امام حسین علیه‌السلام څوک دې؟

حسین بن علي بن ابي طالب(ع) (زوکړﮦ۴هـ شهادت61هـ) د شیعو دریم امام دی. هغه چې په شیعو کې د امام حسین(ع)، ابو عبدالله او سید الشهداء په نومونو هم پیژندل کیږي، د کربلا په پیښه کې شهید شو. امام حسین(ع) د امام علی(ع) او بي­بي فاطمه زهرا (س) دویم زوی او…..

د حضرت محمد(ص) لمسی دی او له خپل ورور امام حسن(ع) وروسته څه د پاسه یولس کاله د شیعو امام و.

د شیعه او سنيانو دواړو د تاریخي نقلونو له مخې، د اسلام پیغمبر(ص) د هغه د زوکړی په وخت کې د هغه شهادت اعلان کړ او د هغه لپاره یې «حسین» نوم غوره کړ. رسول الله­(ص) له حَسَنَینو (امام حسن او امام حسین) سره ډیره مینه درلوده او ټولو ته یې امر وکړ چې له هغو دواړو سره مینه وکړئ. امام حسین (ع) له اصحاب کِساء او د مباهلې په پيښه کې له موجودو کسانو او د پیغمبر(ص) له هغه اهل بیتو دی چې په اړﮦ یې د تطهیر آیت نازل شوی دی. د امام حسین (ع) د فضیلت په اړﮦ له پیغمبر اکرم (ص) څخه ګڼ شمېر حدیثونه روایت شوي دي؛ له هغو ځینې دا چې «حسن او حسین د جنت د ځوانانو سرداران دي» او «حسین د هدایت څراغ او د نجات کشتۍ ده.»

د شيعو د دريم امام د ژوند په اړﮦ د پېغمبراکرم (ص) له وفات وروسته د دریو لسيزو په موده کې لږ راپورونه شته. هغه د امام علی (ع) د خلافت په دوره کښې له خپل پلار په خوا کې ؤ او د هغه دوران په جنګونو کښې یې ګډون وکړ. د امام حسن (ع) د امامت په دوران کې هغه د هغه له پیروانو و او د هغه ملاتړی و او له معاویه سره یې سوله کول تایید کړل. د خپل ورور له شهادته وروسته هم تر څو چې معاویه ژوندی و، د خپل ورور تړون ته وفادار پاتې شو و او د کوفې د ځینو شیعو د هغه لیک په ځواب کې چې له هغه یې د مشرۍ منل او د امویانو پر وړاندې راپورته کیدو ته چمتووالی اعلان کړ، هغوی یې د معاویه تر مړینې، صبر کولو ته وبلل.

د حسین بن علي (ع) د امامت موده د معاویه بن ابی سفیان د واکمنۍ مودې سره په یو وخت وه. د تاریخي راپورونو له مخې امام حسین (ع) په ځینو مواردو کې د معاویه پر کړنو سخت اعتراض کړی دی. د بېلګې په توګه د حُجْر بن عَدِی له مړينې وروسته یې هغه ته يو غندني ليک وليکه او د يزيد لپاره د بیعت اخستو په پيښه کې يې هم د بيعت له منلو انکار وکړ او د معاويه او نورو په حضور کې يې په يوه وينا کې د معاويه دغه کړنه وغندله او يزيد يې یو نالایقه کس وباله او ځان یې د خلافت وړ وباله. په منا کې د امام حسین خطبه هم د امویانو په وړاندې یو سیاسي دریځ ګڼل شوی دی. په هرصورت، داسې روایت شوي چې معاویه به د دریو خليفه ګانو په څیر په ظاهري توګه د حسین بن علي (ع) درناوی کاوه.

د معاويه له مړينې وروسته امام حسين (ع) له يزيد سره بيعت کول روا ونه ګڼل او د يزيد د حکم له مخې چې له بيعته د انکار کولو په صورت کې هغه قتل کړی شي، نو د 60 هجري قمري کال د رجب د میاشتې په 28 له مدينې مکې ته لاړ. په مکه کې د څلور میاشتې په موده کې یې د کوفې له خلکو د رهبرۍ د منلو لپاره ډیر لیکونه ترلاسه کړل او وروسته له دې چې د هغه سفیر مسلم بن عقیل د کوفیانو د خواخوږۍ تصدیق وکړ، د ذی الحجې په اتمه نیټه، مخکې له دې چې د کوفيانو له تړون ماتولو او د مسلم بن عقیل له شهادته خبر شي، د کوفې په لور روان شو.

کله چې د کوفې والي ابن زیاد د کوفې په لور د حسین (ع) له تګ خبر شو، نو د هغه لوري ته یې یو لښکر واستاوه او له دې وروسته چې د حر بن یزید لښکرو د هغه لاره بنده کړﮦ، نو د کربلا په لور له تګ پرته یې بله چاره نه درلوده. د عاشورا په ورځ د امام حسین (ع) او د هغه د ملګرو او د کوفې د لښکر تر منځ د عمر بن سعد په مشرۍ کې جنګ وشو چې د شیعو د درېیم امام او د هغه د ملګرو د شهادت سبب شو. له دې وروسته ښځې او ماشومان او امام سجاد (ع) چې په دې ورځو کې ناروغه وو، ونیول شول او کوفې او بیا شام ته واستول شول. د امام حسین (ع) او د هغه د ملګرو جسدونه د محرم د میاشتې په یولسمه یا دیارلسمه نیټه د بنی اسدو قبیلې د ځینو کسانو په لاس په کربلا کښې خاورو ته وسپارل شوو.

له مدینې څخه کربلا ته د امام حسین علیه السلام د حرکت په اړﮦ بېلابېل نظرونه دي. د یو نظر له مخې، هغه د حکومت جوړولو لپاره پاڅون وکړ، خو ځینې په دې باور دي چې دا اقدام د هغه د ژوند ژغورلو لپاره و. د حسین بن علي (ع) شهادت د تاریخ په اوږدو کې په مسلمانانو او شیعو ژور اغیز کړی او د مبارزو او پاڅونونو الهام یې ورکړی دی. شیعه د خپلو امامانو په لارویۍ کې، د حسین بن علي لپاره ژړا او ماتم ته ځانګړې پاملرنه کوي، په ځانګړې توګه د محرم او صفر په میاشتو کې. د معصومینو علیهم السلام په روایتونو کې د امام حسین په زیارت باندې ټینګار شوی دی او د هغه زیارت د شیعو د زیارګاه ده.

حسین بن علي (ع) سربیره د هغه مقام چې د شیعو په مینځ کې یې د دریم امام او د شهیدانو د ستر امام په توګه لري، د هغه فضیلتونو له سببه چې پیغمبر(ص) یې په اړﮦ روایت کړی دی، او د یزید پر وړاندې د ولاړتیا په سبب، د سنیانو له خوا یې هم درناوې کیږي.

د امام حسین علیه السلام د قولونو او اثارو ټولګه د احادیثو، دعاګانو، لیکونو، شعرونو او خطبو په بڼه د امام حسین علیه السلام د کلام انسائیکلوپیډیا او د مسند الامام الشهداء په کتاب کښې راغونډﮦ شوې ده. پر دې سربېره د هغوي د شخصيت او ژوند په اړﮦ د علمي کتابونو، ژوند ليکونو، مَقتلونو او تحليلي تاريخونو په بڼه ډېر اثار لیکلي شوي دي.

مقام

حسین بن علي (ع) د شیعو دریم امام دی[یاداشت1]، د شیعو د لومړي امام زوی او د اسلام د ګران پیغمبر (ص) لمسی دی.[۲۱] په اسلامي سرچینو کې د هغوي د فضیلت په اړﮦ ډېر روایتونه شته او شیعه ورته ځانګړی مقام ورکوي. حسین بن علي د سنیانو په نزد هم ډېر درناوی لري.

په حدیثي او تاریخي سرچینو کې

د شيعه او سني رواياتو له مخې حسين بن علي (ع) له اصحاب کساء څخه دی [۲۲] د مباهلې په پیښه کې حاضر و [۲۳] او له خپل ورور سره يو ځای د مباهلې په آیت کې د «ابناءَنا» د کلمې مصداق و. [۲۴] همدارنګ هغه له هغه اهل بيتو دی چې په اړﮦ يې د تطهیر آيت نازل شوی دی.[۲۵]

د امام حسن (ع) له شهادته وروسته امام حسين (ع) په بني هاشمو کښې تر ټولو زيات عزتمند کس وګڼل شو، سره له دې چې له ده څخه زيات عمر لرونکي کسان هم موجود وو. د يعقوبي په وينا، د حسن بن علي له شهادت وروسته معاويه ابن عباس ته وويل: له دې وروسته ته د خپل قوم مشر يې. ابن عباس ورته ځواب ورکړ: تر هغه وخته پورې چې حسين موجود وي، زه مشر نه یم.[۲۶] همدارنګ ځینې داسې روايتونه هم شته چې بني هاشم له حسين بن علي سره مشوره کوله او د هغه نظر يې پر نورو غوره کاوه [۲۷] په روايت کې راغلي دي چې عمرو بن عاص هم د اهل آسمان په نزد د ځمکې له خلکو څخه، هغه له ټولو زیات محبوب کس ګڼه.[۲۸]

د شیعو په کلتور کې

امام صادق(ع) فرمايي:

داسې څوک نشته چې اوبه وڅښي او د حسین او د هغه د کورنۍ یادونه وکړي او د هغه پر قاتلانو لعنت وکړي، مګر دا چې خدای پاک د هغه لپاره سل زره نیکۍ لیکي او د هغه سل زره ګناهونه له مینځه وړي او د هغه مقام سل زره درجې لوړوي او د قیامت په ورځ یې په یو ډاډمن زړﮦ سره محشوروي.

کلینی، الکافی،‌ ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۹۱؛ ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۰۶.

د ۶۱ هجري قمري کال د عاشورا په پیښه کې د حسین بن علي شهادت د دې سبب شو چې د هغه شخصیت د حق غوښتنې، زړورتیا او شهادت له لحاظه د شیعو او حتی غیر شیعو لپاره هم ډیر څرګند شي او نور هغه صفات او ځانګړنې چې د هغه لپاره په روایتونو  کې ذکر شوي دي، تر یوه حده د اغیز لاندې راشي. دا پېښه لږ تر لږﮦ له دې سببه چې د پېغمبراکرم (ص) د کورنۍ لومړنۍ ښکاره بې احترامي او تېرې و، د شيعو پر تاريخ او کلتور یې ژور اغېز ولره.[۳۰] او د هغه پاڅون یې د ظلم ضد سمبل، په توره باندې د وينې د فتحې سمبل، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سمبل او د اثیار او له ځانه د تیریدو سمبل وګرځاوه.[۳۱]

د امام حسین علیه السلام د شهادت اثر تر دې حده و که ځینو دا فکر کړی چې شیعه مذهب د هغوي له شهادته وروسته جوړ شوی دی.[۳۲] د تاریخ په اړږدو کې د امام حسین علیه السلام له پاڅونه په نمونه اخستو سره ډېر پاڅونونه ترسره شوي دي چې نعره یې یا لثارات الحسین وه.[۳۳]

د شیعو په کلتور کې د محرم او صفر میاشته ځانګړی مقام لري او په بیله توګه د تاسوعا، عاشورا او د اربعین په ورځو کې د امام حسین علیه السلام په یاد کې بیلا بیل رسمونو ترسره کیږی.[۳۴] شیعه د خپلو دینی پيشوایانو په لارویۍ کې ، د اوبو څښلو په وخت، د امام حسین علیه السلام تنده یادوي او په هغه باندې درود او سلام وايي.[۳۵]

د اهل سنتو له نظره

د اهل سنتو معتبرو سرچینو د حسین بن علي (ع) د مقام او فضیلت په اړﮦ ګڼ شمېر حدیثونه روایت کړي دي.[36] د فضائلو له روایتونو پرته د امام حسین علیه السلام مقام د مسلمانانو په عقیدو کې تر ډېر حده له دې راغلی دی چې هغه د الله تعالی په لاره کې له خپل مال او ځانه او خپلوانو تیر شو.[37]

د امام حسين (ع) د پاڅون په اړﮦ د سنيانو په مینځ کې دوه ډول نظرونه دي: یوې ډلې يې غندنه کړی او ډېرو يې ستاينه کړې ده. له مخالفانو ځینې یې ابوبکر بن عربی [یاداشت 2] په اندلس کې د شپږمې پېړۍ یو سني عالم دی چې د امام حسین(ع) د عمل د غندلو هڅه یې کړی او ویلی یې دي چې خلکو د رسول الله (ص) د حدیثونو په اورېدلو سره (د هغو کسانو سره د جګړې په اړﮦ چې غواړي په امت کې تفرقه جوړﮦ کړي او رسول الله په هغه فتنه کې له داخلیدو منعه کړی)، حسین سره وجنګیدل.[۳۸][یاداشت ۳] ابن تیمیه هم په دې باور دی چې د حسین بن علي دغه اقدام، نه یوازې دا چې وضعیت ښه کړي، بلکې د شر او فتنې لامل هم شو.[۳۹]

اقبال لاهوری:

تا قیامت قطع استبداد کرد                   موج خون او چمن ایجاد کرد

مدعایش سلطنت بودی اگر                خود نکردی با چنین سامان سفر

رمز قرآن از حسین آموختیم               زآتش او شعله‌ها افروختیم[۴۰]

منظومه ژباړه: [له محمدرحیم درانی]

تر قیامته پورې ختم استبداد کړ             د هغه د وینو موج چمن ایجاد کړ

که غرض یې رسیدل تر حکومت وې       کورنۍ سره به یې نه داسې خوځښت وې

له حسینه مو راز زده کړ د قرآن           ترې مو بلې کړې ډيوې ښې فراوان

له بلې خوا په اندلس کې د نهمې پېړۍ سني مورخ ابن خلدون د ابن عربي د خبرو په غبرګون کې او له ظالمانو سره د مقابلې لپاره د عادل امام پر شتون په ټینګار سره، حسین (ع) یې په خپله زمانه کې تر ټولو عادل ګڼلی دی.[۴۱] او ویلي یې دي چې کله د یزید فاسق شونه ټولو ته څرګنده شوه نو حسین د ده په مقابل کې راپورته کیدل په ځان واجب وګڼل، ځکه چې هغه خپل ځان د دې کار لپاره وړ او ځواکمن ګڼلی[42] شهاب الدین الوسي چې په دیارلسمې هجري پېړۍ کې یو سني عالم و، په روح المعاني کتاب کې، په ابن عربي باندې لعنت کړی دی او د هغه دا خبره درواغ او لوی توهین بللی دی.[43]

عباس محمود عقاد، چې د څوارلسمې پېړۍ مصري ليکوال او ادیب دی او د «ابوالشهداء: الحسین بن علی» کتاب ليکوال دی هغه ليکي چې د يزيد په زمانه کې حالات دې حد ته رسېدلي وو چې له شهادت پرته یې بله هيڅ درملنه نه وه. [۴۴] هغه په ​​دې باور دی چې دا ډول پاڅون یوازې د نادرو خلکو له خوا ترسره کېږي چې د دې کار لپاره جوړ شوي وي او د هغوي حرکت له نورو سره نه شي پرتله کېدای. ځکه هغوي په بل ډول پوهېږي او بل څه غواړي.[۴۵] طه حسين، چې يو سني ليکوال دی، په دې اند دی چې د حسين بیعت نه کول د ضد له سببه نه وو؛ ځکه هغه پوهیده چې که له یزید سره بیعت وکړي نو له خپل وجدان سره یې خیانت کړی دی او له خپل دین سره یې مخالفت کړی دی، ځکه د هغه له نظره له یزید سره بیعت کول ګناه وه.[۴۶]

عمر فروخ هم په دې باندې په تاکید سره چې د ظلم په وړاندې چوپتیا په هیڅ صورت کې روا نه ده، په دې باور دی چې نن سبا مونږ مسلمانان یو “حسیني” ته اړتیا لرو چې زمونږ تر منځ راپاڅي او د حق په دفاع کې مونږ ته صحیح لاره وښايي.[۴۷]

نام، نسب، کنیت، لقبونه

د شيعو او سنيانو په سرچینو کې راغلي دي، پېغمبراکرم (ص) هغه ته «حسين» نوم ورکړى و [۴۸] د رواياتو له مخې دا نوم د خداى تعالی په حکم کیښودی شو.[۴۹] دا دوه نومونه حسن او حسین چې له اسلامه وړاندې یې په عربو هيڅ وړاندینه نه درلوده، [۵۰] د شَبَّر و شَبیر (یا شَبّیر) سره برابر دى. [۵۱] د هارون د زامنو نومونه دي.[۵۲]

د امام حسین علیه السلام د نومولو په اړﮦ نور روایتونه هم راغلي دي؛ د بېلګې په توګه دا چې امام علي (ع) په لومړي ځل په هغه د «حرب» یا «جعفر» نوم کیښود، خو پېغمبراکرم (ص) د هغه لپاره حسين نوم غوره کړ [٥٣] ځينو دا ډول راپورونه جعلي بللي او د رد لپاره يې دلايل راوړي دي.[54]

امام حسین (ع) د حضرت علی(ع) او د حضرت فاطمې(س) زوی او د حضرت محمد(ص) لمسۍ دی. هغه د بني هاشم له کورنۍ او د قریشو له قبیلې دی. امام حسن مجتبی (ع)، حضرت عباس (ع)، محمد بن حنفیه (ع) د هغه ​​وروڼه او حضرت زینب (س) او ام کلثوم یې خویندې دي.[۵۵]

د حسین بن علي کنتونه «ابو عبدالله» دی [۵۶] ابو علي، ابو الشهداء (د شهیدانو پلار)، ابو الاحرار (د آزادو پلار) او ابو المجاهدین (د مجاهدینو پلار) دي. [57]

حسین بن علي (ع) ډیر لقبونه لري چې ځینې یې د خپل ورور امام حسن (ع) لقبونو سره شریک شوي دي. لکه د سید شباب اهل الجنة (د جنت د ځوانانو سردار). د هغه ځينې نور لقبونه دا دي: ذکي، طيب، وفي، سيد، مبارک، نافع، الدليل علي ذات الله، رشيد، او التابع لمرضاة الله. [58] ابن طلحه شافعي د «زکي» لقب له نورو زیات مشهور بولي. او «سید شباب أهل الجنه» لقب یې تر ټولو مهم لقب ګڼلی دی.[۵۹]

په ځینو احادیثو کې حسین (ع) ته شهید یا سید الشهداء ویل شوی دی.[۶۰] ثارالله او قتیل البرات هغه نور لقبونه دي چې په ځینې زیارتنامې کې د هغه لپاره راغلي دي.[۶۱]

د پېغمبراکرم (ص) په يوه روايت کې چې له ډېرو شيعه او سني سرچينو نقل شوي دي، راغلي: «حسین سِبطٌ مِن الاَسباط»؛ یعنې حسین زما له اسباطو یو سبط دی.[۶۲] په دې روایت کې او همدارنګ د قرآن په ځینو آیتونو کې له سبط څخه مراد امام او مشر دی چې د خدای له خوا غوره شوی او د پیغمبرانو له اولادې څخه دی. [۶۳]

ژوند لیک

حسین بن علي په مدینه منوره کې زیږیدلی او د مشهور قول له مخې یې زیږون په څلورم قمري کال کې شوی دی [۶۴] خو ځینو بیا د هغه زیږون په دریم قمري کال ګڼلی دی.[۶۵]

د مشهورو نظریو له مخې حسین بن علي د شعبان د میاشتې په دریمه نیټه زیږیدلی دی،[۶۶] خو شیخ مفید په خپل کتاب ارشاد کې د شیعو د دریم امام زوکړﮦ د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه ګڼلې ده. [۶۷]

رسول الله وفرمایل:

حُسَیْنٌ مِنِّی وَ أَنَا مِنْه أَحَبَّ اللهُ مَنْ أَحَبَّ حُسَیْنا

حسین له ما دی او زه له حسینه یم، خدای هغه چا سره مینه کوي چې څوک حسین سره مینه کوي.

انساب الاشراف، ۳ټوک، ۱۴۲مخ

الطبقات الکبرى، ۱۰ټوک، ۳۸۵مخ

په شیعه او سني تاریخي روایتونو کې راغلي دي چې پیغمبر (ص) د هغه د زیږیدلو په وخت وژړل او د هغه د شهادت خبر یې ورکړ [۶۸] په کافي کتاب کې د یوه روایت پر بنسټ حسین (ع) نه له خپلې مور او نه له بل چا څخه شیدې څښلي دي. [69]

روایت دی چې د عباس بن عبدالمطلب میرمن ام فضل خوب ولیده چې د رسول الله (ص) د بدن یوه ټوټه د هغې (ام فضل) په غیږ کې ایښودل شوې ده، رسول الله (ص) د خوب په تعبیر کې وفرمایل چې د فاطمې به یو زوی پيدا کیږي چې ته به د هغه نانځکه (دایی) یې، او له همدې امله کله چې حسین (ع) وزیږېد، ام فضل د هغه نانی په غاړﮦ واخیسته.[۷۰] ځینو سرچینو د عبدالله بن یقطر مور هم د امام حسین (ع) نانی ګڼلې ده. خو ویلي یې دي چې حسین (ع) له دوی څخه د یوې کسې شودې هم نه دي څښلی.[۷۰]

د اهل سنتو په سرچینو کې راغلي دي چې رسول الله (ص) حسن او حسين (ع) د خپلې کورنۍ له نورو کسانو څخه زيات خوښول [۷۲] او دا مينه به دومره ډېره وه چې کله کله به چې هغوي جومات ته راننوتل نو خطبه به يې نیمګړی پریښوده، له منبره به راښکته کیده او هغوي به یې په غېږ کې نيول.[۷۳] له رسول الله (ص) څخه روايت دى چې د دغو دواړو مينې زه د بل چا سره له مينه هیسار کړی یم.[۷۴]

د دریو خلیفه­ګانو زمانه

د امام حسین (ع) د ژوند ۲۵ کاله عمر د دریو خلیفه ګانو د خلافت په وخت کې تېر شو خو په دغه دوره کښې د شیعو د دریم امام د ژوند په هکله ډیر معلومات نشته چې کیدی شي د دې سبب د امام علی(ع) اود هغوي د اولادونو سیاسی انزوا وي.[77]

داسې نقل شوي دي چې د عمر د خلافت په پیل کې حسین (ع) چې شاوخوا نهه کلن و، یوه ورځ جومات ته ننوت او ویې لیدل چې عمر د رسول الله (ص) په منبر وینا کوي. منبر ته پورته شو او ورته ویې ویل: «زما د پلار له منبره راښکته شه او د خپل پلار پر منبر کښینه!» عمر وویل: «زما پلار ممبر نه درلود».[78] ځینې نقلونه چې په تاریخي سرچینو کښې لیدل کیږي د دویم خلیفه امام حسین ته د ځانګړی احترام راپورونه ورکوي.[79]

کله چې عثمان د خپل خلافت په وخت کې ابوذر ربذه ته وشړﮦ او ټول یې له دې منعه کړل چې هغه سره بدرګه ونه کړي، نو امام حسین(ع) خپل پلار او ورور امام حسن(ع) او څو نورو کسانو سره، د خلیفه د حکم په خلاف، ابوذر سره بدرګه وکړﮦ.[۸۰]

د اهل سنتو ځینو سرچینو په ۲۶ هجري [۸۱] کال کې د افریقې په جنګ کې او په ۲۹ یا ۳۰ هجري [۸۲] کې د طبرستان په جګړﮦ کې د حسنینو شتون ته اشاره کړې ده، خو په هیڅ شیعه سرچینې کې داسې راپور نه دی راغلی. په ډیرو تاریخي سرچینو کې ویل شوي دي چې پورتنۍ جګړې له جګړې پرته په پخلاینې سره پای ته ورسیدې.[83] په دغه جنګونو کې د حسنینو د شتون د نقل په هکله ځینې موافق دي او ځینې مخالف؛ ځینو لکه جعفر مرتضی آملي د دغو روایتونو د سند اعتراضونو ته په پام او د فتوحاتو له طریقې سره د امامانو مخالفت ته په پام سره هغه له ځانه جوړ کړی شوي ګڼلي او د دې د تایید لپاره یې دا دلیل راوړی چې امام علی (ع) حسنین ته په صفین جنګ کې هم د جګړې ډګر ته د ننوتو اجازه نه دی ورکړی.[84]

د ځینو تاریخي نقلونو له مخې، د عثمان د واکمنۍ په پای کې یوې ډلې د عثمان په خلاف بغاوت وکړ او د عثمان د وژلو په نیت یې د هغه په ​​کور برید وکړ، نو امام حسن مجتبی(ع) او امام حسین(ع) که څه هم د خلیفه له کړنو ناراضه وو خو د امام علی(ع) په امر یې د عثمان د کور ساتنه وکړﮦ.[۸۵] دا نقلونه ځینې مخالف او ځینې موافق لري.[۸۶] سید جعفر مرتضی د تاریخي شواهدو په پام کې نیولو سره، لکه د عثمان له کړنو سره د حضرت علي(ع) سخت مخالفت او له دې حدیث سره د متضاد روایتونو شتون، لکه د عثمان لخوا د امام حسن(ع) د مرستې وړاندیز ردول، دا خبره ډېره لری او قبلیدو وړ نه ده ګڼلی؛ هغه د امام علی(ع) په دې خبرې سره دلیل راوړی چې امام فرمایلي وو چې زه د عثمان په وژلو نه خوشالۍ کوم او نه خپګان، او همدارنګ د علي ابن ابي طالب(ع) له ظالمانو سره په چلند کې سیرت او له مظلوم سره د مرستې سیرت، له باقر شریف قریشي په حیاة الامام الحسن(ع) کتاب کښې په نقل سره، فرمايي: «که دا ونو چې دا پيښه شوې ده نو دا د دې لپاره وه چې د عثمان په قتل کې چې په حسنینو(ع) د ګډون کوم تور لګول کیده هغه تهمت لری کړي.»[۸۷] سید مرتضی د امیر المومنین(ع) له خوا د حسنین(ع) په لیږلو کې له شک او تردید څخه وروسته، د دې لامل د هغه د قصدي وژنې مخنیوی او د هغه کورنۍ ته د اوبو او خوړو برابرول ګڼي، نه دا چې د عثمان (ع) له خلافته د لیری کیدو مخه ونیسي، ځکه چې هغه د خپلو ناروا کړنو په سبب له خلافته د لیرې کیدو مستحق و.[88]

 

د امام حسین(ع) په حرم کې لیکلی شوی نبوي حدیث

همدارنګ وګورئ: د عثمان د قتل پیښه

 

د امام علی(ع) د حکومت دوران

د ځينې کمو نقلو پر اساس چې د امام علی (ع) د حکومت د دوران په اړﮦ دي، حسین(ع) امیر المومنین(ع) سره خلکو له بیعت کولو وروسته یوه خطبه ورکړې ده،[۸۹] دجمل د جنګ په ورځ هغه د امام علی علیه السلام د لښکر د چپۍ غاړې مشري کوله[۹۰] او د صفین په جنګ کښې یې د جهاد لپاره د خلکو د هڅولو لپاره خطبه ورکړی.[۹۱] او د ځینو سرچینو له مخې، هغه د لښکر د ښي اړخ له قوماندانانو و. [۹۲] ویلي شوي دی چې په صفین کې امام حسین(ع) له شامیانو د اوبو د بیرته اخیستلو په کیسه کې ګډون کړی و. او له دې وروسته امیرالمومنین وفرمایل: «دا لومړۍ بریا وه چې د حسین په برکت ترلاسه شوه».[۹۳] د صفین د جګړې د راپورونو له مخې، امام علی(ع) حسنین(ع) جګړې ته نه پریښودل او د دې لامل یې د پیغمبر (ص) د نسل ساتنه ګڼله.[۹۴] د ځینو سرچینو په وینا، هغه د نهروان په جګړﮦ کې هم شتون درلود.[95]

ډېرو سرچینو ویلي دي چې امام حسین(ع) د امام علی(ع) د شهادت په وخت د هغه په خوا کې و [۹۶] و، هغه د تجهيز او تدفين په مراسمو کې حاضر و.[97] خو د كتاب الکافي او انساب الاشرف د راپور له مخې کله چې یې پلار په توره ووهل شو، هغه د خپل پلار له خوا مدائن ته د یو کار لپاره ستولی شوی و او د امام حسن(ع) په لیک سره له پیښې خبر شو او کوفې ته راستون شو.[98]

 

د امام حسن(ع) دوران

تاریخي راپورونه د حسین بن علي (ع) له خوا د خپل ورور امام حسن(ع) احترام او درناوي په اړﮦ خبر ورکوي؛ نقل شوي دي چې که امام حسن(ع) په یوه مجلس کښې موجود وی نو د هغه  د احترام له سببه به هغه خبرې نه کولې [۹۹] د امام علی(ع) له شهادت وروسته د خوارجو یوې ډلې چې له شامیانو سره یې په جنګ ټینګار وکړ، له امام حسن(ع) سره یې بیعت ونه کړ او حسین(ع) ته ورغلل چې له هغه سره بیعت وکړي، خو هغه وویل: زه له خدایه پناه وړم له دې چې تر څو حسن ژوندی وي ستاسو بیعت ومنم.[100]

له معاويه سره د سولې په پیښه کې د اعتراض کونکیو شیعو په وړاندې د خپل ورور ملاتړی و او د هغه دغه عمل يې تاييد کړ [۱۰۱] او نقل شوي دي چې ويې ویل: «هغه (امام حسن(ع) زما امام دی».[۱۰۲] د ځینو نقلونو له مخې امام حسین (ع) هم د سولې له رامنځته کیدو وروسته د امام حسن (ع) په شان له معاویه سره بیعت وکړ[۱۰۳] او حتی د امام حسن(ع) له شهادته وروسته هم په خپله ژمنه ولاړ و.[۱۰۴] له بلې خوا داسې نقلونه هم شته چې حسین (ع) بیعت نه دی کړی.[۱۰۵] د ځینې سرچینو په نقل هغه په سوله باندې خوشحال نه و او د امام حسن(ع) ته یې قسم ورکړ چې د معاویه دروغ دې نه مني.[۱۰۶]

ځینو څیړونکو دا راپورونه له نورو روایتونو او تاریخي شواهدو سره متناقض بللي دي [۱۰۷] د بیلګې په توګه حسین (ع) د سولې د اعتراض کوونکو یوې ډلې ته چې د معاویه د برید لپاره یې د خپلو شیعو د راغونډولو غوښتنه کړې وه، وویل: «موږ تړون کړې دی او هېڅکله به خپل تړون مات نه کړو.»[108]

په بل نقل کې راغلي دي چې هغه اعتراض کوونکو ته وویل: «تر ​​څو چې معاویه ژوندی دی انتظار وکړئ. کله چې هغه مړ شي، موږ به پریکړﮦ وکړو.»[۱۰۹] تر دې چې کله د امام حسن(ع) له شهادت وروسته کله چې شیعو هغه پاڅیدو وبله، په ځواب کې یې له معاویه سره په سوله کې د امام مجتبی (ع) د کړنو دفاع وکړﮦ او ویې فرمایل: تر څو چې معاویه ژوندی دی دا کار یې نه شي کیدی [۱۱۰] امام حسین(ع) په ۴۱ هجری قمری کال کښې (له معاویه سره له صلح کولو وروسته) له خپل ورور سره له کوفې مدینې ته ستون شو.[۱۱۱]

 

میرمنې او اولادونه

د امام حسين (ع) د اولادونو د شمېر په اړﮦ اختلاف شته. ځينو سرچينو دغه شمېره څلور هلکان او دوه نجونې ليکلي دي[112] او ځنې نورو شپږ هلکان او درې نجونې ليکلي دي. [۱۱۳]

میرمن نسب اولادونه توضیحات
شهربانو د ساسانی باچا یزدګرد لور امام سجاد(ع) د شیعو څلورم امام اوسني څیړنکیو د بی بی شهربانو په نسب کې شک کړی دی.[۱۱۴]  په ځینې سرچینو کې هغه د سِنْدیه، غزاله او شاه زنان په نامه یاده شوې ده.
رباب د امرؤ القیس بن عدی لور سُکَینه او عبدالله[۱۱۵] رباب په کربلا  کې حاضره وه او اسیرانو سره شام ته لاړﮦ .[۱۱۶] ډېرو سرچینو د عبدالله شهادت د شودو د ماشوم شهادت سره لیکلی دی.[۱۱۷]  نن سبا شیعه هغه د علی اصغر  په نامه پيژني.
لیلیٰ د ابی‌مُرَّة بن عروة بن مسعود ثَقَفی لور[۱۱۸] علی اکبر(ع)[۱۱۹] علی اکبر د عاشورا پیښه کې شهید شو.[۱۲۰]
ام اسحق د طلحه بن عبیدالله لور فاطمه د امام حسین(ع) مشره لور[۱۲۱] ام اسحاق د امام حسن مجتبی(ع) میرمن وه او امام حسن له شهادته وروسته یې امام حسین(ع) سره واده وکړ.[۱۲۲]
سُلافه یا ملومه[۱۲۳] له  قُضاعه قبیلې جعفر[۱۲۴] جعفر د امام په ژوند کې وفات شو او د هغه کوم نسل نه دی پاتی. [۱۲۵]

 

 

 

د لباب الانساب په کتاب [۱۲۶] کې چې د شپږمې پېړۍ له سرچینو څخه دی، د رقیه په نوم د یوې نجلۍ په اړﮦ یادونه شوې ده او د اوومې پېړۍ له منابعو څخه د کامل بهايي په کتاب کې د د امام حسین د څلور کلنې نجلۍ ذکر راغلی دی چې په شام کې وفات شوه [۱۲۷] په وروستیو سرچینو کې د رقیه نوم په پراخه کچه منعکس شوی دی. [سرچینې ته اړمن] همدارنګ په ځینې سرچینو کې د علی اصغر نامه چې د شهربانو زوی دی، د محمد نامه چې د رباب زوی دی او د زینب نامه (بې له دې چې د مور نوم یې یاد شي) هم د امام حسین د اولادونو په توګه یاد شوي دي [۱۲۸] ابن طلحه شافعي په مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول کتاب کې د امام اولادونه لس تنه ګڼلي دي.[۱۲۹]

 

د امامت دوران

د حسین بن علي (ع) د امامت پیل د معاویه د واکمنۍ له لسم کال سره سمون خوري، [سرچینه ته اړمن] معاویه په ۴۱ هجري قمري کال کې له امام حسن سره تر سولې وروسته د اموي خلافت بنسټ کېښود. [سرچینې ته اړمن] د اهل سنتو سرچینو هغه یو هوښیار او زغم لرونکی سړی بللی دی [۱۳۱] هغه د دین په ظاهر باندې پابند و [یادونه 4] او تر دې چې د خپل خلافت د تاسیس لپاره یې ځینې دیني اصول کارول، سره له دې چې هغه په ​​زور او سیاسي چالونو سره واک ترلاسه کړ.[132] خپل حکومت به یې د خداى له لوري او د خداى قضاوت ګڼه [۱۳۳] معاويه به د شام خلکو ته ځان د انبياوو په پایه، د خداى له صالحو بندګانو او د دين او دين د دفاع کوونکو په توګه معرفي کاوه.[134] په تاریخی سرچینو کې داسې راغلي دي چې معاویه خلافت په پاچاهۍ بدل کړ [۱۳۵] او په ښکاره یې وویل چې د خلکو له دین سره هیڅ کار نه لري.[۱۳۶]

د معاويه د واکمنۍ پر مهال يوه مسله د خلکو په تېره بيا په عراق کې د شيعه د عقايدو شتون و.[سرچینې ته اړمن] شیعه د معاویه دښمنان وو، لکه څه رنګ چې یې خوارج هم دښمنان وو، خو خوارجو سره دومره خلک نه وو، شیعو په خلاف چې د امام علی (ع) او اهل بیت علیهم السلام تر نفوذ لاندې یې د خلکو پراخ ملاتړ درلود.[سرچینې ته اړمن] له همدې امله معاویه او د هغه اجنټانو له شیعه غورځنګ سره یا د جوړجاړي له لارې او یا په خورا سختۍ سره معامله وکړﮦ [سرچینې ته اړمن] د معاویه ترټولو مهمې طریقه په خلکو کې د امام علی (ع) څخه نفرت رامینځته کول وو تر دې حده چې د معاویه په دوره او بیا د امویانو په دوره کې په علي (ع) باندې لعنت او د هغه سپکاوي په دودیز ډول دوام درلود. [137]

معاويه د خپل واک د بنسټونو له ټينګولو وروسته پر شيعو د جبر او فشار سياست پيل کړ او خپلو اجنټانو ته يې وليکل چې د علي(ع) د مينه والو نومونه دې له ديوان څخه لرې کړي او له بيت المال څخه دې د هغوى عايد قطع کړي. او د هغوي ګواهي دې ونه منل شي[138] هغه همدارنګ هغه کسان ګواښل چې د امام علی (ع) فضائل به یې بیانول، تر دې حده چې فقهاوو به علی(ع) «د قریشو یو کس» او «د رسول الله یو صحابي» او «ابوزینب» په توګه یادوه.[۱۳۹]

 

د امامت دلیلونه

په ۵۰ هجري قمري کال کښې د خپل ورور له شهادت وروسته امام حسین(ع) امامت ته ورسید او د ۶۱ هجري قمري کال تر پیل پورې یې د شیعو مشري په غاړﮦ وه،[140]د شیعو عالمانو له دې پرته چې د شیعو د امامانو د امامت د ثابتولو لپاره یې عام دلیلونه راوړي دي،[141] د هر امام د امامت لپاره یې ځانګړي دلیلونه هم راوړي دي. شیخ مفید په ارشاد کتاب کې د حسین بن علي(ع) د امامت ځینې حدیثونو ته اشاره کړې ده چې ځینې یې دا دي: پيغمبر(ص) وفرمایل: «اِبنای هذانِ امامان قاما او قَعَدا (ژباړﮦ: زما دا دوه بچي [حسن او حسین]، امامان دي که پاڅون وکړي او که ونه کړي)»[۱۴۲] همدارنګه امام علی (ع) د خپل شهادت په وخت کښې له امام حسن (ع) وروسته د حسین (ع) په امامت ټینګار وکړ [۱۴۳] او امام حسن (ع) د خپل شهادت په وخت کښې په خپل وصیت کښې محمد بن حنفیه ته، حسین بن علی له ځان وروسته امام وټاکه. [144] شیخ مفید د دغو حدیثونو په استدلال سره د امام حسین علیه السلام امامت ثابت او یقیني ګڼلی دی؛ د هغه په ​​وينا، امام حسين د معاويه تر مرګه پورې د تقیه او د هغه وعدې د مراعاتولو له امله چې د امام حسن عليه السلام د سولې په کيسه کې يې کړې وه، خلک ځان ته راونه بلل، خو د معاويه له مړينې وروسته يې خپل دريځ څرګند کړ او د هغو کسانو لپاره چې خبر نه وو خپل مقام څرګند کړ.[۱۴۵]

په سرچینو کې راغلي دي چې حسين (ع) په ٦٠ هجري قمري کال کې له مدينې څخه له وتلو مخکې د امامت ودایع  او ځینې وصیتونه د رسول الله(ص) ميرمن ام سلمه[146] ته ورکړل او ځينې نور يې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم په میاشت کې له شهادته مخکې خپلې مشرې لور فاطمې [۱۴۷] ته ورکړل چې امام سجاد(ع) ته یې ورکړي.

 

د امام حسن(ع) تړون سره وفاداري

امام حسین د معاویه د واکمنۍ پر مهال د سولې هغه تړون ته وفادار پاتې شو چې ورور یې له معاویه سره کړی و [۱۴۸] او د ځینو هغو شیعو د لیک په ځواب کې چې له هغه د مشرۍ د منلو او د امویانو پر ضد راپورته کیدو ته یې چمتووالی اعلان کړی و، ولیکل: «اوس زما نظر داسې نه دی. تر څو چې معاویه ژوندی دی، هیڅ حرکت مه کوئ او په خپلو کورونو کې پټ پاتی شئ او له داسې کارونو څخه ډډﮦ وکړئ چې ورسره په تاسو باندې شک پیدا کړي. که هغه مړ شو او زه ژوندی وم، نو خپل نظر به تاسو ته ولیکم.» [۱۴۹]

 

د معاويه د کارونو په وړاندې دريځ

که څه هم امام حسین(ع) د معاویه د حکومت په وخت کې د هغه پر ​​خلاف کوم کار ونه کړ، خو د رسول جعفریان په نامه یو مورخ وایی، د امام او معاویه تر منځ اړیکې او هغه خبرې چې د دوی تر منځ شوې وې، دا ښیي چې امام حسین (ع) له سياسي نظره د معاويه قطعي مشروعيت ونه منل او په وړاندې يې تسليم نه شو.[150]  هغه ډېر لیکلونه چې د حسین بن علی او معاویه تر مینځ لاړل راغلل، په همدې دلالت کوي.[سرچینې ته اړمن] خو بیا هم له تاریخه په دې پوهیږو چې معاويه د دريو خليفه ګانو په شان په ظاهري ډول د حسين بن علي(ع) احترام او درناوې کاوه.[۱۵۱] او خپلو کارمندانو ته به يې امر کړی و چي د رسول الله(ص) زوي څه مه وایئ او د هغه له سپکاوي ډډﮦ وکړئ. [۱۵۲]

 

د یزید د بیعت غوښتلو په ځواب کې معاویه ته د امام حسین(ع) ځواب

یزید خپل فکر او عقیده څرګند کړې ده؛ ته هم د هغه لپاره هغه څه وغواړﮦ چې هغه په خپله غوښتي دي: د سپو جنګول، د کوترو الوځول، او د موسیقۍ ډمو سره کورولي کول او داسې نور تفریحات… [ای معاویه] له دې کارونو لاس واخله! تا ته به څه ګټه درکړي چې د ګناه له بار سره خدای سره ملاقات وکړې، سره د ګناه له هغه باره چې اوس یې هم د خلکو له خوا په ځان لرې!؟

 

ابن‌قتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۰۹.

 

معاويه خپل زوي يزيد ته د وصيت په وخت کې د حسين(ع) پر مقام ټينګار وکړ او هغه يې په خلکو کې تر ټولو محبوب کس وباله [۱۵۳] او سپارښتنه يې وکړﮦ چې که حسين ته دې ماتې ورکړﮦ؛ نو له هغه تېر شه ځکه چې هغه لوی حق لري. [۱۵۴]

 

د امام علی(ع) د ملګرو په وژلو باندې نیوکه

د حجر بن عدي، عمرو بن حمق خزاعي او عبدالله بن یحیی حضرمي په څیر د خلکو په وژلو کې د معاویه کړنه یوه له هغو مواردو څخه وه چې د امام حسین(ع) له ورباندې سخت اعتراضونه وشو،[155] او د ډېرو سرچینو د نقل مطابق هغه معاویه ته یو لیک ولیکه او د امام علی(ع) د یارانو وژنه یې وغندله او د معاویه ځینې ناسم کارونه یې ورته په ګوته کړل، د هغه غندنه یې وکړﮦ او ویې ویل: «زه د خپل ځان او دين لپاره له تا سره له جهاد څخه ښه بل څه نه ګورم». د دې لیک په دوام کې راغلي دي: «زه په دې امت باندې ستاسو له واکمنۍ بله لویه فتنه نه وینم.» [۱۵۶]

همدارنګه نقل شوي دي چې کله معاویه د حج په سفر[۱۵۷] کې له امام حسین(ع) سره مخامخ شو نو هغه ورته وویل: ایا تا اوریدلي دي چې موږ له حجر او د هغه له ملګرو او ستا د پلار له شیعو سره څه وکړل؟ امام وويل: څه دې وکړل؟ معاویه وویل: موږ هغوی ووژل، کفن مو کړل، په هغوي مو جنازه وکړﮦ او ښخ مو کړل.» حسین بن علي (ع) وفرمایل: «که موږ ستا ملګري ووژنو، نو نه یې کفن کوو، نه ورباندې جنازه کوو او نه یې ښخوو.[158]

 

د یزید په ځای ناستي نیوکه

په ۵۶ هجری قمری کال کښې د صلحې د موافقې پر خلاف (چې د ولیعهد او جانشین په توګه د هیچا د نه ټاکلو خبره په کې وه) معاویه له خلکو وغوښتل چې له یزید سره د هغه د جانشین په توګه بیعت وکړی[۱۵۹] او ځینو شخصیتونو چې یو په کې امام حسین(ع) و، له بیعت کولو ډډﮦ وکړﮦ.[160] معاويه مدينې ته لاړ چې د يزيد د واکمنۍ لپاره د دغه ښار د مشرانو نظر راواړوي،[۱۶۱] په يوه غونډﮦ کې چې معاويه، ابن عباس او ځينې درباريان او د اموي کورنۍ کسانو حاضر وو، امام حسين د معاويه غندنه وکړﮦ او د یزید بدو اخلاقو ته په اشارې سره یې، معاویه ته خبرداری ورکړ چې د یزید د ځای ناستۍ لپاره دې کوشش نه کوي او خپل مقام او حق باندې ټینګار کولو سره سره یې د معاویه هغه دلیلونه رد کړل چې خلک یې ورسره د یزید بیعت کولو ته بلل.[162]

 

په منا کې د حسین(ع) د خطبې یوه برخه

که تاسو د خدای په لاره کې په آزارونو صبر کړې وې، لګښتونو او سختې مو زغملې وې، نو د خدای چارې به ستاسو په لاس کې وې … مګر تاسو ظالمان په ځان باندې مسلط کړل او د خدای چارې مو هغه ته وسپارلې … ستاسو له مرګه ویره او د دنیا خوښۍ ظالمانو ته د دې توان ورکړ.

تحف العقول، ص۱۶۸.

 

همدارنګه په یوه بله ناسته کې چې عام خلک په کې حاضر وو، امام حسین د معاویه د خبرو په ځواب کې، چې د یزید وړتیا یې بیانوله، ځان د فردي او کورنۍ له نظره د خلافت ډیر مستحق وګڼلو او یزید یې یو شرابخور او هوس ران وښود.[163]

 

په منا کې د امام حسین(ع) خطبه

اصلي مقاله: په منا کې د امام حسین(ع) خطبه

امام حسين په مينا کې، د معاويه له مړينې دوه کاله مخکې، په ۵۸ هجري قمري کال کې چې يوه احتجاجي خطبه ورکړﮦ.[۱۶۴] په دې وخت کې په شيعو باندې د معاويه زور زیاتې اخري حد ته رسيدلی و[165] حسین بن علي په دې خطبه کې د امیرالمومنین او د اهل بیتو علیهم السلام فضائل بیان کړل او د نیکۍ امر او له بدیو څخه یې منعه کولو ته بلنه ورکړﮦ او د دې اسلامی دندې په ادا کولو یې ټینګار وکړ چې دا د عالمانو ذمه واري ده او په هغوي لازمه ده چې د ظالم پر وړاندې ودرېږي او همدارنګه د ظالمانو پر وړاندې د علماوو د چوپتیا په زیانونو یې هم ټینګار وکړ.[سرچینې ته اړمن]

 

د یزید د خلافت په اړﮦ غبرګون

په ۱۵ رجب ۶۰ هجري کې د معاویه تر مړینې وروسته، یزید واکمنۍ ته ورسېد[۱۶۶] او پریکړﮦ یې وکړﮦ ځینې مشرانو چې یو په کې حسین بن علي و، چې د ده واکمني یې نه وه منلې، په زوره بیعت واخلي،[167] خو حسین(ع) له بیعته انکار وکړ[۱۶۸] او د رجب په ۲۸ مه له خپلې کورنۍ او اصحابو سره له مدینې مکې ته روان شو.[169]

هغه په مکه مکرمه کې د مکې د خلکو او د عمرې زيارت کوونکو د تود هرکلي سره مخ شو.[۱۷۰] او تر څلورو مياشتو زیات (د شعبان له درېيمې تر اتمې ذوالحجې) په دغه ښار کې پاتې شو.[171] په دې موده د کوفې شیعه چې د خپل دریم امام له بیعت نه کولو خبر شوي وو،، هغه ته یې لیکونه ولیکل او کوفې ته یې بلنه ورکړﮦ.[172] حسین بن علی د دې لپاره چې د کوفې د خلکو د خواخوږي او د هغوی د بلنې د جدیت یقیني شي، مسلم بن عقیل یې کوفې ته ولېږﮦ چې حالات ورته بیان کړي، له دې وروسته چې مسلم د خلکو هرکلی او بیعت ولید نو امام حسین یې  کوفې ته راوغوښت.[۱۷۳] او هغه هم له خپلې کورنۍ او ملګرو سره د ذوالحجې په اتمه له مکې څخه کوفې ته روان شو.[۱۷۴]

له ځینې نقلونو دا خبره په لاس راځي چې امام حسین(ع) په مکه کې د خپل قتل له سازشه خبر شوی و او له دې سببه چې د مکې حرمت وساتي، له دې ښاره ووت او د عراق په لور لاړ.[175]

 

د کربلا پیښه

اصلي مقاله: د کربلا پیښه

د کربلا پیښه چې د حسین بن علي (ع) او د هغه د ملګرو د شهادت سبب شوه، د هغه د ژوندلیک تر ټولو مهمه برخه ګڼل کیږي. د ځینو روایتونو له مخې امام حسین علیه السلام عراق ته له تللو مخکې له خپل شهادته خبر و.[یادداشت 5] دا پيښه ځکه رامنځته شوه چې هغه د یزید له بیعته انکار وکړ. حسین(ع) چې د کوفیانو په بلنه له خپلې کورنۍ او ملګرو سره دې ښار ته روان شوی و، د ذحسم په نوم یوه سیمه کې د حر بن یزید ریاحی تر قوماندې لاندې له یوه لښکر سره مخامخ شو او اړ شو چې د خپل سفر لاره بدله کړي.[176]

 

امام حسین(ع)

و عَلَی الإسلامِ السلامُ إذ قَد بُلِیَت الاُمّةُ بِراعٍ مثلَ یَزید

(ترجمه: او کله چې اسلام د یزید غوندې حاکم سره ښکلی شي نو په اسلام باندې سلام وي! (یعنی اسلام کې بیا څه نه دي پاتی)

ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ۵ټوک، ۱۷مخ.

 

د اکثرو سرچینو له مخې هغوي د محرم په دوهمه نېټه کربلا ته ورسېدل[۱۷۷] او بله ورځ د عمر بن سعد تر قوماندې لاندې د کوفې د خلکو څلور زره کسیزه لښکر کربلا ته داخل شو.[۱۷۸] د تاریخي روایتونو له مخې. د حسين بن علي او عمر سعد تر منځ څو مذاکرات وشو،[۱۷۹] خو ابن زياد بې له دې په بل څه راضي نه شو چې یا باید حسین(ع) يزيد سره بيعت وکړي او یا جګړې جنګ وکړي.[۱۸۰]

 

د محرم د میاشتې په نهمه (تاسوعا) په ماځیګر د عمر سعد لښکر جنګ ته تیار شو. خو امام حسين په هغه شپه خداى سره د دعا او مناجات لپاره مهلت واخست.[۱۸۱] د عاشورا په شپه يې له خپلو اصحابو سره خبرې وکړې او له هغوى يې بيعت اوچت کړ او هغوي ته یې د تلو اجازت ورکړ؛ خو هغوی د هغه پر وفادارۍ او ملاتړ ټینګار کاوه.[۱۸۲]

 

د عاشورا په ورځ سهار جګړﮦ پیل شوه او تر غرمې د حسین(ع) ډېر ملګري شهیدان شول.[۱۸۳] د جګړې په ترڅ کې د کوفې د لښکرو یو قومندان حر بن یزید له امام حسین سره یو ځای شو.[۱۸۴] د امام د یاران له شهادته وروسته د امام خپلوان میدان ته لاړل، چې لومړی یې علي اکبر و[۱۸۵] او هغوی هم یو په بل پسې شهیدان شول. بيا حسين بن علي (ع) پخپله میدان ته لاړ او د محرم په لسمې نېټې ماځیګري کې شهيد شو او شمر بن ذی­الجوشن[186] او د یو نقل مطابق سنان بن انس [187] هغه سر پری کړ. د حسین بن علي سر په همدې ورځ ابن زیاد ته ولیږل شو.[۱۸۸]

عمر سعد د ابن زیاد د حکم د اجرا کولو لپاره څو کسانو ته امر وکړ نو اسونه د حسین پر بدن وځغلیدل او هډوکي یې ورته مات کړل[۱۸۹] ښځې او ماشومان او امام سجاد(ع) چې په دې ورځ ناروغه و، بندیان کړی شوو او کوفې ته او بیا شام ته ولیږل شوو.[190] د امام حسین(ع) جسد او د هغه شاوخوا 72 ملګرو جسدونه[191] د محرم په 11 [192] یا 13مه نیټه د بني اسد د یوې ډلې لخوا او د یوه روایت له مخې د امام سجاد (ع) په شتون سره په هماغه ځای کې چې په شهادت رسیدلی و خاورو ته وسپارلی شو.[۱۹۳]

 

لیدتوګې او اغیزې

اصلي مقاله: د امام حسین(ع) پاڅون

له مدینې څخه مکې او له هغه ځایه کوفې ته د امام حسین(ع) د خوځښت او په کربلا کې د عمر سعد له لښکرو سره د جګړې په اړﮦ بېلابېل نظرونه شته. د عاشوراڅیړاندي محمد اسفندیاري په وینا، تر ټولو مشهوره نظریه دا ده چې د حسین بن علي د پاڅون هدف شهادت و. دا نظریه ډېر پلویان لري، له هغو ځینې د لطف الله صافي، مرتضی مطهري، سید محسن امین او علي شریعتي[194] دي. د یوې بلې نظریې پر اساس امام حسین علیه السلام د حکومت جوړلو لپاره پاڅون کړی و. له تېرو کسانو سيد مرتضى[195] او د له اوسنیو صالحي نجف آبادي په خپل كتاب شهید جاويد كې دا نظر لري.[196] د سحتي سردرودي په وینا، ځینې کسان لکه شیخ مفید، شیخ طوسي، سید ابن طاووس او علامه مجلسي د دې نظر مخالف دي.[197] او ځینو لکه شيخ الپناه اشتهاردي، د شيعه ګانو د دريم امام دا خوځښت د پاڅون او جنګ په نیت نه، بلکې يوازې د ژوند د ژغورلو لپاره ګڼلى دى.[198]

د امام حسین (ع) پاڅون د ډیرو ډلو د بیدارۍ سبب شو او د هغه له شهادته سمدستي وروسته انقلابي او احتجاجي حرکتونه پیل شول او تر ډېرو کلونو یې دوام ولره. لومړی احتجاج ابن زیاد سره د عبدالله بن عفیف[۱۹۹] مقابله وه. د توابینو پاڅون، د مختار پاڅون، د زید بن علي پاڅون او د یحیی بن زید پاڅون هم د هغو ځنې دي.[سرچینې ته اړمن]همدارنګ د تورو جامو لرونکو پاڅون چې د ابومسلم خراساني په مشرۍ کې د امویانو په خلاف وشو د یا لثارات الحسین له غږﮦ ګټه واخستی شوه [200]، چې دا پاڅون د امویانو د سقوط لامل شو. [سرچینې ته اړمن] د ایران اسلامي انقلاب هم د امام حسین(ع)له پاڅون څخه الهام اخیستی و او د امام خمیني په وینا «که دا خطبې، ویناوې، ماتمونه او د عزادارۍ غونډې نه وې، نو زموږ هیواد به بریالی نه و شوی. ټولو د امام حسین علیه السلام تر بیرغ لاندې پاڅون وکړ.» [201] [یادونه 6] د عام کلتور په ډګر کې هم مسلمانانو بلکې د نورو دینونو پیروانو حسین بن علي(ع) د ځان لپاره د قربانۍ، د ظلم نه منلو، ازادي غوښتلو، د ارزښتونو د ساتلو او حقو غوښتې سمبول او نمونه ګرځولې ده.[۲۰۲]

 

ځانګړتیاوې او فضیلتونه

اصلي مقالې: اهل بیت(ع)، د کسا اصحاب، مباهله، و د تطهیر آیت

ظاهري صفتونه

په ډیرو حدیثي، تاریخي او رجالي سرچینو کې د حسین(ع) پیغمبر اکرم(ص) سره مشابهت ذکر شوی دی[203] په یو روایت کې له ټولو زیات هغوي ته ورته کس بللی شوی دی.[204]د هغه په هکله ویل شوي دي چې هغه به کله کله د څرمنې جامې اغوستی او یا به یې د څرمنې پګړۍ په سروله.[205] او سر او ږیره به یې رنګول.[206]

 

د امام حسین(ع) د حرم د یوه ور لپاسه عبارت: «السلام علیک یا سید شباب اهل الجنة»

د پيغمبر له مبارکې ژبې

له پيغمبر اکرم(ص) دېر زیات روایتونو د هغوي په فضیلت کې نقل شوي دي له هغو ځینې:

حسن او حسین د جنت د ځوانانو سرداران.[۲۰۷]

د عرض په ښي اړخ یې لیکلي دي: «حسین هدایت څراغ او د نجات کشتۍ ده». [یادونه ۷]

حسین له ما دی او زه له حسینه یم.[۲۰۸]

چا چې له دغو دواړو (حسن او حسین) سره مینه وکړﮦ هغه له ما سره مینه وکړﮦ او چا چې له دوي سره دښمني وکړﮦ هغه له ما سره دښمني وکړﮦ.

 

د شهادت وړاندوینه

د حسین بن علي(ع) د شهادت د وړاندوینې په اړﮦ ډیر روایتونه راغلي دي[۲۱۰] په حدیث لوح کې راغلي دي چې رسول الله(ص) فرمایلي دي چې خدای حسین ته په شهادت سره درناوې ورکړ او هغه یې له ټولو شهیدانو غوره کرځولی دی.[211] مجلسي د بحار الانوار 44 ټوک په 30 مخ کی داسی روایتونه نقل کړي دي چی الله تعالی د حسین(ع) د شهادت خبر خپلو ځینو پیغمبرانو لکه آدم، نوح، ابراهیم، ​​زکریا او محمد(ص) ته ورکړی او هغوي ورباندې ژړلي دي.[۲۱۲] همدارنګه روایت دی چې امیر المومنین(ع) د صفین په لاره کې چې کله کربلا ته ورسید نو په خپله ګوته یې یو ځای ته اشاره وکړﮦ او ویې فرمایل: دا د هغوي د وینې د بهیدو ځای دی.[213] په امالي کې د شیخ صدوق د روایت پر اساس هغه حضرت لږﮦ خاوره له کربلا راواسخته او بوی یې کړﮦ بیا یې وفرمایل:  عجیبه خاوره یې چې ستاسو د ځمکې ځینې ډلې به بې حسابه جنت ته ننوځي![یادداشت ۸][۲۱۴]

 

کرامتونه او د معجزې په شان

په ځينو رواياتو كې د امام حسين ځینې خاص ځانګړتياوې بيان شوي دي، لكه دا چې هغه په ​​معجزاتی توګه د رسول الله (ص) له ګوتې څخه شودې څښلي دي.[۲۱۵] او د فطرس په نامه يوه پرښته وه چې مات وزر يې درلود چې د هغه په ​​برکت وژغورل شوه. له دې وروسته هغه د زيارت کوونکو د سلام د رسولو ذمه واره شوه.[۲۱۶] په احاديثو کې هم راغلي دي چې خدای د حسين(ع) په خاوره کې شفا اچولی ده او د هغه د قبر تر څنګ (د هغه د گنبد لاندې) د دعا قبلیدل یې مقرر کړي دي.[217] په الخصائص الحسینیه کتاب کې له دریو سوو زیات خصوصیات د امام حسین(ع) لپاره ګڼل شوي دي.[218]

 

اخلاقي ځانګړتیاوې

هغه به له بې وزلو سره کېناسته، د هغوی بلنه به یې منله او له هغوي سره به یې ډوډۍ خوړله او هغوي به یې کور ته بلل او په کور کې یې چې څه درلودل هغه یې ترې نه منع کول.[۲۱۹] یوه ورځ یوه اړمن کس ترې د مرستې غوښتنه وکړﮦ. امام چې لمونځ كاوه، لمونځ يې لنډ كړ او څه يې چې درلودل هغه ته يې وركړل.[۲۲۰]

هغه به خپل غلامان او وینځې د هغوي د ښه سلوک په بدل کې آزادولې. ویل کیږي چې هغه یوه وینځه چې معاویه له ډیرو مالونو او جامو سره هغوي ته د ډالۍ په توګه رالیږلې وه، د قرآن کریم د آیتونو د لوستلو او د نړۍ د پای او د انسانانو د مرګ په اړﮦ د شعر لیکلو په بدل کې آزاده کړﮦ. او هغه مالونه یې هغې ته وبخښل.[221] همدارنګ یوه ورځ ورته یوې وینځې ګل ورکړ. نو هغه حضرت د ګل په بدل هغه خوشې کړې؟. وویل شول آیا د یو ګل په بدل دې هغه خوشې کړﮦ؟ امام حسین (ع) د دې آیت په دلیل سره وفرمایل: «و اذا حیّیتم بتحیّة فحیّوا بأحسن منها أو ردّوها» کله چې تاسو تحیت درکړې شي نو د هغه ځواب له هغې بهتر ورکړئ، یا (لږ تر لږﮦ) هماغه غوندې ځواب ورکړئ.[222] هغه وويل: خداى موږ ته په دې ډول آداب را زده كړى دى.[۲۲۳]

امام حسین (ع) ډیر بخښونکی وو او د خپل سخاوت له امله پیژندل کیده.[۲۲۴] خو په بخښنه کې به یې هم هڅه کوله چې د امام حسن(ع) احترام وساتي او له نورو سره به یې د خپل ورور په پرتله لږﮦ مرسته کوله.[125] په سرچینو کې راغلي دي چې هغه 25 ځله پياده حج ته لاړ.[۲۲۶]

 

د هغه ماتم او زیارت

د هغه اوږدو کتیبو ځینې بیلګې چې د محتشم دولسو بندو سره لیکل شوي دي چې د په ماتمونو کې ترې ګټه اخستل کیږي

اصلي مقاله: د محرم ماتم

شیعه (او کله کله غیر شیعه) د محرم په میاشت کې د امام حسین او د کربلا د شهیدانو ماتم کوي. شیعه د دې ماتم لپاره دودونه لري چې تر ټولو عام یې د ماتم کول، سینه وهل، تعزیه، د قتل انځورول او د زیارتنامو لوستل دي لکه د عاشورا زیارت، د وارث زیارت، او د ناحیه مقدسه زیارتونه په انفرادي او ډله ایز ډول سره.[227]

د امام حسین (ع) ماتم د عاشورا له لومړیو ورځو څخه پیل شو [۲۲۸] او د یوه روایت له مخې کله چې د کربلا زندانیان په شام کې وو، نو د بني هاشمو ښځو تورې جامې اغوستې او څو ورځې یې ماتم وکړ.[۲۲۹] د شیعو د حکومتونو په راتلو سره او له شیعو د سختو په لیرې کیدو سره، ماتم رسمي شو.[230]

د تاریخي او احادیثو د راپورونو له مخې شیعه امامانو د حسین بن علي په غم کې ماتم او ژړا ته ځانګړی اهمیت ورکاوه او شیعو ته به یې د عاشورا د یاد ژوندي ساتلو سفارښتنه کوله.[۲۳۱]

 

د امام حسین زیارت

اصلي مقاله: د امام حسین(ع) زیارت

د معصومینو په احادیثو کې د امام حسین (ع) په زیارت باندې ډیر تاکید شوی دی او دا یو له غوره او نیکو اعمالو څخه ګڼل شوی دی [۲۳۲] او د احادیثو د یوې ډلې له مخې د دې ثواب د حج او عمرې سره برابر دی.[233]

د زيارت په جامع کتابونو کې د امام حسين (ع) لپاره څو مطلق زيارتونه چې په هر وخت کې لوستل کيږي [234] او څو ځانګړي زيارتونه چې په ټاکلي وختونو کې لوستل کيږي [235] راټول شوي دي. د عاشورا زیارت، د وارث زیارت او د د ناحیه مقدسه زیارتونه له دغو زیارتونو څخه ډېر مشهور دي.

 

حسیني اربعین

اصلي مقالې: حسیني اربعین، د اربعین زیارت، او اربعین پیاده تږ

د امام حسین (ع) له شهادت څلویښت ورځې وروسته چې د اربعین حسینی یا اربعین ورځ بلل کیږی ډیر شیعه د امام حسین(ع) د قبر زیارت ته ورځی. د جابر بن عبدالله انصاري د تاریخي روایتونو له مخې، په دې ورځ هغه لومړنی زیارت کوونکی و [۲۳۶] چې د امام حسین (ع) د قبر زیارت یې وکړ. د لهوف کتاب په وینا، د کربلا زندانیانو هم د ۶۱ سپوږمیز کال د اربعین په ورځ او له شامه مدینې ته د راستنېدو پر مهال د کربلا د شهدانو زیارت ته ورغلي وو.[۲۳۷]

 

حسیني حرم او حائر

اصلي مقاله: حسیني حرم او حائر

د امام حسین د گنبد په سر سور بیرغ د وینې د پور اخستلو نښه ده[239]

د امام حسین (ع) د زیارت سیمه حسیني حائر نومیږي. د حائر سیمه خاص فضيلتونه او فقهي احکام لري او مسافر کولای شي په هغه ځای کې خپل لمونځ پوره ادا کړي.[۲۴۰] د حائر د کره مساحت په اړﮦ بېلابېل نظرونه شته چې تر ټولو کمه برخه يې د امام حسين له قبر څخه د يوولسو مترو فاصله ده چې تر ټولو د لوړې درجې فضيلت لري.[۲۴۱]

 

د امام حسین حرم

اصلي مقالې: د امام حسین(ع) حرم او د امام حسین د حرم ویجاړتیا

د موجودو راپورونو له مخې، د حسین بن علي(ع) د زیارت لومړۍ وداني د مختار ثغفي په وخت کې او د هغه په ​​امر جوړﮦ شوې وه او له هغه نیټې تر ننه پورې څو څو ځله نوې شوې او پراخه شوې ده.[242] د امام حسین (ع) زیارت څو څو ځله د عباسیانو [۲۴۳] او وهابیانو[۲۴۴]خلیفه ګانو له خوا ویجاړ شوی دی. له هغو ځنې متوکل عباسي امر وکړ چې د حائر ځمکه کې ګوډ وکړي او په قبر باندې دې اوبه واړول شي.[245]

 

مسند الامام شهید د امام حسین(ع) د ویناوو ټولګه

د امام حسین میراث معنوی

په ډیرو حادیثی او تاریخي سرچینو کې د حسین بن علي(ع) معنوي میراث د هغه د کلام، دعاګانو، لیکونو، شعرونو، خطبو او وصیتونو په شمول نقل شوی دی. دا ټول اثار د عزیزالله عطاردي په لیکل شوي کتاب مسند الامام الشهید او موسوعة کلمات الامام الحسین په کتاب کښې راغونډ شوي دي.

ویناوې: د معاويه د واکمنۍ پر مهال د سياسي حالاتو له امله د امام حسين ډېر روايتونه نه نقلیدل[۲۴۶] او ډېری داسې خبرې چې له هغه روايت شوي دي له مدينې څخه کربلا ته د سفر پر مهال وې.[۲۴۷] علامه تهراني په دې باور دی چې د امویانو زور د دې لامل شوی و چې یا به خلک امام حسن او امام حسین(ع) ته ډېر لږ ورتلل او یا دا چې له دوي څخه نقل شوي روایتونه د راویانو د ویرې او ډار له امله ورک شوي او وروسته خلکو ته نه دي لیږدول شوي.[۲۴۸] د شيعو د دريم امام خبرې په اعتقادي بحثونو، احکامو او اخلاقو موضوعاتو کې په اسلامي سرچینو کې راغلي دي.[۲۴۹]

دعاګانې: له هغوي څخه په مسند الامام الشهد کتاب کې شاوخوا شل دعاګانې او مناجات نقل شوي دي. چې تر ټولو مشهوره یې د عرفې په ورځ د عرفات په دښته کې د عرفې په نامه دعا ده.[۲۵۰]

منسوب شعرونه: ځینې شعرونه امام حسین(ع) ته منسوب شوي دي. محمد صادق کربسي دغه شعرونه په دوه ټوکونو کې د “دیوان الامام الحسین” په کتاب کې راټول کړي او له سند او ادب له پلوه یې څیړلي دي.[251]

خطبې او وصیتونه: په ځینو سرچینو کې د امام حسین په منی کې خطبه[252] او د عاشورا د ورځې خطبه [253] او همدارنګه خپل ورور محمد حنفیه ته د هغه لیکلی وصیت دی چې په هغه کې یې د خپل خوځښت او پاڅون هدف[254] راپور کړی دی.

لیکونه: د حسین بن علي (ع) ۲۷ لیکونه په مکاتیب الامامة کې راټول شوي دي.[۲۵۵] په دې لیکونو کې ځینې معاویه ته او په بله برخه کې مختلفو خلکو ته د بیلا بیلو موضوعاتو په اړﮦ لیکل شوي دي.

 

ځینې مشهورې خبرې:

که دين نه لرئ او د قيامت له ورځې نه وېرېږئ نو په دنيا کې ازاد اوسئ.[۲۵۶]

خلک د دنیا غلامان دي او دین یې په ژبه ځوړند دی؛ تر څو چې ژوند د دوي په خوښې وي، د دین پیروي کوي، خو کله چې دوي د بدبختۍ په واسطه وازمویل شي، نو دینداران لږ دي.[257]

تاسو ته د خلکو اړمنیدل په تاسو باندې د خدای نعمتونه دي. نو له نعمتونو مه ازادیږئ او مه ستړی کیږئ چې په عذاب بدلیږي.[۲۵۸]

د ذلت له ژونده د عزت مرګ غوره دی[۲۵۹]

ما د مستۍ، فساد او ظلم لپاره پاڅون نه دی کړی، بلکې د خپل نیکه محمد(ص) د امت د اصلاح لپاره مې پاڅون کړی. زه غواړم په نیکۍ امر وکړم او له بدیو منعه وکړم.[۲۶۰]

څوک چې د خدای په نافرمانۍ سره یو څه ترلاسه کول غواړي، ډیر ژر به هغه څه له لاسه ورکړي چې هغه یې تمه لري له څه چې ویره لري ډېر زر به په کې ښکیل شي.[۲۶۱]

د امام حسين(ع) پوهنډ کې د هغه د شخصي او ټولنيز ژوند د څيړنې لپاره له پنځو سوو زياتو تاريخي، حديثي، فقهي، تفسيري او کلامي سرچينو ته مراجعه شوې ده.

 

کتاب‌پيژانده

اصلي مقاله: د عاشورا څیړنه

د حسین بن علي(ع) د شخصیت او ژوند په اړﮦ ډیر کتابونه لکه انیسکلوپیډیا، ژوند لیکونه، مقتلونه او تحلیلي تاریخونه لیکل شوي دي، چې له څلویښتو زیات کتابونه او مقالې د «کتابشناسی امام حسین» تر عنوان لاندې راوړل شوي دي.[262] له هغو ځینې په «کتاب‌شناسی اختصاصی امام حسین» کې 1428 کتابونه، د خپروونکي ځانګړتیاو سره ذکر شوي دي.[263] آغا بزرګ تهراني هم په خپل کتاب الذریعة کې په دې برخه کې 985 کتابونه معرفي کړي دي.[264]

 

په دې برخه کې ځینې مهم کتابونه په لاندې ډول دي:

په «مقتل جامع سید الشهدا» کې د جامع مقتل سره سم ځینې نور موضوعات لکه د عاشورا تاریخ­لیکنه، د امام حسین د پاڅون فلسفه، د ماتم تاریخي بهیر او د امام حسین(ع) د ملګرو ژوند لیکونه هم څیړل شوي دي.

پوهندغونډ:

د امام حسین(ع) پوهند غونډ، محمد محمدي رېشهري په 14 ټوکونو کې لیکلی دی.

دائرة المعارف الحسینیة د محمد صادق کرباسي لیکلی چې په ۱۳۸۸لمیریز کال کې په ۹۰ ټوکونو کې خپور شوی دی.[۲۶۵]

فرهنگ عاشورا د جواد محدثي لیکل شوی.

ژوند لیک:

حیاة الامام الحسین د باقر شریف قرشي لیکل شوی په دریو ټوکونو کې.

ترجمة الإمام الحسین(ع) د ابن عدیم (وفات کال ۶۶۰ سپوږمیز)‏ لکیل شوی په یو ټوک کې. دا کتاب د هغه لسو ټوکونو لنډیز دی چې د «بغیة الطلب فی تاریخ حلب» په نامه عبدالعزیز طباطبایي لیکلی او خپور کړی دی.

د امام حسین علیه السلام برخه له «الطبقات الکبری» کتابه کې چې ابن سعد لیکلی دی د یو ځانګړي کتاب په شکل د «ترجمة الامام الحسین و مقتله» عنوان لاندې خپور شوی دی.

د ابن عساکر لیکلی کتاب «تاریخ مدینة دمشق» کې د امام حسین ژوند لیکل د «ترجمة الامام الحسین من تاریخ مدینة دمشق» په نامه ځانته د محمد ری شهري له خوا په څوارلسو ټوکونو کې بیل چاپ شوی دی.

د امام حسین ژوند لیک د سید هاشم رسولي محلاتي لیکل شوی

 

مقتل:

هر هغه ليکنه چې په تاريخ کې د يو مشهور شخصيت د قتل يا شهادت په اړﮦ معلومات ولري مقتل بلل کېږي.[۲۶۶] د شيعه ګانو د دريم امام په اړﮦ په عربي ژبه کې لومړنی مقتل د «مقتل الحسین» په نامه دی چې ابو مخنف لیکلی دی چې په دوهمه هجري پېړۍ کې لیکل شوی.[۲۶۷] د امام حسین علیه السلام د مقتل ځینې نور کتابونه دا دي:

مقتل الحسین د موفق بن احمد خوارزمي لیکلی.

مقتل جامع سید الشهدا د مهدي پیشوايي د نظر لاندې ګروپ څیړنه.

اللهوف علی قتلی الطفوف د سید بن طاوس لیکلی.

تاریخي-تحلیلي:

«پس از پنجاه سال» د سید جعفر شهیدي لیکلی کتاب.

«شهید جاوید» د صالحي نجف‌آبادي لیکلی کتاب.

«حماسه حسیني» د مرتضی مطهري لیکلی کتاب.

«بررسی تاریخ عاشورا» د محمدابراهیم آیتي لیکلی کتاب.

مقالې:

د امام حسین(ع) د شخصیت او ژوند په هکله بیلا بیلې مقالې لیکلې شوي دي. په دې کې ځینې چې د مقالو ته د بللو په ترڅ کې غونډې شوي دي، په دوو ټوکو کې «مجموعه مقالات کنگره ملی حماسه حسینی» او «دراسات و بحوث مؤتمر الامام الحسین»‌ په نامې چاپ شوي دي.

 

جستارهای وابسته

پانویس