د جماعت لمونځ

دا مقاله د جماعت د لمانځه په هکله ده. د هغه کس د پيژندلو لپاره چې د جماعت امامت کوي، «د جماعت امام» مطلب وګورئ.

د جماعت لمونځ هغه لمونځ دی چې په یوځای ترسره کیږي. د جماعت لمونځ د ډېرو فضیلت لرونکو عبادتونو ګڼل شوی دی. هغه کس چې د جماعت په لمانځه کې وړاندی ودریږي او نور ورپسې اقتدا کوي، هغه ته د جماعت امام ویل کیږي. او هغه کسان چې ورپسې ولاړ وي هغوي ته مقتدیان ویل کیږي.

د ځینې فقیهانو د وینا مطابق، کله چې لمونځ واجبیده نو د جماعت په شکل واجب شوی و او لومړۍ د جماعت لمونځ پیغمبر(ص) او امام علی(ع) ترسره کړی دی. په روایتونو کې د جماعت یو لمونځ له پينځه ویشتو جدا لمونځونو غوره ګڼل شوی دی او د جماعت لمونځ ډېره سپارښتنه شوې ده، په بیله توګه د جومات د ګاونډیانو لپاره.

د شیعو له نظره، په جماعت کې شرکت کول موکد سنت دي او یواځې واجب لمونځونه په جماعت سره ادا کیدی شي لکه د ورځې پینځه لمونځه، د زلزلې لمونځ، د اخترونو لمونځونه، د جنازې لمونځ، او د جمعې د ورځې لمونځ. د شیعو د مشهورو فقیهانو له نظره، مستحب لمونځونه بې د باران له لمانځه په جماعت سره کول جایز نه دي. اهل سنت د تراویح لمونځ په جماعت سره کوي، خو شیعه تراویح په جماعت سره کول بدعت ګڼي.

مفهوم پيژندنه

د جماعت لمونځ، هغه لمونځ دی چې په جمې سره ترسره کیږي. په دې لمانځه کې د جماعت امام وړاندې ودریږي او مقتدیان ورپسې. د جماعت لمونځ لږ تر لږ په دوه کسانو یعنی یو امام او یو مقتدي ترسره کیدی شي. [۱]

 

اهمیت

د جماعت لمونځ په دین اسلام کې موکد مستحب دی[۲] او روایتونو کې، بې له کوم عذره د دې پریښودل د لمانځه د نه قبلیدو سبب کیږي او د جماعت لمانځه ته د بې پامۍ او د الله تعالی د حکم د سپک ګڼلو سبب دي. [۳]

 

په قرآن کریم کې نیغ په نیغه د جماعت لمانځه ته اشاره نه ده شوی، خو فقیهانو د جماعت د لمانځه په فضیلت کې دې آیت «وَ أَقیمُوا الصَّلاةَ وَ آتُوا الزَّکاةَ وَ ارْکعُوا مَعَ الرَّاکعین»[۴] ته اشاره کړې ده.[۵] ځینې مفسرینو رکوع کوونکیو سره رکوع کولو نه مراد د جماعت لمونځ اخستی دی. [۶] همدارنګ د شیعو د حدیثونو ځینې کتابونو د جماعت د لمانځه د فضیلت او حکمونو په هکله یو باب ځانګړی کړی دی. [۷]

آیت الله بروجردي، د ځینې روایتونو پر اساس باوري دی چې په دین اسلام کې لمونځ په لومړیو کې د جماعت په شکل واجب شوی دی.[۸] د حضرت محمد(ص) د نبوت په لومړیو کې، د جماعت لمونځ د رسول الله په امامت ترسره کیده او سړیو کې یواځې حضرت علي او په ښځې کې یواځې [۹] بی بی خدیجه یې یواځینۍ مقتدي وه. [۱۰] له دې وروسته جعفر طیار هم د هغوي جمعې سره یوځای شو. [۱۱]

 

د جماعت فلسفه

د امام رضا(ع) د روایت پر اساس، د جماعت د راتلو فلسفه، د خلکو تر مینځ د اسلام، توحید او اخلاص څرګندیدل دي.[۱۲] په علل الشرائع کتاب کې له امام صادق(ع) روایت شوی دی چې الله تعالی د جماعت لمونځ د دې لپاره رالیږلی چې کوم کسان لمونځ کوي له هغه کسانو وپیژندلی شي چې کوم لمونځ نه کوي او دا معلومه شي چې کوم کسان د لمنځونو د وختونو خیال ساتي او کوم کسان یې له لاسه ورکوي. همدارنګ په روایت کې راغلي دي چې که د جماعت لمونځ نه وې، نو چا به د بل په هکله د ښه شونې ګواهي نه شوه ورکولی. [۱۳]

 

فضیلت

د جماعت د لمانځه ډېر فضیلتونه او ثوابونه بیان شوي دي. له پيغمبر اکرم(ص) نقل شوي دي چې د جماعت په لمانځه کې چې د کسانو شمېر څومره زیات وي، د الله په نزد هم دومره خوښ [۱۴] او ثوابونه یې هم دومره زیات دي: که مقتدي یو کس وي د لمانځه فضیلت150 برابره او که دوه کسان وي 600 برابره دی او که له نهه کسانو زیات شي، نو د هغې بدله بې خدایه بل چاته نه ده معلومه.[۱۵]

همدارنګ په روایت کې راغلي دي چې په جماعت سره یو لمونځ د غیر جماعت له 25 لمونځونو غوره دی[۱۶] او د یو جماعت لمونځ ثواب په کور کې د یواځې څلویښتو کالو له عبادته غوره ګڼل شوی دی.[۱۷] او همدارنګ د عالم په اقتدا کې د جماعت د لمانځه فضیلت، داسې دی لکه څه رنګ چې پیغمبر اکرم(ص) سره د لمانځه فضیلت دی. [۱۸]

 

اغیزې

د روایتونو پر اساس، جماعت سره لمونځ کول له نقاقه د لري والي،[۱۹] د ګناهونو د بخښنې، [۲۰] د دعاګانو د قبلیدو،[۲۱] د قیامت د سختو د زغملو د آسانیدو او جنت ته د ننوتو[۲۲] او د خدای او د ملایکو د رضا ترلاسه کولو [۲۳] سبب کیږي. همدارنګ کوم کس چې د جماعت په لمانځه کې ګډون کوي، هغه د نورو شفاعت کولی شي.[۲۴]

له پيغمبر اکرم(ص) نقل شوي دي چې لمونځ کوونکی چې کوم یو قدم د جمات په لور اخلي، د هغه لپاره زر حسنې لیکل کیږي، 70 زره درجې ورته رسي او که په دې حالت کې وفات شي نو الله تعالی ۷۰ زره فرښتو ته حکم کوي چې په قبر کې د هغه زیارت وکړي او د قبر په جدایۍ کې هغه سره ملګری وي تر دې چې له قبره راپاسولی شي. [۲۵]

همدارنګ د اسلامی ټولنې جوړښت، د خلکو له یوه بله خبریدل، یو بل سره مرسته، د مسلمانانو تر مینځ مینه، محبت زیاتیدل او د هغوي تر مینځ اړیکې جوړیدل، د جماعت د لمانځه له ګټو ګڼل شوي دي. [۲۶]

حکمونه

شیعه فقیهانو، د جماعت په لمانځه کې ګډون موکد مستحب ګڼلی دی [۲۷]‌ د سهار، ماښام او ماسخوتن په جماعت کې ګډون کولو باندې ډېر ټینګار شوی دی. [۲۸] همدارنګ د جمات ګاونډیانو ته په جماعت کې د ګډون کولو ډېر ټینګار شوی دی. [۲۹] و شرط صحت نماز جمعه این است که به جماعت خوانده شود.[۳۰]

په اهل سنتو کې حنبلیانو او ځینو حنفیانو، د جماعت لومنځ واجب عیني ګڼلی دی.[۳۱] د شافعیانو یو ټولي، د سړیو لپاره چې په سفر کې نه وي د جماعت لمونځ واجب کفایي ګڼلی دی. [۳۲]

مستحب لمونځونه په جماعت سره ادا کول

د شیعو د فقیهانو له نظره، د مستحبو لمونځونو په جماعت سره ترسره کولی، بې د باران (استسقاء) لمانځه جایز نه دي. [۳۳] خو د ځینې شیعو فقیهانو له نظره، د اختر لمونځ د غیبت په زمانه کې په جماعت سره کول مستحب دي [۳۴] د شیعو د مشهورو فقیهانو له نظره، د اخترونو لمونځونه که واجب وي او که مستحب په دواړو حالتو کې باید په جماعت سره ترسره شي. [۳۵] د حدائق لیکوال ځینې فقیهانو ته، لکه ابوصلاح حلبي او شهید اول ته دا نسبت ورکړی دی چې د غدیر لمونځ هم په جماعت سره کول جایز دي. بحراني په خپله د دې لمونځ په جماعت سره کول حرام ګڼلي دي.[۳۶] د دې په مقابله کې د اهلسنتو ډېر فقیهان، ټول مستحب لمونځونه لکه د تراویح لمونځ په جماعت سره کول جایز ګڼي. [۳۷] مالکیانو او حنفیانو، د ځینو نوافلو په جماعت سره ادا کول بې د روژې د میاشتې له مستحبي لمونځونو او همدارنګ د آیات (زلزلی) وغیره لمونځه مکروه ګڼلي دي. [۳۸] د شیعو فقیهانو له نظره د تراویح لمونځ په جماعت سره ترسره کول بدعت دي. [۳۹]

د جماعت د امام شرطونه

اصلي مقاله: د جماعت امام

د اسلامي فقهې له نظره، د جماعت امام باید عاقل، [۴۰] بالغ،[۴۱] مؤمن[۴۲] او عادل[۴۳] وي. همدارنګ د جماعت امام باید حلال‌زاده[۴۴] وي، او د لمانځه قرائت یې باید صحیح وي.[۴۵] که ټول یا ځینې مقتدیان یې نارینه وي نو باید د جماعت امام یې هم نارینه وي. [۴۶]

اهل سنتو پسې اقتدا

د جماعت د امام یو شرط دا دی چې هغه مومن وي، په دې معنا چې شیعه دولس امامي وي؛ [۴۷] له همدې سببه د شیعو فقیهانو په اهل سنت امام پسې لمونځ کول د ځینې روایتونو[۴۸] له مخې صحیح نه دي ګڼلی؛[۴۹] خو په اهل سنتو پسې په خاص حالاتو کې، لکه د تقیې له سببه، په دې کې اختلاف دی؛ امام خمیني او ځینې نورو عالمانو، په اهل سنتو پسې اقتدا کول بې له اشکاله صحیح ګڼلې ده،[۵۰] او ځینې نورو، د لمانځه بیا ځلی کو، یا اقتدا نه کول او د حمد او سورت په خپله قرائت کول په کې شرط ګڼلی دی.[۵۱] دا اختلاف د هغه روایتونو په سببه دی چې په خاصو حالاتو کې په کې ټکره راغلې ده.[۵۲]

د جماعت په لمانځه کې د ښځو حاضري

د ځینې روایتونو پر اساس، د ښځو لپاره کور کې لمونځ کول له جماعته لمونځ کولو غوره ګڼل شوي دي؛ په دغه روایتونو کې د ښځو لپاره د لمانځه له ټولو غوره ځای د هغوي کور دی. [۵۳] او د ښځې په کور کې ځانته لمونځ په ثواب کې د جومات لمانځه سره برابر ګڼلی شوی دی. [۵۴] د شیعو ځینې فقیهانو د دې روایتونو پر اساس، د ښځې لپاره بیل په کور کې لمونځ کول مستحب ګڼلي ا دا یې په جومات کې له لمانځه غوره ګڼلي دي.[۵۵] ځینې نورو فقیهانو، دا روایتونه خاص حالاتو لپاره ګڼلي دي او باوري دي چې د ښځو لپاره په جومات کې لمونځ کول د هغوي شرعي حجاب او پردې سره سم، غوره دي. [۵۶] دې ډلې په هغه روایتونو سره دلیل راوړی دی چې هغه د پيغمبر(ص) په زمانه کې د ښځو په جومات کې په لمانځه باندې دلالت کوي. [۵۷]

نور حکمونه

مقتدي باید بې له حمد او سورته چې په لومړي او دویم رکعت کې دي، د لمانځه نور ذکرونه باید په خپله ووایي. [۵۸]

مقتدي باید د لمانځه په حرکتونو کې په امام پسې وي او په یو رکن کې هم له پیش نمازه وړاندی نه شي. [۵۹]

د پیش نماز د لمانځه ځای باید له مقتدیانو اوچت نه وي.[۶۰] له همدې سببه په عامه توګه په جوماتونو کې د محراب ځای لږ ژور جوړیږي.[۶۱]

د پيش نماز او مقتدیانو تر مینځ او همدارنګ د صفونو تر مینځ نباید کوم څه خنډ وي لکه پرده یا دیوال. خو د ښځو لپاره د پردې لګولو منعه نه دي.[۶۲]

راتب امام (یعنی هغه امام چې همیشنی دی) هغه په نورو باندې غوره والی لري.[۶۳]

ښځه هغه وخت پیش نمازه جوړیدی شي چې مقتدیان یې ښځې وي. [۶۴]

د جماعت د لمانځه آداب

د جماعت لمونځ ځانته، ستحبات او مکروهات لري؛ چې ځینې مستحبات یې دا دي:

په لومړي صف کې د تقوادارو او عالمانو ودریدل.[۶۵]

د مقتدي د پيش نماز ښي اړخ ته ودریدل. [۶۶]

د ضعیفو مقتدیانو خیال ساتل او همدارنګ د پيش نماز لمونځ نه اوږدول.[۶۷]

قد قامت الصلاة اوریدو سره د مقتدیانو پاڅیدل.[۶۸]

د سوره حمد له ختمیدو وروسته د مقتدیانو «الحمدلله رب العالمین» ویل.[۶۹]

همدارنګ د جماعت د لمانځه ځینې مکروهات دا دي: د مقتدیانو یواځی په یو صف کې ودریدل، له قد قامت الصلاة ویلو وروسته د نافله لمونځ ادا کول او همدارنګ د حاضر کس په مسافر پسې لمونځ کول، او په اپوټه په څلور رکعتي لمانځه،[۷۰] او همدارنګ د مقتدي په دومره لوړ غږ سره ذکر ویل چې پيش نماز یې واوري.[۷۱] (دا ټول کارونه مکروه دي)

بیل لیکل

فقیهانو په خپلو کتابونو کې د صلاة په کتاب کې د جماعت د لمانځه په هکله حکومونه بیان کړي دي. [۷۲] او همدارنګ یې د جماعت د لمانځه په هکله ځانګړي کتابونه هم لیکلي دي چې ځینې یې دا دي:

رساله صلاة الجماعة، په عربۍ ژبه، د محمدحسین کمپاني (۱۲۹۶-۱۳۶۱ق) لیکل شوی، چې په څلورمۍ پیړۍ کې شیعه فقیه دی. په دې رساله کې د جماعت حکمونه، د هغې د وجوب، استحباب او حرمت څیړل شوی دی. مؤسسه نشر اسلامی په قم کې په ۱۴۰۹ق کې دا رساله د یو کتاب په شکل د «بحوث فی الفقه و هی بحوث فی صلاة الجماعه و المسافر و الاجاره» په نامه نشر کړی دی.[۷۳]

همدارنګ «نبذة حول صلاة الجماعه» کتاب، د آیت الله بروجردي له بحثونو راخستی شوی کتاب دی. چې سید محمدتقي شاهرخي خرم‌آبادي راغونډ کړی دی او په انتشارات نصایح کې چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د جماعت د لمانځه د صحیح کیدو شرطونه، د جماعت اهمیت، د جماعت حکمونه، د پيش نماز شرطونه او اهل سنتو پسې د اقتدا مسلې بیان شوي دي.[۷۴]

د «نماز جماعت و برکات آن» کتاب، چې محمداسماعیل نوری په فارسۍ ژبه لیکلی دی. په دې کې په قرآن کې د جماعت لمونځ، د جماعت د لمانځ اغیزې او برکتونه، د جماعت د پریښودو غندنه، د جماعت د لمانځه شرطونه او حکمونه بیان شوي دي. د  «بوستان کتاب خپرندویې» دا کتاب په څلورم ځل نشر کړی دی [۷۵]

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۷۶؛ ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷۷.
  2. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۱۱ـ۱۲؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۲۸۵.
  3. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۲۹۵.
  4. سوره بقره، آیه ۴۳.
  5. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۷۵.
  6. کاشانی، زبدة التفاسیر، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۹؛ ملاصدرا، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۳، ص۲۵۵.
  7. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۷۱-۳۸۷؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۷۵-۴۰۹.
  8. بروجردی، قبله ستر و ساتر و مکان مصلی، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۸۴.
  9. ابن اثیر، جامع الاصول، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۴۱۴.
  10. اشتهاردی، تقریر بحث السید البروجردی، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۸۴.
  11. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۵، ص۳.
  12. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۲۸۷.
  13. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۲۵.
  14. ابن حنبل، مسند، دار الصادر، ج۵، ص۱۴۰.
  15. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۵، ص۱۵.
  16. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۶۵؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۷۳.
  17. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۴۴۶.
  18. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۸، ص۱۱۹.
  19. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۴۴۹.
  20. شیخ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۳۷.
  21. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۸، ص۴.
  22. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۳۷۲.
  23. شیخ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۳۷.
  24. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۴۴۹.
  25. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۵، ص۴۳۴.
  26. زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، دار الفکر، ج۲، ص۱۱۶۷.
  27. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۱۱ـ۱۲؛ ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷۷.
  28. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۶۱.
  29. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۶۱.
  30. موصلی، الاختیار لتعلیل المختار، ۱۹۸۴م، ج۱، ص۸۳؛ بهوتی حنبلی، کشاف القناع، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۵۵۲-۵۵۳؛ یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۶۳.
  31. ابن اثیر، جامع الاصول، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۵۶۴-۵۶۶.
  32. خطیب شربینی، مغنی المحتاج، دار الفکر، ج۱، ص۲۲۹ـ۲۳۰.
  33. محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۱۵.
  34. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۶۵؛ امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۳۸۷ش، ص۲۳۴.
  35. شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۱۴۹؛ نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۶.
  36. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱۱، ص۸۷.
  37. جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۷۰ـ۳۷۱.
  38. جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۷۰.
  39. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۲۸.
  40. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۳.
  41. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۵.
  42. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۲۷۳-۲۷۵.
  43. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۲۷۵.
  44. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲۴.
  45. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۷۹۸.
  46. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۳۶-۳۳۷.
  47. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۲۷۳-۲۷۵.
  48. نوری، مستدرک الوسایل، ۱۴۰۸ق، ج۸، ص۳۰۹، ج۸، ص۳۱۲.
  49. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۴۹؛ محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۳۲.
  50. امام خمینی، الرسائل العشریه، ۱۳۸۷ش، ص۶۳-۶۴.
  51. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۵۳-۵۴.
  52. کمالی اردکانی، «بررسی فقهی اقتدای به اهل تسنن در حرمین شریفین»،
  53. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۷۴.
  54. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۳۷.
  55. د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تذکرة الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۲۳۸.
  56. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۳۸۷ش، ص۱۴۲، مساله ۸۹۴.
  57. د مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۳۴۳.
  58. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۳۸۷ش، ص۲۲۶، مساله ۱۴۶۱.
  59. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۸۵.
  60. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۸۸؛ یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۷۷.
  61. « د لمانځه د محراب ځای کنده د څه لپاره ده؟/ گودی محراب نماز به خاطر چیست؟»، وبگاه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت.
  62. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۷۷.
  63. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱۱، ص۱۹۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۴۸.
  64. ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۸۱.
  65. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۰۴.
  66. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۰۳.
  67. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۰۴.
  68. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۰۴.
  69. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۰۴.
  70. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۰۵.
  71. امام خمینی، توضیح المسائل، ص۲۲۹، مساله۱۴۸۹.
  72. د مثال په توګه، وګورئ: ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷۷.
  73. اصفهانی، بحوث‌ فی‌ الفقه، ۱۴۰۹ق.‌
  74. «کتاب نبذة حول صلاة الجماعة کتاب نبذة حول صلاة الجماعة به زیور چاپ آراسته شد»، سایت بلاغ.
  75. «کتاب نماز جماعت و برکات آن به چاپ چهارم رسید»، خبرگزاری فارس.