د امام علي(ع) فضائل

ژباړه: محمد رحیم دراني

 

د امام علي(ع) فضائل، د امام علي(ع) صفات او ځانګړتیاوې، د شیعه لومړی امام چې د قرآن په آیتونو، احادیثو او تاریخی واقعاتو کښې یې ذکر شوی دی. له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت دى چې د امام علي(ع) فضائل د شمېرلو وړ نه دي او د نورو روايتونو پر بنسټ چې له پیغمبره راغلي دي هغه د فضائل بيانول، ليکل، کتل او اورېدل یو ډول عبادت دی او د ګناهونو د بخښلو سبب ګرځي.

 

د امام علي(ع) فضائل په دوه ډوله دي: د اهل بيتو(ع) له نورو غړو سره شریک او خاص فضيلتونه، و ولایت آیت، د شِراء آیت، د انفاق آیت، د غدیر حدیث، د سرې کړې مرغې حدیث، د منزلت حدیث و ګوتۍ ورکولو حدیث، هغه د حضرت له خصوصي ځانګړتیاو ګڼل کیږي. د تطهیر آيت، د اهل ذکر آيت، د مودت آيت او د ثقلینو حدیث هم له نورو اهل بيتو(ع) سره د هغه له مشترکو فضيلتونو شمېرل کېږي.

 

د بني اميه په زمانه کې د امام علي(ع) د فضائل د خپرېدو مخه ونيول شوه. په دې موده کې، هغه کسان چې د هغه فضائل به یې بیانولې وژل کیدل یا بندیان کیدل. دغه راز د معاويه په حکم هغه کسان چې د دريو خليفه ګانو لپاره يې د امام علي(ع) د فضيلتونو په مقابله کې فضیلتونه جعل کول هغوي به ډالۍ ورکول کیدې. ځينو لکه ابن تيميه د سلفيانو مشر او د هغه شاګردانو، ابن کثير دمشقی او ابن قيم جوزي، د امام علي(ع) د فضائلو په اړه يو شمېر آيتونه او حدیثونو مخدوش او جعلي ګڼلي دي.

 

که څه هم د امام علي(ع) د  فضائلو د خپریدو د مخنیوی لپاره د مخالفانو له ډېرې هلې ځلې شوي خو بیا هم په شیعه او سنی کتابونو کښې د علی ابن ابی طالب(ع) ډېر فضیلتونه نقل شوي دي او د دواړو مذهبونو عالمانو د هغه د فضیلتونو په اړه مستقل کتابونه لیکلي دي. د هغو له جملې څخه د ابن حنبل فضائل امیرالمؤمنین، د نسائی خصائص امیرالمومنین او د ابن بطریق عُمْدَةُ عُیونِ صِحاحِ الاخبار فی مَناقبِ إمامِ الاَبرار کتابونه شامل دي.

 

ماهیت، اهمیت او دسته بندی

د فضیلت مطلب هغه صفات او ځانګړتیاوې دي چې د یو فرد یا ډلې د نورو په پرتله د برترۍ لامل کیږي؛[۱] له همدې امله «د امام علي(ع) فضائل» د شيعو د لومړي امام حضرت علي(ع) د صفاتو او ځانګړتياوو مجموعه ده چې په آیتونو او حديثونو او تاريخي نقلونو کې ورته اشاره شوې ده او په نورو باندې د هغه د فضيلت او لوړاوي سبب ګرځي. د شيعو په کلامي کتابونو کې د علي(ع) فضائل د خلافت لپاره د هغه د امامت او برتري د ثابتولو لپاره هم کارول شوي دي[2] چې دومره زيات دي چې شمېرل يې نه شي کيداى.[3] د بېلګې په توګه د حنبلي مذهب له بنسټ اېښودونکي احمد بن حنبل څخه روایت شوی دی چې دومره څه چې علي بن ابي طالب ته ورکړل شوي دي له صحابه کرامو څخه د یو کس لپاره هم نه دي روایت شوي.[4]

 

د امام علي(ع) فضائل په دوو برخو ویشل شوي دي:

د علي(ع) خاص فضیلتونه یا د هغوي ځانګړتياوې: دا هغه فضیلتونه دي چې له هغه سره خاص دي، لکه د شپې د رسول الله(ص) په بستره کې د هغه ويده کېدل چې لیلة المبیت ورته ویلی کیږي او په دې اړه د آيت نازلېدل.

عام فضیلتونه: هغه فضیلتونه چې پنجتن یا نور معصومین یې هم لري، لکه د ثقلین حدیث چې نور اهل بیت هم پکې شامل دي او د کسا حدیث چې د پنجتن سره ځانګړی شوی دی.

له ابن شازان قمى څخه د رسول الله(ص) د روايت پر بنسټ وايي چوک چې د امام علي(ع) فضيلت وليكى، تر څو چې ليكنه يې موجوده وي، ملائكې به ورته بخښنه وغواړي. همدارنګه څوک چې د هغه یو فضیلت واوري، هغه ګناهونه چې په غوږونو يې کړي وي بخښل کیږي او څوک چې د هغه کوم فضیلت وګوري، نو هغه ګناهونه چې په سترګو يې کړي وي بخښل کيږي.[۵]

 

قرآنی فضیلتونه

قرآنی فضيلتونه د قرآن هغه آيتونه دي چې د امام علي(ع) په اړه نازل شوي او يا امام علي(ع) د هغو د مصداق په توګه معرفي شوی دی. له ابن عباس څخه روایت دی چې څومره قرآن چې د علي(ع) په اړه نازل شوی دی د هیچا په اړه نه دی نازل شوی.[6] هغه آيتونه چې «یا أیها الذین آمنوا» “اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى” په کې دي هغه د امیرالمومنین په هکله نازل دی ځکه چې په آیت کې مخاطب مومنان دي او هغه د امیرالمومنین دی[7] هغه د علي(ع) په ستاينه کې له 300 څخه زيات آيتونه بللي دي. [8]د شیعه ژوند لیکونکی سید مرتضی عسکری (وفات 2006) په وینا، د دې دلیل چې د ټولو قرآنی فضیلتونو سره سره، د حضرت علی نوم په قرآن کریم کې نه دی ذکر شوی، دا دی چې قرآن د ظالمو واکمنانو او د تحریف کونکو له تحریف څخه خوندي پاتی شي. ځکه چې په تورات او انجیل کې د جزییاتو او وړو وړو خبرو ذکر د دې دوو کتابونو د تحریف یو مهم لامل دی. [۹] د امام علی علیه السلام ځنې قرآنی فضیلتونه دا دي:

 

د ولایت آیت: د سوره مائده ۵۵ آیت، چې وایي: خدای، پیغمبر(ص) او هغه کسان چې لمونځ قایموي او د رکوع په حالت کې زکات ورکوي، په خلکو ولایت لري.[10] شیعه او سني مفسرین د دې د شان نزول په اړه وايي چې دا د علي(ع) د رکوع په حالت کې يوه مسکين ته د خپلې حلقې(ګوتۍ) ورکولو په شان کې نازل شوی دی.[11]

د شراء آيت: د سورت البقرې په ۲۰۷ آيت كې د هغو كسانو ستاينه شوې چې د خداى د رضا د ترلاسه كولو په بدل كې د خپل ژوند قرباني كولو ته تيار دي.[۱2] د معتزلي عالم ابن ابي الحديد په وينا ټول مفسرين په دې باور دي چې دا آيت د امام علي(ع) په فضيلت كې نازل شوى دى.[۱3] علامه طباطبايي ليكلي دي: د دې آيت د روايتونو له مخې دا آیت د ليلة المبيت په باب نازل شوى دى.[14] په لیلت المبیت کې د مکې مشرکانو وغوښتل چې د اسلام د پېغمبراکرم(ص) پر کور بريد وکړي او هغه شهید کړي. په دې شپه امام علي(ع) د پیغمبر د ژوند د ژغورلو لپاره د هغه په بستر ویده شو.[15]

د تبليغ آیت: د سوره مائده په ٦٧ آيت کې راغلي چې د اسلام پيغمبر(ص) مکلف شو چې خلکو ته یو پيغام ورسوي او که يې په رسولو کې سستي وکړه، نو خپل رسالت يې نه دی پوره کړی.[۱6] د شيعه او سني مفسرينو په اند د تبليغ آيت په غدير خم کې له اخري حج څخه د رسول الله(ص) له راستنېدو په وخت نازل شوی دی.[17] په روایتونو کې د تبلیغ د آیت شان نزول د غدیر پيښه او د حضرت علي د جانشينۍ د اعلان په اړه ګڼل شوی دی.[۱8]

د اکمال آیت: د سوره مائده دريم آيت د اسلام د دين د بشپړيدو خبره کوي.[۱9] د شيعه مفسر ناصر مکارم شيرازي په وينا په شيعه تفسيرونو کې د دين بشپړيدل د اسلام پر مسلمانانو د امام علي(ع) د ولایت او خلافت د اعلان په معنا دی. او روايات هم د دې تائيد کوي.[20] شيعه عالمان په دې اند دي چې د اکمال آيت د غدير د پېښې په اړه نازل شوی دی.[۲1]

د صادقین آیت: د سوره التوبه ۱۱۹ آیت مؤمنانو ته له صادقینو سره د یوځای کیدو او د هغوی د پیروي کولو لارښوونه کوي.[۲2] په شیعه روایاتو کې صادقین د اهل بیت(ع) په نوم تعبیر شوي دي.[23] محقق طوسي دا آیت د امام علي(ع) د امامت دلیل ګنلی دی.[۲4]

د خير البريه آيت: دا د سورت البينه اووم آيت دى، چې ايمان راوړونكي او صالح عملونه يې تر ټولو غوره مخلوق معرفي كوي،[۲5] د شيعه او سني رواياتو له مخې دغه ډله امام علي(ع) او د هغه شیعه دي.[۲6]

د صالح المؤمنين آيت: د سوره تحريم څلورم آيت، چې خداى تعالى په هغه کې علي(ع)، جبرائيل او نورې پرښتې د پيغمبر(ص) د ملاتړ په توګه بیان کړي دي. په تفسيرونو کې د فريقين د رواياتونو په استناد سره،[27] د صالح المومنين یواځینې مصداق امام علي(ع) ښودل شوی دی.[۲8]

د صدقې آیت: د سوره البقرې ۲۷۴ آیت. دا آيت د هغو کسانو اجر، چې شپه او ورځ په پټه او ښکاره انفاق کوي، خپل رب سره بیانوي.[۲9] د مفسرينو په اند دا آيت د علي(ع) په اړه نازل شوى چې څلور درهم يې درلودل او يو يې په شپه کې انفاق کړ. یو یې په ورځ کې، یو یې په پټه او بل په ښکاره.[30]

د نجوا آيت: د مجادلة د سورت 12 آيت شتمنو مسلمانانو ته حکم کوي چې رسول الله(ص) سره له نجوا (پټو خبرو) څخه مخکې صدقه ورکړي[30]د طبرسي په وینا ډېرو شیعه او سنی مفرسرانو امام علي(ع) هغه یواځینې کس ګڼلی دی چې په دې آيت يې عمل کړى دى.[۳2]

ودّ آیت: د مريم د سورت ۹۶ آيت چې له مخې يې خداى د مؤمنانو مينه د نورو په زړونو كې اچولی ده.[۳3] د ځينو رواياتو له مخې رسول الله(ص) له علي(ع) څخه وغوښتل چې ووايي؛ خدایه زما مینه د مومنانو په زړونو کې واچوه. له دې غوښتنې وروسته دا آیت نازل شو.[۳4]

د مباهلې آیت: د سوره آل عمران ۶۱ آیت دی چې د پيغمبر(ص) د نجران عیسایانو سره د مباهلې پیښه بیانوي. د تفسیرونو مطابق، امام علي(ع) په دې آیت کې د پیغمبر(ص) د نفس او جان پر ځای ښودل شوی دی.[35]

د تطهیر آيت: دا د سوره الاحزاب د ٣٣ آيت يوه برخه ده چې په هغه کې د الله تعالی د ارادې ذکر راغلی چې له ناپاکۍ او پلیتۍ څخه د اهل بيتو(ع) د پاکوالي خبره کوي. شيعه مفسرين په دې اند دي، چې دا آيت په خاص توګه د کساء د اصحابو (پنجتن پاک) په اړه نازل شوى دى.[۳6]

د اولی الامر آیت: د سورت النساء ۵۹ آيت چې مؤمنانو ته د خدای او د رسول الله(ص) او د اولی الامر د اطاعت حکم کوي.[۳7] د شيعه او سني مفسرينو په اند دغه آيت د اولی الامر په عصمت دلالت کوي.[۳8] په احادیثو کې له اولی الامر څخه مراد د شیعو امامان ښودل شوي دي.[۳9]

د مودت آیت: د شوری سورت ۲۳ آیت دی. په دې آيت کې د رسول الله د رسالت د اجر په توګه د «اَلْقُرْبیٰ» سره مينه او محبت په مسلمانانو فرض شوی دى[40] له ابن عباس څخه روايت دى چې رسول الله(ص) د القربی مطلب علي، فاطمه، حسن او حسين علیهم السلام ګڼلي دي.[41]

د اطعام آيت: په دې آيت كې نیکي کوونکي کسان هغه ښودل شوي دي، چې که هم په خپله خوړو ته اړتيا لري، خو د خداى د رضا په خاطر يې بې وزلو، يتيمانو او بنديانو ته وركوي.[۴۲] د احاديثو له مخې دا آیت د حضرت علي(ع) فاطمې(س) په حق کې نازل شوی دی [43]د حدیثونو له مخې د حسنینو(ع) د شفاء لپاره امام علي(ع) او فاطمې بي­بي درې ورځې روژه ونیوله او په هرو دریو ورځو کې یې د افطار په وخت کې په داسې حال کې چې په خپله هم وږي وو خو خپل خوراک یې مسکینانو، یتیمانو او بندیانو ته وبخښل.[۴4]

د اهل ذکر آيت: د سوره نحل په ٤٣ آيت او د سوره انبياء په اووم آيت کې له اهل الذکر څخه د پوښتنه په کولو تاکيد شوى دى.[٤5] د ځينو روايتونو له مخې اهل ذکر د رسول الله(ص) اهل بيت(ع) دي.[46]

د نصر آیت: د سوره انفال ۶۲ آیت دی. د ایت الله مکارم شیرازی په وینا هر هغه مؤمن چې له پیغمبر اکرم(ص) سره یې مرسته کړې ده په دې آیت کښې شامل دی خو په دې کښې هیڅ شک نشته چې په دغه آیت کښې د مؤمنانو کامل مثال او غوره شخصیت حضرت علي(ع) دی.[۴7] هغه په ​​خپل كتاب «آياتِ ولايت در قرآن» كې ويلي دي چې د نصر آيت د اميرالمؤمنين(ع) د فضيلتونو بیانوونکو آیتونو څخه یو آیت دى.[۴8]

صراط مستقیم: ډېرو روایتونو د علي او علي عليه السلام د ولایت لاره هماغه په قرآن کريم کې نیغه لاره ښودلې ده.[۴9]

 

روايي فضیلتونه

 

د رضا بدر السماء د حدیث “ذِکرُ علی عبادة” خطاطی

 

روايي فضیلتونه د پیغمبر(ص) هغه حدیثونه دي چې د امام علي(ع) ستاینه کوي یا یې فضیلت بیاوي. په دې حدیثونو کې ځینې دا دي:

 

د غدیر حدیث: دا په غدیر خم کې د اسلام د پیغمبر(ص) وینا ده چې علي(ع) د مسلمانانو د مولا او مشر په توګه معرفي کوي. دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې نقل شوی دی[50] او د حضرت علي د امامت او خلافت د ثابتولو لپاره د شیعو له دلایلو څخه ګڼل کیږي.[۵1]

د منزلت حدیث: هغه روایت دی چې وایی د پیغمبر(ص) په نسبت د امام علي(ع) مقام داسې دی لکه د موسی(ع) په نسبت چې د هارون مقام و.[۵2]

د مدینة العلم حدیث: د اسلام د پیغمبر(ص) یو حدیث دی چې په هغه کې یې ځان د علم ښار او علي(ع) یې د دروازې په توګه معرفي کړی.[53] الغدیر کتاب د اهل سنتو د 21 تنو نامې اخستی دي چې دا حدیث یې حسن یا صحیح ګڼلی دی.[۵4]

د یوم الدار حدیث: دا د رسول الله(ص) یو روایت دی چې په هغه کې یې له خپلوانو وغوښتل چې د هغه بلنه ومني او په عین حال کې د علي ابن ابي طالب(ع) د جانشینۍ او خلافت څرګندونه وکړه.[۵5] د حضرت علي(ع) د امامت د ثابتولو لپاره شيعه فقهاوو په دې حديث سره دلیل راوړی دی.[56]

د وصایت حدیث: دا د پیغمبر اکرم(ص) حدیث دی چې په هغه کې امام علي(ع) د پیغمبر د ځای ناستی په توګه معرفی شوی دی.[۵7] شیعو د امام علی علیه السلام د امامت د ثابتولو لپاره دې حدیث سره دلیل راوړی دی.[۵8]

د ولایت حدیث: د رسول الله(ص) هغه حدیث دی چې حضرت علي له ځانه وروسته د مؤمنانو سرپرست معرفي کوي. دا حديث په شيعه او سني سرچینو کې په بيلابيلو ټکو سره روايت شوى دى.[۵9] شيعه د «ولي» د ټکي چې په «عَلِیٌّ وَلِیُّ کُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ بَعْدِی‏»[60] کې کارول شوی دی[۵۹] معنا په امامت او ولایت سره کوي او په دې توګه د حضرت علي(ع) امامت او ولایت ثابتوي.[61]

د طېر حدیث: د حضرت علي(ع) د فضائلو په اړه یو روایت دی چې په کې راغلي دي چې رسول الله(ص) اراده وکړه چې د مرغۍ غوښه وخوري او له خدایه یې وغوښتل چې د انسانانو تر ټولو غوره هغه سره په خوراک کې یوځای کړي او بیا له حضرت علي(ع) سره یې یوځای ډوډۍ وخوړه[62] دا روايت په شيعه او سني سرچینو کې راغلی دى.[63]

د رایَت حدیث: د خیبر د غزوې په وخت کې د امام علي(ع) په اړه د پیغمبر اکرم(ص) څخه یو مشهور حدیث دی چې په هغه کې راغلي دي: «سبا به زه بیرغ یو داسې سړي ته ورکوم چې خدای به د خیبر قلعه د هغه په لاس فتح کوي. الله او رسول يې خوښوي او خداى او رسول هغه خوښوي.[۶4]

د ثقلین حدیث: د قرآن او اهل بیتو علیهم السلام د مقام په اړه د رسول الله(ص) مشهور حدیث دی. په دې حدیث کې راغلي دي: «زه ستاسو په منځ کې دوه درانه(ګران بیه او قیمتي) شیان پریږدم چې که تاسو ورسره تمسک وکړ(یعنی له لاسه مو ورنه کړل) هیڅکله به ګمراه نه شئ: یو د خدای کتاب او بل زما عترت چې اهل بیت علیهم السلام دي». [۶۵]دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې روایت شوی دی.[66]

د کساء حدیث: د پنجتن پاکو د فضیلت په اړه حدیث دی. د دې حدیث له مخې چې په شیعه[67] او سني[۶8] سرچینو کې راغلی دی، د اسلام پیغمبر(ص) خپله کورنۍ په د پشمینې په ټوکر(کساء) وپوښله او دعا یې وکړه: «ای خدایه دا زما اهلبیت دي. له دوی څخه ناپاکۍ لیرې کړه او پاک یې کړې».[69]

د سفینې حدیث: دا د رسول الله(ص) یو مشهور حدیث دی چې اهل بیت(ع) خپل ځانونه د نوح(ع) له کشتۍ سره تشبیه کړي دي، څوک چې په کې ننوځي هغه به وژغورل شي او څوک چې وروسته پاتې شي هغه به غرق شي.[70 ] دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې روایت شوی دی.[۷1]

د شجره حدیث: رسول الله(ص) وفرمایل: علي او زه له یوې ونې څخه پیدا شوي او نور خلک له مختلفو ونو څخه پیدا شوي دي.[۷2] ځینې مفسرین په دې باور دي چې د پیغمبر اکرم(ص) او امام علي(ع) پیدایښت له یوې منشاء (سرچینې) څخه شوی دی. او د دې ثبوت یې دا ګڼلی دی چې هغوي دواړه سره په د اطاعت او ولایت کې برابر دي.[73]

د لوح حدیث: یو له هغه حدیثونو څخه دی چې له پیغمبر(ص) څخه د دولسو امامانو د امامت د ثابتولو لپاره نقل شوی دی چې په هغه کې د رسول الله(ص) د جانشینانو نومونه، له لومړي امام علي(ع) څخه تر د هغه د دولسم امام مهدي(ع) پورې ذکر شوي دي.[74]

د حق حدیث: دا د پیغمبر له مشهورو حدیثونو څخه دی چې علي(ع) یې د حق د معیار په توګه معرفي کوي. د هغه یو عبارت دا دی: «علي له حق سره دی او حق له علي سره دي، او دا دواړه به هیڅکله له یو بل څخه نه جلا کیږي تر څو چې د حوض کوثر پر غاړه ته ماته راشي.» [75]

د تشبیه حدیث: هغه حدیث دی چې رسول الله(ص) علي(ع) له نورو پیغمبرانو سره تشبیه کړی دی. دا حدیث په شیعه [76] او سني [77] سرچینو کې راغلی دی.

لا فَتَى إِلّا عَلِی: د دې حديث مطلب دا دى چې له علي پرته بل هيڅو ځوان نشته. د احادیثو او تاریخي سرچینو پر بنسټ، دا حدیث جبرائیل علیه السلام د احد په جګړه کې د امام علي(ع) د قربانۍ او زړورتیا له امله روایت کړی دی.[78] دا حدیث د شیعو او سنیانو په سرچینو کې راغلی دی.[79]

د قسیم النار والجنة حدیث: دا د اسلام د پیغمبر(ص) څخه روایت دی چې علي د جنت او دوزخ د ویشونکي په توګه معرفي کوي.[80] د شیعو[81] او سنيانو[82] په سرچینو کې په بیلا بیلو ټکو سره له ډېرو راویانو نقل شوی دی.

د خاصِف النَعل حدیث د امام علی(ع) د مقام او فضیلت په بیانولو کښې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) حدیث دی چې امام ته یې د خاصف النعل په لقب سره خطاب کړی دی ځکه چې هغه په ​​دغه وخت کښې د پیغمبر(ص) د بوټانو په ګنډلو بوخت وو.[83]

د امام علی علیه السلام د فضیلت په اړه له پیغمبر(ص) څخه نور روایتونه هم نقل شوي دي؛ د هغو ځینې «د خندق په جګړه کې د علي حمله د جن و انس له عبادته غوره ده»؛ [۸۴] «چا چې علی ته بد وویل په ما یې بد ویلي دي»؛ [85] «چا چې علی ته ازار ورساوه ماته یې ازار رسولی دی»؛[86] «د علي د دوستۍ له لارې مؤمن له منافق څخه پېژندل کېږي»؛[۸7] «علي له ما دی او زه له علی یم»؛[88] «د علي یادول عبادت دی»؛ [89] «علی ته کتل عبادت دی» [90] همدارنګ د امام علی(ع) لپاره د پیغمبر(ص) له خوا د ځینو لقبونو استعمالول لکه صدیق اکبر[91] فاروق اعظم[92] ابوتراب [93] د هغه حضرت له فضیلتونو ګڼل شوي دي.

 

د علي(ع) نورې ځانګړتیاوې

د امام علي(ع) له فضیلتونو څخه ځینې پیښې او امتیازات په لاندې ډول دي:

له حضرت زهرا سره واده: د امام علي له خاصو فضيلتونو څخه يو د پېغمبر له لور سره د هغه واده دى، چې د خداى په امر ترسره شو.[۹۴] ويل شوي دي چې که علي(ع) نه واى، نو د فاطمې لپاره بل څوک برابر(کفو) نه و.[95]

په کعبه کې زیږیدل: په کعبه کې زیږیدل شوی، دا په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږیدو کیسې ته اشاره کوي چې د هغه له ځانګړی فضیلتونو ګڼل کیږي.[96]

د امیر المؤمنین لقب: د امیر، او د مسلمانانو د مشر په معنا، داسې هغه لقب دی چې د شیعو د عقیدې مطابق حضرت علي(ع) سره خاص شوی دی. د شیعو له نظره دا لقب د لومړي ځل لپاره د اسلام د پیغمبر(ص) په وخت کې د علي ابن ابي طالب[۹۷] لپاره وکارول شو.[97] په اوومه پیړۍ کې شیعه محدث سید ابن طاووس په کتاب الیقین باختصاص مولانا علی بإمرة المؤمنین کې د سنيانو له سرچینو 220 حدیثونه راوړي چې د امیر المومنین لقب امام علي(ع) ته ځانګړی ګڼي.[98]

سدّالاَبواب: د دروازو تړلو په معنی دی، دا هغه پیښې ته اشاره کوي چې په ترڅ کې یې د اسلام پیغمبر(ص) د خدای په امر، دا امر وکړ چې مسجدالنبی ته دې پرته د امام علي(ع) د کور له دروازې د ټولو کورونو دروازې بندې کړي شي.[99]

 

له رسول الله(ص) سره اخوت: رسول الله(ص) مدينې ته له هجرت مخکې د مهاجرينو تر منځ د اخوت او ورورولۍ ژمنه ترسره کړه. همدارنګه يې په مدينه کې د مهاجرينو او انصارو تر منځ د ورورګلوۍ عقد وتړه او دواړه ځل يې د خپل ځان او امام علي(ع) تر منځ د ورورګلوۍ عقد وتړه او علي يې خپل ورور وباله.[100]

لومړی مسلمان: د شیعه او ځینو سني پوهانو له نظره، امام علي(ع) لومړنی سړی دی چې پر پیغمبر(ص) یې ایمان راوړ.[۱۰۱]

د براءت د آيتونو رسول: د نمونې د تفسير له مخې تقريباً ټول مفسرين او مؤرخين په دې متفق دي چې کله د سورت توبې لومړني آيتونه نازل شول او هغه لوظونه يې فسخ کړل چې مشرکانو د اسلام له پيغمبر(ص) سره کړي وو. رسول الله(ص) د لومړي ځل لپاره د دې امر د رسولو دنده ابوبکر ته وسپارله چې په مکه کې یې د حج په وخت د خلکو لپاره ولولي؛ خو بيا يې له هغه څخه واخستل او علي(ع) ته يې ورکړ او حضرت علي(ع) د حج په مراسمو کې خلکو ته اعلان کړل.[۱۰۲] دا پېښه په سني سرچینو کې راغلې ده.[۱۰۳]

حلقه بخښل (خاتم بخشي): د خاتم بخشۍ معنی هغه کیسه ده چې په هغه کې امام علي(ع) د لمانځه په وخت کې یوه مسکین ته خپله حلقه(ګوتۍ) ورکړه. دا پېښه د شيعه او سني د روايتونو په كتابونو كې راغلې ده.[۱۰۴]

ردّالشمس: په دې پېښه کې د اسلام د پېغمبراکرم(ص) په دعا، لمر چې په پریوتو و، بېرته وګرځېد چې حضرت علي(ع) د ماځیګر لمونځ ادا کړي.[105] همدارنګ د شیخ مفید په نقل، د حضرت علي(ع) په زمانه کې په يوه جګړه کې يو شمېر کسانو د ماځیګر لمونځ نه و کړی چې د حضرت علي(ع) په دعا سره لمر بیرته راوګرځيد.[106]

 

د علي(ع) د فضائلو له خپرولو مخنیوی

د تاریخي روایتونو له مخې د بني امیه په دوره کې معاویه امر وکړ چې د امام علي(ع) د فضائل د خپریدو مخه ونیسي: د دریمې پیړۍ د یوه مورخ علي بن محمد مدائني په وینا معاویه خپلو استازو ته لیکي وو چې هر څوک چې د امام علي(ع) او د هغه د کورنۍ د فضائل په اړه یو څه بیان کړي، د هغه د ځان او مال لپاره هیڅ احترام نشته.[107] همدارنګ نقل شوي دي چې معاویه له علی څخه روایت نقل کوی او د هغوي په نیکه یادول او د علی نوم په خپلو بچو باندې کیښودل منعه کړي وو.[۱۰۸] معاویه به د امام علي سپکاوی(سب) کاوه او ويل به يې: زه به له دې کاره ډډه ونه کړم تر څو هغه څوک په نيکی نامې یاد نه کړي.[۱۰۹]

د معاویه په حکم سره په علي(ع) پسې بد رد (یعنی کنځلې او لعنت) په منبرونو شورو شو[۱۱۰] او د عمر بن عبدالعزیز تر دورې پورې څه د پاسه شپیته کاله دوام وکړ،[111] په کشف الیقین کتاب کې د علامه حلی (۶۴۸-۷۲۶ق) د وینا مطابق د علي(ع) ملګرو به د وېرې له مخې او د هغه د دښمنانو به د حسد له امله د هغه امام فضائل نه خپارول خو بیا هم ختیځ او لویدیځ د هغه له فضیلتونو ډک دی.[112] د محمد جواد مغنیه په وینا، امویانو هغه کسان شکنجه کول چې له امام علي(ع) څخه یې فضیلت یا حدیث روایت کړی وی. هغوی د امام علي(ع) شاګردان او خاص کسان لکه میثم تمر، عمرو بن حَمِق خُزاعی، رشید هجري، حُجر بن عدی او کمیل بن زیاد ووژل، تر څو هیڅوک د امام علي(ع) له آثارو او کارونو خبر نه شی.[113]

همدارنګه د سني عالم شیخ محمد ابو زهرا په وینا، د اموي حکومت د علي(ع) د ډیرو کارونو په پټولو کې جدي اغیز درلود او له همدې امله په سني سرچینو کې له هغه څخه لږ احادیث روایت شوي دي.[114]

سيد علي شهرستاني په خپل کتاب «منعُ تدوینِ الحدیث»، کې ليکلي دي: چې زياتره شيعه ليکوالان په دې اند دي، چې د حديثو د منعې کولو يو لامل د امام علي(ع) د فضائلو د خپرېدو مخنيوی؛[115] ځکه چې د پيغمبر(ص) په حدیثونو کې د اهلبیتو(ع) برتري او د خلافت لپاره د هغوی وړتیا بيان شوې وه. او دې خبرې د بني اميه د حکومت له ګټو سره ټکره درلوده.[116]

 

د حضرت علي(ع) فضیلتونه د نورو لپاره جعلول

لکه څنګه چې ابن ابي الحديد د درېيمې هجري قمري پېړۍ له معتزلي متکلم ابو جعفر اسکافي څخه نقل کړي دي، معاويه يوه ډله صحابو او تابعینو ته دا دنده سپارلې وه چې د امام علي عليه السلام په ملامتیا او بدۍ کې حديثونه جعل کړي.[۱۱۷] هغه په یوه لیک کې له خپلو استازو وغوښتل چې د عثمان بن عفان عاشقان وپېژني او هغه ځانته نږدې کړئ او هغوي چې د عثمان د فضائلو په اړه څه روايتوي هغه ولیکئ.[118] د درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ علي بن محمد مديني په وینا، خلکو مال او دولت د لاسته راوړلو لپاره د عثمان په ستاينه کې حديثونه جوړ کړل او د عثمان فضيلتونه په دې طریقه زیات شو.[119]

له همدې امله معاویه په بل لیک کې خپلو استازو ته ولیکل چې خلک دې ته وبلي چې د صحابه کرامو او دریو خليفه ګانو فضائل بيان کړي تر دې چې د حضرت علي(ع) د فضائلو په باره کې داسې کوم حديث نه وي مګر دا چې د هغې غوندې د لومړي خلیفه ګانو او صحابو لپاره راوړي یا د هغې ضد او مخالف نقل کړي.[یادونه 4] هغه دا کار د د سترګو د رڼا او د ابو تراب او د هغه د پیروانو د لارې د ویجاړولو وسیله ګڼلې ده.[120]

 

د امام علي(ع) د فضیلتونو انکار

د سلفيانو مشر ابن تيميه (۶۶۱-۷۲۸هـ ق) د امام علي(ع) په فضيلت کې راغلي ځينې احاديث تحريف او جعلي ګڼلي دي.[۱۲۱] همدارنګه د هغه شاګرد اسماعيل ابن عمر چې په ابن کثير دمشقي (۷۷۴-۷۰۱هـ ق) مشهور دی وايي: یو آیت هم یوازې د علي(ع) په اړه نه دی نازل شوی او ذکر شوي آیتونه د علي(ع) او څو نورو کسانو په اړه دي.[122] د هغه د عقیدې مطابق کوم آیتونه چې په دې هکله له ابن عباس او نورو نقل شوي دي، صحیح نه دي [۱۲۳] هغه همدارنګ د هغه ډیرو احادیثو سند ضعیف ګڼلی دی چې کوم د امام علی علیه السلام په فضیلت کې راغلي دي.[124]

ابن قيم جوزي (وفات ۷۵۱ هـ ق) چې د ابن تيميه يو بل شاګرد دی، په غدير خم کې د علي(ع) امامت جعلي ګڼي؛[۱۲۵] که څه هم د علامه اميني په وينا د غدير حديث په شيعه او سني سرچینو کې په پرله پسې توګه(متواتر) نقل شوی دی. [۱۲۶] همدارنګ یو بل سني عالم ابن جوزي (وفات ۵۹۷ هـ ق) د الموضوعاتو په کتاب کې د امام علي(ع) د فضائل ځینې احادیث د جعلي حدیثونو په توګه راوړي دي.[127]

 

کتاب‌پيژندنه

د امام علي(ع) فضائل د سني احادیثو په کتابونو کې لکه صحاح سته په ځینې برخو کې چې نامه یې مناقب او د فضائل د علی بن ابی طالب ده، ذکر شوي دي.[128] همدارنګ په هغه کتابونو کې چې د اهلبتو علیهم السلام د فضایلو په هکله لیکل شوي دي، ځینې برخې یې د امام علی علیه السلام فضیلتونو ته خاص کړی شوي دي. شيعه او سني عالمانو هم د امام علي(ع) د فضائلو په اړه مستقل کتابونه ليکلي دي. اغا بزرګ تهراني په الذریعه کې ۱۵ کتابونه د امیرالمومنین(ع) د فضائلو په عنوان سره معرفي کړي دي.[۱۲۹] هغه نور کتابونه هم په نورو عنوانونو سره معرفي کړي دي چې د امام علي(ع) فضائل پکې راغلي دي. د بېلګې په توګه: «نهج العدالة فی فضائل الإمام أميرالمؤمنین علی بن أبی‌طالب»، د عبد علي بن الحسين اللبان النجفي [۱۳۰] او «مصباح الأنوار فی فضائل إمام الاَبرار»، د هاشم بن محمد لخوا لیکل شوی.[۱۳۱]

 

د اهل سنتو کتابونه

د «فضائل امیرالمؤمنین» کتاب چې احمد بن حنبل شیباني (وفات 241 هـ ق) لیکلی چې یو له څلورو سني پيشوایانو څخه دی. په دې كتاب كې د امام علي(ع) د فضائلو او مناقبو په اړه ۳۶۹ روايتونه راغلي دي.[۱۳۲] په دې كتاب كې ابن حنبل د غدير په ورځ د دوهم خليفه امام علي(ع) ته د مباركۍ كيسه نقل كړې ده.[۱۳۳]

خصائص امیرالمؤمنین کتاب چې احمد بن شعيب نسائي (وفات 303 هـ ق) لیکلی چې محدث او د اهلسنتو له شپږو صحاحو څخه د یو کتاب ليکوال دی. په دې كتاب كې چې په عربي ژبه ليكل شوى دى، د علي(ع) اسلام، له پيغمبر(ص) سره د هغه مقام، له رسول الله(ص) سره د هغه خپلوي او د هغه د مېرمنې او اولادونو مقام ته اشاره شوې ده.

مناقب الامام علی بن ابی‌طالب، د اِبْن مَغازِلی(وفات ۴۸۳ هـ) کتاب. دا کتاب په عربي ژبه لیکل شوی او ځینې فضیلتونه لکه په کعبه کې زیږیدل، د اسلام په قبلولو کې وړاندی والی، د رسول الله(ص) په اوږه پورته کیدل او د علي په اړه احادیث او ایاتونه ذکر شوي دي.

مناقب علي بن ابي طالب، د احمد بن موسی بن مردويه (وفات ۴۱۰ هـ ق) کتاب، اَلْمعیار و المُوازنة فی فضائل الإمام أمیرالمؤمنین علی بن أبی‌طالب(ع)، د محمد عبدالله اسکافي کتاب، چې معتزلي عالم دی (وفات 240 هـ)، الجوهرة فی نسب الامام علی و آله د محمد بن ابي بکر تلمساني کتاب(په اوومه هجري قمري کال)، جواهر المطالب في مناقب الامام علي بن ابي طالب. د شمس الدین باعونی (وفات ۸۷۱ هـ) کتاب، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابی طالب، د محمد بن یوسف ګنجي (وفات ۶۵۸ هـ) کتاب، مناقب امام امیر المومنین د موفق بن احمد خوارزمي (وفات ۸۷۱ هـ ق) کتاب. او مناقب مرتضوي د میر محمد صالح ترمذي (وفات ۱۰۶۰ هـ ق) کتاب، د امام علي علیه السلام د فضائلو په اړه د سني علماوو له نورو اثارو څخه دي.

 

د شیعو کتابونه

المراتب فی فضائل امیرالمؤمنین. دا کتاب د څلورم قمري پیړۍ زیدي عالم ابو القاسم بسطي لیکلی دی. په دې کتاب کې د علي بن ابي طالب(ع) ۴۵۰ فضائل ذکر شوي دي.

تفضیل امیرالمومنین، د شیخ مفید(وفات ۴۱۳ هـ ق) کتاب، لیکوال په دې کتاب کې د شیعه او سني احادیثو په حواله د علي(ع) فضیلت په ټولو پیغمبرانو بې زمونږ له پیغمبره ثابت کړی دی. دا کار په فارسي ژباړل شوی دی.

الرّسالَةُ العَلَویة فی فَضلِ أمیرالمؤمنین(ع) عَلی سائرِ البَرّیة سِوی سیدنا رَسولُ الله(ص). دا کتاب د ابوالفتح کراجکي (وفات ۴۴۹ هـ ق) په عربي ژبه لیکلی دی. په دې کې د قرآن د آيتونو له مخې د علي(ع) فضيلت، د امام علي ځانګړتياوې او د هغه په ​​اړه د اشکالاتو ځوابونه راغلي دي.

الیَقین بِاختِصاصِ مولانا عَلیّ علیه‌السلام بِإمرَةِ المُؤمِنین. د دې کتاب لیکوال سید ابن طاووس(وفات ۶۶۴ هـ) دی. په دې كتاب كې له سني سرچینو څخه د ۲۲۰ احاديثو په نقل سره د امير المومنين لقب له علي(ع) خاص ګڼل شوى دى، چې د رسول الله(ص) لخوا ورته وركړل شوى و.

ځینې کتابونه لکه عُمْدَةُ عُیونِ صِحاحِ الاَخْبار فی مَناقبِ اِمامِ الاَبرار چې په العُمدَة مشهور دی، د ابن‌بطریق (درگذشت ۶۰۰ق) لیکل شوی، مائةُ مَنْقَبَة مِنْ مَناقِب امیرالمؤمنین وَ الأئمّة مِنْ وُلْده(ع) مِن طَریقِ العامّة چې لیکوال یې ابن‌شاذان دی، طرف من الانباء و المناقب، چې سید ابن‌ طاووس لیکلی، الروضة فی فضائل امیرالمؤمنین لیک د شاذان بن جبرئیل قمي، کشف الیقین فی فضائل امیرالمؤمنین لیک د علامه حلي او قضاء امیرالمؤمنین چې  محمدتقي شوشتري لیکلی دی، فضايل الخمسه من الصحاح السته لیکوال یې فیروزآبادي دی دا ټول هغه کتابونه دي چې شیعه عالمانو د امام علي(ع) په فضیلتونو کې لیکلي دي.