مالک بن نُوَیْره

مالک بن نُوَیْره (وژلی شوی په ۱۱ هـ ق) کې د رسول الله(ص) له اصحابو څخه و چې د خالد بن ولید د اخلاقي انحراف له امله ووژل شو. د رِدّه  په جنګونو کې د مالک د وژنې کیسه د شیعه او… سنیانو ترمینځ له کلامي نظره له بحثونو ډکه مسله ده. شیعو په بې دلیله د مالک وژلو ته په اشارې سره د صحابه و د عدالت په نظریه نیوکه کړې ده. عمر بن الخطاب خالد بن ولید د مالک د وژلو په سبب د قصاص حقدار ګڼه او له هغه له میرمنې سره د ملاستي کولو په جرم یې د سنګسار مستحق ګڼله. له بلې خوا ابوبکر خالد د خپل اجتهاد له سببه معذور وګڼه.

د فضل بن شاذان په روایت کې راغلي چې رسول الله (ص) مالک بن نویره د جنتیانو له ډلې څخه معرفي او د امام علي(ع) خلافت ته یې د هغه لارښوونه وکړه. له همدې امله کله چې مالک بن نویره د رسول الله(ص) له وفاته وروسته مدینې ته راغی نو ابوبکر باندې یې اعتراض وکړ چې ولې یې د رسول الله(ص) د وینا له مخې امام علي(ع) ته خلافت نه دی سپارلی. د شیعه څیړونکو په وینا، مالک حکومت ته د زکات له ورکولو څخه انکار وکړ ځکه چې هغه د ابوبکر خلافت مشروع نه ګڼه، او همدا د هغه د مړینې لامل شو.

ځینو سني لیکوالانو د خالد بن ولید د چلند د توجیه لپاره مالک مرتد ګڼلی دی. خو شیعو او ځینو سنیانو د مالک ارتداد په دې دلیلونو سره رد کړی دی چې د هغه د اسلام په اړه یو شمیر صحابه کرامو شهادت ورکړی او ابوبکر د هغه دیه هم ورکړې ده.

د مالک بن نویره په اړه کتابونه لیکل شوي چې له هغو ځینې «پژوهشی در حیات سیاسی و مبارزاتی مالک بن نویره» د حسن علیپوروحید لخوا لیکل شوی.

پیژندنه او موقعیت

مالک بن نُوَیرة بن جَمْرَة تَمیمی د رسول الله(ص) له اصحابو او د جاهليت او اسلام په زمانه کې له سترو مشرانو څخه وو.[۱] مالک شاعر و او د شعرونو دیوان یې درلود.[۲] هغه رسول الله (ص) ته ورغی او مسلمان شو.[3] پیغمبر(ص) هغه په ​​خپله قبیله کې خپل استازی وټاکه چې له دوي څخه زکات راټول کړي.[4]

د مالک بن نوویره د قتل کیسه د شیعه سني تر منځ له کلامي نظره له بحثونو ډکه موضوع ده.[۵] د خالد بن ولید په لاس د مالک وژل کیدل او د مالک له میرمنې سره د هغه کورولی کول د ردې په جنګونو کې له یو ډیرو جنجالي پیښو څخه شمیرل کیږي.[6] شيعه عالمان د دې تاريخي پېښې له مخې د سنيانو د صحابه کرامو د عدالت په نظريه نيوکه کړې ده، او په دې اند دي چې دا نظريه د صحابه کرامو د ځينو نامناسبو چلندونو د توجيه لپاره وړاندې شوې ده.[7] د څلورمې هجري پېړۍ د تاریخ لیکوال مَقْدِسی په وینا، د امامت له مسئلې وروسته د ردې په جګړو کې د مسلمانانو تر منځ اختلاف څرګند شو. که څه هم ابوبکر په دې عقیده و چې باید د اهل رده سره جګړه وشي، خو مسلمانانو ورسره مخالفت وکړ.[8]

 

د شیخ عباس قمي له قوله چې په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې له شیعه عالمانو څخه دی، مالک بن نویره له اهل بیت(ع) سره د مینې له امله ووژل شو.[9] د هغه روایت له مخې چې فضل بن شاذان نقل کړی دی رسول الله(ص) مالک بن نویره له جنتیانو معرفي کړی دی.[10] دا پیښه هغه وخت وشوه چې چې هغه له پیغمبره(ص) وغوښتل چې ورته د ايمان حقيقت وښايي او پیغمبر(ص) هغه ته د شريعت ځينې احكام ورزده كړل او د امام علي عليه السلام خلافت ته یې د هغه لارښوونه وکړه.[۱۱] د ابن شازان د روايت له مخې د پېغمبر له وفات وروسته مالک بن نویره مدینې ته راغی او د ابوبکر د خلافت سره له مخامخیدو وروسته یې ورباندې اعتراض وکړ چې ولې یې د رسول الله(ص) د وینا مطابق امام علی(ع) ته یې خلافت نه دی ورکړی.[12] له دې احتجاجه وروسته د ابوبکر په حکم قُنْفُذ او خالد بن ولید، مالک له جوماته بهر کړ.[13]

 

د رده په جنګونو کې د مالک وژل

د شیعه مورخینو علامه امیني [14] او رسول جعفریان [15] په وینا، بې له شکه چې مالک بن نویره د خالد بن ولید د اخلاقي انحراف له امله ووژل شو. مالک د ابوبکر حکومت ته د زکات له ورکولو څخه انکار وکړ او هغه به یې په خپل ​​​​قوم کې ویشه.[16] په النص و الاجتهاد کتاب کې د سید عبدالحسین شرف الدین په وینا، مالک د ابوبکر د خلافت په مشروعیت او هغه ته یې د زکات په ورکولو کې شک درلود له همدې امله یې له زکات ورکولو انکار وکړ.[17]

خالد بن ولید د ابوبکر په حکم د بُطاح په سیمه کې د مالک او د هغه د قبیلې د ارتداد سره د مقابلې لپاره هغوی ته ورغی.[۱۸] ابوبکر امر کړی و چې د جنګ له پیل څخه مخکې د هغوي د لمانځه د اعتقاد پلټنه وشي چې د دوي د ارتداد په اړه ډاډه ترلاسه شي.[۱۹] مالک چې د خالد له راتګ څخه خبر شوی و، د خپل د ښه نیت څرګندولو او د دې فکر د مخنیوي لپاره چې دوي یو لښکر چمتو کړی دی، د خپلو قبیلو راټول شوي خلک یې خپاره کړل، ترڅو دوی فکر ونه کړي چې دوي د جګړې لپاره راټول شوي دي.[20] ځينو انصارو چې د مالک او د هغه د قبيلې لمونځ وليد نو د خالد بن وليد مخالفت يې وکړ خو خالد ورته پام ونه کړ.[21]

د دې لپاره چې دا ثابته کړي چې دوي ارتداد نه دی کړی، مالک له خپلې مېرمنې ام تمیم سره خالد ته راغی، خو خالد د هغه د ښځه په لیدو سره چې ښکلې ښځه وه، مالک وواژه، او هم په هغه شپه د مالک له مېرمنې سره چې د خپل مېړه په عدې کې وه، کورولی وکړ.[22] د دريمې پېړۍ د تاريخ ليکونکي يعقوبي د روايت له مخې خالد د ام تميم په ليدلو سره دا وويل: په خداى قسم چې ستا له وژلو پرته به هغه څه تر لاسه نه کړی شم چې ته يې په اختیار کې لرې (یعنی د مالک ښځه) او هغه یې مړ کړ.[23] د دویمې هجري پیړۍ د تاریخ لیکوال واقدي د راپور له مخې، خالد له ډېر مخکې د ام تمیم په فکر کې و او مالک به ویل چې د هغه د مړینې لامل به د هغه د میرمنې ښکلا وي.[24] د هغه میړینه یې د 11 هجري کال په پيښو کې راوړې ده.[25]

 

د صحابه کرامو د مالک په قتل اعتراض

د خالد د شريعت خلاف کړنو د ځينو صحابه کرامو لکه د ابوقَتادَه انصاري او د عبدالله بن عمر احتجاج راوپاراوه.[۲۶] وروسته له دې چې د خالد د لښکر خبر مدينې ته ورسيد، عمر بن الخطاب له ابوبکر سره د خالد د شريعت خلاف کړنو په هکله خبرې وکړې او هغه يې خالد ته وغوښتل چې خالد بن ولید له کوماندانۍ لری کړي.[27] عمر بن الخطاب خالد بن وليد د مالک د قتل د غچ او د هغه له مېرمنې سره د کورولي په جرم د سنګسار مستحق ګڼلو.[۲۸] خو ابوبکر د عمر غوښتنه رد کړه او خالد يې په اجتهاد کې د هغه د غلطۍ په پلمه معذور وګڼه.[29]

وروسته له دې چې د مالک ورور مُتَمِّم بن نویره ابوبکر ته د خپل ورور د وینې پور د غوښتلو لپاره ورغی، ابوبکر امر وکړ چې د مالک دیه دې له بیت المال څخه ادا کړی شي.[30] همدرانګ هغه خالد ته حکم وکړ چې د مالک له ښځې جدا شي، خو خالد هیڅکله دا حکم ونه منه.[۳۱] د مصري مورخ محمد حسین هیکل په وینا له دې سببه چې ابوبکر په خپل حکومت کې خالد ته اړتیا درلوده، نو هغه به یې پرله پسې په کاروه.[32] خو عمر د هغه دا خطا هېره نه کړه او له همدې سببه د ابوبکر له وفاته وروسته چې کله عمر خلیفه شو نو خالد یې د پوځ له قوماندې لرې کړ.[33]

د ملک ارتداد یا اسلام

شیعه او ځینو سنیانو د مالک د مسلمان شونی دلیلونه ذکر کړي دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

د مالک او د هغه د ملګرو اسلام قبولول او لمونځ کول؛

د يو شمېر صحابه کرامو د هغه د اسلام په اړه شهادت ورکول؛

د ابوبکر لخوا د هغه دیه ورکول؛

د مالک له مېرمنې څخه د خالد د جلا کېدو په اړه د ابوبکر حکم [۳۴]

خو سنيان د هغه د مسلمانېدو په اړه يو شان نظر نه لري او ځينو يې مرتد ګڼلى دى [۳۵] محمد حسين هيکل د خالد دغه چلند توجيه کوي او په دې اند دى چې ښځې سره د عدې په وخت کې کورولی کول که څه هم د شريعت مطابق نه دی. خو دا حكم نبايد د خالد غوندې کسانو په هکله جاري شي چې حاکمیت سره یې مرسته کوله.[۳۶] همدارنګه د ده په عقیده، د مالك وژل او د هغه له مېرمنې سره کور ولی کول، د دولت لپاره د ده د ډېرو خدمتونو په پرتله يوه مهمه مسئله نه ده.[۳۷]

 

علامه امیني [38] او شرف الدین [39] د مالک او خالد د پیښې له بیانولو وروسته د خالد د دفاع لپاره د سنیانو په بهانو نیوکه کړې ده. عباس محمود عقاد چې مصري ليکوال دی، په دې اند دی چې که څه هم د مالک د قتل په اړه روايتونه مختلف دي، خو د مالک وژنه يقيني واجب او ښکاره خبره نه وه او ای کاش دا پېښه د خالد د ژوند په پاڼو کې نه وای.[40]

 

ځانګړي کتابونه

هغه کتابونه چې د مالک بن نویره په هکله لیکلي شوي دي په لاندې ډول دي:

د مالک بن نویره په موضوع سره دم حسن علی‌پور وحید کتاب

«پژوهشی در حیات سیاسی و مبارزاتی مالک بن نویره» (د مالک بن نويره د سياسي او مبارزاتي ژوند په اړه يوه څېړنه) کتاب حسن عليپوروحيد ليکلې دی؛ دا کتاب په ۶۸۵ مخونو کې په ۱۳۹۵ کال کې د دفتر انتشارات اسلامي له خوا چاپ شوی دی.[41]

«مالک بن نویره» د حسن علیپوروحید یو بل کتاب دی؛ په دې کتاب کې لیکوال د مالک کیسه د سني منابعو په تحلیلي طریقه شننه کړې ده.[42] دا کتاب د دلیل ما خپرندویې له خوا په ۱۴۰۲لمریز کال کې په ۶۱۶ مخونو کې خپور شوی دی.[۴۳]

«ماجرای قتل مالک بن نویره» د علي لباف په هڅې لیکل شوی؛ دا کتاب چې مطلبونه یې د سید مرتضی عسکري د اثارو پر بنسټ دی په ۱۳۹۱ کال کې د منیر په مطبعه کې په تهران کې چاپ شوی دی.[۴۴]