يوازينې مسافر

يوازينې مسافر: حضرت مقداد بن عمرو (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

د خدای پيغمبر له مکې مدينې ته هجرت کړے و، د مکې مشرکانو پيغمبر(ص) نه ليده او دتير وخت په شان يې بيا ازارولے نه شو د مدينې ښار د مسلمانانو لپاره ډير د امن ځای و. هغوي ورځ په ورځ طاقتور يدل او شمير يې زياتيده خو په مکه کښې اوس هم ځينې مومنان پاتي وو او زړه يې غوښتل چې څومره زر کيدے شي ځان پيغمبر(ص) ته ورسوي. هغوي دا جرإت نه لرۀ چې خپله عقيده دمکې خلکو ته څرګنده کړي.

ځکه که چرې د ښار کافران له دې خبرې خبر شوےوے نو بې ځنډه به يې هغوي مړه کول. دمشرکانو مشران چې په زړه کښې پيغمبر(ص) سره ډير کينه لرله هره ورځ په خپلو کښې راټوليدل او د اسلام د ختميدو لپاره به يې نقشې جوړولے او دا د هغوي د هرې ورځ کارو. (مقداد بن عمرو) په مسلمانانو کښې يو داسې کس ؤ چې په مکه کښې پاتے و هغه درسول(ص) د ليدلو لپاره ګتې شميرلے او د يوې ښې موقعې په انتظار و چې له مکې مدينې ته وتښتي د مقداد غوندې کس لپاره له پيغمبره جدای ډير ګران او خپه کوونکے کار و. د مکې مشرکانو دخلکو ټول تلل راتلل د نظر لاندې ساتل او په هر چا چې به يې شک شو هغه به يې بندی کول. د مکې د کافرانو په مشرانو کښې ابوجهل له ټولو زيات خطرناک او بې رحمه کس ؤ يوه ورځ ابوجهل خپل بې رحمه زوي عکرمه تهوويل: زويه! نن تاته يو ډير اهم کار سپارم ايا لياقت يې لرې؟ عکرمه په ډير غرور او تکبر سره ځواب ورکړ. پلاره! خبره دې کوه چې اطاعت يې وکړم ابوجهل وويل: اوس ځان سره دوه سوه تکړه کسان روان کړه او په مدينې حمله وکړه،زړه مې غواړي چې مسلمانان ټول ختم کړې يو کس ترې هم ژوندې پرې نه ږدې حتی (محمد) دې وخت د ښار د مشرانو سترګې ستا ميړنتوب ته دي نو بيړه کوه او وخت مه خرابوه.  عکرمه د خپلوفوځيانو په راټولولو لګيا و او د نزدې ښارونو مشرکان هم ورسره جنګ ته ملګری کيدل. ډير لوی شوريې جوړ کړے و. کله چې مقداد د مکې د کافرانو له خراب نيته خبر شو نو بې ځنډه له خپل ځايه پاڅيد دمشرکانو غوندې د جنګ جامې يې واچولے په اس سپور شو اوبې ځنډه يې ځان نورو کسانو سره چې جنګ ته روان وو، ملګرے کړ. کله چې د مکې د فوځيانو شمير دوو سوو ته ورسيد،نو عکرمه د وتتلوحکم وکړ او هغوي د مدينې په لور روان شول. پيغمبر(ص) د مکې د مشرکانو له نقشې خبرونو شپيتۀ کسان مسلمانان سپايان يې د عبيده بن حارث په مشرۍ کښې له مدينې نه بهر وليږل چې د کافرانو مخ نيوه وکړي. مسلمانان د مدينې نه بهر د دښمن په انتظارشو.

اخر دا چې د دښمن لښکر مدينې ته نزدے شو هغوي دا فکر نه کول چې د مسلمانانو لښکر سره به مخامخ شي. نو کله چې راورسيدل مسلمانانو ورسره داسې جنګ وکړ چې مشرکان شا ته کيدو ته شول او وتښتيدل.مقداد په دغه ګرم جنګ کښې له وخته ګټه اوچته کړه د کافرانو له لښکره جدا شو او د مسلمانانو په لور روان شو. کله چې مسلمانانو مقداد له نزدے وليد نو هغه يې وپيژند او خندايې د هغه هرکلے وکړ،په دغه وخت کښې دوو پيښو مسلمانان ډير خوشحال کړل: يو د دښمنان ماتے او تښتيدل او بل مسلمانانو وروڼو سره د مقداد ملاقات. کله چې مسلمانان مدينې ته ستانه شول نو لومړے پيغمبر(ص) ته ورغلل . پيغمبر(ص) هم د مقداد په ليدلو او د کافرانو په ماتي ډير خوشحال شو، مقداد ته هم خپل ورک شوے په لاس ورغے نو د خدای شکر يې ويسته او د پيغمبر(ص) په خوا کښې پاتے شو.

مقداد په دې هکله وايی:

کله چې مدينې ته ورسيدو نو پيغمبر(ص) زمونږ نه د لسو لسو کسانو ټولي جوړ کړل. زه په هغو لسو کسانو کښې وم چې تل به پيغمبر(ص) سره کښيناستل پاڅيدل. مونږ له مالی نظره ډيرو ستونزو سره مخامخ ووهغه وخت مونږ سره يوازې يوه بيزه وه چې شودې به مو ترې څښلے او بل راسره څه نه وو.

مقداد د پيغمبر(ص) او د اميرالمؤمنين علی(ع) له اصحابو څخه و. هغه تل له ښې شيعو او ميړنيو مسلمانو ګڼل کيده. هغه به تل خپله نيکمرغی اوسعادت دې کپې ګاڼه چې دمشرانواو بزرګانواطاعت وکړي او په دې خبره به يې فخر کاوه چې په زړه کښې د اهلبيتو مينه لري. هغه به يوازې هغه کار کاوه چې د اهلبيتو رضا پکښې وه کله جې د حضرت علی(ع) حق غصب شو مقداد به کله کله مولی علی(ع) ته ويل: ګرانه مولی علی! ماته د څه حکم کوې؟ قسم په خدای که راته ووايې چې توره ووهه نو توره وهم اوکه راته ووايې چې چپ کښينه نو چپ کښينم ـ مقداد به د هغه کسانو په وړاندې ودريدۀ چې د علی(ع) حق يې غصب کړے و او له ولايته يې دفاع کوله او لهمنافقانو او غاصبانو يې هيڅ ويره نه لرله په مسلمانانو کښې د؛ لومړيې يوازينې سپور؛ په نوم مشهور و، حضرت علی(ع) د هغه په هکله فرمايي: د بدر په جنګ کښې په مسلمانانو کښې يوازينې سپور کس مقداد و.

مقداد د اهلبيتو د خدمتونونه پس د اويايو کالو په عمر کښې وفات شو.