د امام حسین(ع) زیارت کول، د امام حسین(ع) په مزار کې حضورول، امام ته سلام ورکول او د امام حسین(ع) لپاره زیارت لیک لوستل دی.
د امام حسین(ع) زیارت کول، د شیعه ګانو لپاره یو له ترټولو فضیلت لرونکۍ کردړنه څخه دی، او د شیعه ګانو په روایې ټولگو کې ډیری فضیلتونه او جزا د دی کړنه لپاره ذکر شوي دي؛ چې…. د امام حسین زائرانو ته د الله(ج) ویار کړل او د پیغمبر(ص) او امامانو د هغوی لپاره دعاکول په مینځ کې ده. د امام حسین(ع) زیارت په لرې ډول هم ترسره کیدی شي، او هغه ته سلام ورکول او زیارت لیک، لوستل چې حاضر نه وي هم مستحب دی او د نږدې زیارت کول په څیر اجر لری.
شیخ حر عاملې، د امام حسین(ع) د زیارت کولو ته د روایتونو پر بنسټ، کفایی واجب ګنلي ده.
د امام حسین(ع) زیارت لپاره، په روایتونو کې ډیر آداب او دودونه ذکر شوي دی؛ د امام حسین(ع) پیژندل، غسل(لامبل)، پاکې جامې اغوستل، زیارت ته د ننوتلو او زیارت لیک لوستلو لپاره له الله(ج) اجازه غوښتل، د دې آداب له ټولګو څخه ده. پلي ګرځول کې د امام حسین(ع) د زیارت له آداب څخه دی، کوم چې په شیعه روایتونو کې ټینګار شوی دی. دیر عالمانو لکه؛ شیخ مرتضی انصاري او شیخ جعفر کاشف الغطاء په حسینی اربعین کې د دې کړنه ترسره کولوته مینه درلود. نن ورځ، د اربعین پلی ګرځول په شیعه دودونو کې یو له خورا مهم دی، چې میلیونونه کسان پکې ګډون کوی.
د شیعه حدیثې سرچینې، زیارت لیکونه؛ لکه دناحیه مقدسه زیارت، د وارث زیارت او دعاشورا زیارت، د امام حسین(ع) زیارت لپاره نقل شوي ده. د امام حسین(ع) زیارت، په ځينې ورځو کې؛ لکه عرفه، عاشورا، د شعبان مياشت نیمي او په رجب میاشت تر ورځې ډیر سپارښتنه شوي ده.
د تاریخي سرچینو په وینا، لومړی کس چې د امام حسین(ع) زیارت ته ورځي جابر بن عبدالله انصاري و. د هارون او متوکل په ګډون ځینې عباسي خلیفي هڅه وکړه چی د امام حسین(ع) زیارت مخه ونیسي. په مقابل کې، د آل بویه، صفویه او قاجاریه د واکمنۍ پرمهال د امام حسین(ع) د زیارت پراختیا او بیارغونې لپاره ګامونه اخیستلی شو.
ځایگاه او ارزښت
د امام حسین(ع) زیارت، د امام حسین(ع) په حرم کې حاضریدل[۱] او ځینې عملونه ترسره کول لکه زیارت لیک، لوستل او سلام ورکول.[۲] البته، ځینې وختونه د هغه زیارت لیک، په لرې ډول هم لوستل کیږي.
د پیغمبر(ص)،[۳] او شیعه امامانو د روایتونه له مخې،[۴] یو له غوره او خورا فضیلت لرونکۍ کړنه په کربلا کې د امام حسین(ع) مزار ته زیارت کول دی. [یادونه۱] په روایتونه کې ذکر شوي د امام حسین(ع) زیارت، ځینې فضیلتونه چې په ګوته شوی ده لکه؛ په عرش کې د خدای زیارت، اجر سره مساوي دی، د امام حسین(ع) زائرانو ته د خدای(ج) ویاړ کول، پیغمبر(ص)، امام علي(ع) او حضرت فاطمه(س) سره ګاونډيتوب، د پیغمبر او امامانو د خیر شیګنې دعا، د زائرانو لپاره، ښه برخلیک په برخه شول، د روزی زیاتوالې، او د زائرانو عمر اوږدول. [۵]
په ځینو حدیثي ټولگو کې، د امام حسین(ع) د زیارت وجوب، تر نامه لاندې، فصلونه شتون لري، پشمول د شیخ مفید لخوا لیکل شوي المزار کتاب.[۶] شیخ حر عاملې، د وسائل الشیعه په کتاب کې هم د امام حسین(ع) زیارت د کفایي وجوب په اړه روایتونه ذکر کړیده.[۷]
تاریخچه
د شیعه روایتې سرچینو کې، د امام حسین(ع) د شهادت ځای ته د درناوي کولو ځینی راپورونه د اسلامي دورې د مخه نقل شوي ده.[۸] د یو روایت پربنسټ، امام علي(ع) کله چې د صفین جګری څخه راستون شو، نو هغه په کربلا کې د عاشورا پیښې ته یادونه وکړه او ژړل یې کره.[۹]
د تاریخي راپورونو له مخې، لومړی کس چې د امام حسین(ع) د شهادت وروسته په کربلا کې حضور موندلي و، جابر بن عبدالله انصاري و چې له مدینې څخه د امام په اربعین (څلوېښتم) شهادت کې د عطیه عوفي سره کربلا ته لاړ.[۱۰] په لهوف کتاب کې سید ابن طاووس په دې باور دی چې حضرت زینب(س) او د کربلا نور اسیران هم پدې ورځ ځان کربلا ته ورساوه.[۱۱] ځینې کسان لومړی زائر عبیدالله بن حر جعفي ته ګني.[۱۲]
د امویان په دوره کې، د دوی د سختۍ اخیستلو سره، ځینې خلک به د امام حسین(ع) زیارت ته تلل.[۱۳] عقبة بن عمرو سهمی، د عربي ژبې شاعر د لومړۍ قمری پیړۍ په وروستیو کې د زیارت لپاره کربلا ته ننوت او د امام حسین(ع) په اړه کې یې د زړه له کومي سندرې وویل. [۱۴] د بنې امیه د سختوالي سره، دحسیني حایر، ونه ویجاړ شو، مګر د هارون او متوکل په ګډون، ځینې عباسي خلیفي د امام حسین(ع) د زیارت د له مینځه وړو لپاره ګامونه پورته کړل؛ د مزار د نښه له مینځه وړو او د زیارت څخه د خلکو د توقیف لپاره، متوکل امر وکړ چې ځمکه قلبه شي او په قبر کې اوبه اوسیدل شي.[۱۵] د آل بویه، جلایریان، صفویان او قاجاريه د واکمنۍ پرمهال، د حسیني زیارت پراختیا، بیارغونې او ښکله کولو لپاره بنسټیز او پراخه اقدامات ترسره شوي.[۱۶]
ابن بطوطه(مړ شوی ۷۰۳ ق.) هغه د امام حسین(ع) له زیارت څخه او د زیارت په کونج کې زوار ته له خواړه ورکول یی خبرې کړېده.[۱۷] ابن صباغ (مړی۸۵۵ ق.) هم نهم پیړۍ ته د خلکو خورا زیارت کولو راپور ورکړ.[۱۸]
د زیارت آداب
د امام حسین(ع) زیارت څرنګوالي په اړه په روایتونو کې سپارښتتنه شتون لري. د دې روایاتو په وینا، د امام حسین(ع) حق پیژندل، اخلاص، د زړه حضور، او حزن لرل(غمجن شول) د زیارت کولو باطني آداب دي. د زیارت لمبا[۱۹] د پاکو جامو اغوستل، [۲۰] د ښه او ښکلا بوی او ګاڼه، نه کارول،[۲۱] چوپتیا،[۲۲] همداسې د کامل الزیارات په کتاب کې یو باب د “هغوی چی سره لرل د امام حسین(ع) په زیارت کې مکروه دی”، ترعنوان لاندی؛ لکه مختلف خواړه، خواږه او حلوا. د امام صادق(ع) لخوا روایت شوي بیان له مخې، امام حسین(ع) ته د مختلف او ښه خواړو سره زیارت مه کوئ، مګر څپولي او خاورى سره د هغه زیارت ته لاړشئ.[۲۳] د خدای(ج)، پیغمبر(ص) او اهلبیت څخه د اجازی غوښتنه، زیارت ته د ننوتلو لپاره، [۲۴] او همدارنګه د زیارت لیکونو لوستلو؛ لکه د جامعي کبیره زیارت د دې ظاهری آداب دی.[۲۵] د کامل الزیارات روایت له مخی، امام صادق(ع) د امام حسین(ع) د سر ترڅنگ کې دوه رکعتو لمونځونه سپارشتنه کړي، په کوم کې چې لومړی رکعت د حمد او یس سوری او په دوهم رکعت کې، د حمد او الرحمن سوری لوستل کیږی.[۲۶]
د زیارت ځانګړي وختونه
په شیعه روایتونوکې، د امام حسین(ع) زیارت، د عرفه په ورځ[۲۷] د عاشورا ورځ،[۲۸] د شعبان نیمه، [۲۹] او د رجب میاشت ورځې،[۳۰] خورا سپارښتنه شوی ده.
زیارت لیکونه
په شیعه حدیثي سرچینو کې، د امام حسین(ع)زیارت لپاره ډیر زیارت لیکونه ذکر شوي دي.[۳۱] د امام حسین(ع)او د هغه ملګرو ته په حدیثې سرچینو کې زیارتلیکونه هم شتون لري.[۳۲] د وارث زیارت،[۳۳] د ناحیه مقدسه زیارت،[۳۴] د عاشورا زیارت،[۳۵] او رجبیه زیارت،[۳۶] او د قدر شپي زیارت د دې زیارت لیکونو څخه دی.[۳۷]
پلي پښې ته زیارت کول
د امام حسین(ع)زیارت په اړه، د اهل البیت(ع) څخه بیلابیل روایتونه د پلي ګرځول په اړه ذکر شوي دی. [۳۸] د شیعه روایتونه، د امام حسین(ع) زیارت پلی لارول ثواب، د ګناهونو بخښنې ته بولي. د امام صادق(ع) لخوا روایت شوی ده: څوک چې د امام حسین(ع) زیارت په نیت سره له کور څخه بهر تللي، د هغه هر ګام لپاره، حسنه او ښه جزا لیکل کیږی.[۳۹] شیخ طوسې د تهذیب الاحکام په کتاب کې راوړلې ده؛ د امام زائر، کله چې د امام څنګ ته راستون شي، هغه ته د خدای کلام یو فرښته وايي؛ خپل عمل بیا پیل کړئ کله چې ستاسو تیر بخښل شوی دي.[۴۰] نن ورځ، د اربعین پلي ګرځول یو له شیعه دودونو څخه دی چې د حسیني اربعین په ورځو کې هرکال پیښیږي. دا دود، چې هر کال پکې میلیونونه خلک برخه اخلي، په نړۍ کې ترټولو لوی کلنۍ مذهبي لاریون یا ټولنه ده.[۴۱]
له لرې څخه زیارت کول
د امام حسین(ع) زیارت کول د لرې څخه هم سپارښتنه شوی ده او مستحب ګنل کیږی[۴۲] په دې ډول زیارت کې، د زیارت لمبا ترسره کول، پاکې جامې اغوستل، او همدارنګه په ځایونو لکه چت یا صحرا کې زیارت ترسره کول، مستحب دي.[۴۳] دا هم جواز لري چې مخکې یا وروسته د زیارت کول، دهغه لمونځ وکړي.[۴۴] امام صادق(ع) ته یو روایت کې منسوب شوی؛ څوک چې په خپل کور کې غسل کوي، لوړې کچې ته ځي او د امام حسین(ع) ته سلام ورکوي لکه څنګه چې هغه امام ته زیارت کړیده. [۴۵]
فوټ نوټ
- دیباچهای بر زیارت، ۱۳۹۴ش، ص۹-۱۱؛ کارگر، حقیقت زیارت، ۱۳۹۱ش، ص۷.
- ↑دیباچهای بر زیارت، ۱۳۹۴ش، ص۹-۱۱؛ کارگر، حقیقت زیارت، ۱۳۹۱ش، ص۷.
- ↑جامع زیارات المعصومین ته وګورۍ، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۳۶-۳۹.
- ↑جامع زیارات المعصومین ته وګورۍ، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۳۹-۶۹.
- ↑نجفی یزدی، اسرار عاشورا، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۳-۱۰۵.
- ↑شیخ مفید، المزار، ۱۴۱۳ق، ص۲۶، باب حد وجوبها فی الزمان علی الأغنیاء و الفقراء، ص۲۸.
- ↑حر عاملی، تفصیل وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۴، ص۴۴۳-۴۴۵.
- ↑علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۲۴۳-۲۴۴.
- ↑علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۴، ص۲۵۵-۲۵۶، ح۴.
- ↑محمدی ریشهری، گزیده شهادتنامه امام حسین، ۱۳۹۰ش، ص۸۳۹.
- ↑السید بن الطاووس، اللهوف فی قتلی الطفوف، ۱۴۱۷ق، ص۱۱۴.
- ↑طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷ق، ج۴، ص۴۷۰.
- ↑ابن قولویه ته وګورۍ، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۲۰۳ـ۲۰۶، ۲۴۲ـ۲۴۵.
- ↑الهادی، «اهمیت و فلسفه زیارت مرقد حسینی»، ص۲۸-۲۹.
- ↑ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۴۷۸-۴۷۹؛ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۲۵ـ۳۲۹.
- ↑کلیدار، تاریخ کربلا و حایر حسینی، ۱۳۸۹ش، ص۱۸۸.
- ↑الهادی، «اهمیت و فلسفه زیارت مرقد حسینی»، ص۲۸.

- ↑محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۵.

- ↑محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۶.
- ↑ابن قولويه قمي، كامل الزيارات، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۱۳۰.
- ↑محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۶.
- ↑محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۷.
- ↑محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۱، ص۱۶۹.
- ↑ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۱۶.
- ↑ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۲۳.
- ↑ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۳.
- ↑ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۸.
- ↑وګورۍ: محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۱، ص۲۵۷.
- ↑وګورۍ: محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۱، ص۲۸۱.
- ↑محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۱۳.
- ↑محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۱۰.
- ↑محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۰۷.
- ↑محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۰۶.
- ↑قمی، شیخ عباس، زیارت امام حسین علیه السلام در شبهای قدر
- ↑مثال په توګه وګورۍ: ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۴؛ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۱۸۷؛ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ش، ص۱۳۲.
- ↑ابن قولويه، كامل الزيارات، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۶، ص۴۳.
- ↑گزارش روزنامه فرانسوی لوموند از مراسم اربعین در کربلا
- ↑فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۳۲۹.
- ↑فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۳۲۹.
- ↑فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۳۲۹.
- ↑ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۴۸۲.
Aug 17 2023
د امام حسین(ع) زیارت
د امام حسین(ع) زیارت کول، د امام حسین(ع) په مزار کې حضورول، امام ته سلام ورکول او د امام حسین(ع) لپاره زیارت لیک لوستل دی.
د امام حسین(ع) زیارت کول، د شیعه ګانو لپاره یو له ترټولو فضیلت لرونکۍ کردړنه څخه دی، او د شیعه ګانو په روایې ټولگو کې ډیری فضیلتونه او جزا د دی کړنه لپاره ذکر شوي دي؛ چې…. د امام حسین زائرانو ته د الله(ج) ویار کړل او د پیغمبر(ص) او امامانو د هغوی لپاره دعاکول په مینځ کې ده. د امام حسین(ع) زیارت په لرې ډول هم ترسره کیدی شي، او هغه ته سلام ورکول او زیارت لیک، لوستل چې حاضر نه وي هم مستحب دی او د نږدې زیارت کول په څیر اجر لری.
شیخ حر عاملې، د امام حسین(ع) د زیارت کولو ته د روایتونو پر بنسټ، کفایی واجب ګنلي ده.
د امام حسین(ع) زیارت لپاره، په روایتونو کې ډیر آداب او دودونه ذکر شوي دی؛ د امام حسین(ع) پیژندل، غسل(لامبل)، پاکې جامې اغوستل، زیارت ته د ننوتلو او زیارت لیک لوستلو لپاره له الله(ج) اجازه غوښتل، د دې آداب له ټولګو څخه ده. پلي ګرځول کې د امام حسین(ع) د زیارت له آداب څخه دی، کوم چې په شیعه روایتونو کې ټینګار شوی دی. دیر عالمانو لکه؛ شیخ مرتضی انصاري او شیخ جعفر کاشف الغطاء په حسینی اربعین کې د دې کړنه ترسره کولوته مینه درلود. نن ورځ، د اربعین پلی ګرځول په شیعه دودونو کې یو له خورا مهم دی، چې میلیونونه کسان پکې ګډون کوی.
د شیعه حدیثې سرچینې، زیارت لیکونه؛ لکه دناحیه مقدسه زیارت، د وارث زیارت او دعاشورا زیارت، د امام حسین(ع) زیارت لپاره نقل شوي ده. د امام حسین(ع) زیارت، په ځينې ورځو کې؛ لکه عرفه، عاشورا، د شعبان مياشت نیمي او په رجب میاشت تر ورځې ډیر سپارښتنه شوي ده.
د تاریخي سرچینو په وینا، لومړی کس چې د امام حسین(ع) زیارت ته ورځي جابر بن عبدالله انصاري و. د هارون او متوکل په ګډون ځینې عباسي خلیفي هڅه وکړه چی د امام حسین(ع) زیارت مخه ونیسي. په مقابل کې، د آل بویه، صفویه او قاجاریه د واکمنۍ پرمهال د امام حسین(ع) د زیارت پراختیا او بیارغونې لپاره ګامونه اخیستلی شو.
ځایگاه او ارزښت
د امام حسین(ع) زیارت، د امام حسین(ع) په حرم کې حاضریدل[۱] او ځینې عملونه ترسره کول لکه زیارت لیک، لوستل او سلام ورکول.[۲] البته، ځینې وختونه د هغه زیارت لیک، په لرې ډول هم لوستل کیږي.
د پیغمبر(ص)،[۳] او شیعه امامانو د روایتونه له مخې،[۴] یو له غوره او خورا فضیلت لرونکۍ کړنه په کربلا کې د امام حسین(ع) مزار ته زیارت کول دی. [یادونه۱] په روایتونه کې ذکر شوي د امام حسین(ع) زیارت، ځینې فضیلتونه چې په ګوته شوی ده لکه؛ په عرش کې د خدای زیارت، اجر سره مساوي دی، د امام حسین(ع) زائرانو ته د خدای(ج) ویاړ کول، پیغمبر(ص)، امام علي(ع) او حضرت فاطمه(س) سره ګاونډيتوب، د پیغمبر او امامانو د خیر شیګنې دعا، د زائرانو لپاره، ښه برخلیک په برخه شول، د روزی زیاتوالې، او د زائرانو عمر اوږدول. [۵]
په ځینو حدیثي ټولگو کې، د امام حسین(ع) د زیارت وجوب، تر نامه لاندې، فصلونه شتون لري، پشمول د شیخ مفید لخوا لیکل شوي المزار کتاب.[۶] شیخ حر عاملې، د وسائل الشیعه په کتاب کې هم د امام حسین(ع) زیارت د کفایي وجوب په اړه روایتونه ذکر کړیده.[۷]
تاریخچه
د شیعه روایتې سرچینو کې، د امام حسین(ع) د شهادت ځای ته د درناوي کولو ځینی راپورونه د اسلامي دورې د مخه نقل شوي ده.[۸] د یو روایت پربنسټ، امام علي(ع) کله چې د صفین جګری څخه راستون شو، نو هغه په کربلا کې د عاشورا پیښې ته یادونه وکړه او ژړل یې کره.[۹]
د تاریخي راپورونو له مخې، لومړی کس چې د امام حسین(ع) د شهادت وروسته په کربلا کې حضور موندلي و، جابر بن عبدالله انصاري و چې له مدینې څخه د امام په اربعین (څلوېښتم) شهادت کې د عطیه عوفي سره کربلا ته لاړ.[۱۰] په لهوف کتاب کې سید ابن طاووس په دې باور دی چې حضرت زینب(س) او د کربلا نور اسیران هم پدې ورځ ځان کربلا ته ورساوه.[۱۱] ځینې کسان لومړی زائر عبیدالله بن حر جعفي ته ګني.[۱۲]
د امویان په دوره کې، د دوی د سختۍ اخیستلو سره، ځینې خلک به د امام حسین(ع) زیارت ته تلل.[۱۳] عقبة بن عمرو سهمی، د عربي ژبې شاعر د لومړۍ قمری پیړۍ په وروستیو کې د زیارت لپاره کربلا ته ننوت او د امام حسین(ع) په اړه کې یې د زړه له کومي سندرې وویل. [۱۴] د بنې امیه د سختوالي سره، دحسیني حایر، ونه ویجاړ شو، مګر د هارون او متوکل په ګډون، ځینې عباسي خلیفي د امام حسین(ع) د زیارت د له مینځه وړو لپاره ګامونه پورته کړل؛ د مزار د نښه له مینځه وړو او د زیارت څخه د خلکو د توقیف لپاره، متوکل امر وکړ چې ځمکه قلبه شي او په قبر کې اوبه اوسیدل شي.[۱۵] د آل بویه، جلایریان، صفویان او قاجاريه د واکمنۍ پرمهال، د حسیني زیارت پراختیا، بیارغونې او ښکله کولو لپاره بنسټیز او پراخه اقدامات ترسره شوي.[۱۶]
ابن بطوطه(مړ شوی ۷۰۳ ق.) هغه د امام حسین(ع) له زیارت څخه او د زیارت په کونج کې زوار ته له خواړه ورکول یی خبرې کړېده.[۱۷] ابن صباغ (مړی۸۵۵ ق.) هم نهم پیړۍ ته د خلکو خورا زیارت کولو راپور ورکړ.[۱۸]
د زیارت آداب
د امام حسین(ع) زیارت څرنګوالي په اړه په روایتونو کې سپارښتتنه شتون لري. د دې روایاتو په وینا، د امام حسین(ع) حق پیژندل، اخلاص، د زړه حضور، او حزن لرل(غمجن شول) د زیارت کولو باطني آداب دي. د زیارت لمبا[۱۹] د پاکو جامو اغوستل، [۲۰] د ښه او ښکلا بوی او ګاڼه، نه کارول،[۲۱] چوپتیا،[۲۲] همداسې د کامل الزیارات په کتاب کې یو باب د “هغوی چی سره لرل د امام حسین(ع) په زیارت کې مکروه دی”، ترعنوان لاندی؛ لکه مختلف خواړه، خواږه او حلوا. د امام صادق(ع) لخوا روایت شوي بیان له مخې، امام حسین(ع) ته د مختلف او ښه خواړو سره زیارت مه کوئ، مګر څپولي او خاورى سره د هغه زیارت ته لاړشئ.[۲۳] د خدای(ج)، پیغمبر(ص) او اهلبیت څخه د اجازی غوښتنه، زیارت ته د ننوتلو لپاره، [۲۴] او همدارنګه د زیارت لیکونو لوستلو؛ لکه د جامعي کبیره زیارت د دې ظاهری آداب دی.[۲۵] د کامل الزیارات روایت له مخی، امام صادق(ع) د امام حسین(ع) د سر ترڅنگ کې دوه رکعتو لمونځونه سپارشتنه کړي، په کوم کې چې لومړی رکعت د حمد او یس سوری او په دوهم رکعت کې، د حمد او الرحمن سوری لوستل کیږی.[۲۶]
د زیارت ځانګړي وختونه
په شیعه روایتونوکې، د امام حسین(ع) زیارت، د عرفه په ورځ[۲۷] د عاشورا ورځ،[۲۸] د شعبان نیمه، [۲۹] او د رجب میاشت ورځې،[۳۰] خورا سپارښتنه شوی ده.
زیارت لیکونه
په شیعه حدیثي سرچینو کې، د امام حسین(ع)زیارت لپاره ډیر زیارت لیکونه ذکر شوي دي.[۳۱] د امام حسین(ع)او د هغه ملګرو ته په حدیثې سرچینو کې زیارتلیکونه هم شتون لري.[۳۲] د وارث زیارت،[۳۳] د ناحیه مقدسه زیارت،[۳۴] د عاشورا زیارت،[۳۵] او رجبیه زیارت،[۳۶] او د قدر شپي زیارت د دې زیارت لیکونو څخه دی.[۳۷]
پلي پښې ته زیارت کول
د امام حسین(ع)زیارت په اړه، د اهل البیت(ع) څخه بیلابیل روایتونه د پلي ګرځول په اړه ذکر شوي دی. [۳۸] د شیعه روایتونه، د امام حسین(ع) زیارت پلی لارول ثواب، د ګناهونو بخښنې ته بولي. د امام صادق(ع) لخوا روایت شوی ده: څوک چې د امام حسین(ع) زیارت په نیت سره له کور څخه بهر تللي، د هغه هر ګام لپاره، حسنه او ښه جزا لیکل کیږی.[۳۹] شیخ طوسې د تهذیب الاحکام په کتاب کې راوړلې ده؛ د امام زائر، کله چې د امام څنګ ته راستون شي، هغه ته د خدای کلام یو فرښته وايي؛ خپل عمل بیا پیل کړئ کله چې ستاسو تیر بخښل شوی دي.[۴۰] نن ورځ، د اربعین پلي ګرځول یو له شیعه دودونو څخه دی چې د حسیني اربعین په ورځو کې هرکال پیښیږي. دا دود، چې هر کال پکې میلیونونه خلک برخه اخلي، په نړۍ کې ترټولو لوی کلنۍ مذهبي لاریون یا ټولنه ده.[۴۱]
له لرې څخه زیارت کول
د امام حسین(ع) زیارت کول د لرې څخه هم سپارښتنه شوی ده او مستحب ګنل کیږی[۴۲] په دې ډول زیارت کې، د زیارت لمبا ترسره کول، پاکې جامې اغوستل، او همدارنګه په ځایونو لکه چت یا صحرا کې زیارت ترسره کول، مستحب دي.[۴۳] دا هم جواز لري چې مخکې یا وروسته د زیارت کول، دهغه لمونځ وکړي.[۴۴] امام صادق(ع) ته یو روایت کې منسوب شوی؛ څوک چې په خپل کور کې غسل کوي، لوړې کچې ته ځي او د امام حسین(ع) ته سلام ورکوي لکه څنګه چې هغه امام ته زیارت کړیده. [۴۵]
فوټ نوټ
By ps • ۱۴ معصومین 0 • Tags: اسلام, اعتقادی کتابتون, امام حسين (ع), امام حسین, زیارت, شيعه, شیعه او سنی, کربلا, محمد رحیم درانی, محمدرحيم دراني, مستبصرین, معصومین