حسین منی و انا من الحسین

ژباړه: محمد رحیم دراني

حسین منی و انا من الحسین

حسین له ما څخه دی او زه له حسین څخه یم

حُسَینٌ مِنّی و اَنا مِن حسین (په پښتو کې: حسین له ما څخه دی او زه له حسین څخه یم) د امام حسین (ع) د فضیلت په اړه یو نبوي حدیث چې د شیعه او سني په حدیثي کتابونو کې روایت شوی دی. تر ټولو پخوانۍ ماخذ یې د ابن ابی شیبه المُصنَّف کتاب دی (وفات: ۲۳۵هـ ق) د اهل سنتو له عالمانو څخه دی، او د شیعو د حدیث په سرچینو کې دا لومړی ځل د کامِل‌ُالزیارات په کتاب کې چې د ابن‌قُولِوَیْه (وفات: 368 هجري) لخوا لیکل شوی، ذکر شوی.

د ځینو په اند دا حدیث د پیغمبر اکرم(ص) او امام حسین(ع) معنوي وحدت څرګندوي او دا چې له حسین(ع) سره مینه د خدای په نزد د محبوبیت سبب کیږي او له امام حسین(ع) څخه د شیعه امامانو د نسل دوام ته اشاره کوي. همدارنګه ځینې تاریخ پوهان په دې باور دي چې د انا من حسین کلمه په دې دلالت کوي چې د اسلام بقا د امام حسین(ع) د پاڅون له امله ده.

دا حدیث د امام حسین علیه السلام د زیارت په دروازه لیکل شوی دی.

 

پیژندنه او مقام

د ګوتو نښان په جوړولو کې تېروتنه:

د امام حسين (ع) په زيارت باندې د «حسيني مني» د حديث نقاشي

د «حسین مِنّی» حدیث له هغو حدیثونو څخه دی چې د امام حسین(ع) د فضیلت په باره کې راغلی دی. د سيد هاشم بهراني په وينا دا حديث له امام حسين(ع) سره د رسول الله(ص) د مينې څرګندونه کوي او په شيعه او سني منابعو کې ډېر تکرار شوی او ليکل شوی دی[۱] همدارنګه دغه روايت د امام حسین علیه السلام د زیارت په دروازې هم ليکل شوی دی.[۲] دغه راز دغه روايت د امام حسين(ع) د زيارت د شپږو کونجونو په په ستنو باندې هم کښل شوی دی.[۳]

 

د حدیثو د منابعو په وینا،[۴] حضرت محمد(ص) چې کله یوې ملمستیا ته تله نو په لاره کې یې امام حسین(ع) ولید چې له ماشومانو سره لوبې کوي. پېغمبراکرم(ص) د حسين(ع) هرکلي ته ورغلی او لاسونه يې پرانستل او په غېږ کې يې ونيوه او بیا يې وفرمايل:

 

«حُسَیْنٌ مِنِّی وَ أَنَا مِنْ حُسَیْنٍ، أَحَبَّ اَللَّهُ مَنْ أَحَبَّ حُسَیْناً، حُسَیْنٌ سِبْطٌ مِنَ اَلْأَسْبَاطِ»؛ حسین له ما څخه دی او زه له حسین څخه یم، خدای دې له هغه چا سره مینه وکړي چې له حسین سره مینه لري، حسین د پیغمبرانو له اولادې څخه دی [۵]

 

محتوای حدیث

 

په قاهره کې د امام حسین په جومات کې د حدیث حسین مني او انا من حسین په ګاڼی لیک

د ځینو څیړونکو په اند د دې حدیث په محتوا کې لاندې موضوعات شامل دي:

د پیغمبر اکرم(ص) او امام حسین(ع) معنوي وحدت

له حسین(ع) سره مینه د خدای په نزد د محبوبیت سبب کیږي

له امام حسین(ع) څخه د شیعه امامانو د نسل دوام[6]

مَناوي (وفات: ۱۰۳۱ هـ ق) چې د شافعي فقهاوو له ډلې څخه دی، د دې حدیث په تفسیر کې د قاضي وکیع له قوله وايي لکه چې رسول الله(ص) په دې پوهیده چې د حسین(ع) او د هغه د امت تر منځ به څه پیښیږي. له همدې امله یوازې حسین(ع) په دې روایت کې ذکر شوی او ویلي شوي چې حسین(ع) سره جنګ او تیرې او هغه سره مینه او حرمت کې د پیغمبر په شان دی او په دې موضوع یې دې حدیث سره «احب الله من احب حسینا» سره ټینګار کړی دی. ځکه چې له حسین(ع) سره مینه، له رسول الله(ص) سره مینه ده او له پیغمبر سره مینه د خدای سره مینه ده.[۷]

د اهل بیتو د برخې یو مورخ باقر شریف قرشي (وفات: ۱۴۳۳ هـ ق) د «زه حسین یم» کلمه د امام حسین(ع) قیام او پاڅون او د هغه د شهادت ته اشاره لري چې دا کار د دین د ساتنی سبب ګرځیدلی دی. له همدې امله د پيغمبر د دين بقا له امام حسين څخه ده.[۸]

سرچینې او د حدیث اعتبار

تر ټولو پخوانۍ منبع چې د «حسین منی» حدیث یې روایت کړی د ابن ابي شیبه (وفات: 235 هـ ق) مُصنَّف کتاب دی[9] هغه یو سني عالم و[10] چې رجال پوهانو هغه موثق او ریښتونی معرفي کړی دی.[11] د شیعو حدیثونو په سرچینو کې دا حدیث په کامل الزیارات د ابن قوله (وفات: ۳۶۸هـ ق) کتاب[۱۲] او شرح‌ُالاَخبار د قاضي نعمان مغربی (وفات: ۳۶۳ هـ ق) کتاب [۱۳] او همدارنګ په الارشاد د شیخ مفید (وفات: ۴۱۳ هـ ق) کتابونو کط راغلی دی[۱۴] او له دوي وروسته په نورو روایتي منابعو کې ذکر شوی دی.[۱۵] علامه مجلسي (وفات: ۱۱۱۰ هـ ق) کامل الزیارات د شیعو فقهاو تر مینځ له معتبرو او مشهورو اصلي کتابونو څخه ګڼلی دی.[16]

د کامل الزيارات پر بنسټ د دې حدیث د سند د سلسلې راويان داسې دي: محمد بن عبدالله جعفر حِمْیَری، ابي سعيد حسن بن علي بن زکريا عَدَوی بصري، عبدالاَعلیٰ بن حَمّاد بُرْسی، وَهْب، عبدالله بن عثمان. سعید بن ابی رشد او یَعْلی عامِری.[17]

د اهل سنتو په سرچینو کې دا حدیث د احمد ابن حنبل په مسند،[18] سنن ابن ماجه،[19] سنن ترمذي[20] او المستدرک علی الصحیحین [21] کې چې حاکم نیشاپوري لیکلی دی، راغلی دی. حاکم نیشاپوري دا حدیث صحیح ګڼلی[۲۲]، هیثمي[۲۳] او ترمذي[۲۴] حسن ګڼلی دی.

ځانګړی لیکلنی

د آقا بزرګ تهراني د نقل له مخې د سید دلدار علي نقوي زوی سید محمد او میرزا محمد بن کاظم هندي(وفات: ۱۲۸۹هـ ق) دوه کتابونه د «شرح الحدیث حسین منی و انا من حسین» په نامه لیکلی دی چې دوي د سيد حسين بن سيد دلدار علي نقوي له شاګردانو څخه وو.[25] همدارنګه د ځينو فهرست ليکوالانو له مخې محمد خالصي زاده (وفات: 1342لمریز کال) د «حديث حسين منی و انا من حسين» په نوم کتاب ليکلی چې په نجف کې خپور شوی دی.[26]

 

  1.  بحرانی، حلیة‌الابرار، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۱۲۷.
  2.  رنجبرحسینی و حائری، «بررسی اعتبار و دلالت حدیث نبوی:حسین منی و انا من حسین»، ص۷.
  3.  «آیات، روایات و مضامین به کار رفته بر روی ضریح جدید امام حسین»، سایت خبرگزاری فارس.
  4.  ابن‌قولویه، کامل‌الزیارات، ۱۳۵۶ق، ص۵۳.
  5.  ابن‌قولویه، کامل‌الزیارات، ۱۳۵۶ق، ص۵۳.
  6.  رنجبرحسینی و حائری، «بررسی اعتبار و دلالت حدیث نبوی:حسین منی و انا من حسین»، ص۸.
  7.  مناوی، فیض‌القدیر، ۱۳۵۶ق، ج۳، ص۳۸۷.
  8.  قرشی، حیاة الامام الحسین، ۱۳۹۸ق، ج۱، ص۹۴؛ موسوی گرمارودی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۶۸ش، ص۱۶۳.
  9.  ابن‌ابی شیبه، المصنف، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۸۰.
  10.  رنجبرحسینی و حائری، «بررسی اعتبار و دلالت حدیث نبوی:حسین منی و انا من حسین»، ص۹.
  11.  رنجبرحسینی و حائری، «بررسی اعتبار و دلالت حدیث نبوی:حسین منی و انا من حسین»، ص۹.
  12.  ابن‌قولویه، کامل‌الزیارات، ۱۳۵۶ق، ص۵۳.
  13.  قاضی نعمان، شرح‌الأخبار، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۱۲.
  14.  شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲۷.
  15.  رنجبرحسینی و حائری، «بررسی اعتبار و دلالت حدیث نبوی:حسین منی و انا من حسین»، ص۸.
  16.  مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۷.
  17.  ابن‌قولویه، کامل‌الزیارات، ۱۳۵۶ق، ص۵۳.
  18.  ابن‌حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲۹، ص۱۰۳.
  19.  ابن‌ماجه، سنن، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۱.
  20.  ترمذی، سنن، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۶۵۸.
  21.  حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، جلد ۳، ص۱۹۴.
  22.  حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، جلد ۳، ص۱۹۴.
  23.  هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۱۸۵.
  24.  ترمذی، سنن، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۶۵۸.
  25.  آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۱۳، ص۱۹۶.
  26.  مشار، فهرست کتاب‌های چاپی عربی، ۱۳۴۴ش، ص۳۱۱.