له دې خبرې خبر کړے وے خو تا زمونږ خبرو ته پام ونه کړ. عبدالله وويل: د خدای دښمنان می تراوسه په نظر کښې دومره سپک نه وو.

عبدالله په ايمان او يقين کښې څارے نه لاره هغه د پيغمبر(ص) نه پس د حضرت اميرالمومنين علی(ع) په خدمت کښې سختۍ تيرے کړے او د دين او ولايت د دفاع لپاره يې خپل ټول کوششونه وکړل.

ښاغلے عبدالله بن مسعود له هغه ښو ځوانانو څخه و چې په خپله خوښه، مينه او شوق سره يې اسلام قبول کړے و. هغه په ډيرو جنګونو کښې موجود ؤ او په ميړنتوب او شجاعت کښې د هر يو مسلمان په ژبه د هغه نوم ؤ.

د بدر په جنګ کښې همدې بزرګوار د پيغمبر(ص) له ټولو لوی دښمن ووژل. ابوجهل چې د مسلمانانو په ازار کښې له ټولو زيات بې رحمه و د عبدالله بن مسعود په زور ورو لاسونو ووژل شو. پيغمبر(ص) او اميرالمومنين(ع) به تل هغه ته پام کاوه.

اخر د کلونو صبر،جهاد اوفدکارۍ وروسته عبدالله بن مسعود د اسلام د دفاع په لار کښې دخلافت دغاصبانو په لاس د ډير ازارونو زغملو وروسته د شهادت درجې ته ورسيد.

پيژنګلوي:

نامه: عبدالله

د پلار نامه: مسعود

د قبيلې نامه: هذيل

د شهادت تاريخ: 32هجري کال