د اربعین پیاده تګ

د اربعین پیاده تګ، یا د اربعین لاریون، د شیعه ګانو له دودونه دي چې تر صفر میاشت ۲۰ ورځو(اربعین حسینی) پورې کې ترسره کیږي.

که څه هم دغه پلی ګرځول د عراق له بیلابیلو برخو څخه کربلا ته د اربعین زیارت په اره ترسره کیږی. ډیری زائران له نجف څخه کربلا ته سفر کوي. د لاریون کونکو لار په اوږدو کې، داسې ځایونه شتون لري چې له زائران میلمستیا کیږې او د موکب په نوم یادیژی.

د صدام حسین واکمنۍ پرمهال، په اربعين مراسمو باندې بندیزونه ولګول شول، خو په ۲۰۰۳ م. کال کې د بعث ګوند په سقوط سره، دغه مراسم بیرته راژوندی شول او هرکال د عراقي شیعه ګانو سربیره، د نورو هیوادونو شیعه ګان، په ځانګړي توګه د ایران خلک هم د اربعین په لاریون کې برخه اخلي. د شیعه ګانو سربیره، اهل سنت ډلې، عیسویان، ایزدیان او نور مذهبونه هم د راپورونو له مخې د اربعین لاریونه کې گډون کوی.

 

په وروستۍ کلونو کې، ميلیونونو خلکو په دغه لاریون کې برخه اخیستې ده؛ په دغه یو ډول چی دا پیښه په نړۍ کې ترټولو لوی کلنۍ مذهبي غونډه ګنل کیږي. په ځینې راپورونو کې د برخه اخیستونکو شمیر، احصایې له ۱۲ تر ۲۰ ملیون ترمنځ کې دي.

 

اربعین زیارت ته سپارښت

د امام حسن عسکري(ع)یو حدیث پر بنسټ، د اربعین زیارت د موءمن یوه نښه پیژندل شوی ده.[۱] ځینې پوهانو استدلال کړی چې دا حدیث د اربعین د یادونې لامل دی.[۲]

 

د اربعین ورځې لپاره یو زیارت لیک هم د امام صادق(ع) څخه نقل شوی ده.[۳] شیخ عباس قمي د غیر معروف عاشورا زیارت وروسته په دریم فصل د مفاتیح الجنان په کتاب کې دغه زیارت لیک روایت کړه، چې عنوان یې «د اربعین زیارت» دی.[۴]

 

تاریخچه

د ځینې څیړونکو په وینا، د معصوم امامانو(ع) له وخت راهیسې د اربعین ورځو لاریون کول د شیعه ګانو تر منځ دود و. سید محمد علي قاضي طباطبایي د سید الشهدا لومړي اربعین په اړه د څیړنې په کتاب کې، د اربعین په ورځ، امام حسین زیارت ته د امامانو له وخت راهیسې د شیعه ګانو دود او دوامداره چلند ګنلی ده. کوم چې د بنی امیه او بني عباس په وخت کې هم دې خوځښت ته ولاره و.[۵]

 

داسې ویل کیږي چې د شیخ انصاري له دوری وروسته، دغه دود هیر شوی و او محدث نوری دغه یی راژوندی کړ.[۶] په کربلا کې د اربعین(څلوېښتو) مراسمو په راپور کې د “ادب الطف” کتاب، لیکوال، دغه غونډه کې په مکه ټولنه ته او د عزا پلاوي شتون سره پرتله کړه، ځینې یې د ترکې، عربي، فارسي او اردو کی، مرثیه ولوستلی. “ادب الطیف” کتاب په ۱۳۸۸ق/۱۹۶۷م. کې خپور شو، او د دې لیکوال، جمعیټ اټکل وکړ چې د اربعین لاریون کونکۍ له یو ملیون څخه ډیر وي.[۷]

 

د صدام واکمنی د لاریون منع کول

د ۱۴ ق. پیړۍ په وروستیو کې، د عراق بعث ګوند، د اربعین نمانځنه لاریون سره مخالفت وکړ، او ځینې وختونه یې په کلکه د لاریون کونکو سره تاوتریخوالې وکړ. دا په مراسمو کې د و لږکیدو لامل شوی. آیت الله سید محمد صدر په یو دوره کې کربلا ته پلې ګرځول، واجب اعلام کړی و.[۸]

 

د اربعین انتفاضه

په ۱۳۹۷ ق‌. کال کې(۱۹۷۷م. ۱۳۵۵ لمریز سره سم) عراق بعث ګوند، مذهبي مراسمونه، موکب جوړول او کربلا پلی ګرځول مخه ونیوله؛[۹] مګر د نجف خلک، په همدغه کال په صفر میاشت ۱۵ ورځ کې، د اربعین پلي ګرځول نمانځنه تیاری و نیسي[۱۰] او کربلا خواته راستانه شول، دغه اقدام د صدام حسین حکومت، غبرګون سره مخ شول، یو شمیر خلک یې ووژل شو او یوه ډله یې بندي کړه.[۱۱] سید محمدباقر حکیم په دې انتفاضه کې ابدې بندی ته محکوم شو[۱۲] او د ځینې عالمانو لپاره لکه علامه عسکری او سید محمدحسین فضل‌الله چې له عراق څخه تښتیدلی و، د غیابې اعدام، حکمونه صادر شو.[۱۳]

 

د اربعین زائرانو زیاتول

په ۲۰۰۳ م. کال کې د عراق بعثي ګوند په سقوط سره، د اربعین لاریون نمانځنه بیرته ژوندی شو، چې وروسته د تیر کال په پرتله هرکال، خورا گډون وکړه.[۱۴] د دې خوځښت په پیل کې، له دوه څخه تر دریو میلیونو پورې خلک شتون درلود؛ مګر په راتلونکو کلونو په لاریون کې د برخه اخیستونکو زائرانو شمیر له لسو ملیونو څخه ډیر شو؛[۱۵] تر هغه حده چې دا په نړۍ کې له ترټولو لوی مذهبي لاریونونو یا غونډو څخه ګنل کیږي.[۱۶]

 

د حضرت عباس(ع)، تولیت آستان په ۱۳۹۵ لمریز کال(۲۰۱۶م.) په یوه وینا لیک کې اعلان وکړ چې په۱۳ ورځو کې د اربعین (د صفر میاشت له ۷ څخه تر۲۰پوري) تر ۱۱ ميلیون او دوه سوه زرګونه کسان، کربلا ښار ته ننوتل.[۱۷] په ۱۳۹۷ لمریز کال کې(۲۰۱۸ م.) د امام حسین(ع) د تولیت آستان په یو وینا لیک کې وویل چې په لسو ورځو کې د اربعین(د صفر میاشت له ۱۰ تر ۲۰) پورې د اصلي دروازو څخه له یوه لس میلیون او اته سوه پنځوس زره کسان ډیر خلک کربلا ښار ته ننوتلی دی. هغه څوک چې د فرعی لارو څخه کربلا ته ننوتل یا د کوم دلیل لپاره د ښار مرکز ته نه ننوتلې (د زیارت څخه شاوخوا درې کیلومتره په شعاع کې) پدې احصائیه کې نه شمیرل کیږي.[۱۸]

 

د زائرانو شمیر په اړه په سایټونو او خبري رسنیو کې ډیری نورې احصائیې خپرونه هم شوې دي؛ ځینې راپورونو د یوه پنځوس میلیون شیعه زائرانو له ګډون څخه راپور ورکړی ده[۱۹] په ځینی نورو راپورونو کې، د ۲۰ ميلیون گډون کونکو، شمیر راپور شوي دي.[۲۰]

 

په لاریون کې د غیر سیمه يیز خلک گډون

د عراقي کورنیو چارو وزارت احصایې ښیې چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې، لږترلږه یو میلیون او ۳۰۰ زره بهرني زائران عراق ته راغلل او د اربعین په لاریون کې یې گډون وکړ.[۲۱] په ۱۳۹۷ لمریز کال کې (۲۰۱۸م.) د عراقي حکومت د احصائیو له مخې، ‌دا شمیره له یو میلیون او اته سوه زره خلکو څخه ډیر ته رسیدلې.[۲۲]

 

د پلی ګرځول مسیر او واټن

عراقي زائران له خپلو ښارونو څخه کربلا خواته به راستانه شي؛ مګر ډیری ایراني زائرانو، او همدارنګه هغه زائرانو چې د ایران له لارې عراق ته ځیدي، له نجف څخه کربلا ته د تګ لپاره، به لاره غوره کوي. په اصلي لاره کې د تګ فاصله شاوخوا ۸۰ کیلو متره ده، کوم چې معمولا له دوه څخه تر دریو ورځو پورې وخت نیسي. د نجف – کربلا په لاره کې ۱۴۵۲ ستنه شتون لري.[۲۳]

 

همداسې د نجف تر کربلا، بله لاره هم شتون لري، چې د «طریق العلما» یا «طریق الفرات» په نامه پیژندل کیږي، او ځینې د ‌اربعین زائرانو له دغې لاره کربلا ته سفر کوي. دغه د فرات تر څنګ د خرما ونو له منځو څخه تیریږي او ۸۹ کیلومتره لرې دی. په تیرو وختونو کې، د نجف عالمان دا لاره د اربعین تګ لپاره کارولې. د عالمانو لخوا د دې لارې کارولو یو لامله په عراق کې د بعث واکمنۍ په جریان کې هغه بندیزونه و چی اربعین پلی ګرځول او کربلا زیارت ته ترسره شوی و.[۲۴]

 

ګمرک او دودونه

په عراق کې د اربعین پلی ګرځول، د دودونو او گمرکونه سره دی؛ د هوسه لوستل او ميلمستيا د فرات سیند په غاړه د قامونو لخوا د زائرانو په هرکلی.

 

هوسه لوستل: له عراقي دودونه په اربعین ورځ کې، هوسه لوستل په کربلا پلې ګرځول لاری دي. هوسه د سویلي عراق د عربي قبیلو ځانګړې شعرونه بلل کیږي. دا شعرونه اتلولي او زوړورتیا څرګندوي او د لوی کارونو ترسره کولو لپاره د سریو هوډ راپارولو لپاره کارول کیږي. د شاعر لوستلو وروسته، لیدونکي د هغه یو بیت تکراروي او حلقه یې حرکت ترسره کوي.[۲۵]

 

د مراسمو پیل: د عزاداری مراسم، پنځه ورځې مخه د اربعین څخه، شبیه لوستل او تعزیه کونکۍ کاروان رسیدو سره پیل کیږي. له هغې وروسته، ګوګل وهونکۍ(د عزادارۍ په غونډه کې یو له دودونه څخه چې گډون کونکو په خپل ټټر کې وهي) او ځنځیر وهونکۍ تر ننه شوی، او اصلي مراسم به د غرمه دوه ساعتو وروسته پیل شي. زیارت کونکي، د امام حسین(ع) زیارت ته په ننوتلو ولاړ دي او پداسې حال کې چې دوی په خپل ټټر کې وهلی، دوی یو مرثیې لوستلي او تکرار یې کړ، او د ټټر وهلي په پای کې خپل لاسونه د مبارکۍ او ستاینې نښه په توګه لوړوي.[۲۶]

 

له زائرانوڅخه ميلمستيا: د فرات سیند په غاړه کې قامونو د اربعین ورځو په پلي لاره کې لوی خیمې جوړې کړې، چې د «موکب» یا «مضیف» په نامه یادیږي او زائرانو ته د ميلمستيا او ویده کولو لپاره ځای ور کوي.[۲۷] د عراق مذهبي ټولنو ډیری موکبونه جوړې کړې او د وړیا په توګه زائرانو ته خدمت کوي. د موکب مدیریت په عامه او خپلواکه توګه ترسره کیږي.[۲۸]

 

خورا مطالعي لپاره

الاربعین الحسینیه؛ دغه کتاب په فارسي ژبه لیکلي شوه چې د میرزا محمد ارباب قمي(دمړی کال ۱۳۴۱ ق.) لخوا په ۱۳۲۸ ق. کال کې لیکل شوی ده.[۲۹] پدې کتاب کې، هغه لومړی په یو څه عزا غونډه کې د فقهي قواعدو رعایت نه کول او په ځینو تحریفونه چې په مقاتل کتابونو کي راغلې ده؛ لکه د حضرت قاسم واده کول په څیر، انتقاد وکړ. او بیا یې د محرم میاشت، عاشورا پیښه، امام حسین(ع) او د کربلا شهیدانو په اړه څلویښت حدیثونه بیان او شرحه کړېده.[۳۰]

د شپږ ټوکو ټولګه(سرآغاز)؛ د اربعین پلې ګرځول، د رهبری لوړ مقام له نظره، په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه ای وینا. دا د اربعین نړیوال ځو ځښت، پنځه اصلي ماموریتونو به گوته کوي: وحدت، د کربلا پیښې بیا راژوندي کول، د حق مبازری د باطل پروړاندې، د اربعین پلې ګرځول پیښی او الگو جوړول[۳۱] له دغې هر موضوع ګانې هریو د سید محمد صادق آرمان لخوا په یوه ټوګه کې راټول شوې او په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په شهید کاظمي خپرونو چاپ شوې ده.[۳۲]

والله متم نوره؛ د لقاء الحسین نریواله او تخصصې کنگره، غونډو او ناستو کې، قم، د جمکران خپرونه، دریم چاپ ۱۳۹۷ لمریز کال.

حداد عادل، غلامعلي(گزارشی از راه پیمایی اربعین)، د لیک شرحه”به صحرا شدم، عشق باریده بود”….، تهران، د اسلامې کلتور خپرونه دفتر، دریم چاپ ١٣٩٧لمریز.[۳۳]

 

فوټ نوټ

۱. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام،‌ ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۵۲.

۲. جعفریان، «دلیل بزرگداشت اربعین چیست؟»، بازتاب اندیشه، ۱۳۸۶ش، شماره ۸۴.

۳. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام،‌ ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۱۱۳.

۴. مفاتیح الجنان، زیارت اریعین، باب زیارات، ص۶۴۲.

۵. قاضی طباطبایی، تحقیق درباره اول اربعین سید الشهدا، ۱۳۶۸ش، ص۲.

۶. «زندگی‌نامه میرزا حسین نوری»، سایت بلاغ.

۷. شبر، ادب الطف و شعراء الحسین، ج۱، ص۴۱.

۸. مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۲.

۹. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۵.

۱۰. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۱.

۱۱. ویلی،‌ نهضت اسلامی شیعیان عراق،‌ ۱۳۷۳ش، ص۸۱.

۱۲. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۳.

۱۳. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۲.

۱۵. مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۲.

۱۶. «اربعین، شکوه بیعتی مجدد با امام حسین»، خبرگزاری تسنیم.

۱۷. گزارش روزنامه فرانسوی لوموند از مراسم اربعین در کربلا، سایت روزنامه لوموند.

۱۸. أعداد الزائرین المشاة نهاراً فی أربعینیة الإمام الحسین(علیه‌السلام)، سايت رسمی آستانه حضرت عباس(ع).

۱۹. الکشف عن الاحصائیة الاولیة لاعداد الزائرین بحسب ما رصدته کامیرات العتبة الحسینیة، سایت رسمی آستانه امام حسین(ع).

۲۰. «۱۵ میلیون شیعه در حال رسیدن به کربلا»، سایت خبری فردا.

۲۱. «اجتماع ۲۰ میلیونی اربعین حسینی دنیا را متحول خواهد کرد»، خبرگزاری ایلنا.

۲۲. «تعداد زائر غیرعراقی در اربعین»، ساتی خبری فردا.

۲۳. دخول أکثر من ملیون وثمانمائة الف زائر عربی واجنبی حتی یوم ۱۹ من صفر الخیر، مرکز مطالعات و تحقیقات کربلا.

۲۴. «چرا پیاده‌روی اربعین ثواب دارد»، خبرگزاری ایسنا.

۲۵. خلوصی، «پیاده روی اربعین از مسیر طریق العلما به کربلا»، خبرگزاری ایسنا.

۲۶. اباذری، «پیاده‌روی اربعین حسینی در سیره و سخن بزرگان»، ص۱۴۶.

۲۷. اباذری، «پیاده‌روی اربعین حسینی در سیره و سخن بزرگان»، ص۱۴۷.

۲۸. اباذری، «پیاده‌روی اربعین حسینی در سیره و سخن بزرگان»، ص۱۶۳.

۲۹. مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۰.

۳۰. شریف رازی، آثار الحجة، ۱۳۳۵ش، ج۱، ص۲۲۱؛ «زندگینامه حاج محمد ارباب قمی»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه.

۳۱. ارباب قمی، اربعین حسینیه، ۱۳۷۲ش، ص۱۱.

۳۲. «سرآغاز؛ الگوى مفهومى پیاده‌روی اربعین از نگاه رهبر معظم انقلاب»، خیرگزاری میزان.

۳۳. گزارشی از راهپیمایی اربعین، به صحرا شدم، عشق باریده بود. سایت پاتوق کتاب فردا.