د پیښور پیښه

لیکوال: محمد رحیم درانی

د پیښور په کوچه رسالدار کښې د ځانمرګي برید خبر زمونږ لپاره ډېر د غم خبر و، او دا زمونږ د مسلمانانو لپاره یو لوی پیغور دی چې په سینماګانو، کلبونو او د فحشا په نورو ځایونو کښې هیڅکله چودنې نه کیږي خو د الله په کور کښې چې د الله منونکي د الله عبادت ته راغلي وي په هغوي باندې چودنې کیږي.


که مونږ په دې خبره کښې لږ ځیر شو او وغواړو د دې اصلی لامل او اسباب ولټوو او د مخنیوي لاره یې ولټوو نو ډېرو عجیبه پایلو او نتیجو ته رسو. البته مونږ ځان ته دا تکلیف نه ورکوو له دې پیښو په سادګۍ سره تیریږو که ډېر زیات کوم څه وکړو هغه دا وي چې د غندنې او محکومیت بیانونه یې ورکړو یا له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړو چې دغه مجرمان دې ونیولی شي.
زما په خیال د دې پیښې یو اصل لامل غلطې عقیدې دي او هغه عقیدې یو انسان د دې حده راولي چې له خپله سره تېر شي او ځانمرګې برید وکړي، دغه د کافر ګڼو عقیده له کومه راغله؟ چا دغه عقیده خپره کړه؟ کومو مدرسو کښې کومو ملایانو دا کار وکړ بلکې اوس یې هم کوي؟ آیا دوي ځان له دغې پیښو بري ګڼي. نه په والله چې ای ملا چې ته په یو مسلمان د کفر تور لږوې ته هم د دغه ماشومانو په قتل کښې شریک یې، دا کومه وړه خبره نه ده چې یوې ټولنې ته غلط تربیت ورکړې، او بیا سره د لویې ږیرې راشې او په رسنو کښې ووایې چې شیعه مظلوم دی، بې ګناه دي خو دا خبره د هغوي د مسلمانۍ سبب نه ګرځي هغوي اوس هم کافر دي. الله دې په تا باندې لعنت وکړي چې سره د علمه جاهل یې، کله چې علت راشي معلول په خپله راځي کله چې تا خپلو منونکو ته یو مسلمان کافر کړو نو بیا دا تمه مه لره چې د کافرو سره به د مسلمانانو کار وکړی شي.

د کفر او اسلام معیار څه دی؟
آیا پيغمبر اکرم (ص) تاسو ته د کفر معیار همدا ښودلی دی چې یو کس په تاریخ کښې بد تېر شوی زه هغه ته بد ووایم نو زه کافر شوم. کله چې تله خرابه وي نو تلل هم خرابیږي. اوس داسې کسان راغلي دي چې د تاریخ بدې څېرې ښې بیانوي او ښې یې بدې، یزید بې ګناه ثابتوي، او یزید ته بد ویونکي د اسلام دښمنان ګڼي نو معیار اپوټه دی معیار یې غلط دی تله یې خرابه ده. او همدارنګ د تاریخ نورې څېرې. که ورته ووایې چې فلانکي فلانکي سره په هغه زمانه کښې جنګ ولی کړی و؟ نو وايي دې کښې ګوتې مه وهه. تاریخ به نه بیانوې.
په صحیح مسلم کښې او صحیح بخاري کښې دا حدیثونه په بیلا بیلو ټکو سره راغلي دي: «د قیامت په ورځ به یوه ډله راوستی شي چې د کڅ اړخ یارانو کښې به راشي او دوزخ ته به روان کړی شي، پيغمبر(ص) به فرمايي: یا رب اصحابی، یا الله دا زما صحابه دي، ځواب به ورکړی شي چې تا ته پته نیشته چې له تا وروسته دې کسانو څه وکړل». یا «ځینې کسان به له حوض کوثره منعه کړې شي…»
نو همدغه کسان چې د رسول الله اصحاب وو خو د رسول الله له وفات وروسته یې د حق خلیفه په خلاف پاڅونونه کړي په سلګونو اصحاب او تابعین چې د قرآن حافظان وو د همدوي په لاس شهیدان شوي او اسلامي امت تر دې حده رارسي چې د پيغمبر لمسي يې شهیدان کړي نو که دغه کسان زه بد وګڼم نو ته راته د اصحابو د عدالت خبره رامنځته کوې او ما کافر ګڼې او د قتل فتوا مې ورکوې او بیا وایې زه دې جرم کښې شریک نه یم. الله دې هغه جاهل ملایان هدایت کړي چې لا اله الا الله، محمد رسول الله کلمه ویونکو ته د غلطو معیارونو په سبب کافر وايي.
زه یو ځل بیا درته وایم ای ملا! ای تبلیغي! ای لیکواله! ای په میډیا کښې خبرې کوونکیه! ای په ظاهر دینداره! چا باندې د کفر تور لږولو نه وړاندې ډېر فکر وکړه هسې نه سبا د دغه ماشومانو، ځوانانو شهیدانو د قاتلانو په صف کښې ولاړ وې. کافر په جومات کښې څه کوي چې لمونځ کوي.
ای عوامو خدای ته وګورئ خپله عقیده له غلط ملا مه راخلئ، که د شیعه په هکله معلومات کوئ نو له شیعه په خپله پوښتنه وکړئ یا يې له ملګرو وکړئ، ځکه چې کله د چا په هکله معلومات کوئ نو د هغه له دښمنانو يې مه کوئ بلکې د هغه دوستانو ته ورشئ، د یو کس دښمن هیڅکله تاسو ته صحیح معلومات نه درکوي.

و ما علینا الا البلاغ