د فطرت آیت

د فطرت آیت (روم: 30) دين ته د انسان لېوالتيا يوه طبيعي خبره ګڼي. د اسلامی مفسرینو په وینا، دین د انساني فطرت (خلقت او ذات) مطابق تشریع شوی دی. په مجمع البیان کې د  کلمه په دین کې «حَنیفاً» په دین کې د استقامت معنی لري. خو سيد محمد حسين طباطبايي دا په دين کې د اعتدال په معنې ګڼي.

په احادیثو کې توحید د فطرت مصداق بلل شوی او په ځینو احادیثو کې د خدای پېژندنې، اسلام او ولایت یې هم د فطرت د مصداقونو په توګه بیان شوي دي. علامه طباطبايي او جوادي املي د فطرت آیت ته په اشارې سره د ټولو انسانانو د هدایت لاره یوه ګڼلې ده.

 

د آیت متن او ژباړه

د فطرتآیت د سورت روم ۳۰ آیت دی. چې وايي:

فَأَقِمْ وَجْهَک لِلدِّینِ حَنِیفًا ۚ فِطْرَ‌تَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ‌ النَّاسَ عَلَیهَا ۚ لَا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِک الدِّینُ الْقَیمُ وَلَٰکنَّ أَکثَرَ‌ النَّاسِ لَا یعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾

نو خپل مخ حقو ته مايل دين ته سم کړه هماغه فطرت چې خدای ورباندې انسانان پيدا کړي دي د خدای په پيدايښت (د توحيد فطرت) کښې څه بدلون نشته هم دغه سم دين دی خو ډېر خلک نه پوهيږي.

 

د الله دین ته پوره پاملرنه

د سيد محمد حسين طباطبايي په وينا، د فطرت آيت هغه نتيجه بيانوي چې له مخکنيو آيتونو څخه ترلاسه شوې ده. هغه لیکي: له دې سببه چې په وړاندې په آیاتونو کې د آخرت او د انسان بیا ژوندي کیدل او آخرت کې د خدای سره حساب کول ثابت شوي دي، نو په دې آیت کې دې نتیجې او پایلی ته رسیدلی چې څوک باید له خدای څخه مخ ونه ګرځوي او باید یوازې د هغه دین پیروي وکړي چې هغه راوړی دی؛ ځکه چې یوازې هغه دین د خدای له خلقت سره مطابقت لري.[۱]

 

د «حنیفاً» معنا

طبرسي په مجمع البيان کې د حنيفا معنی ثابته او پایدار کړې ده او مطلب یط ترې دا اخستی دی چې باید په دین باندې ثابت قدم اوسو. یعنی مخ ترې وانه ړوو او بل دين ته ګروهنه پیدا نه کړو؛ [۲] خو د سيد محمد حسين طباطبايي په وينا دا کلمه د دين د قایمیدو څرنګوالی ښایي او لغوي معنې ته په پام یې مطلب دا دی چې په دین دارۍ کې باید اعتدال ولرو.[۳]

 

د فطرت کلمه تفسیر

د مجمع البيان له مخې، د فطرت مطلب توحيد او د اسلام دين دی، چې انسانان د هغه پر بنسټ او د هغې پيروي کولو لپاره پیدا کړی شوي دي. هغه د رسول الله(ص) یو حدیث نقل کړی چې فرمایي: هر څوک د (اسلام) په فطرت زیږیدلی دی مګر دا چې مور او پلار یې یهودي یا مسیحي یا زرتشتي کړي.[۴]

 

په اکثرو شیعه روایتونو کې د توحید د فطرت مفهوم راغلی دی؛ [۵] خو ځینې نورمصداقونه لکه خدای پېژندنه، اسلام او ولایت هم د فطرت په توګه بیان شوي دي[۶]

 

زُراره له امام باقر(ع) څخه نقل کړې ده د «فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْها» مطلب (هماغه فطرت دی چې خدای خلک پر هغې پیدا کړي دي) او هغه دا دی چې خدای خلک د خپلې پيژندګلو پر اساس پیدا کړل او که داسې نه وای نو خلک به نه پوهیدل چې د دوي رب او روزي رسان څوک دی.[۷] د مناقب ابن شهر اشوب په کتاب کښې امام رضا(ع) له امام صادق(ع) څخه نقل کړي دي چې له دې عبارت څخه مراد توحيد، د پيغمبر(ص) نبوت او د امام علی(ع) ولایت دی.[8]

 

د هدایت لاره یوه ده

علامه طباطبايي او جوادي املي له دې متن څخه «فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْها» (په هماغه فطرت چې خدای ورباندې انسانان پیدا کړي دي)، دې پایلې ته رسیدلي چې د انسان د نیکمرغۍ لپاره یوازې یوه لاره ده.[۹] د دوي د عقیدې له مخې، د دې عبارت مطلب، انسان یو ځانګړی فطرت لري، یعنی یو خاص وجود لري چې هغه یوې ټاکلی شوی لارې ته هدایتوي چې هغه د خپل تخلیق هغه هدف ته ورسي چې د کوم لپاره پیدا کړی شوی دی؛[10] لکه څنګه چې د قرآن د آيتونو له مخې، نور مخلوقات هم د هغه هدف په لور هدایت کیږي د کوم لپاره چې پيدا کړی شوي دي.: «رَبُّنَا الَّذِي أَعْطى‏ كُلَّ شَيْ‏ءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدى‏»[۱۱] (زموږ رب هغه ذات دی چې په مخلوق کې یې هر چا ته هغه څه ورکړي چې د هغه لپاره مناسب وي، او بیا یې ورته لارښوونه کړې ده).[۱۲]

له بلې خوا، د دې په پام کې نیولو سره چې ټول انسانان یو ډول دي او یو شان عمومي ځانګړتیاوې لري، نو د دوي د نیکمرغۍ لپاره بې له یوې لارې بله نشته.[۱۳]