د حضرت فاطمه(س) د دفن ځای

د حضرت فاطمه(س) د دفن ځای

دا مقاله د حضرت فاطمه(س) د دفن د ځای په هکله ده. د تړلي پیښو د خبرتیا لپاره د حضرت فاطمه(س) د جنازې او دفن مقالې کتلی شئ.

د حضرت فاطمې(س) د دفن ځای یو نامعلوم ځای دی چې د هغې ځای په هکله ډېر احتمالي ځایونه لکه د حضرت فاطمې(س) کور، د پیغمبر(ص) روضه، بقیع او د عقیل کور(د بقیع د امامانو قبرونه) بیان شوي دي. د فاطمې(س) کور د شیعه علماوو له مشهورو نظریو څخه شمیرل کیږي. که څه هم شیخ طوسي په….

دې باور دی چې اکثره شیعه عالمان د پيغمبر(ص) روضه د هغې بی بی د دفن کولو ځای خورا قوي ګڼي. د علامه مجلسی په وینا، د شیعو د عقیدې له مخې، روضه د فاطمې(س) کور ته هم شاملیږي. له همدې امله ځينو څېړونکو د روضې قول د کور د قول تأييد ګڼلی دی.

سیدجعفر مرتضی چې یو تاریخ پوه دی د حضرت فاطمې(س) د قبر د موقعیت معلومول ناشوني ګڼلي دي. د شیخ طوسي او امین الاسلام طَبْرسی په وینا، غوره ده چې د حضرت فاطمې(س) زیارت په دریو واړو ځایونو کې وشي: روضة النبی، د فاطمه(س) کور او د بقیع په هدیره کې.

شيعه په دې اند دي چې د فاطمې(س) د قبر د نه پيژندلو دليل دا دى چې د فاطمې د وصیت مطابق هغه په پټه دفن شوې وه. د دوي په وینا، فاطمې(س) د امام علی(ع) د خلافت د غصبولو، د فدک د نیولو او د مسلمانانو له هغې سره د مرستې نه کولو له امله امام علی ته وصیت وکړ چې هغه دې په پټه دفن شي.

اکثره سني عالمان د حضرت فاطمه (س) قبر د امام بقيع په مقبره کې ګڼي. يو شمېر شيعه عالمانو د دې نظر د څرګندولو موخه د فاطمې(س) د قبر د پټیدو په اړه د شيعه پيروانو د مذهبي فشار کمول ګڼلي دي.

 

د حضرت فاطمة الزهرا(س) د ښخولو د ځای په اړه ځینې کتابونه هم لیکلي شوي دي لکه: «مرقدُ سیّدةِ النِّساءِ فاطمةِ الشهیدةِ الزهراء(س) فی اَیِّ مکان؟!» او «اَیْنَ قبرُ فاطمة(س)»

 

د دفن د ځای اهمیت

د حضرت فاطمې(س) د ښخولو موضوع د شيعه ګانو په کلامي كتابونو كې راغلې ده او د هغې له پټ شونې د لومړي خليفه ابوبكر په غندنه كې ګټه اخستل شوې ده.[1] شیعه د حضرت فاطمې(س) د قبر ځای پټیدل په دې باندې دلیل ګني چې هغه بي بي له ابوبکر او عمر ناراضي وه، ځکه چې دوي ترې خلافت او فدک غصب کړی و.[2] د سید محمد حسین جلالي (وفات 1399) په وینا، فاطمې وصیت وکړ چې په پټه ذفن شي د دې لپاره چې تاریخ د هغې د شهادت عوامل هېر نه کړي.[۳]

 

د فاطمې د قبر پټ شونه په ادبیاتو کې منعکس شوي دي.[۴] د بېلګې په توګه د ایران معاصر شاعر سید محمد حسین شهریار په دې اړه لیکلي دي:[۵]

بر سرِ دوشْ جسم بی‌جانی                       حمل می‌شد به نقطه‌ای مرموز

همه خواهان به دلْ درازیِ شب                                گرچه شب بود تلخ و طاقت‌سوز

تا مگر رازِ شب نگردد فاش                    نَبَرَد پی به راز شبْ دلِ روز

رازِ شب بود پیکر زهرا                          که شب آغوشِ خاکْ گشتش جا

 

احتمالي ځایونه

شيعه علماوو د حضرت فاطمې(س) د دفن د ځاى په اړه ځینې احتمالات وړاندې کړي دي.[6] مشهور نظر دا دی چې هغه بي­بي په خپل کول کې دفن شوې ده؛[7] که څه هم د شیعه محدث شیخ طوسي او نورو ډېرو شیعه پوهانو په وینا بي­بي فاطمه په روضة النبي کې خاورو ته سپارل شوې ده.[۸] د شيعو په سرچینو کې نور احتمالات هم راغلي دي چې په هغو کې د بقيع هدیره،[۹] او د عقيل کور (د بقيع د امامانو قبرونه) هم شامل دي.[۱۰]

 

سید جعفر مرتضی آملی چې شیعه مورخ دی، د حضرت فاطمې(س) د قبر د ځای معلومول ناممکن ګڼلی دی.[۱۱] د شیخ طوسي[۱۲] او امین الاسلام طبرسي [۱۳] په وینا غوره دا ده چې د حضرت فاطمه(س) د قبر زیارت په دریو واړو ځایونو کې وشي؛ روضة النبی کې، د فاطمه(س) کور او بقیع[۱۴] کې. سید ابن طاووس په مصباح الزائر کې د زیارت ځای روضة النبی ګڼلی دی. [۱۵] خو په اقبال کتاب کې راغلي چې د رسول الله(ص) کوټه د هغه بي­بي د زیارت ځای دی.[۱۶]

 

په مسجد نبوي کې د فاطمې(س) د کور نقشه چې د فاطمې(س) د دفنولو له ځایونو څخه یو ځای ګڼل شوی دی.

 

د حضرت فاطمه(س) کور

همدارنګ وګورئ: د حضرت فاطمه(س) کور

د شيعه علماوو په منځ کې مشهوره نظريه دا ده چې فاطمه(س) په خپل کور کې دفن شوې ده[17] شيخ صدوق،[18] ابن ادريس حلي،[19] ابن طاووس،[20] علامه مجلسي[21] او سيد محسن امين[ 22] هم دا امکان د نورو امکاناتو په پرتله پیاوړی ګڼلی شو. د دوي دلیل د امام رضا(ع) یو روایت[۲۳] دی چې له مخې یې فاطمه(س) په خپل کور کې دفن شوې او کله چې بنی امیه جومات پراخاوه نو په مسجد نبوي کې دننه یې قبر راغلی دی.[24]

د ځینو شیعه پوهانو په وینا، هغه روایت چې امام علی(ع) فاطمه(س) د پیغمبر(ص) په څنګ کې دفن شوې معرفي کوي[۲۵] په کور کې د هغې د دفنیدو احتمال تاییدوي؛ ځکه چې د پېغمبراکرم(ص) د دفن ځای ته تر ټولو نږدې ځای د فاطمې(س) کور دی،[26] او دا ویاړ چې پیغمبر(ص) سره څنګ ته دفن شي دا یو بل تایید دی، لکه څه رنګ چې امام حسن(ع) هم وصیت وکړ چې د رسول الله(ص) د قبر تر څنګ دې دفن شي.[۲۷]

ځينو شيعه عالمانو په کور کې د ښخولو احتمال له هغو روايتونو سره مخالف ګڼلى دى چې وايي امام علي(ع) د فاطمې(س) جنازه د ښخولو لپاره له کوره بهر کړې وه.[٢8] د دې په ځواب کې ویلي شوي دي چې هغه جنازه حقیقي نه وه بلکې د جنازې مراسم جوړ شوي وو.[29] او یا د دې لپاره جنازه جوړه شوې وه چې د قبر اصلي ځای پټ وساتي.[۳۰] د شیعه څیړونکو څخه یو په دې باور دی چې جنازه د علي(ع) او فاطمې(س) له بل کور څخه چې بقیع ته نږدې و د فاطمې(س) د بل کور په لور شوې وه.[31] د هغه په ​باور، د پیغمبر(ص) له وفات وروسته پیښې د فاطمې(س) په کور باندې د برید په شمول د بقیع په کور کې پیښ شوي وو.[32]

 

روضةالنبی

همدارنګ وګورئ: روضة النبی

شیخ مفید په خپل کتاب المُقْنَعه کې د فاطمې(س) د دفنیدو احتمال په روضة النبی کې صحیح ګڼلی دی[۳۳] او شیخ طوسي چې یو شیعه عالم دی، د فاطمې(س) په روضة النبی کې د دفنیدو قول د اکثرو شیعه عالمانو باور ګڼلی دی.[۳۴] روضة النبی په مسجد النبی کې د منبر او د پیغمبر(ص) د قبر مبارک تر مینځ فاصله ده چې پیغمبر(ص) هغه ځای د جنت له شنو ځایونو یو روضه (یو شین ځای[35]) بللی دی [۳6] د معانی الاخبار د یو روایت له مخې پیغمبر(ص) هغه ځای ته ځکه روضه نامه ورکړې وه چې د فاطمې(س) د دفن ځاى دى.[37]

 

امین الاسلام طبرسي د شپږمې هجري قمري پېړۍ مفسر او متکلم،[۳۸] او ابن شهر اشوب چې د شپږمې قمري پیړۍ مفسر او محدث دی[۳۹] د کور او د روضې دواړه احتمالات یې حقیقت ته نږدې ګڼلي دي. شیخ طوسي دغه دوه احتمالات یو له بل سره نږدې ګڼلي دي.[۴۰] او علامه مجلسي دا دواړه د جمع کیدو وړ ګڼلي دي؛ ځکه چې د شيعو د عقيدې له مخې روضه د فاطمې(س) کور ته هم شاملیږي[۴۱] له همدې امله ځينو څیړونکو د روضې قول د کور د قول تاييد ګڼلى دى.[۴۲]

 

په مسجد نبوي کې د فاطمې(س) په کور کې دننه؛ د فاطمې(س) محراب او د محراب شاته زيارت چې خلک يې فاطمې(س) ته منسوب ګڼي.

 

د بقیع هدیره

همدارنګ وګورئ: بقیع

د اوومې پیړۍ د شیعه مورخ بهاءالدین اِرْبِلی په وینا، د خلکو او تاریخ پوهانو په منځ کې دا مشهوره ده چې فاطمه په بقیع کې دفن شوې ده. هغه د دې احتمال د تایید لپاره یو روایت هم راوړی دی. هغه د بقيع د هديرې کوم مشخص ځاى نه دى په ښودلی.[۴۳]

شیخ طوسي [44] او امین الاسلام طبرسي [45] دا احتمال ډېر لری ګڼلی. په الکافي کتاب کې په يو روايت کې راغلي دي چې فاطمه(س) په بقيع کې نه ده دفن شوی.[٤٦] د دغه روايت له مخې امام حسن(ع) امام حسين(ع) ته وصيت وکړ چې: له شهادت وروسته ما در پیغمبر د قبر سر لورې ته یوسه چې هغه سره تجدید عهد وکړم بيا مې د مور قبر ته يوسه او له هغه ځايه مې جنازه بقيع ته یوسه.[47]

 

د عقیل کور (د بقیع د امامانو مقبره)

همدارنګ وګورئ: د بقیع ګنبدونه او د شیعه امامانو ګنبدونه

علامه مجلسي په مصباح الانوار کتاب کې په يو روايت کې نقل کړي چې فاطمه(س) د عقيل بن ابي طالب په کور کې دفن شوې ده.[٤٨] د عقيل کور د بقيع له هديرې بهر او هغې ته څېرمه پروت و.[٤٩] او د عباس بن عبدالمطلب له دفن کولو وروسته او د څلور امامانو له دفن کولو وروسته، دا د استوګنې له ځای څخه په عامه زیارتګاه بدل شو.[50] او د بقیع په پراخولو سره له دې سره یوځای شو.[51]

 

د قاجار دورې شاعر او لیکوال محمد حسین فراهاني په خپل سفرنامې کې د ۱۳۰۲ او ۱۳۰۳ هجري لمریز کال په اوږدو کې د بقیع د امامانو په مقبره کې د یوه قبر د موجودیت په اړه چې ګمان کیده حضرت فاطمې(س) ته منسوب دی، خبر ورکړی دی. او په هغه ځای کې به شیعه او سنیانو ټولو عبادت کاوه.[52]

 

د سني علماوو په منځ کې مشهوره نظريه دا ده چې د حضرت فاطمې(س) قبر د بقیع د امامانو په مقبره کې دی[53] د هغه یو دلیل د امام حسن(ع) هغه وصیت دی چې فرمایلي یې وو چې ما دې د خپلې مور فاطمه(س) په خوا کې دفن کړي.[54] شیعه د يو روايت [۵۵] پر بنسټ، په دې باور دي چې هغه فاطمه په بقيع کې دفن شوې ده هغه فاطمه بنت اسد د امام علی(ع) مور ده [۵۶] شیعه څیړونکی محمد صادق نجمی په دې باور دی چې سني لیکوالانو دا هڅه کړې ده چې د فاطمې(س) قبر د بقیع د امامانو په حرم کې دننه معرفي کړي چې د فاطمې د قبر د پټ والي په اړه د شیعه پیروانو نظریاتي فشار کم کړي.[57]

 

په سني منابعو کې د حضرت فاطمې(س) د دفن کولو لپاره د نورو احتمالاتو یادونه شوې ده. ځینې ​​یې په لاندې ډول دي: د هغې کور،[58] روضة النبی،[59] د عقیل بن ابی طالب د کور[60] او بیت الاحزان[61] بهرنی کونج.

 

د قبر د پټ پاتی کیدو اسباب

همدارنګ وګورئ: د حضرت فاطمه(س) وصیتونه او د حضرت فاطمه(س) جنازه او تدفین

 

د حسین وحید خراساني مرجع تقلید یو شعر چې د حضرت فاطمې(س) د پټ قبر په موضوع یې ویلی دی؛ خطاطی د محمد جاوید زاده، انځور د رامین ماراتی لخوا.

شیعه علماوو د فاطمې(س) د قبر د پټیدو علت د هغې د خپل وصیت له مخې د هغې پټې دفن کیدل ګڼلي دي.[62] د شیعو سرچینو له مخې د دې وصیت دلیل له علي(ع) څخه د خلافت، او د فدک غصبیدل او له مسلمانانو له هغې سره مرسته نه کول وو.[۶۳] د شیخ مفید [۶۴] د وینا مطابق او د دلائل الامامة کتاب د لیکوال په قول[۶۵] حضرت فاطمه(س) د خپل قبر د پټ پاتی کیدو وصیت کړی و.[یادونه 1]

 

امام علي (ع) د شپې په پټه فاطمه(س) دفن کړه [۶۶] او له دفنولو وروسته يې د هغې د قبر نښې له منځه یوړې.[۶7] له دې وروسته یې د قبر څلویښت شکلونه[68] او یا اویا شکلونه[69] جوړ کړل د دې لپاره چې د فاطمې(س) قبر ونه پيژندل شي. په ځینو شیعه منابعو کې راغلي چې عمر بن الخطاب پریکړه وکړه چې د قبر جوړ شوي شکلونه دوباره وکني او په فاطمې باندې جنازه وکړي. خو د امام علی(ع) له ګواښه وروسته هغه له دې کاره لاس واخست.[70]

ويل شوي دي چې فاطمې(س) ته کوم خاص قبر نه دى منسوب شوى [71] قاضي نورالله ششتري [72] او سيد محمد شيرازي [73] له شيعو علماوو څخه د فاطمې(س) د قبر څرګندیدل د امام مهدي(عج) له ظهور وروسته د هغه په لاس ګڼي؛ خو دوي د دې ادعا لپاره کوم دلیل نه دی یاد کړی.

 

د سني مورخ علي بن عبدالله سَمْهودي (وفات ۹۱۱ هـ ق) د حضرت فاطمې(س) د قبر د پټېدو يو لامل دا ګڼي چې د اسلام په پيل کې د قبرونو د پلستر او خښتو ټينګول عام نه وو.[74] په دې دليل نيوکې شوي دي؛ ځکه چې د رسول الله(ص) د یو شمېر اصحابو او د پيغمبر د نورو خپلوانو قبرونه معلوم دي.[۷۵]

 

ځانګړي کتابونه

ځینې کتابونه چې د حضرت فاطمه(س) د قبر په هکله لیکلي شوي دي دا دي:

 

مرقدُ سیّدةِ النِّساءِ فاطمةِ الشهیدةِ الزهراء(س) فی اَیِّ مکان؟! د سيد هاشم ناجي موسوي جزائري ليکنه: په دې کتاب کې د فاطمې د قبر د پټولو علتونه او د ښخولو د ځاى د احتمالات د شيعه روايتونو له مخې راغونډ شوي دي. [76] دا کتاب دانش خپرندویې په 1395 کال کې په قم کې خپور کړی دی[77]

اَیْنَ قبرُ فاطمة(س) چې حسين رازي ليکلی دی: په دې کتاب کې د حضرت فاطمې(س) د دفن د ځاى احتمالات ياد شوي او صحیح احتمال د هغې د کور په پام کې نيول شوى دى.[۷۹] دار المحجة البیضاء په بیروت کې دا کتاب په 1432 سپوږمیز کال کې چاپ کړی دی.[79]

همدارنګه، دا کتابونه «قبر مادرم کجاست؟ در جستجوی مزار بی‌نشان مادرم زهرا(س)» د م. ام المحسن[80] په لاس لیکلی شوی او «راز ص‍دف: ق‍ب‍ر م‍خ‍ف‍ی ح‍ض‍رت ف‍اطم‍ه(س) از م‍ن‍ظر س‍ی‍اس‍ی و ع‍رف‍ان‍ی‌» د مهرداد ویس­کرمي لیکلی کتاب په دې اړه چاپ شوي دي.[81]