اِنْجیل

اِنْجیل (په انګریزۍ ژبه Gospel) د اسلامي تعلیماتو له مخې د حضرت عیسی علیه السلام د اسماني کتاب نوم دی چې د خدای تعالی له خوا پرې نازل شوی دی. د قرآن په آیتونو کښې د انجیل په وحیاني والي، د حضرت محمد(ص) د بعثت په… هکله د انجیل د زیري او د حضرت عیسی(ع) په پیغمبرۍ ټینګار شوی او د عیسی(ع) د تثلیث او الوهیت عقیده باطله بلل شوې ده. د آیت الله مکارم شیرازي په وینا، د حضرت عیسی علیه السلام اسماني کتاب له مینځه تلی دی او د انجیل په نورو نسخو کښې د هغه یوازې ځینې برخې له خرافاتو سره ګډوډې  پاتې دي.

د آیت الله معرفت په شان ځینې مسلمان محققان انجیل په حضرت عیسی علیه السلام باندې نازل شوی او مدوّن اسماني کتاب نه ګڼي او باوري دي چې کوم څه چې په حضرت عیسی(ع) نازل شوي وو، داسې زباني تعلیمات او زیري وو چې د حواریونو له خوا ورپسې نسل ته منتقل شوي او په مشهورو انجیلونو کښې راغونډ کړې شول.

د عیسایانو د نظریې له مخې، حضرت عیسي(ع) هیڅکله د انجیل په نامه کتاب نه دی راوړی. د هغوي له نظره حضرت عیسی(ع) د الهي پيغام او وحي راوړونکی نه بلکې خپله عینِ وحي او د هغې تجسم دی. په عیسايي کلتور او دود کښې انجیل د عیسایانو د مقدس کتاب هغې برخې ته ویل کیږي چې د انجیل مَتّی، انجیل مَرْقُس، انجیل لُوقا او انجیل یُوحَنّا په څلورو کتابونو مشتمل دی. دغه څلور انجیلونه چې د نوې زمانې څلور اولني کتابونه دي، د حضرت عیسی علیه السلام د ژوند او ویناؤ په هکله د هغه د شاګردانو یا یې د شاګردانو د شاګردانو له خوا لیکل شوي دي.

عیسایان له ګڼو انجیلونو څخه یوازې دا څلور انجیلونه رسمي او قانوني ګڼي. د انجیل متّی، مَرقُس او لوقا په شمول دریو انجیلونو ته، په خپلو کښې د هغو د ډیر ورته والي په وجه یوشان یا همغږه انجیلونه ویل کیږي. د حضرت عیسی علیه السلام الوهیت یا یې د خدای د زوي نظریه یوازې په یوحنّا انجیل کښې بیان شوې ده.

بَرْنابا انجیل یو غیررسمي انجیل دی چې د مسلمانانو د پام وړ ګرځیدلی دی، خو عیسایان یې جعلي ګڼي. دغه انجیل د حضرت عیسی علیه السلام خدای والی او د خدای زوي توب او په صلیب د هغه ځړول مردود ګڼلي او د حضرت محمد مصطفی(ص) د مسیح والي زیری یې ورکړی دی.

په انجیلونو باندې ځینې نیوکې شوې دي چې په دا ډول دي: له تیروتنې او ګناه څخه د نه خونديتوب په وجه د انجیلونو لیکوالان د ډاډ او اطمینان وړ نه دي او په هغو کښې نتاقض او تیروتنې او خرافات موجود دي.

د حضرت عیسی(ع) اسماني کتاب[سمول | سرچينه سمول]

د قرآن د آیتونو [۱] او اسلامي حدیثونو[۲] له مخې د حضرت عیسی علیه السلام د اسماني کتاب نوم انجیل دی چې د خدای تعالی له خوا په هغه نازل شوی دی.[۳] ځینې باوري دي چې په دې هکله حدیثونه دومره ډیر دي چې انسان د انجیل په نامه د یو اسماني کتاب د شتون په هکله یقین ته رسیږي.[۴] د شیعه مفسر آیت الله مکارم شیرازي په وینا، د حضرت عیسی علیه السلام اسماني کتاب له مینځه تلی دی او د هغه حضرت شاګردانو په خپلو انجیلونو کښې د هغه یوازې ځینې برخې نقل کړې دي چې له خرافاتو سره ګډې شوې دي.[۵]

 

وَ قَفَّيْنا عَلى‏ آثارِهِمْ بِعيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقاً لِما بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْراةِ وَ آتَيْناهُ الْإِنْجيلَ فيهِ هُدىً وَ نُورٌ وَ مُصَدِّقاً لِما بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْراةِ وَ هُدىً وَ مَوْعِظَةً لِلْمُتَّقين‏َ

او له دغو پیغمبرانو وروسته مو د مریم زوی عیسی واستوه په داسې حال کښې چې تورات یې، چې له هغه مخکښې و، تصدیقوه، او هغه ته مو انجیل ورکړ چې په کښې هدایت او نور و او تورات چې له هغه مخکښې و، تصدیقوه یې او هغه د پيرهیزګارانو لپاره یوه لارښوونه او پند و. (سوره مائده، آیه ۴۶.)

د محمد هادي معرفت په شمول د قرآني علومو د ځینو محققانو له نظره، د انجیل په هکله په مسلمانانو کښې د دود تصور په اپوټه، انجیل یو تدوین شوی او په حضرت عیسی علیه السلام باندې نازل شوی کتاب نه دی. [۶] د آیت الله معرفت له نظره، هغه څه چې په حضرت عیسی(ع) نازل شوي دي، یولړ ژبني تعلیمات او بشارتونه وو چې د خپل رسالت په دوران کښې یې خلکو او حواریونو ته بیان کړل او حواریونو دغه تعلیماتو حفظ کړل او ورپسې نسل ته یې منتقل کړل تر دې چې په مشهورو انجیلونو کښې راغونډ کړې شول.[۷]

دغو محققانو هغه کتاب چې د قرآن د آیتونو په بنیاد حضرت عیسی ته ورکړی شوی دی، د وحي او تشریعي احکامو په معنا بللی دی [۸] او باوري دي چې قرآن په هیڅ یو آیت کښې انجیل د حضرت عیسی علیه السلام کتاب نه بولي بلکې انجیل په هغه باندې په نازلې شوې وحي باندې مشتمل بولي. [۹] همداشان ویل شوي چې قرآن د انجیل نوم د هغه کتابونو په پرتله غوره کړی چې په کښې په حضرت عیسی(ع) نازل شوي شفاهي تعلیمات شامل دي.[۱۰]

په قرآن او روایتونو کښې د انجیل ځانګړنې[سمول | سرچينه سمول]

د قرآن کریم په آیتونو کښې د انجیل کلمه ۱۲ ځلې [۱۱] په مفرده توګه کارول شوې ده [۱۲] او د ګڼو انجیلونو شتون رد شوی دی.[۱۳] په دغو آیتونو کښې د انجیل  وحیاني توب، د تورات حقانیت د حضرت محمد(ص) د بعثت په هکله د انجیل زیری او د هغه د بلنې پراخوالي ته اشاره شوې ده. [۱۴] د سوره مائده د ۴۶ آیت له مخې، انجیل د تقوا د خاوندانو لپاره «هدایت« او «نور» او «موعظه» لري.[۱۵] همداشان د سوره نساء د ۱۷۱ آیت په شان ځینو آیتونو د حضرت عیسی علیه السلام په انسان والي او پيغمبرۍ باندې ټینګار کړی او د هغه حضرت د تثلیث او خدایۍ نظریه یې باطله بللې ده. [۱۶]

له امام صادق  علیه السلام څخه د یو حدیث له مخې، په حضرت عیسی علیه السلام باندې انجیل د رمضان د میاشتې  په دولسمې [۱۷] یا دیارلسمې شپې [۱۸] په یو وار نازل شو. د ګڼو روایتونو له مخې، انجیل او نور اسماني کتابونه له شیعو امامانو سره دي.[۱۹]

د مسلمان عالمانو نظریه[سمول | سرچينه سمول]

مسلمانو عالمانو د موجودو انجیلونو په هکله دوه احتمالونه ورکړي دي:

  • وړومبې احتمال: د اصلي انجیل ډیرې برخې د انجیلونو د ورپسې لیکونکو له خوا حذف شوې دي او په کښې ډیر خرافات ورزیات کړی شوې دي.
  • دویم احتمال: اصلي انجیل بیخي هیر او څنګته ایښودل شوی دی او پر ځاې یې نور کتابونه لیکل شوي دي.[۲۰]

ځینې څیړاندي باوري دي، هغه څه چې د انجیل د محتوا په هکله په شیعه روایتونو کښې راغلي دي، د څلور ګونو انجیلونو (مَتّی، مَرْقُس، لوقا و یُوحَنّا) له محتوا سره یولړ اشتراکات لري چې د دې نښه ده چې موجود انجیلونه له هغه انجیل سره ډیر مشترکات لري چې امامانو علیهم السلام یا د هغوي اصحابو یې په هکله خبرې کړې دي. [۲۱] ځیني مشترکات یې داسې بیان شوي دي: له عیب لټولو څخه منع کول، د منافق ملامتول، له دروغجنو څخه ډډه کول، د الله تعالی په حقوقو باندې د خلکو حق ته وړومبیتوب ورکول، د قیامت په ورځ ځواب ورکول او د زغم سپارښتنه کول.[۲۲]

 

«انجیل رسولان» د انجیلونو موجوده ترټولو پخوانۍ نسخه ده چې په پخوانۍ سریاني (آشوري) ژبه د کبانو په څرمنې لیکل شوې او د تبریز په مرکزي کتابتون کښې ساتل کیږي.[۲۳]

انجیل د عیسایانو په نزد[سمول | سرچينه سمول]

په مسیحیت کښې انجیل د نوي پړاؤ [یادداشت ۱]له اولو څلورو کتابونو څخه هر یو ته ویل کیږي چې په دا ډول دي: مَتّی، مَرْقُس،[یادداشت ۲] لوقا و یوحَنّا.[۲۴] د دینونو په تیره بیا د عیسائیت د تاریخ په کتابونو کښې انجیل هغو کتابونو ته ویل کیږي چې د عیسائیت په وړومبیو لسیزو کښې د حضرت عیسی علیه السلام د ویناؤ او سلوک د ثبتولو لپاره ولیکل شول.[۲۵]

د عیسایانو د نظریې له مخې، حضرت عیسی علیه السلام هیڅکله د انجیل په نامه یو کتاب نه دی راوړی. د هغوي له نظره، په عیسائیت کښې د داسې وحي هیڅ تصور نشته چې مسلمانان پرې د قرآن او پيغمبر اکرم(ص) په هکله عقیده لري. عیسایان حضرت عیسی علیه السلام  خپله عینِ وحي او د الهي پیغام تجسم ګڼي نه د هغه راوړونکی.[۲۶] عیسایان باوري دي چې څلور انجیلونه یوازې د حضرت عیسی علیه السلام ژوند او د هغه ویناوې بیانوي او د تورات په اپوټه، هیڅکله له خپلو معارفو او تعلیماتو څخه هیڅ څیز نیغ په نیغه الهي پیغام پورې نه اړوندوي.[۲۷]

عیسایان  یوازې په څلورو انجیلونو متّی، مرقس، لوقا او یوحنّا باندې باور لري او هغه صحیح ګڼي، ځکه چې ابتدايي عیسایان هغه د خدای له خوا ګڼي.[۲۸] د عیسايي کشیش او متکلم توماس میشل په وینا (زوکړه ۱۹۴۱م) عیسایان د څلور ګونو انجیلونو په مطالبو کښې هیڅ تناقض نه ویني او د هغوي له نظره څلور واړه انجیلونه یو شان اعتبار او اهمیت لري.[۲۹] د هغوي له نظره، له هر یو انجیل څخه لاس اخیستل به د ایمان د خرابیدو سبب شي.[۳۰] د عهدِ جدید په سریزه کښې راغلي دي چې عیسایانو له تقریباً ۱۵۰میلادي کال څخه به په کلیسا کښې د یکشنبې(اتوار) د ورځې په غونډو کښې له څلورو انجیلونو څخه ځینې برخې لوستلې او هغه به یې د رسولانو د آثارو په معنا ګڼلې او د هغو لپاره د مقدسو کتابونو په شان د حجیت قائل وو.[۳۱]

انجیلونو د حضرت عیسی علیه السلام ژوند، معجزې، تعلیمات، سیرت او ویناوې بیان کړې دي.[۳۲]

 

فکر کوئ چې زه د پیغمبرانو د شریعت یا کتابونو د منسوخ کولو لپاره راغلی یم؟ د منسوخ کولو لپاره یې نه یم راغلی بلکې راغلی یم چې بشپړ یې کړم.

انجیل متّی، باب ۵، آیه ۱۷.

مفهوم پیژندنه[سمول | سرچينه سمول]

انجیل د زیري او بشارت په معنا یوه یوناني کلمه ده ؛[۳۳] د آسماني ملکوت د راتګ او د نوي عهد زیری.[۳۴] د دې لپاره چې انجیلونه د خدای د ملکوت او د یو تازه تړون په زیري مشتمل دي، ورته انجیل ویل کیږي.[۳۵] ویل شوي چې دا بشارت او زیری د حضرت عیسی علیه السلام د راتګ په پیل کښې د خدای تعالی د ملکوت د ظهور او بخښنې په معنا کارول کیده خو د حواریونو(د حضرت عیسی د شاګردانو) په زمانه کښې چې انجیلونه ولیکې شول، د خدای د زوي د ظهور او د هغه د بیاراژوندي کیدو په معنا وګڼل شو.[۳۶]

د څلور ګونو انجیلونو د تدوین او رسمي کیدو بهیر[سمول | سرچينه سمول]

د انجیل لیکنه د ۶۰ میلادي لسیزي له نیمايي پیل شوه. وړومبی انجیل مَرقُس،  بیا متّی او لوقا ولیکې شول او د اولې پيړۍ په پاې کښې هم یوحنا انجیل ولیکل شو.[۳۷] د عیسایانو په عقیده، په ۳۰ میلادي کال کښې [۳۸] د حضرت عیسی علیه السلام له ظهور وروسته د هغه ویناوې او ورپورې اړونده پیښې به په زباني توګه نقل کیدې [۳۹] تر دې چې د وړومبۍ میلادي پيړۍ په نیمايي کښې په عیسایانو کښې د دغه زباني دود د لیکلو فکر پوخ شو او یوشمیر کسانو د حضرت عیسی علیه السلام د خبرو او ژوندپاڼې لیکل پیل کړل.[۴۰]

د انجیلونو لیکل د پولُس له خوا د عیسائیت له تبلیغ او د ګڼو ګلیساګانو له جوړیدو سره هممهاله وو. په دې وجه مختلفو کسانو په ځانګړې طریقې او لیکنې سره د حضرت عیسی علیه السلام د ژوندلیک او ورپورې د اړونده پيښو لیکل پیل کړل او ګڼ انجیلونه جوړ شول.[۴۱] د توماس میشل په وینا، وړومبنیو عیسایانو د روح القدس په مرستې سره له ګڼو لیکنو څخه څلور انجیلونه او ۲۳ نور کتابونه د سپیڅلي کتاب او د الهام شویو لیکنو په توګه ومنل. [۴۲]

د څلورګونو انجیلونو د رسمیت موندلو وخت په لړ کښې مختلفې نظریې دي. یو نظر دا دی چې په ۳۹۷ میلادي کال کښې په «کارتاژ» روحاني ټولنه کښې له څلورګونو انجیلونو پرته نور ټول انجیلونه څنګته کړې شول او د پنځمې پيړۍ په اوایلو کښې څلور انجیلونه په نوي پړاؤ کښې د رسمي او قانوني انجیلونو په توګه وپيژندې شول او تثبیت شول.[۴۳] ځیني باوري دي چې څلورګوني انجیلونه تقریباً له ۱۵۰میلادي کال څخه د رسولانو د آثارو په معنا ګڼل کیدل او ورپاره د حجت قائل وو او په کابو ۱۷۰میلادي کال کښې یې د قانوني او رسمي آثارو مقام ترلاسه کړ خو په هکله به یې خبره نه کیدله.[۴۴] د عهدِ جدید د پیروز سیار د ژباړې به سریزه کښې راغلي چې دریمې میلادي سلیزې په پیل کښې څلور انجیلونه په رسمیت وپیژندې شول او له هغې وروسته په کښې هیڅ شخړه رامینځته نه شوه.[۴۵]

د څلورګونو انجیلونو ځانګړتیاوې[سمول | سرچينه سمول]

د څلورو انجیلونو د لیکوالانو په هکله ځیني شکونه شته او د هغو منسوبول جوت او قطعي نه ګڼي.[۴۶] حسین توفیقي له سترو دینونو سره د بلدتیا په کتاب کښې لیکي چې عیسایان باوري دي څلور انجیلونه حواریونو یا د حواریونو شاګردانو له حضرت عیسی علیه السلام نه کلونه وروسته لیکلي دي.[۴۷] د توماس میشل په وینا، عیسایان د نوي پړاؤ لیکوالان پيغمبر نه ګڼي بلکې باوري دي چې هغوي د حضرت عیسی(ع) منونکي وو او هغه کتابونه یې د خدای په الهام سره لیکلي دي.[۴۸] ویل کیږي چې د څلورګونو انجیلونو ژبه اول یوناني وه.[۴۹]

همغږه انجیلونه[سمول | سرچينه سمول]

د مَتّی، مَرقُس او لوقا درې انجیلونه  د لیکنې د ژبې او محتوا کښې یې په خپلو کښې د یوشان والي او غږملتیا په وجه، همغږه، هم نظره یا ورته انجیلونه بلل کیږي.[۵۰] کومې ځانګړنې چې له نورو انجیلونو څخه د یوحنا انجیل د توپیر سبب شوې دي، په دې توګه بیان شوې دي: داسې معجزې په کښې شاملې دي چې په نورو انجیلونو کښې نه دي راغلې لکه په  قانا کښې په شرابو د اوبو د بدلیدو یا د لَعازَر په نامه د یو کس د ژوندي کیدو معجزه، په کښې د اوږدو خطبو شتون، د دغه انجیل ځانګړې مسیح پيژندنه چې په کښې د عیسی(ع) په خدای والي ټینګار شوی دی.[۵۱] همغږي انجیلونه له یهودي ادبیاتو اغیزمن او یوحنا انجیل د یونان له فلسفې اغیزمن بلل شوی دی.[۵۲]

مَتّی[سمول | سرچينه سمول]

متّی انجیل د نوي پړاؤ وړومبنې کتاب دی.[۵۳] د توماس میشل په وینا، د مقدس کتاب پوهان باوري دي چې متی انجیل له ځینو یهودي مشرانو سره د خبرو اترو او مقابلې لپاره لیکل شوی دي.[۵۴] د دغه انجیل د لیکنې د وخت او ځاې په سر اختلاف دی. ۳۸ میلادي کال، له ۵۰ نه تر ۶۰ میلادي کال[۵۵] ترمینځ او ۷۰ میلادي کال[۵۶] د هغه د لیکنې په هکله مختلفې نظریې دي او فلسطین او د سوریې انطاکیه[۵۷] یې د ځاې په هکله مطرح شوې لیدتوګې دي.

دغه کتاب حضرت عیسی علیه السلام د یهود دین بشپړونکی، ستر معلم او ښوونکی، نوی موسی او د عهدِ جدید د شریعت خاوند معرفي کوي.[۵۸] د دې انجیل محتوا داسې بیان شوې ده: د حضرت عیسی(ع) نسب نامه، د هغه د زوکړې روده، د شیطان په لاس د هغه ازمیښت او امتحان، خلکو او شاګردانو ته یې اخلاقي حکمونه، د حضرت عیسی علیه السلام معجزې، د دولس رسولانو انتخاب، ورباندې د حضرت موسی او الیاس علیهم السلام ظاهریدل، د حضرت عیسی د وژلو دسیسه او له قبر څخه یې راپورته کیدل.[۵۹]

د دې انجیل لیکونکی متی د حضرت عیسی علیه السلام یو حواري و چې ویل کیږي په حضرت عیسی باندې له ایمان راوړلو مخکښې د مالیاتو د اخیستو مامور او کلنګ اخیستونکی و.[۶۰] پخوا به متی انجیل اولنې او ترټولو پخوانی انجیل ګڼل کیده خو نن سبا محققان، مرقس انجیل ترټولو لرغونی انجیل ګڼي.[۶۱]

مَرقُس[سمول | سرچينه سمول]

مرقس انجیل ترټولو پخوانی او ترټولو لنډ انجیل بلل شوی دی.[۶۲] د مرقس په نامه د دغه انجیل لیکوال له حواریونو څخه نه و بلکې د پِطْرُس رسول له منونکو او پيروانو و،[یادداشت ۳][۶۳] چې د ۶۰۶۱[۶۵] یا ۷۰ میلادي کال[۶۶] خواوشا په ایټالیا یا روم کښې یې [۶۷] خپل انجیل تالیف کړ. په دغه انجیل کښې د حضرت عیسی علیه السلام په بشري او انساني اړخونو او د هغه په کړاونو ټینګار شوی دی.[۶۸] مرقس انجیل په دوو برخو ویشل کیږي: په اوله برخه کښې د حضرت عیسی علیه السلام پيژندګلوي او د هغه د باچاهۍ څرنګوالی بیان شوی او په دویمه برخه کښې یې د وفات په هکله بحث شوی دی. [۶۹] مرقس زیاتره د حضرت عیسی علیه السلام کارونو ته پام کړی او له دیوانو سره یې د هغه حضرت مقابله او له رواني ناروغانو یې د هغوي ایستل، د ګناهکارانو بخښل او د هغه معجزې بیان کړې دي.[۷۰] دغه انجیل حضرت عیسی علیه السلام د حضرت یحیی علیه السلام په لاس د هغه د تعمید د غسل او د هغه د رسالت د پیلیدو له وخته معرفي کړی او د هغه د شجره نامې او زوکړې په هکله یې څه نه دي ویلې.[۷۱] د مرقس انجیل وړومنۍ جمله داسې ده: «د خدای د زوي عیسی مسیح د زیري پيل».[۷۲]

عیسی هغه ته وویل: زه بیا را ژوندی کیږم. څوک چې په ما باور لري، که څه هم هغه مړ شي، هغه به ژوندی وي، او څوک چې ژوند کوي او په ما باور لري، هیڅکله به مړ نه شي. آیا تاسو په دې ایمان لرې؟ هغه ته یې وویل: هو، ربه، زه باور لرم چې ته د خدای زوی مسیح یې. هم هغه چې نړۍ ته راځي.

یوحنّا انجیل، یوولسم څپرکی، له ۲۵ نه تر ۲۷ پورې آیتونه

لوقا[سمول | سرچينه سمول]

یوحنّا انجیل:

لوقا انجیل چې ترټولو اوږد انجیل ګڼل شوی دی،[۷۳] له ۷۰ نه تر ۹۰ میلادي کلونو ترمینځ موده کښې په روم کښې[۷۵] مشرکانو ته په خطاب کښې [۷۴] لیکل شوی دی. د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې او د ماشومتوب د پړاؤ شرحه د دغه انجیل خاص ځانګړتیاوې ګڼل شوې دي.[۷۶] د حضرت یحیی علیه السلام ګڼې معجزې، حواریونو ته د غیرمعمولي قدرت ورکول، د تبلیغ لپاره (له حواریونو پرته) د اویا کسانو غوره کول او په صلیب د حضرت عیسی ځړول کیدل او له قبر څخه یې راپورته کیدل د دغه انجیل ځیني نور مطالب دي.[۷۷] په دې انجیل کښې حواریونو حضرت عیسی ته د خدای خطاب کړی دی.[۷۸] همداشان ویل شوي چې په دې انجیل کښې حضرت عیسی علیه السلام د یو کامل او بشپړ انسان په توګه مطرح شوی دی.[۷۹]

لوقا د پولُس رسول یو غیریهودي شاګرد او ملګری و. په دې وجه د حضرت عیسی علیه السلام له حواریونو نه ګڼل کیده.[۸۰] لوقا د عهدِ جدید هغه یوازنی لیکونکی بلل شوی چې یهودي نه و.[۸۱]

یوحنّا[سمول | سرچينه سمول]

یوحنا انجیل د حضرت عیسی علیه السلام د سیرت او وینا په هکله ترټولو وروستی کتاب بلل شوی دی چې ټینګار لري حضرت عیسی(ع) له بشر او انسانه لوړ و.[۸۲] یوحنا د حضرت عیسی علیه السلام له دولس ګونو حواریونو ګڼل کیږي.[۸۳] د دغه انجیل د لیکنې د کال په هکله اختلاف شته دی [۸۴] چې په دوو نظریو ویشل شوې دي: دودیزه لیدتوګه چې له مخې یې د لیکنې نیټه د وړومبۍ میلادي پیړۍ وروستیو یعنې له ۸۵میلادي کاله وروسته ته ورګرځي او دویمه نظریه چې د لیکنې نیټه یې د ۵۰ او ۷۰ میلادي لسیزې ترمینځ ګڼي.[۸۵] ځینو بیا ۶۵میلادي کال ته ترجیح ورکړې ده[۸۶] په دې انجیل کښې د حضرت عیسی علیه السلام خبرو ته ډیره پاملرنه شوې او د هغه د ژوند تر شرحې، د اوږدو او په پیچلو او رازدارو افکارو د مشتملو خطبو په توګه د حضرت عیسی علیه السلام ویناوې او د هغه د ژوند شرح په کښې وړاندې شوې ده.[۸۷] لیکوال په دې انجیل کښې د هغه د لیکلو هدف داسې بیان کړی دی: «دا لیکل شوي دي ترڅو ایمان راوړئ چې عیسی، مسیح او د خدای زوی دی او په ایمان راوړلو سره د هغه په نوم کښې ژوند ومومئ».[۸۸]

په یوحنا انجیل کښې حضرت عیسی  علیه السلام د خدای زوی [۸۹] کلمه[۹۰] او داسې کس معرفي شوی چې له ازل څخه موجود و.[۹۱] په ځینو مواردو کښې هم [۹۲] ورته د خدای لقب ورکړی شوی دی.[۹۳] هم داشان داسې نقل شوي چې یوازې په دې انجیل کښې د فاراقْلیط موعود (د تسلي ورکونکي په معنا) خبره شوې ده او راغلي دي چې هغه له حضرت عیسی علیه السلام وروسته راځي او د هر څه تعلیم به ورکړي او د نړۍ قضاوت به وکړي.[۹۴]

په عهدِ جدید کتاب کښې د یوحنا انجیل په سریزه کښې چې د پیروز سیار لخوا ژباړل شوې راغلي دي چې د دې انجیل په لیکوال کښې د تضادونو او ابهامونو د شتون له امله شک موجود دی. احتمال یې ورکړی چې یوه برخه یې د یوحنا له مړینې وروسته د هغه د شاګردانو له خوا ورزیاته شوې وي. همداشان یې ګمان کړی چې دغه انجیل په څو مرحلو کښې برابر شوی او لیکل شوی وي. د سریزې د لیکوال په وینا، د هغه کس نوم معلوم نه دی چې د دې انجیل وروستۍ او فاینل لیکنه یې ترسره کړې ده.[۹۵]

غیر رسمي انجیلونه[سمول | سرچينه سمول]

پر څلورګونو انجیلونو سربیره ځیني نور انجیلونه هم شته چې له ځینو نورو غیررسمي کتابونو سره یوځاې په «آپُوکْریفا» یا د عهدِ جدید په جعلي کتابونو مشهور دي او کلیسا یې په رسمیت نه پيژني. [۹۶] د عبرانیانو انجیل، د مصریانو انجیل، پِطرُس انجیل، توما انجیل، فیلپُّس (یا فیلیپوس) انجیل او د ماشومتوب انجیل له غیررسمي انجیلونو څخه دي.[۹۷]

بَرنابا انجیل:[سمول | سرچينه سمول]

بیشکه چې ټول پیغمبران راغلل مګر رسول الله؛ هغه چې نږدې ده چې له ما وروسته به راشي، ځکه خدای غواړي چې زه ورته لاره هواره کړم.

انجیل برنابا، باب ۳۶، آیه ۶.

بَرْنابا انجیل یو داسې غیررسمي انجیل دی چې د مسلمانانو د پام وړ ګرځیدلی دی خو عیسایان یې جعلي ګڼي.[۹۸] وايي دا انجیل په نیقیه شورا (وړومبنۍ نړیواله کلیسايي شورا) کښې په ۳۲۵میلادي کال کښې [۹۹] غیررسمي پيژندل شوی او له مینځه وړل شوی دی. له دې وروسته هم پاپانو هغه یو ممنوعه کتاب اعلان کړ.[۱۰۰] د دغه انجیل د ممنوعیت او غیررسمي والي وجه د کلیسا له اعتقاداتو سره د هغه د محتوا سمون نه خوړل بلل شوي دي. هم داشان په دغه کتاب کښې له پولس رسول او د هغه له اعتقاداتو سره ځیني مخالفتونه موندل کیږي.[۱۰۱]

برنابا انجیل په څو مواردو کښې له څلور ګونو انجیلونو سره فرق لري:

  • د حضرت عیسی علیه السلام الوهیت او د خدای زوي توب یې رد کړی دی.[۱۰۲]
  • په برنابا انجیل کښې د حضرت عیسی علیه السلام له خولې څو ځلې د حضرت محمد(ص) د مسیح والي زیری ورکړی شوی دی.[۱۰۳]
  • د دغه انجیل له مخې، د عیسی(ع) پر ځاې د یهودای اسخریوطي په نامه د هغه یو حواري چې د حضرت عیسی علیه السلام په شان شوی و، په صلیب وځړول شو.[۱۰۴]

برنابا انجیل له قرآن او د مسلمانانو له اعتقاداتو سره ځیني مخالفتونه هم لري. د دغه انجیل له مخې انسانان د خدای اولادونه او ذاتاً ګناهګار دي، له حضرت عیسی علیه السلام پرته د حضرت ابراهیم، هارون او ایوب علیهم السلام په شان پیغمبرانو ګناه او شرک لرونکې مینه کړې ده.[۱۰۵]

عیسايي محققان په دې باور دي چې دغه انجیل د حضرت عیسی علیه السلام په زمانې کښې او په فلسطین کښې نه دی لیکل شوی؛[۱۰۶] عیسايي توماس میشل ویلي دي چې پوهانو د تاریخي او لفظي شواهدو له مخې، د دغه انجیل د کتابت او لیکنې موده د شپاړسمې میلادي پيړۍ اواخر بلل شوې ده.[۱۰۷] له بلې خوا، ځینو مسلمانو محققانو دغه انجیل اصیل بلل شوی دی.[۱۰۸]

د دغه انجیل د لیکوال په سر هم اختلاف دی. ځینو، برنابا د یوسف په نامه د یو مسیحي مبلغ لقب بللی دی چې د قبرس اوسیدونکی و او له یوې یهودي خاندانه او د حضرت یعقوب علیه السلام د زوي لاوي له کورنۍ و [۱۰۹] چې د عیسائیت د ډیر زیات تبلیغ په وجه برنابا یعنې توانمن مبلغ ونومول شو.[۱۱۰] هغه د حواریونو د باور وړ [۱۱۱] او د عهدِ جدید له مخې، یو صالح او ایمانداره کس و.[۱۱۲] له بلې خوا ځینو عیسايي متکلمان د دغه انجیل لیکوال، په شپاړسمې میلادي پیړۍ کښې یو هسپانوي عیسايي بولي چې مسلمان شوی و.[۱۱۳]

په انجیلونو باندې نیوکې[سمول | سرچينه سمول]

منتقدانو په څلور ګونو انجیلونو او په کلي توګه په عهدِ جدید باندې یولړ نیوکې کړې دي، له هغو نه:

  • د لیکوالانو د اعتبار نشتوالی: ویل شوي چې د ټولو عیسایانو په باور د انجیلونو لیکونکي پيغمبران نه وو او له تیروتنې او ګناه خوندي نه وو بلکې هغوي عام انسانان وو چې په حضرت عیسی علیه السلام یې ایمان درلود. په اجیلونو کښې ځینو حواریونو او د حضرت عیسی شاګردانو ته په ډاګه د بې ایمانۍ، له مسیح  او د هغه له ویناؤ د انکار او له یو بل سره یې د ناسازګارۍ نسبت ورکړی شوی دی. په دې وجه د حضرت عیسی علیه السلام د اصلي تعلیماتو د سرچینې په توګه په دغه کتاب باور نه شي کیدې.[۱۱۴] توماس میشل چې مسیحي متکلم دی، څرګندونه کړې ده چې ډیر عیسایان د مقدس کتاب لفظي عصمت نه مني. ټول عیسایان باوري دي چې اصلي پیغام د خدای له خوا دی خو شکل او جوړښت یې د انسان له لورې دی چې د نورو خلکو په شان د تیروتنې له خطر سره مخ دي. په دې وجه ممکنه ده د دغو کتابونو او پیغامونو بشري لیکوال خپل غلط نظریات په دغو کتابونو کښې ځاې کړي او پریښې وي.[۱۱۵]
  • د انجیلونو تناقضات: ځینو تناقضونه او ناسمون والي چې په انجیلونو کښې موجود دي، د هغوي د نه معتبروالي وجه بلل شوي دي.[۱۱۶] د مثال لپاره په متی او لوقا او مرقس انجیلونو کښې د حضرت عیسی علیه السلام د نسب نامې په هکله سخت اختلاف موجود دی. په متی انجیل[۱۱۷] او لوقا[۱۱۸] انجیل کښې حضرت عیسی(ع) د حضرت داود(ع) له نسل څخه معرفي شوی دی خو په مرقس کښې [۱۱۹] ویل شوي چې حضرت داوود به حضرت عیسی خپل خدای ګڼه. نو څنګه کیدې شي چې عیسی د هغه زوی وي؟ له ځینو نورو بیان شویو ناسازګاریو څخه د حضرت عیسی علیه السلام د نیول کیدو طریقه، د حضرت عیسی د خیانتکار شاګرد(یهودا اسخریوطي) علامت، د هغه حضرت د ژوندي کیدو او له قبر څخه یې د راپورته کیدو پیښه ده.[۱۲۰]
  • د انجیلونو تیروتنې او خرافات: د تثلیث عقیده، د قربانۍ عقیده (عیسی (ع) د خپل ځان په قربانولو سره د انسان د ژغورنې او د ګناهونه د بخښنې سبب شو) او د کلیسا د پادریانو لخوا د ګناهونو بخښنه د انجیلونو له خرافاتو ګڼل شوي دي.[۱۲۱] ځینې تیروتنې هم په انجیلونو  ورتپل شوې دي.[۱۲۲]

کتاب پیژندنه[سمول | سرچينه سمول]

د انجیل په هکله په فارسۍ او عربۍ ژبو ګڼ کتابونه لیکل شوي دي چې ځیني یې په دا ډول دي:

  • په نجف کښې د تقلید د یو مرجع د محمدحسین کاشف الغطاء (۱۲۵۶ ـ ۱۳۳۳لمریز) لیکلی التَّوضیح فی بیانِ ما هو الانجیل و مَن هو المسیح، په دې کتاب کښې د انجیل اصول او د عیسائیت اعتقادات د مقدس کتاب په استناد تشریح شوي دي. دا کتاب سید هادي خسروشاهي «د انجیل او مسیح په هکله څیړنه» تر عنوان لاندې په فارسۍ ژباړلی او انتشارات بوستانِ کتاب خپور کړی دی.
  • انجیل یوحنا في المیزان، د محمد علي زهران په قلم په عربۍ ژبه لیکل شوی کتاب دی چې د لیکوال د شخصیت او محتوايي او تاریخي څیړنه کوي. دغه کتاب د قم ښار دارالقلم انتشاراتو خپور کړی دی.
  • د حسین توفیقي لیکلی، سیر تاریخي انجیل برنابا. دا کوچنی کتاب د برنابا انجیل د تاریخي بهیر او د هغه د محتوا او په هکله یې د ځینو شبهاتو د ځواب په لړ کښې په لنډه توګه لیکل شوی او د (در راهِ حق) موسسې له خوا په ۱۳۶۱لمریز کال کښې منتشر شوی دی.[۱۲۳]
  • تَطَوُّرُ الاِنجیل؛ المسیحُ ابنُ الله اَم مَلِکٌ مِن نَسلِ داود؟ دِراسةٌ نقدیةٌ و ترجمةٌ جدیدةٌ لِاَقدَمِ الاَناجیل تَکشِفُ مفاهیمَ مُثیره، دغه اصلي کتاب په انګریزۍ ژبه د اینوک پاول په قلم لیکل شوی دی چې احمد ایبش په عربۍ ژباړلی دی. دغه کتاب په اول ځل په بیروت کښې د دار قبیتة خپروندوې له خوا خپور شو.