د بضعه حدیث

د بَِضعَه حَدِیث: د حضرت فاطمې(ص) په اړه د نبوی(ص) له حدیثونه څخه په کوم کې چې پیغمبر(ص) فاطمه «د خپل بدن غړی معرفی کړ » او د هغه خوښۍ خپل خوشی، او

د هغه ځورول خپل ځورول ګنلي ده”.

دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې نقل شوی دی. د بضعه حدیث پر بنسټ د ځینی مسئلو ثابتولو لپاره لکه د حضرت فاطمې(س)عصمت، د فدک په کیسه کې د هغه حقانیت او د اهلبیټ د تکریم لپاره یادونه شوې.

 

په اهل سنت سرچینو کې د ځینې راپورونو له مخې، دا د ابو جهل لور څخه د حضرت علي جوړراتلل(خواستگاری) د کیسې په اړه د رسول(ص) لخوا خپور شوی و. مګر د شیعه عالمانو په وینا، دا راپورونه جعلي دي، او د دوی داستان کونکۍ د اهل البیټ(ع) سره د حدیث په جعل او دښمنۍ کولو تورن دي.

متن او موقعیت

په بضعه حدیث کی د رسول‌الله(ص) لخوا د خپل لور په اړه فاطمه(س) راغلي ده:

 

فَاطِمَةُ بَضْعَةٌ مِنِّی ‏فَمَنْ آذَاهَا فَقَدْ آذَانِی و مَنْ سَرّها فَقد سَرّنی.

فاطمه زما بدن غړی دی، څوک چې هغه ځوروی دې ما ځورولې ده او څوک چې هغه خوښ کړی ما خوښ کړی ده».[۱]

د دې حدیث مینځپانګه په بیلابیلو شیعه او سني سرچینو کې لیکلی شوې ده[۲] حضرت علي(ع)،[۳] ابن عباس،[۴] ابوذر غفاری[۵] او حضرټ زهرا(س) پخپله له دې حدیث له روایت کونکۍ ده.[۶] جلال الدین سیوطی د اهل سنت مفسر، دې ته د شیعه او سني د اتفاق وړ بولی،[۷] او د اهل سنت مفسر، فخر زاری د قرآن ځینې آیتونه تشریح کولو لپاره دا حدیث کارولی ده.[۸]

 

بَضعه یا بِضعه د بدن یوه ټوټه معنی لري.[۹] له همدې امله کله چې ویل کیږي «فُلانٌ بَضْعَةٌ مِنِّی» د هغه څوک نږدی والې تر ویونکۍ په معنی ده، لکه چې هغه سړی د ویونکۍ بدن برخه ده.[۱۰] د «بَضْعَةٌ مِنِّی» ټکو د پیغمبر له لوری د حضرت علي(ع) په اړه [۱۱] او امام رضا(ع)[۱۲] په اړه هم ویلي شویده.

کلامي او فقهي کارولې

د فاطمه زهرا(س) عصمت؛د حضرت فاطمې(س) د عصمت اثباتولو لپاره، متکلمون دا حدیث په ګوته کړی.[۱۳] د آیت الله سبحاني په وینا، د شیعه تقلیدو له مراجع(د زیږیدلی کال ۱۳۰۸) د حضرت فاطمې(س) د خوښۍ او نا رضایتۍ، د خدای او د هغه رسول معیار گنلي شوی. څنګه چې خدای د نیک عملونو څخه خوښ دی او د هغه امرونو ته ګناه او نافرماني سره موافق نه دی، که چیرې حضرت زهرا(س) ګناه کړې وي، پدې حالت کې، هغه د هغه څه څخه خوښ و چې خدای ورسره ناخوښه دی؛ پداسې حال کې چې د حدیث پر بنسټ د فاطمه(س) خوښۍ د الهی رضایت سره تړاو لري.[۱۴]

د فاطمه(س) غوره والي د نړۍ په میرمنو؛ شهاب الدین الوسي د اهل سنت مفسر(د مړې کال۱۲۷۰ ق)، له د غه حدیث په گټه اخیستلو د دی آیت تر لاندې «وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ» [۱۵] د مریم په ګډون د نړۍ په میرمنو باندې د [فاطمې(س) غوره توب استناد کړی ده. [۱۶]

د فدک په پیښی کې د حضرت فاطمې(س) د حقانیت ثبوت؛ [۱۷] د پیغمبر(ص) مړینی و روسته حضرت زهرا(س) د ناروغۍ په شرایطو کې، د شیخین سره په اعتراض کې، پکی استناد کړ.[۱۸]

همدارنګه د اهل البیټ د تکریم ارتیا. [۱۹] د پلار یا برعکس د اولاد لپاره شاهدي نه منل. [۲۰] د میندو او لورو سره د واده حرامول. [۲۱] د مور او پلار اکرام ته اړتیا [۲۲] او د میرمنو لخوا د هدیره زیارت کول جواز. [۲۳] پدې حدیث کې استناد شوی دی.

د حضرت علي(ع) پروړاندې د حدیث کارول

د ځینو روایتونو له مخې، د بضعه حدیث د امام علي په ابو جهل لور جوړ راتلل(خواستګاری) په پیښې د پیامبر لخوا صادر شوی و؛ د ابن حنبل(د مری کال ۲۴۱ ق) په وینا، د عبدالله بن زبیر لخوا، کله چې علي(ع) د ابو جهل لور سره واده کولو خبره وکړه او دا خبر پیغمبر ته ورسید، هغه وویل: «اِنّما فَاطِمَةُ بَضْعَةٌ مِنِّی یُوذینی ما آذَاها»[۲۴]

 

دا کیسه په نورو سرچینو کې په مختلف بیانونو کې هم ذکر شوې.[۲۵]

 

د شیعه دیني عالم او متکلم سید مرتضی(۳۵۵- ۴۳۶ ق) دا روایتونه جعلي بولي.[۲۶] د امام صادق(ع) د بیان پراساس، دا جعلي کیسه هم ده.[۲۷] د دی حدیث له بیان کونکو ابوهریره، د حدیث په جعل کولو تورن دی.[۲۸]

 

همدغسې، حسین کرابيسي او مِسوَر بن مَخرَمه زُهري، د دې راپور نور روایت کونکۍ، په رجال علم کې ضعیف او نه باور لرونکۍ وړ په کې پیژندل شوي، نو د دوي بیانات ندي منل شوي.[۲۹] د سید مرتضی په بیان، کرابیس د نواصب له ډله ګنل کیږي څوک چې د اهل البیټ(ع) سره دښمني درلوده.[۳۰] د هغه په وینا، که دا ریښتیا وي، نو ولې د حضرت علي(ع) دښمنانو بنی امیه او د دوی ملاتړ کونکو دا د هغه په مخ له مینځه وړلو او خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره مرسته نه ده کړی.[۳۱]

 

جعفر مرتضی عاملی (دمړی کال ۱۴۴۱ ق) کې د اسلام د تاریخ څیړونکو څخه، پداسې حال کې چې د ابي جهل لور څخه د حضرت علي(ع) جور راتلل په اړه راپورونو سره متناقض گني، هغه د دې کیسې د ردولو لپاره دیارلس دلایل یاد کړل.[۳۲]

 

فوټ نوټ

۱. شیخ صدوق، الامالی، ۱۴۱۷ق، ص۱۶۵.

۲. د مثال په توګه شیخ صدوق ته وګورئ، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۰۵؛ شیخ مفید، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۲۶۰؛ شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۲۴؛ ابن‌مغازلی، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۶ق، ص۲۸۹؛ ابن‌جبرئیل، الروضة فی فضائل امیرالمؤمنین، ۱۴۲۳ق، ص۱۶۷؛ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۲۱۰ و ۲۱۹.

۳. شیخ صدوق، الخصال، ۱۴۰۳ق، ص۵۷۳؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، منشورات الشریف الرضی، ص۱۴۹.

۴. شیخ صدوق، الامالی، ‌۱۴۱۷ق، ص۱۷۵ و ۵۷۵.

۵. خزار قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۷.

۶. خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۶۴. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۶، ص۳۰۸.

۷. سیوطی، الثغور الباسمه، ۱۴۳۱ق، ص۶۷.

۸. فخر رازي ته وګورئ، التفسیر الکبیر، چاپ سوم، ج۹، ص۱۶۰، ذیل آیه ۱۸۹ سوره اعراف، ج۲۷، ص۲۰۰، ذیل آیه ۱۵ سوره زخرف، ج۳۰، ص۱۲۶، ذیل آیه ۱۹ سوره معارج.

۹. ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۱۲؛ ابن‌اثیر، النهایة، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۳۳.

۱۰. راغب اصفهانی، مفردات، ۱۴۲۷ق، ص۱۲۹

۱۱. بحرانی، البرهان، مؤسسة البعثة، ج۱، ص۲۶۱.

۱۲.  شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۲، ص۵۸۳ و ۵۸۸؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، منشورات الشریف الرضی، ص۲۳۳.

۱۳. د بېلګې په توګه سید مرتضی ته وګورئ، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۹۵؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، مؤسسه اسماعیلیان، ج۱۶، ص۲۷۳؛ ایجی، المواقف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۵۹۷.

۱۴. سبحانی، پژوهشی در شناخت و عصمت امام، ۱۳۸۹ش، ص۲۷.

۱۵. سوره آل عمران، آیه ۴۲.

۱۶. آلوسی، روح المعانی، بی‌تا، ج۳، ص۱۵۵.

۱۷. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، مؤسسه اسماعیلیان، ج۱۶، ص۲۷۸؛ ایجی، المواقف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۵۹۷ و ۶۰۷.

۱۸. خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۶۵.

۱۹. فخر رازی، التفسیر الکبیر، چاپ سوم، ج۲۷، ص۱۶۶.

۲۰. ابن‌عربی، احکام القرآن، دار الفکر، ج۱، ص۶۳۸؛ ابن قدامہ ته وګوره، المغنی، دار الکتاب العربی، ج۱۲، ص۶۶.

۲۱. فخر رازی، التفسیر الکبیر، چاپ سوم، ج۱۰، ص۲۶.

۲۲. فخر رازی، التفسیر الکبیر، چاپ سوم، ج۲۰، ص۱۸۵.

۲۳. شهید اول، ذکری الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۶۳.

۲۴. ابن‌حنبل، مسند احمد، دار صادر، ج۴، ص۵.

۲۵. د مثال په توګه، نیشابوري ته وګورئ، صحیح مسلم، دار الفکر، ج۷، ص۱۴۱؛ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۶، ص۱۵۸؛ ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، دار الفکر، ج۱، ص ۶۴۴؛ سجستانی، سنن ابی‌داود، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۶۰؛‌ نعمان مغربی، شرح الاخبار، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۶۱؛ ابن‌بطریق، عمدة عیون صحاح الاخبار، ۱۴۰۷ق، ص۳۸۵.

۲۶. سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، ۱۲۵۰ق، ص۱۶۷.

۲۷. شیخ صدوق، الامالی،‌ ۱۴۱۷ق، ص۱۶۵.

۲۸. ابن‌شاذان، الایضاح، ۱۳۶۳ش، ص۵۴۱؛‌ تستری، قاموس الرجال، ۱۴۱۹ق، ج۹، ص۱۱۱.

۲۹. فضلی، اصول الحدیث، ۱۴۲۱ق، ص۱۳۹.

۳۰. سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، ۱۲۵۰ق، ص۱۶۷-۱۶۸.

۳۱. سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، ۱۲۵۰ق، ص۱۶۹.

۳۲. جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة الامام علی، ۱۴۳۰ق، ج۳