حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها

 

رول: معصوم • اصحاب کساء

نوم:

نوم: فاطمه

کنیتونه: ام ابیها • اُم الائمه • اُم‌الحسن • اُم‌الحسین • اُم‌المحسن

د ولادت ورځ: ۲۰ جمادی الثاني، د بعثت ۵ کال

د زیږیدو ځای: مکه مکرمه

شهادت: ۳ جمادي الثاني، ۱۱ هجري.

د ښخیدو ځای: نامعلوم

د اوسیدو ځای: مکه • مدینه

لقبونه: زهرا • صدیقه • طاهره • راضیه • مرضیه • مبارکه • بتول • سیدة نساء العالمین • کوثر

پلار: د اسلام پیغمبر(ص)

مور: خدیجه(س)

خاوند: امام علی(ع)

اولادونه: حسن • حسین • محسن • زینب • ام کلثوم

د ژوند موده په اختلاف سره: د شیعو عام نظر: 18 کاله

فاطمه(س) چې په فاطمه زهرا (۵ بعثت – ۱۱ هجري) مشهوره ده، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او خدیجه کبری(س) لور او د امام علی(ع) میرمن ده. هغه یو له هغو پنجتن پاکو (اصحاب کساء) څخه ده چې د دولسو امامانو منونکي شیعه یې معصوم ګڼي. د شیعو دوهم او دریم امام، زینب(س) او ام کلثوم د هغې له اولادونو څخه دي. زهرا، بتول، سیده نساء العالمین (د دوو جهانونو تر ټولو غوره ښځه) د هغې لقبونه دي او ام ابیها (د پلار مور) د هغې مشهور کنیت دی. فاطمه هغه یوازینۍ ښځه ده چې د نجران له عیسایانو سره د مباهلې په ورځ له رسول الله(ص) سره وه.

سوره کوثر، د طهارت آيت، د مودت آيت، او د اطعام آيت او ځینې حدیثونه لکه د َضعه حدیث د فاطمې په فضيلت او شان کې نقل شوي دي. په احادیثو کې راغلي چې رسول الله(ص) فاطمه(س) د دواړو جهانونو تر ټولو غوره ښځه معرفي کړی او د هغې غوسه او خوښي یې د خدای غضب او رضا ګڼلې ده.

د فاطمې د ماشومتوب او ځوانۍ په اړه لږ راپورونه شتون لري. له دې دورې څخه یوازې د مشرکانو د ظلمونو په وړاندې له پیغمبر اکرم(ص) سره د هغې مرسته، په شعب ابی طالب کې هغه د شتون او له امام علی(ع) سره یوځای مدینې ته د هغې د هجرت نقل شوی دی.

فاطمې(س) د هجرت په دویم کال له امام علی(ع) سره واده وکړ. د ټولنیزو فعالیتونو ترسره کول د مکې د فتحې په شمول په ځینو جنګونو کې د اسلام له پیغمبر(ص) سره د هغې مرسته دا هغه ځینې کارونه وو چې له هجرته وروسته یې ترسره کړي وو.

د سقیفې په پیښه کې د ثقیفې د شورا له کړنو سره د مخالفت په ترڅ کې فاطمې(س) د ابوبکر خلافت غصبی وباله او له هغه سره یې بیعت ونه کړ. د فدک د ضبطولو په کیسه کې او د امام علی(ع) د خلافت د دفاع په وخت کښې هغې یوه خطبه ورکړه چې د خطبه فدکیه په نامه مشهوره ده. د رسول الله(ص) له وفات څخه لږ وروسته او د ابو بکر د پیروانو د هغې په ​​کور باندې د برید په ترڅ کې ټپي شوه، د ناروغۍ په بستره پریوته او له لږې مودې وروسته د 11 هجري کال د جمادی­الثاني د میاشتې په دریمه نیټه په مدینه منوره کې په شهادت ورسیده. د پېغمبراکرم(ص) د لور جسد د هغې د وصیت مطابق، د شپې په پټه ښخ کړاى شو او قبر يې هيڅکله هم ونه پېژندی شو.

د حضرت زهرا(س) تسبیحات، مصحف فاطمه، خطبه فدکیه د فاطمې د معنوي میراث برخه ده. مصحف فاطمه(س) یو کتاب دی چې د الهي فرښتې لخوا هغې ته الهام شوی او د امام علی(ع) هغه لیکلی دی. د رواياتو له مخې دا كتاب د امامانو په لاس كې و او اوس د امام زمان(ع) په لاس كې دى.

شیعه فاطمه(س) د خپل رول ماډل ګڼي او د هغې د شهادت د کلیزې په مناسبت ماتم کوي چې د ایام فاطمیه په نوم یادیږي. په ایران کې د فاطمې(س) د زوکړې کلیزه (۲۰ جمادي الثاني) د ښځو او میندو د ورځې په نوم نومول شوې ده او د نجونو په نامو کې له ټولو ډېر د فاطمې او زهرا نومونه دي.

 

د فاطمه زهرا(س) په اړه لیکل شوي یا راټول شوي کتابونه په دریو برخو ویشل کیدی شي: مُسنَدنگاری، مَنقَبَت‌نگاری او ژوند لیک یا بیوګرافي.

 

نوم او نسب

فاطمه د اسلام د پیغمبر محمد بن عبدالله او خَدیجَه بنت خُوَیلد لور ده. د فاطمې(س) لپاره ډیر لقبونه (شاوخوا 30 لقبونه) ​​یاد شوي دي. زهرا، صادقه، محدثه، بتول، سیده نساء العالمین، منصوره، طاهره، مُطهّره، زَکیّه، مبارکه، راضیه، مرضیه د فاطمې له مشهورو نومونو څخه دي.[1]

 

د فاطمې(ص) لپاره کنتونه ذکر شوي دي: اُمّ‌اَبیها، اُم‌الائمه، ام‌الحسن، ام‌الحسین و ام‌المحسن. [2]

 

حضرت فاطمه زهرا

ژوندلیک

د حضرت فاطمې(س) د ژوند تاریخ شمېر

۲۰ جمادي الثاني د بعثت ۵ هجري کال: ولادت

د روژې د میاشتې لسمه، د بعثت لسم کال: د خپلې مور خدیجې وفات[3]

د دویم سپوږمیز کال د صفرې په اخر کې: له علي بن ابي طالب(ع) سره د فاطمې نکاح [۴]

د دویم سپوږمیز کال ۱ ذی الحجې: واده او د امیرالمومنین(ع) کور ته تلل[۵]

د دریم سپوږمیز کال د روژې په 15:: د لومړي ماشوم ولادت: امام حسن(ع)[۶]

د دریم سپوږمیز کال د شوال په7 نیټه: د احد په جنګ کې د هغې حاضري او د رسول الله(ص) د زخمونو درملنه.[۷]

د څلورم سپوږمیز کال د په 4: د امام حسین(ع) ولادت[8]

د پینځم یا شپږم سپوږمیز کال جمادی‌الاول په 5: د بی بی زینب(ص) ولادت[9]

په شپږم سپوږمیز کال: د ام‌کلثوم ولادت[۱۰]

په اووم سپوږمیز کال: د رسول الله(ص) لخوا فدک فاطمې ته ورکول[۱۱]

د نهم سپوږمیز کال د  ذی‌الحجه ۲۴: په مباهله کې حاضریدل[۱۲]

د یوولسم سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په ۲۸ یا د ربیع الاول په ۱۲: د هغې د پلار رسول الله(ص) وفات، [۱۳]

د هجرت په یولسم کال د ربیع الاول په میاشت کې: د ابوبکر په حکم د فدک قبضه

د هجرت په ۱۱ کال په ربیع الاول کې: د رسول الله(ص) په جومات کې د فدکیه خطبه لوستل

د هجرت په ۱۱ کال: د ربیع الاول ۱۱ هجري: د امام علی(ع) لخوا په بقیع کښې د فاطمې لپاره د بیت الاحزان جوړول چې هلته د پلار د وفات په غم کې عزاداري وکړي.

د هجرت په ۱۱ کال ربیع الثانی: د فاطمې پر کور برید او د دروازې سوځول او د محسن بن علي سقط کیدل

د هجرت په ۱۱ کال د جمادی‌الاول 13[۱۴] یا د جمادی‌الثانی 3 [۱۵]:  د بي­بي شهادت

 

فاطمه(س) د پېغمبراکرم(ص) او د خديجې(س) اخرنۍ اولاد دی.[۱۶] د مورخينو په وينا، فاطمه په مکه مکرمه او د خديجې په کور کې د زُقاق (کوڅه، د تېرېدو ځای) العطّارین او زُقاق الحجر په سیمه کې مَسعی سره نږدی دنیا ته راغله. [۱۷]

 

زوګړه او ماشومتوب

د شیعو د عام نظر له مخې حضرت فاطمه(س) د بعثت په پنځم کال کې چې د سَنَه اَحقافیه په نامه مشهوره ته  (د سوره احقاف د نازلیدو کال)[18] کې دنیا ته راغله.[۱۹] شیخ مفید او کفعمي د بعثت دویم کال د فاطمې(س) زوکړې کال ګڼلی دی.[۲۰] د اهل سنتو د عام نظر له مخې د فاطمې(س) زوکړه له بعثته پنځه کاله مخکې وه. [۲۱]

 

په شيعه سرچینو کې د فاطمې(س) د زوکړې ورځ د جمادي الثاني په شلمه ياده شوې ده.[۲۲] له امام باقر(ع) څخه د يو روايت له مخې دغه نوم د خداے پاک له خوا ورکړی شوی دی. د دې روايت په دوام كې د دې نوم په ایښودو په اړه راغلي دي، چې خداى (ج) هغه په میثاق ​​(د الست د عهد په ورځ په عالم زر) كې په علم سره جلا كړه او له ناپاکو يې لرې کړه. [۲۳] همدارنګه د هغه روایت له مخې چې په ذخائرالعقبی کتاب (په اومې هجرۍ کې لیکلی شوی) له رسول الله(ص) څخه نقل شوي دي چې فاطمه ته ځکه فاطمه نامه ورکړې شوه چې خدای هغه او د هغې اولاد د جهنم له اوره ساتلی است.[۲۴]

 

د فاطمې بي­بي د ماشومتوب او ځوانۍ د ژوند په اړه لږ تاریخي راپورونه راغلي دي.[25] د تاریخي راپورونو له مخې، د پیغمبر د دعوت له څرګیندیدو وروسته، فاطمه په ځینو مواردو کې په خپل پلار باندې د مشرکانو د تاوتریخوالي شاهده وه. پر دې سربېره د فاطمې د ماشومتوب درې کاله شِعب ابی‌طالب کې تېر شوي چې دا کلونه په بني هاشمو او د پېغمبر اکرم په پيروانو باندې د مشرکانو له خوا تر اقتصادي او ټولنيز فشار لاندې تېر شول.[۲۶] فاطمې هم په ماشومتوب کې خپله مور خديجه له لاسه ورکړه. د پيغمبر(ص) د وژلو په اړه د قريشو فيصله،[۲۸] له مکې څخه د پيغمبر د شپې وتل او مدينې ته هجرت او د حضرت فاطمې(س) سره د امام علي(ص) او ځينو ښځو مدينې ته هجرت، د زهرا بي­بي(س) د ماشومتوب تر ټولو مهمې پيښې وې.[۲۹]

 

د علي(ع) او فاطمې(س) واده

فاطمې(س) ډېر غوښتونکي درلودل. خو بالاخره یې له امام علي(ع) سره واده وکړ. د ځينو څېړونکو په اند، مدينې ته د پېغمبراکرم(ص) له هجرته او د اسلامي ټولنې له رهبرۍ وروسته، د فاطمې(س) له پېغمبراکرم(ص) سره د خپلولۍ له امله په مسلمانانو کې د درناوي وړ وګرځیده او ډېر لوړ مقام یې وموند.[۳۰] پر دې مسئلې سربېره له فاطمې(س)[۳۱] سره د پېغمبراکرم(ص) د مينې څرګندونه او د هغې زمانې د ښځو په پرتله [۳۲] د فاطمې ځانګړتياوې د دې لامل شوې، چې ځينې مسلمانان د پېغمبراکرم(ص) له لور سره د واده غوښتنه وکړي.[۳۳] د قريشو يو شمېر مشران چې تر نورو مخکې يې اسلام قبول کړى و او يا یې کافي مالي ځواک درلود هغوي د فاطمې غوښتې ته راغلل.[34] ابوبکر، عمر[35] او عبدالرحمن بن عوف[36] په دغو کسانو کې وو. ټولو غوښتونکیو له پیغمبره انکار واورېد. [۳۷] رسول الله(ص) به د هغوی د غوښتنې په ځواب کې فرمایل: د فاطمې واده یو آسماني کار دی او د خدای حکم ته اړتیا لري. [۳۸] او په ځینو مواردو کې یې د فاطمې د هغه ناخوښۍ یادونه هم کړې ده چې له غوښتونکو سره یې لرله.[۳۹] علي(ع) له پېغمبر اکرم سره د کورنۍ اړيکو او د فاطمې د اخلاقي او ديني ځانګړتياوو له امله، له فاطمې سره د واده کولو ته ډېره لېوالتيا درلوده;[40] خو د تاریخ پوهانو په وینا هغه ځان ته دا اجازه نه ورکوله چې د پېغمبر د لور غوښتنه وکړي.[۴۱] سعد بن معاذ دغه مسله پېغمبر اکرم ته وړاندې کړه او پېغمبر اکرم د علي غوښتنې سره موافقه وکړه.[۴۲] پېغمبراکرم(ص) بي­بي فاطمې ته د امام علی(ع) غوښته او د هغه اخلاقی فضیلت او ځانګړتیاوې بیان کړې چې د فاطمې رضایت ورسره شو.[۴۳] پېغمبراکرم(ص) هم د خداى په حکم له فاطمې(س) سره له علي(ع) واده وکړ.[۴۴]

علي(ع) هم د نورو مهاجرينو په څېر له هجرته وروسته په لومړيو مياشتو کې له سخت اقتصادي حالت سره مخ و.[۴۵] نو د پيغمبر  د مشورې له هغه خپله زغره خرڅه کړه (یا یې ګروي کیښوده) او د هغې قیمت یې د فاطمې بي­بي مهر کېښود. [۴۶] د علي(ع) او فاطمې(س) د واده مراسم په جومات کې د مسلمانانو په شتون کې ترسره شول.[۴۷] د واده د نېټې په اړه اختلاف شته. په ډېرو سرچینو کې د هجري دويم کال ذکر شوی دی. [۴۸] د واده مراسم د بدر له جګړې وروسته د دویم هجري قمري کال د شوال یا ذوالحجې په میاشت کې ترسره شول.[۴۹]

 

علي(ع) سره ګډ ژوند

په تاریخي او روایتي راپورونو کې راغلي دي چې فاطمې(س) به له علي(ع) سره په مختلفو طریقو او حتی د پیغمبر په حضور کې مینه کوله او هغه یې غوره خاوند بللی دی.[۵۰] نقل شوي دي چې فاطمې علی(ع) ته په کور کښې هغه ته د مینې په ټکو سره[۵۱] او په عام خلقو کښې د ابا الحسن په لقب سره خطاب کاوه[52] په ځینې راپورونو کې راغلي دي چې فاطمې(س)به په کور کې ځان په عطرو او د سینګار نورو څیزونو سره سینګاروه. [۵۳]

 

د فاطمې(س) او علي(ع) د ژوند لومړۍ دوره له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ وه [۵۴] او کله کله به یې د حسنینو(ع) د مړولو لپاره خواړه نه موندل؛[۵۵] خو فاطمې(س) په دغه حالت باندې نیوکه نه کوله. او کله کله به یې خپل خاوند سره د ژوند د سامان په برابرولو کې د مرستې لپاره له وړيو څخه رسۍ جوړولې.[۵۶]

د پېغمبراکرم(ص) د سپارښتنې پر بنسټ،[۵۷] فاطمې(س) غوښتل چې د کور دننه چارې په خپله وکړي او له کور بهر چارې علي(ع) ته پرېږدي.[۵۸] کله چې يې فضه د هغوي کور ته د نوکرې په توګه ولېږله، نو د کور نيمايي کار به يې پخپله کاوه او نيم به يې فضې ته پرېښوده.[۵۹] د ځینو راپورونو له مخې، د فاطمې(س) د سپارښتنې مطابق به یوه ورځ د کور کار فاطمه بي­بي کاوه او بله ورځ به فضې کول.[۶۰]

امام علی(ع) به له بلی خوا د فاطمې بي­بي احترام کاوه. له امام علی(ع) څخه روایت شوی دی چې ما هیڅکله فاطمه نه ده غوسه کړې او نه هم فاطمې چیرته زه غوسه کړې یم.[۶1] د ابوبکر او عمر په کیسه کې چې له فاطمې سره د ملاقات لپاره یې له امام علی(ع) غوښتلي وو هغې علي(ع) ته وفرمايل: کور ستا دی او دا ښځه چې له تا سره خبرې کوي ستا ښځه ده، هر څه چې غواړې هغه وکړه.[۶۲]

 

اولادونه

شیعه او سني سرچینې په دې موافق دي چې حسن،[۶3] حسین،[۶4] زینب[۶5] او ام کلثوم[۶۶] د فاطمې او علي څلور اولادونه دي.[۶۷] د شیعو او ځینې اهل سنتو په سرچینو کې ذکر شوي چې یو هغوي یو بل اولاد هم و چې د رسول الله(ص) څخه وروسته په پیښو کې فاطمې ته د هغه زیانونو په پایله کې سقط شوی و چې هغې ته رسیدلي وو، د هغه نوم مُحسِن یا مُحَسَّن ذکر شوی دی.[۶۸]

 

د ژوند اخرنۍ پیښې

د فاطمې د ژوند په وروستیو څو میاشتو کې له هغې سره بدمرغه پیښې وشوې؛ لکه څنګه چې ویل شوي، په دې موده کې هیچا زهرا(س) په خندا نه وه لیدلې.[۶۹] د پېغمبراکرم(ص) وفات،[۷۰] د سقیفې کیسه، د خلافت غصب، د ابوبکر په لاس د فدک نیول او د صحابه کرامو په حضور کې د خطبه فدکیه لوستل[۷۱] د هغې د ژوند تر ټولو مهمې وروستی پیښې وې. فاطمه له علي(ع) سره يو ځاى د ثقيفې د شورا او د ابوبکر د خلافت له اصلي مخالفانو څخه وه؛[۷۲] له همدې امله ورته د خلافت له خوا ګواښونه وشول، چې یوه بېلګه یې د فاطمې د کور د سوځولو ګواښ دی.[۷۳]

د علي(ع) او د ابوبکر د مخالفانو له هغه سره بیعت نه کول او د فاطمې په کور کښې د هغوي د ناستې اعتصاب د دې سبب شوو چې د خليفه ملګري د هغې په ​​کور باندې حمله وکړي او په دې برید کې فاطمه د ابوبکر سره د اجباري بیعت[74] کولو لپاره د علي د مخنیوي له امله ټپي شوه. او ماشوم یې سقط شو.[۷۵] له دې پېښې وروسته فاطمه ناروغه شوه او لږه موده وروسته وفات شوه.[۷۶] په الاحتجاج کتاب کې دا هم راغلي دي چې هغه د مدینې له هغو ښځو سره خبرې وکړې چې د هغه کور ته د تپوس (عیادت) لپاره راغلې وې، چې په دې کې د رسول الله(ص) له وفات وروسته د خلکو له دریځونو د هغې بي­بي خپګان ځینې نورې خبرې څرګند کړي دي.[۷۷]

 

فاطمې بي­بي علي(ع) ته وصيت وکړ چې مخالفين دې د هغې په جنازې او د دفن په مراسمو کې ګډون ونه کړي او له علي(ع) څخه يې وغوښتل چې په شپه کې يې ښخه کړي.[۷۸] د مشهورو نظريو له مخې[۷۹] فاطمه(س) د جمادي الثاني په دریمه د هجرت په ۱۱کال په مدينه منوره کې شهيده شوه.[۸۰] عمر یې اتلس کاله ښودل شوی دی؛ [۸۱] خو د امام باقر(ع) په یوه روایت کې د هغې عمر ۲۳ کاله ښودل شوی دی.[۸۲]

 

ګډونونه او سیاسي دریځونه

فاطمه(س) ډېر ټولنیز فعالیتونه او سیاسي دریځونه درلودل. مدینې ته هجرت، د احد په جګړه کې د رسول الله(ص) درملنه، [۸۳] د خندق په جګړه کې پیغمبر(ص) ته خواړه رسول [۸۴] او د مکې په فتحه کې له هغه سره ملتیا [۸۵] د پيغمبر(ص) له وفاته وړاندې د هغې له فعالیتونو څخه دي. خو د فاطمې(س) زیاتره سیاسي فعالیتونه د پیغمبر(ص) له وفات وروسته، د هغې په لنډ ژوند کې دي. له هغو ځینې مهم سیاسي دریځونه دا دي: د سقیفې له پېښې سره مخالفت او له رسول الله)ص( وروسته د ابوبکر د خليفه ټاکنه، د مهاجرو او انصارو د مشرانو کورونو ته تلل او له هغوی څخه د امام علي(ع) د فضيلت او د خلافت لپاره د برترۍ اقرار اخستل. د فدک د ملکيت د بیرته ترلاسه کولو لپاره هڅه کول، د مهاجرينو او انصارو په ډله کې د خطبه فدکيه لوستل، د هغې په کور باندې د بريد په پيښه کې د علي(ع) دفاع او د (انصارو او مهاجرو) د ښځو په هغه ډله کې وینا کول چې د هغه تپوس ته راغلې وې او له مړینې وروسته یې په پټ پناه د دفن کولو او د مراسمو د ترسره کولو وصیت. د ځينو څېړونکو په اند د پېغمبراکرم(ص) له وفات وروسته د فاطمې ډېرې خبرې او چلندونه د ابوبکر او د هغه د پلويانو له خوا د خلافت د غصبولو پر وړاندې يو ډول سياسي غبرګون او لاريون وو [۸۶] .

 

د سقیفه شورا له پرېکړې سره مخالفت

اصلي مقاله: د سقیفه بني ساعده پېښه

د سقیفه د شورا له جوړیدو او د خلیفه په توګه له ابوبکر سره د ځینو کسانو له بیعت وروسته فاطمې له علي(ع) سره او یو شمیر صحابه کرامو لکه طلحه او زبیر له دې کار سره مخالفت وکړ؛[۸۷] ځکه چې د غدیر په پیښه کې پېغمبراکرم(ص) امام علي د خپل ځای ناستي په توګه ښودلی و.[88] د تاريخي روايتونو له مخې، فاطمه(س) به له علي(ع) سره يو ځاى اصحابو ته ورتله او له هغوى يې مرسته وغوښته. د فاطمې د غوښتنې په ځواب کې به اصحابو وویل چې که هغې د ابوبکر سره له بیعت کولو مخکې دا غوښتنه کړې وای نو د علي(ع) د خلافت حمایت به یې کړی و.[۸۹]

 

د فدک کیسه او د خطبه فدکیه

وروسته له دې چې ابوبکر له فاطمې(س) څخه فدک واخست او د خپل خلافت د ګټو لپاره يې ضبط کړ، فاطمې(س) د هغه له دغه عمل سره مخالفت وکړ.[۹۰] هغې له ابوبکر سره د فدک د بېرته ورکولو لپاره خبرې وکړې او د دليل او شاهد له وړاندې کولو وروسته يې [۹۱] ابوبکر په یوه لیکنه کې فدک د فاطمې ملکیت وګڼه. خو عمر بن الخطاب په بې احترامۍ سره له فاطمې(س) څخه هغه ليکنه واخستله او ویې شلوله.[۹۲] ځينو سرچينو ويلي دي چې عمر په دې پیښه کې فاطمه(س) ووهله او په دې پيښه کې هغه ټپي شوه او ماشوم یې سقط شو.[۹۳] د فاطمې بي­بي د فدک د بېرته راګرځولو هلې ځلې چې کومې پایلې ته ونه رسیدلې هغه بي­بي مسجد نبوي ته لاړه او د اصحابو په حضور کې يې يوه خطبه ولوستله چې وروسته د خطبه فدکيه په نامه مشهوره شوه، په هغه کې يې د فدک په غصبولو او د خلافت په غصبولو کې د ابوبکر رضي الله عنه کړنه وغندله. په دې خطبه کې فاطمې(س) د ابوبکر او د هغه د پیروانو د اعمالو پایله د دوزخ اور وګڼله. [۹۴]

 

د ابوبکر پر ضد له لاریونونو سره یو ځای کیدل

وروسته له دې چې صحابه کرامو ابوبکر خليفه ونوماوه او له هغه سره يې بيعت وکړ او د حضرت علي(ع) د جانشينۍ په اړه يې د پېغمبراکرم(ص) وينا ته پام ونه کړ، فاطمې(س) او علي(ع)، بني هاشمو او يو شمېر اصحابو. له دې بیعت سره مخالفت وکړ او د فاطمې په کور کې په اعتصاب کښیناستل.[۹۵] عباس بن عبدالمطلب، سلمان فارسي، ابوذر غفاري، عمار بن ياسر، مقداد، اُبیّ بن کَعب او د بني هاشمو يوه ډله په ناستو کسانو کې وو.[۹۶]

 

په کور باندې د یرغل په پیښه کې د علي(ع) دفاع

د علي(ع) پر کور د ابوبکر د خلافت د پلويانو له بريد وروسته فاطمه(س) د بريدګرو په مقابل کې ودرېده او د علي(ع) ابوبکر سره بیعت ته په زور د بوتلو مخه يې ونيوله. [۹۷] . د سني عالم ابن عبد ربه چې په دریمې او څلورمې پيړۍ کې تېر دی، روایت دی چې کله ابوبکر د فاطمې(س) په کور کښې د خپلو مخالفانو له ناستي خبر شو نو امر یې وکړ چې هلته حمله وکړي او منتشر یې کړي. او د مقاومت په صورت کې هغوی سره جنګ وکړي. عمر له څو کسانو سره د فاطمې کور ته ورغی او له ناستو کسانو یې وغوښتل چې له کوره ووځي. بیا یې ګواښ وکړ چې که د ده له حکم څخه سرغړونه وکړي کور به یې وسوځوي.[۹۸] عمر او نور برید کوونکي په زوره کور ته ننوتل. په همدې حال کې حضرت فاطمې(س) بریدګرو ته ګواښ وکړ چې که له کوره ونه وځي نو خدای ته به شکایت وکړي.[۹۹] له همدې امله بریدګر له کوره ووتل او له علي او بني هاشمو پرته نور ټول یې د ابوبکر د بیعت لپاره جومات ته بوتلل. [100]

 

بریدګرو له اعتصاب کوونکیو کسانو څخه له بیعت اخیستو وروسته، د دې لپاره چې له امام علی(ع) او بنی هاشمو هم بیعت واخلي، یو ځل بیا د فاطمې(س) په کور حمله وکړه او د کور دروازې ته یې اور ورته کړ. فاطمه چې د دروازې شاته وه، د عمر، قنفذ او نورو اصحابو د زور، او ګزار له سببه، ټپي شوه او جنین (محسن(ع)) یې سقط شو.[101] په ځینې راپورونو کې راغلي دي چط قنفذ فاطمه بي­بي د دروازې او دېوال تر منځ يې راوسته[۱۰۲] او دروازه يې پر فاطمې(س) ورووهله او د هغې پختۍ يې ماته کړه.[۱۰۳] له دې پېښې وروسته فاطمه(س) د ناروغۍ په کټ پریوته.[۱۰۴]

 

له ابوبکر او عمره د فاطمې(س) خپګان

د فدک په معامله کې له فاطمې او علي سره د ابوبکر او عمر تاوتریخوالی او له خلیفه سره د جبري بیعت اړوند پیښې، د ابوبکر او عمر په وړاندې د فاطمې غوسه د خپل ژوند تر پایه پورې وه.[۱۰۵] د راپورونو له مخې د عمر او نورو یرغلګرو د فاطمې پر کور له برید کولو وروسته، ابوبکر او عمر پریکړه وکړه چې د بخښنې لپاره د فاطمې کور ته لاړ شي. خو فاطمې هغوی ته د ننوتو اجازه ورنکړه. دوی بالاخره د علي په منځګړیتوب د فاطمې کور ته ننوتل. کله چې فاطمې له دغو دوو سره وکتل خپل مخ یې دېوال ته وګرځاوه او د هغوی سلامونه یې بې ځوابه پرېښودل. فاطمې(س) د بضعه د حديث له يادولو وروسته چې پېغمبر اکرم د خپلې خوښۍ او غصې ته د فاطمې په خوښۍ او غوسه کې ځاى کړى و، فاطمې ابوبکر او عمر ته اعلان وکړ چې تاسو د هغې د غصې لامل شوي یئ.[۱۰۶] په ځینې راپورونو کې راغلي دي چې فاطمې(س) قسم وخوړ چې له هر لمانځه وروسته به په هغوي لعنت کوي. [۱۰۷]

 

د مهاجرو او انصارو ښځو سره په لیدلو کې خطبه

اصلي مقاله: د مدینې د ښځو په غونډه کې د حضرت فاطمې(س) وینا

د پېغمبراکرم(ص) له وفاته وروسته او د فاطمې له ناروغیدو او په بسترې له پریوتلو وروسته، د فاطمې بي­بي کور ته د مهاجرو او انصارو ښځې د هغې تپوس ته راغلې او د فاطمې(س) د هغوي د پوښتنو په ځواب کې ځینې خبرې وکړې. حضرت فاطمه(س) په دغه غونډه کښې د خداے پاک له حمد او ثنا او په خپل پلار باندې له درود او سلام استولو وروسته د (مهاجرينو او انصارو) سخته غندنه وکړه له دې سببه چې هغوي د پيغمبر(ص) جانشين یې له خپل ځایه لری کړاو د رسالت له مرکز یې لری ک؛ او ځانونه یې په ښکاره تاوان کې واچول. حضرت زهرا(س) د خپلو خبرو په دوام کښې وفرمایل چې له امام علی(ع) څخه خلقو ځکه مخ اړولی دی چې له هغه انتقام واخلئ له دې سببه چې هغه عدالت اجرا کوي او ساتنه یې کوي. او څرګنده یې کړه چې که هغوی د هغه د حکومت ملاتړ کړی وای او هغه یې منلې وې. هغوي به يې د داسې ګوارا اوبو ډنډ ته رسولي وو، چې له دواړه خواوې يې اوبو راوړیدلی وې، او د ځمکې او اسمانونو د برکتونو دروازې به هغوي ته پرانېستې شوې وې او اوس چې یې د هغه واکمني او حکومت نه دی منلی، نو الله به دوي ته د دوي د کړنو سزا ورکوي[108] د ځینو راپورونو له مخې، له دې لیدلو وروسته، کله چې مهاجرین او انصار خبر شول، دوی فاطمې ته راغلل، چې (په ظاهره) بخښنه وغواړي او (په قصدي توګه) د هغه څه توجیه وکړي، چې د ابوبکر سره یې بیعت کړی و. حضرت زهرا(س) هغوي ته وفرمایل: له ما څخه لیرې شه، ځکه چې د غیر صادقانه بخښنې وروسته هیڅ عذر نه پاتې کیږي او ستاسو دغه خطا او غلطی د راګرځیدو وړ نه ده. [۱۰۹]

 

شهادت، جنازه، دفن

اصلي مقالې: د حضرت فاطمې(س) شهادت او د حضرت فاطمه(س) جنازه او دفن

فاطمه له لږې ناروغۍ وروسته په يوولسم هجري قمري کال کښې د هغه پیښو له سببه چې د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته وروسته یې وزغملی وفات شوه.[۱۱۰] د شهادت د تاریخ په هکله بیلا بیل نظرونه شته او د پېغمبراکرم(ص) له وفات څخه له څلویښتو شپو تر اته مياشتو، يادونه شوې ده.[۱۱۱] د شیعو تر ټولو مشهور قول[۱۱۲] د جمادي الثاني درېيمه ده؛[۱۱۳] يعنې د پيغمبر اکرم(ص) له وفات څخه ۹۵ ورځې وروسته.[114] د دې قول سند د امام صادق(ع) روایت دی.[۱۱۵] د نورو نظرونو له مخې د پیغمبر(ص) له وفات څخه ۷۵ ورځې وروسته،[۱۱۶] (۱۳ جمادي الاول)[یادونه ۱] د ربیع الثاني اتمه[117]، د ربیع الثاني د میاشتې دیارلسمه [118] او د رمضان د میاشتې دریمه[119] د فاطمې د شهادت ورځ ده.

 

امام کاظم(ع) په یوه روایت کې د فاطمې(س) شهادت روښانه کړی دی[۱۲۰] د امام صادق(ع) په يو روايت کښې د فاطمې(س) د شهادت علت د قنفذ د تورې کاش سره ګوزار دی چې د محسن د سقط او هغې بي­بي د بيمارۍ سبب شوی دی او بیا د هغې د شهادت سبب شوی دی.[۱۲۱]

د ځینو څیړونکو په وینا، د فاطمې دا وصیت چې په پټه توګه د هغې جسد ښخ کړی شي، د خلافت په وړاندې د هغې وروستی سیاسي عمل و.[۱۲۲]

 

د ښخولو ځای

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) د ښخولو ځای

حضرت فاطمې له شهادته مخکې وصيت کړی و چې نه غواړي هغه خلک چې پر هغې یې ظلم کړی او د هغې د غضب لامل شوي دي د هغې پر جنازې کې ګډون وکړي. له همدې امله يې غوښتلي وو چې د هغې جنازه او دفن دې په پټه وکړی شي او د هغې د ښخولو ځاى دې پټ وساتلی شي.[۱۲۳] د مورخينو په وينا، علي(ع) خپلې مېرمنې ته د اسماء بنت عميس په مرسته غسل ور​کړ[۱۲۴] او د هغې پر جسد يې په خپله لمونځ وکړ.[۱۲۵] له امام علی(ع) نه علاوه څو نورو خلقو هم په دغه لمانځه کښې ګډون وکړ چې د خلقو د شمېر او نومونو په باره کښې اختلاف دی. تاریخي سرچینو له مخې امام حسن، امام حسین، عباس بن عبدالمطلب، مقداد، سلمان، ابوذر، عمار، عقیل، زبیر، عبدالله بن مسعود او فضل بن عباس په دې لمانځه کې ګډون کړی و.[۱۲۶]

 

امام علي(ع) له ښخولو وروسته د قبر نښې له منځه يوړې تر څو قبر يې و نه پيژندل شي.[۱۲۷] سربېره پر دې چې د قبر دقيق ځای معلوم نه دی، په اړه هم بېلابېل روايتونه دي چې قبر په کومه سیمه کې دی.[۱۲۸]

 

ځينو په روضة النبي د حضرت فاطمې(س) د ښخولو ځاى ګڼلى دى.[۱۲۹]

 

د حضرت فاطمې او امام علی(ع) کور د ښخولو بل ځای ښودل شوی دی. د بني اميه په زمانه کې د مسجد نبوي په پراخوالي سره دا ځای د مسجد يوه برخه شوه.[130]

ځینو سرچینو په مطلق ډول د بقی قبرستان د حضرت فاطمې د ښخولو ځای بللی دی.[۱۳۱]

د عقیل بن ابی طالب کور بل ځای دی چې سرچینې یې د فاطمې د ښخولو ځای ګڼي [۱۳۲] د عقیل کور یو لوی کور دی چې د بقیع هدیرې ته څېرمه و.[۱۳۳] او په هغې کې د فاطمه بنت اسد، عباس بن عبدالمطلب او یو شمیر شیعه امامانو(ع) خاورو ته له سپارلو وروسته، دا کور د استوګنې له حالت څخه په عام زیارت ځای بدل شو.[۱۳۴]

 

فضیلتونه

اصلي مقاله: د حضرت فاطمې(س) فضیلتونه

د شيعو او سنيانو په روايي، تفسيري او تاريخي سرچینو کې د حضرت زهرا(س) لپاره ډېر فضيلتونه راغلي دي. له دې فضیلتونو څخه ځینې یې قرآني اصل لري لکه د تطهیر آیت او د مباهلې آیت. په دې ډول فضیلتونو کې د آیتونو د نازلیدو شان د پیغمبر د اهل بیتو په اړه دی او فاطمه هم له اهلبیتو(ع) څخه ده. په احادیثو کې هم یو شمیر فضیلتونه ذکر شوي دي لکه د بَضعه او مُحَدَّثه حدیثونه.

 

عصمت

اصلي مقاله: د حضرت زهرا(س) عصمت

د علامه مجلسي په وينا، شيعه ګان د فاطمې(ص) په عصمت باندې قطعي اجماع لري.[۱۳۵] د تطهیر آيت، [۱۳۶] د بضعه حديث او هغه احاديث چې د اهل بيتو(ع) د عصمت څرګندونه کوي د فاطمې(س) د عصمت لپاره دلیلونه ګڼل کیږي.[۱۳۷] د تزکیې د آیت له مخې، خدای تعالی اراده کړې ده چې اهل بیت(ع) له هر ډول ناپاکۍ او پلیتۍ څخه پاک کړي او د ډیرو شیعه او سني روایتونو له مخې فاطمه د اهل بیتو مصداق ده.[138] د حضرت زهرا(س) د عصمت لازمه دا ده چې هغه د پیغمبرانو او امامانو ځینې ځانګړتیاوې لکه د وینا او چلن حجیت، د تفسیر او د دین د تشریح کولو وړتیا درلوده. او د هغې عملي چلند او دریځونه د حق او باطل د توپیر لپاره معیار دي او همدارنګ د ژوند په ډګرونو کې هم یوه بشپړه بیلګه ګڼل کیږي.[۱۳۹]

د اهل سنتو په روایي او تاریخي سرچینو هم ځینې روایتونه راغلي دي چې رسول الله(ص) د تطهیر ایت په شهادت سره خپل اهلبیت فاطمه(س)، علي(ع)، حسن(ع) او حسین(ع) له ټولو ګناهونو څخه پاک ګڼلي دي.[۱۴۰]

 

عبادت

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) لمونځ

فاطمه زهرا(س) هم د رسول الله(ص) په څیر له عبادت سره ډیره مینه درلوده او د خپل ځینې وختونه به یې په دعا او مناجات سره تیرول. [۱۴۱] په ځینې سرچینو کې راغلي دي چې فاطمې(س) غیبي امداد شوی؛ د بېلګې په توګه سلمان فارسي په دې خبره حيران شو چې زهرا(ع) د ژرندې تر څنګ قرآن تلاوتوي او د ژرندې ډبره په خپله راګرځي او په دې اړه يې له رسول الله(ص) سره خبرې وکړې. رسول الله(ص) ځواب ورکړ: «… خدای ج جبرائیل رالیږلی دی چې ژرنده د هغې لپاره وګرځوي».[142] اوږده لمونځونه، شپې روڼول، د ګاونډیانو[۱۴۳] په شمول د نورو لپاره دعا کول، روژې نیول، د شهیدانو د قبرونو زیارت کول د فاطمه(س) له اخلاقی ځانګړتياوو څخه دي چې د اهل بيتو، ځينو صحابه کرامو او پيروانو په خبرو کې پرې ټينګار شوى دى.[۱۴۴] په همدې اساس د دعاګانو، او مناجاتو په ځينې کتابونو کې ځینې لمونځونه، دعاګانې او تسبیحات فاطمې(س) ته منسوب شوي دي.[145]

 

خدای او پیغمبر سره د فاطمې مقام

شیعه[۱۴۶] او سني[۱۴۷] عالمانو د سوره شوری د ۲۳ آیت پر بنسټ چې د مودت د آیت په نوم یادیږي، له فاطمې سره مینه او محبت د مسلمانانو لپاره د خدای حکم ګڼلی دی. د مودت په آيت كې د پيغمبر(ص) د رسالت اجر د هغه له خپلوانو سره دوستي او مينه ده، چې مفسرينو هغوي اهل بيتو(ص) یاد کړي دي.[۱۴۸] د احادیثو له مخې په دې آیت کې د اهل بیت علیهم السلام خپلوان یا (د مفسرینو په قول) فاطمه(س)، علي(ع) او حسنین(ع) دي،[۱۴۹] له آیه مودت پرته داسې روایتونه له پیغمبر(ص) روایت شوي دي چې هغې پر اساس خدای د فاطمې په غضب غضبناک کیږي او هغې په رضا راضي کیږي.[150]

سید محمد حسن میرجهاني په خپل کتاب «جُنّة العاصمه» کې یو حدیث نقل کړی دی چې د فاطمې د پیدایښت یې د اسمانونو د پیدایښت لامل ګڼلی دی. دا حدیث چې د لولاک حدیث په نامه یادیږي له رسول الله(ص) څخه روایت شوی دی او په دې اساس د اسمانونو پیدا کول د پیغمبر په پیدایښت پورې اړه لري او د پیغمبر(ص) پیدا کیدل د علي(ع) په پیدایښت پورې اړه لري او د پېغمبراکرم(ص) او علي(ع) پيدايښت د فاطمې په پيدايښت پورې اړه لري.[۱۵۱] ځينې د دې حديث په سند باندې اشکال کوي او محتويات یې د توجيه وړ ګڼي.[۱۵۲]

پېغمبراکرم(ص) له فاطمې(س) سره ډېره مينه درلوده او د نورو په پرتله يې ډېره مينه او احترام کاوه. په یوه حدیث کې چې د بضعه په حدیث مشهور دی، پیغمبر(ص) فاطمه د خپل بدن ټوټه معرفي کوي او فرمایي: چا چې هغې ته تکلیف ورکړ زه یې خپه کړې یم. دا روايت د لومړيو محدثانو لکه شيخ مفید له شيعه فقهاوو او احمد بن حنبل له سني فقهاوو څخه په بېلابېلو ډولونو نقل شوى دى.[۱۵۳] کله به چې رسول الله(ص) په سفر روانیده، اخر به يې فاطمې(س) سره الوداع کوله او کله به چې له سفره راستون شو، نو لومړى به يې له فاطمې سره ليدنه کوله.[۱۵۴]

 

د ښځو سرداره

د شيعه او سنيانو په ګڼو رواياتو کې راغلي دي چې فاطمه د جنت له ښځو څخه غوره، د دواړو جهانونو له ښځو څخه غوره او د امت په ښځو کې له ټولو غوره ده.[۱۵۵]

 

د مباهله په کیسه کې یوازینۍ غوره شوې ښځه

د نجران له عیسویانو سره د مباهلې په کیسه کې د مسلمانو ښځو تر مینځ یوازې فاطمه(س) له رسول الله(ص) سره د ګډون لپاره غوره شوې وه. دا پیښه د مباهله په آیت کې ذکر شوې ده. د تفسیري، روایي او تاریخي سرچینو له مخې د مباهلې آیت د اهل بیتو علیهم السلام په فضیلت او غوره والي کې نازل شوی دی.[۱۵۶] فاطمه، امام علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسين(ع) په دې پيښه کښې پيغمبر(ص) سره وو.[157]

 

د فاطمې له لارې د پیغمبر د نسل دوام

له فاطمې څخه د پیغمبر د نسب دوام او د فاطمې له اولادې څخه د شیعه امامانو ټاکل د هغې بي­بي له فضیلتونو څخه ذکر شوی دی.[۱۵۸] ځينو مفسرينو په سوره کوثر کې له فاطمې څخه د پېغمبر اکرم د نسب دوام د کوثر د بېلګې په توګه ګڼلى دى، چې د ډېر خېر په معنا دى.[۱۵۹]

 

سخاوت

د فاطمې(س) سخاوت د هغې د سلوک له ځانګړتیاوو څخه شمیرل کیږي. له علي(ع) سره په ګډ ژوند کې، کله چې هغه په ​​مناسب اقتصادي حالت کې و، ساده او تل به یې انفاق کاوه.[۱۶۰] د واده په شپه مسکين ته د نوي کالي صدقه کول.[۱۶۱] فقیر ته غالۍ بخښل [۱۶۲] او خپل ټول خوراک مسکينانو، يتيمانو او بنديانو ته ورکول د انفاق له کارونو دي.[۱۶۳] د روايي او تفسيري راپورونو له مخې وروسته له دې چې فاطمه(ع)، علي(ع) او حسنين(ع) خپل ټول خواړه پرله پسې درې ورځې د افطار پر مهال اړمنو ته ورکړل، د هغوى په وياړ د اطعام آيت نازل شو. [۱۶۴]

 

زهد او ساده ژوند

جهیزیه حضرت فاطمه شانزده یا نوزده قلم جنس بوده است که شانزده عدد آن اسباب و وسیله‌ی مختصر برای یک زندگی کوچک بود هنگامی که رسول خدا(ص) چشمش به آن افتاد این‌گونه دعا کرد: «اللّهُمَّ بارِک لِقَومٍ جُلُّ آنِیَتِهِمُ الخَزَفُ» ظروف و زندگی را بر کسانی که بیشتر خداوند و وسایلشان گلی و سفالین است مبارک گردان.[۱۶۵]

د حضرت فاطمې په جهیز کې شپاړس یا نولس جنسونه وو، چې شپاړس یې د کوچني ژوند وسیله وه، کله چې رسول الله(ص) ولید نو دا دعا یې وکړه: «اللّهُمَّ بارِک لِقَومٍ جُلُّ آنِیَتِهِمُ الخَزَفُ» خدایه د هغو کسانو په لوښو او ژوند کې برکت واچوې چې ډېر لوښي یې د کودړي دي.[۱۶۵]

 

مُحَدَّثه شونه

له فاطمې(س) سره د ملائکو خبرې کول د هغې له ځانګړنو څخه دي چې د له سببه هغه مُحَدَّثه ونومول شي. [۱۶۶] د پېغمبر اکرم په زمانه کې او د هغه له وفات وروسته له فاطمې سره د ملائکو خبرې فاطمې ته تسلي ورکولو او د پېغمبراکرم(ص) د راتلونکي نسل په اړه خبر ورکولو لپاره وې.[۱۶۷] راتلونکې پیښې چې الهي فرښتې به فاطمې ته وویلې امام علي(ع) به هغه لیکلې چې دا لیکل د مصحف فاطمه په نوم وپیژندل شول.[۱۶۸] په دغه راپور کښې یوازې د یوې فرښتې خبرې ذکر شوی دی او فاطمه(س) یواځی اوریدونکی وه او هغه څه چې فاطمې(س) اوریدلې هغه حضرت امام علی(ع) هم اوریدلې او لیکلی دی . له دغې فرښتې سره د ملاقات په وخت کښې د امام علی(ع) شتون د حضرت فاطمې(س) په غوښتنه ؤ. د فيض کاشاني په وينا، د دې غوښتنې لامل هغه وېره وه، چې په يوازېتوب کې له پرښتې سره د خبرو پر مهال يې درلوده.[۱۶۹] خو د الکافي په فوټ نوټ کې چې د علي اکبر غفاري او محمد اخوندي په تصحیح سره لیکل شوې دی، د حضرت فاطمې د غوښتنې لامل چې علی(ع) دې موجود وي، دا و چې د فرښتې خبرې ټولې هغې ته یاد نه پاتی کیدې.[۱۷۰] [یادونه 2]

 

علم او پوهه

د حضرت فاطمه زهرا(س) د عباداتو، تعلیم، اخلاقو، خاوند سره چلند او داسې نورو برخو کې د نمونې په توګه د شونې لازمه دا ده چې له ځانګړي علمي پوهې او کمالاتو څخه برخه منه وي ترڅو د دې په رڼا کې مراجعین د مختلفو علمي اړتیاوو ځواب ووایي.[171] د حضرت فاطمې(س) د زيارت په يوه برخه کې هغې بي­بي ته دا رنګ سلام اچول شوی دی: «السَّلاَمُ عَلَیْکِ أَیَّتُهَا الْمُحَدَّثَةُ الْعَلِیمَةُ» (پر تا سلام دې وي ای هغې چې له ملايكو ورسره خبرې كړي او ډېره زیاته عالمه یې) [۱۷۲] د فاطمې(س) د پوهي او د ديني ادب او اخلاقو مراعات او د سوالګر په وړاندي د هغې بې ساري عاجزي يوه پيښه هغه ده چي له امام حسن عسکري(ع) څخه په يوه روايت کي راغلي دي

چي يوه ورځ يوې ښځي حضرت فاطمې ته وويل چې زما مور ناتوانه ده د هغه په ​​لمانځه ته په راتلو کې ستونزه لري نو زه یې رالیږلم چې له تاسو څخه ځواب ترلاسه کړم. حضرت زهرا(س) ورته ځواب ورکړ. بیا هغه ښځې بله پوښتنه وکړه او هغې(س) ورته بیا ځواب ورکړ، ښځې نورې پوښتنې وکړې، تر دې چې لس ځله یې پوښتنه وکړه، په دې وخت کې هغه ښځه شرمنده شوه او ویې ویل، چې ما ته ستړی او خپه کړې، له دې نه زیات ستا مزاحمه نه کیږم او نه دې ستړې کوم. فاطمه(س) ځواب ورکړ چې کومه پوښتنه لرې ویې کړه، بیا یې وفرمایل: که یو سړی په کوم ځای کې د دروند بار وړلو لپاره په کار وګمارل شي او سل زره دیناره معاش واخلي، ایا هغه به خفه شي؟ ښځې ځواب ورکړ چې نه. له دې وروسته فاطمې(س) وفرمايل: زه ستا د هرې پوښتنې د ځواب لپاره ستا اجیره يم او د خداى تعالى په نزد د هغې اجر او ثواب له هغه څه څخه زيات دى چې په دنيا کې دي.[۱۷۳]

 

زیارت‌نامه

په ځینو شیعه سرچینو کې له امام صادق(ع) څخه د زهرا(س) لپاره یوه زیارتنامه ذکر شوې ده.[۱۷۴] د زيارتنامې د متن له مخې، فاطمه(س) له پيدايښته مخكې د خداى له خوا ازمايل شوې وه او په دې امتحان كې صابره وه.[۱۷۵]

 

په دې زیارتنامه کې د حضرت زهرا(س) د ولایت منل د ټولو انبياوو او د رسول الله(ص) د منل دي او د هغوی د اطاعت په شان ګڼل شوي دي.[۱۷۶] همدارنګه د دې زيارت له مخې څوک چې د حضرت زهرا(س) اطاعت وکړي او ثابت قدم وي نو له ګناهونو او کثافاتونو څخه به پاکیږي. [۱۷۷]

 

معنوي میراث

حضرت زهرا سلام الله علیها:

مَن اَصعَدَ اِلَی اللهِ خالِصَ عِبادَتِه اَهبَطَ اللهُ عَزَّ وَ جَلَّ اِلَیهِ اَفضَلَ مَصلَحَتِه (ژباړه: څوك چې خپل رښتيني عبادتونه خداى ته واستوي، لوى څښتن به ورته تر ټولو ښه مصحلت او ګټه ورورسوي.)

عدة الداعی، ص ۲۳۳

 

د حضرت فاطمې(س) خبرې او عبادي، سیاسي او ټولنیز ژوند د مسلمانانو لپاره د یو میراث په توګه پاتی شوی دی او د مسلمانانو د پام وړ دی او د مسلمانانو په کتابونو کې یې یادونه شوې ده. د فاطمې مصحف، د فدکیه خطبه، د حضرت زهرا تسبیحات او دعاګانې د فاطمې د معنوي میراث یوه برخه ده.

 

احادیث د فاطمې(س) د میراث یوه مهمه برخه ده. په دې احادیثو کې دیني، فقهي، اخلاقي او ټولنیز مسایل شامل دي. د هغې ځينې احاديث د شيعه او سني احاديثو په کتابونو کې ذکر شوي دي او يو شمير احاديث یې په مستقل کتابونو کې لکه «مسند فاطمه» او «اخبار فاطمه» په عنوانونو سره تالیف شوي دي. له دغو سرچینو څخه ځينې يې د وخت په تېرېدو سره له منځه تللي دي او يوازې د رجال په کتابونو، ژوند لیکونو او کتاب پیژندونو کې د دغو کتابونو د روايتونه او ليکوالانو په هکله خبرې راغلي دي.[۱۷۸]

د فاطمې په مصحف کې هغه مطالب شامل دي چې فاطمې له الهي فرښتې څخه اوریدلي او امام علي(ع) لیکلي دي [۱۷۹] د شیعو له نظره د فاطمې مصحف له شیعه امامانو سره و او هر امام د خپل ژوند په پای کې بل امام ته سپارلی دی[۱۸۰] او له امامانو پرته بل چا کتاب ته لاس رسی نه ده درلودلی. دا کتاب اوس د امام زمان(ع) په لاس کې دی.[۱۸۱]

 

د فدکیه خطبه د فاطمې له مشهورو ویناوو څخه ده چې د خلافت د غصب او د فدک د غصب په اړه ده. د فدکیه د خطبې په اړه څو تفسیرونه لیکل شوي دي، چې ډیری یې د زهرا(س) د خطبې شرحه یا د خطبه لُمَّه شرحې (د فدکیه د خطبې بل نوم) یاد شوي دي.[182]

د فاطمې زهرا(س) تسبیحات هغه ذکر دی چې فاطمې له رسول الله(ص) څخه زده کړ[183] ​​او فاطمه د هغې په زده کولو خوشحاله شوه.[184] په شيعه او سني سرچینو كې فاطمې ته د تسبيحاتو د ورزده کولو په اړه ډېر روايتونه شته او ويل كيږي چې د دې ذكر له اورېدلو وروسته امام علي په هيڅ حالت كې دا ذکر پرې نه ښود. [۱۸۵]

د حضرت زهرا لمونځ هغه لمونځونه دي چې فاطمې له پېغمبراکرم(ص) یا جبرائیل څخه زده کړي وو. دغو لمونځونو په ځينو رواياتو او د دعاګانو په کتابونو کې اشاره شوې ده.[۱۸۶]

فاطمې (س) ته منسوب شعرونه چې په تاریخي او روایي سرچینو کې راغلي دي. په تاریخي لحاظ دغه شعرونه په دوو دورو پورې تړلي دي: د رسول الله(ص) له وفاته مخکې او له وفاته وروسته. د فاطمې د شعرونو په اړه مونوګرافونه هم خپاره شوي دي.[178]

 

فاطمه په شیعه کلتور او ادب کې

شیعه فاطمه(س) د خپل رول نمونه ګڼي او د فاطمې(س) سیرت په شیعه کلتور او شیعه ژوند کې جریان لري. ځینې ​​​​مثالونه یې دا دي:

مهر السنة: د یو روایت له مخې امام جواد(ع) د خپلې میرمنې مهر د حضرت فاطمې(س) د مهر سره برابر کړی، یعنې پنځه سوه درهمه [۱۸۸] دې مقدار رقم ته مهر السنة ویل کیږي. چې د رسول الله(ص) د مېرمنو او لوڼو مهر دی. [۱۸۹]

د فاطمې ورځې: شیعه ګان د فاطمې د شهادت په ورځو کې د ماتم مراسم ترسره کوي. په ایران کې د حضرت زهرا د شهادت ورځ د جمادی الثاني په دریمه [۱۹۰] رسمي رخصتي ده او لوی مجتهدان او عالمان په پیاده ماتم کې ګډون کوي. [191]

د ښځو ورځ: په ایران کې د فاطمې(س) د زوکړې کلیزه (۲۰ جمادي الثاني) د ښځو د ورځې په نوم نومول شوې ده. د ایران خلک خپلو میندو او میرمنو ته په دې ورځ ډالۍ ورکوي او جشن ترسره کوي.

د واده ورځ: د ایران د اسلامی جمهوریت په جنتری کې د ذی الحجې لومړۍ ورځ د حضرت علی(ع) او فاطمې(س) د واده د کلیزې په نوم نومول شوې ده.

د بني هاشمو د مالت سمبولیک رغونه: د فاطمی دور په څیر د بني هاشمو د مالت، د بقیع هدیرې او د فاطمې(س) کور په سمبولیک ډول په زاړه ډول جوړیږي او ډیر خلک د دې ځایونو لیدنه کوي.[194]

د تيټر او تابوت ترسره کول: په دې وروستيو کلونو کې د تيټر، او تابوت او د په سړکونو کې هغه دور نندارې ترسره کیږي لکه «بانوی آب و آئینه»، [195] «بانوی غریب‌نشین» [196] په بي­بي د شهادت په ورځو کې له ځانګړو پروګرامونو څخه دي.

د نجونو نومول: د هغو شمېرو له مخې چې په 1394 لمریز کال کې د ایران د ملکي ثبت ادارې له خوا اعلان شوي، د فاطمې او زهرا نومونه په ایران کې د نجونو لپاره په لسو غوره نومونو کې دي. او د 13 میلیونو څخه د زیاتو ایرانیانو نوم فاطمه و.[197]

 

د فاطمې(س) اولاد ته منسوبول: د شیعو له فرقو څخه زيديه دا عقيده لري چې امامت او رهبري د هغه چا لپاره ده چې د فاطمې له اولادونو څخه وي. له همدې امله زیدیانو یوازې د هغه یو کس د امام په توګه پيروي کوله او د هغه واکمني یې سمه ګڼله چې کوم د فاطمې(س) له اولاده وي.[۱۹۸] د زیدیه سربیره، فاطمیانو، چې نوم یې د فاطمې(س) څخه اخیستل شوی، خپل نسب د فاطمې(س) اولاد ته رسوي.[199]

 

فاطمی ادبیات او شعر

ځینو فارسي شاعرانو او لیکوالانو د فاطمې(س) په اړه ادبي اثار او د هغې په اړه شعرونه لیکلي دي. ځینې ​​په دې باور دي چې د فاطمیون تر ټولو زوړ شعر د هجري پېړۍ په پنځمه پېړۍ پورې اړه لري.[200] په معاصره زمانه کې فاطمي شعر د شاعرانو په منځ کې زيات رواج شوی دى، نو ځکه د فاطمي شعر په عنوان سره مشاعره د هغو شاعرانو په شتون کې ترسره کيږي چې په دې برخه کې يې شعرونه ليکلي دي.[201] د فاطمي شعرونو د ليکلو زياتوالى د ادب په ډګر کې د ځينو څيړونکو د دې سبب شوى دى چې د فاطمي شعر سبک له شعرونو څخه يو ډول سبک وګڼي چې په هغه کې د فاطمې د ژوند او حالت په باب خبرې کیږي.[202]

 

در میان آثار ادبی معاصر می‌توان به کتاب کشتی پهلو گرفته و فاطمه فاطمه است اشاره کرد. واز میان اشعار معروف سروده شده درباره شأن و مقام حضرت فاطمه می توان به شعر معروف مرحوم آیت الله شیخ محمدحسین غروی اصفهانی معروف به کمپانی اشاره کرد که مطلعش این است:

په معاصرو ادبي اثارو کې «کشتی پهلو گرفته» او «فاطمه فاطمه است» کتابونو ته اشاره کولی شو. د حضرت فاطمه سلام الله علیها د مقام او مرتبې په هکله له مشهورو شعرونو یو د مرحوم آیت الله شیخ محمد حسین غروی اصفهاني چې په کمپاني مشهور دی، شعر دی چې مطلع یې دا ده:

دختر فکر بکر من غنچه لب چو واکند               از نمکین کلام خود حق نمک ادا کند

د دې مشهورې قصیدې نور بیتونه دا رنګ دي:

وهم به اوجِ قدسِ ناموس اله کی رسد؟              فهمِ که نعتِ بانوی خلوت کبریا کند؟

ناطقه مرا مگر روح قدس کند مدد                   تا که ثنای حضرت سیده نسا کند

لیله قدر اولیا، نور نهار اصفیا              صبح جمال او طلوع از افق عُلا کند

بَضعه سید بشر امّ ائمه غُرَر                کیست جز او که همسری باشه لافتی کند؟

وحی و نبوّتش نسب، جود و فتوّتش حسب                    قصّه ای از مروّتش سوره «هل اتی» کند

عصمت او حجاب او عفت او نقاب او،              سرّ قِدَم حدیث از آن ستر و از آن حیا کند

بهر کنیزیش بود زهره کمینه مشتری                 چشمه خور شود اگر چشم سوی سُها کند

«مُفتقرا» متاب رو از در او به هیچ سو              زانکه مس وجود را «فضّه» او طلا کند[۲۰۳]

 

کتاب پیژندنه

مقالهٔ اصلی: فهرست کتاب‌ها درباره حضرت زهرا سلام‌الله علیها

د فاطمې (س) په اړه لیکنې د هجرت له لومړیو پیړیو راهیسې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د شیعو د پام وړ ګرځیدلې وې.[۲۰۴] په تقسیم بندۍ کې هغه اثار چې د فاطمې په اړه لیکل شوي یا راټول شوي په دریو برخو ویشل کیدی شي: مستند لیکنې، منقبت لیکنې، او بیوګرافیک یا ژوند لیک.[205]

له هغه مستنداتو او روايي ټولګو څخه چې شیعو لیکلي دي یو د طبری کتاب «دلائل الامامة» له ټولو زوړ مستند دی چې د فاطمه زهرا(س) په هکله لیکل شوی.[۲۰۶] د شیعو ځینې نور مستندونه دا دي:

 

«مسند فاطمة الزهراء» د عزیزالله عطاردي کتاب،

«مسند فاطمه زهرا» د سید حسین شیخ الاسلامي کتاب،

«نهج الحیاة» (د فاطمه بي­بي د خبرو ټولګه) د محمد دشتي کتاب،

«مسند فاطمه» د مهدی جعفري کتاب،[۲۰۷]

د منقبتونو له کتابونو هم لاندیني څو کتابونو ته اشاره کولی شو:

 

«مناقب فاطمة الزهراء و ولدها» د طبري آملي کتاب،[۲۰۸]

«فضائل فاطمة الزهراء از نگاه دیگران» د ناصر مکارم شیرازي کتاب،

«فاطمه زهرا از نظر روایات اهل سنت» د محمد واصف کتاب.[۲۰۹]

د فاطمه(س) په هکله د اهل سنتو له مستندو د «السقیفه و فدک» د جوهری بصری کتاب ته اشاره کولی شو، او «مَن رُویَ عَن فاطمة مِن اولادِها» د ابن‌عقده جارودي کتاب او «مسند فاطمه» د دارقطني شافعي کتاب او د مناقبو له کتابونو «فضائل فاطمة الزهراء» د حاکم نیشاپوري کتاب، «الثغور الباسمة فی فضائل السیدة فاطمة» د جلال‌الدین سیوطي کتاب او «اتحاف السائل بما لفاطمة من المناقب و الفضائل» د محمدعلي مناوي کتابونو ته اشاره کولی شوو.[۲۱۰]

د فاطمې(س) پوهنغونډ چې د نظر علی‌اکبر رشاد د نظر لاندې لیکل شوی او په شپږو ټوکونو کې یې د هغه بي­بي ژوندلیک، منزلت، آثار او معارف، او د ښځې او کورنۍ فقهي، حقوقي او ټولنیز بحثونه بیان کړي دي. دا پوهنغونډ په ۱۳۹۴لمریز کال کې کتاب سال حوزه په اوولسم سمینار کې غوره وګرځید.[۲۱۱]

 

نمایشي آثار

«بانوی بی‌نشان» د هغه نمایشنامې عنوان دی چې سید حسین فدائي‌حسین هغه د «کشتی پهلو گرفته (کتاب) پر اساس لیکلی ده. دا نمایشنامه څو څو ځلی د ایران په بیلا بیلو ښارونو کې اجرا شوې ده.[۲۱۲]

 

«بانوی بهشتی» د هغه انیمیشن نامه ده چې مرکز تولید و نشر دیجیتال انقلاب اسلامی (متنا) له خوا په ١٣٩٧لمیریز کال کې جوړ شوی او خپور شوی دی. په دې انیمیش کې د حضرت فاطمه زهرا(س) شهادت ښودل شوی دی.[۲۱۳]

 

سینمایی فلم «بانوی بهشت» چې الی‌کینگ یې ډاریکټر و په ۲۰۲۰ عیسوي کال کې جوړ شوی او ډېر کم نمایش شوی دی.[۲۱۴]