امام حسن مجتبی (ع)

د شیعو دویم امام په امام حسن مجتبی (۳-۵۰ق) مشهور حسن بن علي بن ابي طالب علیه السلام دی چې لس کاله (۴۰-۵۰ق) امام او ۷ میاشتې د مسلمانانو خلیفه و. اهل سنتو هغه له…

خلفای راشدین څخه وروستی خلیفه بللی دی.

حسن بن علي د امام علي علیه السلام او د فاطمه زهرا سلام الله علیها وړومبنې اولاد او د رسول الله مبارک(ص) اولنې لمسی دی. د تاریخي راپورونو له مخې، د «حسن» نوم پیغمبر اکرم(ص) د هغه لپاره غوره کړ او ورسره یې ډیره مینه کوله. هغه د خپل عمر اووه کاله د پیغمبر(ص) په خوا کښې تیر کړل او به بیعتِ رضوان او د نجران له عیسایانو سره د مباهلې په پیښه کښې موجود و.

د امام حسن علیه السلام فضایل د اهل تشیع او اهل سنت دواړو په سرچینو کښې راغلي دي. هغه په اصحابِ کسا کښې شامل دی چې په هکله یې د تطهیر آیت نازل شو او شیعه مسلمانان یې معصوم ګڼي. د اطعام آیت، د مودت آیت او د مباهلې آیت هم د هغه او د هغه د مور او پلار او ورور په هکله نازل شوي دي. هغه دوه ځلې خپله ټوله شتمني د خدای تعالی په لاره کښې ورکړه او درې ځلې یې خپل نیمايي مال اړمنو ته ورکړ. ویل شوي دي چې د هم دغو بخشندګیو په وجه هغه «کریمِ اهلِ بیت» بلل شوی دی. هغه له ۲۰ نه تر ۲۵ ځلونو پلی حج ته تلی دی.

د اول او دویم خلیفه په دوران کښې د امام حسن علیه السلام د ژوند په هکله ډیر معلومات نشته. د دویم خلیفه په حکم د دریم خلیفه د ټاکلو په شپږ کسیزې شورا کښې د شاهد او ګواه په توګه موجود و. د دریم خلیفه په وختو کښې په ځینو جنګونو کښې هم د امام حسن د شتون په هکله ځیني راپورونه شته دي. هغه د عثمان د خلاف د وروستیو په ګډوډیو او بلواؤ کښې د خپل پلار امام علي علیه السلام په حکم د خلیفه د کور ساتنه وکړه. د امام علي علیه السلام د خلاف په پړاؤ کښې له هغوي سره کوفې ته لاړ او په جمل او صفین جنګونو کښې د لښکر له قومندانانو څخه و.

حسن بن علي علیه السلام په ۴۰ قمري کال کښې د امام علي علیه السلام له شهادت وروسته امامت ته ورسید او په هم هغه ورځ ورسره څه باندې څلویښت زره کسانو د خلافت لپاره بیعت وکړ. معاویه د هغه خلافت ونه منه او له یو لښکر سره له شام نه د عراق په لور روان شو. امام مجتبی علیه السلام د عبید الله بن عباس په قومندانۍ یو لښکر د معاویه په لور واستوه او خپله له یوې بلې ډلې سره ساباط ته لاړ. معاویه هڅه وکړه چې د امام حسن علیه السلام د سپاهیانو ترمینځ د ځینو پروپاګنډو په خپرولو سره د صلحې د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي. په دغو حالاتو کښې په امام حسن(ع) باندې د خوارجو د یو کس له خوا حمله وشوه او زخمي شو او د درملنې لپاره مدائن ته بوول شو. دغه وخت د کوفې یوه ډله مشرانو معاویه ته لیک ولیکه او لوظ یې وکړ چې حسن بن علي به هغه ته وسپاري یا به یې ووژني. معاویه هم د کوفیانو لیکونه حسن بن علي علیه السلام ته ولیږل او د صلحې وړاندیز یې ورکړ. امام مجتبی علیه السلام د صلحې او معاویه ته د خلافت د سپارل په دې شرط ومنل چې معاویه د خدای په کتاب او د پیغمبر(ص) په سنتو عمل وکړي او د ځان لپاره جانشین ونه ټاکي او د علي د شیعو په شمول ټول خلک په امنیت کښې وي. خو بیا وروسته معاویه په دغو کښې په هیڅ کوم شرط عمل ونه کړي. له معاویه سره د صلحې په وجه د امام حسن علیه السلام ځیني ملګري خوابدي شول او حتی ځینو«مُذلّ المؤمنین» (د مومنانو خواروونکی) وباله؟

امام حسن علیه السلام د صلحې له پيښې وروسته په ۴۱ قمري کال کښې مدینې ته ستون شو او د عمر تر پاې پورې هلته پاتې شو. هغه په مدینه کښې علمي مرجعیت په غاړه واخیسته او د ځینو راپورونو له مخې یې لوړ ټولنیز موقعیت درلود.

کله چې معاویه پریکړه وکړه چې د خپل زوي یزید د وليعهدۍ لپاره بیعت واخلي نو د امام حسن علیه السلام د میرمنې جَعده لپاره یې یو لاک درهم ولیږل چې امام ته زهر ورکړي. ویل شوي چې حسن بن علي علیه السلام په زهرو له مسموم کیدو ۴۰ ورځې وروسته شهید شو. د یو نقل له مخې، هغه وصیت کړی و چې د پیغمبر اکرم(ص) د قبر په خوا کښې خاورو ته وسپارل شي خو مروان بن حکم او یوشمیر بني امیه و د دغه کار مخه ونیوله او داشان یې جنازه په بقیع هدیره کښې خاورو ته وسپارل شوه.

د امام حسن مجتبی علیه السلام د ویناؤ او مکتوباتو ټولګه او د هغو ۱۳۸ کسانو نومونه چې له هغه څخه یې روایت کړی دی، په مسند الامام المجتبی کتاب کښې راغونډ کړی شوي دي.

 

سرسري پیژندګلوي

امام حسن مجتبی (ع)

حسن بن علي د امام علي علیه السلام او د فاطمه زهرا سلام الله علیها وړومبنې اولاد او د رسول الله مبارک(ص) اولنې لمسی دی. [۱] د هغه نسب بني هاشم او قریشو ته رسیږي.[۲]

نوم، کنیت، لقبونه

اصلي مقاله: د امام حسن مجتبی علیه السلام د کنیتونو او لقبونو نوملړ

«حَسَن» کلمه د ښه په معنا ده. دغه نوم پیغمبر اکرم(ص) د هغه لپاره غوره کړ. [۳] په یولړ روایتنو کښې راغلي دي چې دغه نوم د الله تعالی په حکم ایښودل شوی دی. [۴] د حسن او حسین نومونه د [۵]هارون د بچیانو د نومونو [۶] معادل شَبَّر و شَبیر (یا شَبّیر) برابر دي او له اسلامه مخکښې یې په عربو کښې هیڅ مخینه نه وه درلودې. [۷]

 

د امام حسن علیه السلام کنیتونه «ابومحمد» او «ابوالقاسم» بیان شوي دي[۸] او ورپیره د مجبتی په شان القاب غوره شوي او سَیّد (سرور) او زَکیّ (پاک) بلل شوی دی.[۹] ځیني لقبونه هم د حسنینو ترمینځ ګډ او مشترک دي چې په کښې «سیّد شباب اهل الجنة» او «ریحانة نبیّ الله»[۱۰] او «سبط»شامل دي.[۱۱] له پیغمبر اکرم(ص) څخه په یو روایت کښې راغلي دي: «حسن له اسباطو څخه دی». [۱۲] سبط کلمه په روایتونو او د قرآن په ځینو آیتونو کښې د امام او د یو داسې نقیب په معنا بلل شوې چې د خدای تعالی له لورې غوره شوی او د پیغمبرانو له نسل څخه دی. [۱۳]

 

امامت

حسن بن علي د شیعو دویم امام دی. هغه د ۴۰ قمري کال د رمضان میاشتې په ۲۱ نیټه د امام علي علیه السلام له شهادت وروسته امامت ته ورسید او لس کاله یې دغه مقام په غاړه درلود. [۱۴](په ۳۲۹ق کښې وفات شوی) شیخ کلیني په کافي کتاب کښې په امامت باندې د حسن بن علي په ګمارل کیدو پورې د اړونده روایتونو ټولګه راغونډه کړې ده. [۱۵] له هغو نه د یو روایت له مخې، امام علي علیه السلام له شهادته مخکښې او د خپلو اولادنو او د شیعه مشرانو په شتون کښې، (امامت له زیرمو څخه) کتاب او وسله خپل زوي حسن ته ورکړه او اعلان یې وکړ چې پیغمبر ورته حکم کړی دی چې حسن خپل وصي وټاکي. [۱۶] د یو بل روایت له مخې، امام علي علیه السلام د کوفې په لور د تګ په وخت د امامت ځیني شیان له امِ سلمه سره امانت کښیښودل او امام حسن علیه السلام له کوفې څخه له ستنیدو وروسته هغه له ام سلمه نه ترلاسه کړل. [۱۷] شیخ مفید(د وفات کال ۴۱۳ق) هم په ارشاد کتاب کښې ویلي دي چې حسن علیه السلام د اولادونو او اصحابو ترمینځ د خپل پلار وصي و. [۱۸][یادداشت ۱] هم داشان د امام حسن بن علي علیه السلام د امامت لپاره، د «اِبنای هذانِ امامان قاما او قَعَدا (ترجمه: دا دوه زامن مې امامان دي که پاڅون وکړي اوکه یې ونه کړي) »[۱۹] په شان د پیغمبر اکرم(ص) په روایت او هم د دولسو خلیفه ګانو په حدیث [۲۰] باندې استدلال شوی دی. [۲۱] امام حسن(ع) د امامت د دوران په څو اولو میاشتو کښې په کوفه کښې اوسیده او د خلافت منصب یې په غاړه درلود.

 

د ماشومتوب او ځوانۍ پړاو

د مشهور قول له مخې [نیازمند منبع] د امام حسن علیه السلام زوکړه د دریم هجري کال د رمضان د میاشتې ۱۵ نیټه ده. [۲۲] ځینو سرچینو د دوي زوکړه د هجرت په دویم کال بللې ده. [۲۳] هغه په مدینه کښې دنیا ته راغی[۲۴] او پیغمبر یې په غوږ کښې اذان وکړ [۲۵]او د زوکړې په اوومه ورځ یې ورپاره یو پسه عقیقه کړ.[۲۶]

د اهل سنت د ځینو راپورونو له مخې، امام علي علیه السلام مخکښې له دې چې پیغمبر اکرم(ص) د هغه د زوي لپاره د حسن نوم غوره کړي، د حمزه[۲۷] یا حرب[۲۸] نوم یې ورله په نظر کښې نیولی و خو کله چې ترې پیغمبر د هغه لپاره د نوم پوښتنه وکړه نو ویې ویل چې په خپل زوي په نوم کښیښودو کښې د خدای له رسوله نه مخکښې کیږي.[۲۹] خو یو شیعه محقق باقر شریف قریشي د دغو راپورونو په رد کښې ځینې دلایل راوړي دي.[۳۰]

 

د ګرګیعان رسم

د ګرګیعان رسم د ایران په جنوبي سیمو کښې یو دود دی چې هر کال د رمضان د ۱۵ په شپه د امام حسن علیه السلام د ولادت په کلیزه ترسره کیږي.[۳۱] ویل شوي دي چې دغه رسم د پیغمبر له زمانې پاتې دی چې د امام حسن علیه السلام په زوکړې او د خپل وړومبني لسمي د زوکړې لپاره د خدای د ګران رسول(ص) په خوشالۍ سره خلک امام علي علیه السلام او بي بي فاظمه زهرا(س) ته د مبارکۍ ورکولو لپاره د هغوي کور ته ورتلل او دغه رسم ورو وروه په مسلمانانو کښې د هر کال د یو مناسبت په توګه دود شو.[۳۲]

 

د ماشومتوب دوران

د حسن بن علي علیه السلام د وړوکوالي او ځلمیتوب له پړاؤ څخه ډیر معلومات نشته.[۳۳] هغه د خپل عمر څه کم اته کاله د پیغمبر په زمانه کښې تیر کړل[یادداشت ۲] او له دې رویه د هغه نوم د اصحابو د وروستۍ طبقې په زمره کښې ذکر شوی دی. [۳۴] له هغه او د هغه له ورور حسین(ع) سره د پیغمبر اکرم(ص) د ډیرې مینې په اړه خبرونه د اهل تشیع او اهل سنت په ډیرو سرچینو کښې راغلي دي.[۳۵]

د دغه پړاؤ ترټولو مهمه پیښه د نجران له عیسایانو سره د پیغمبر(ص) د مباهلې په پیښه کښې له خپل پلار او مور او ورور سره یوځاې د هغه شتون دی. هغه او ورور یې د مباهلې په آیت کښې د «أَبْنَاءَنَا» کلمې مصداق وو.[۳۶] د سید جعفر مرتضی په وینا هغه په بیعت رضوان کښې هم شتون درلود او له پیغمبر اکرم(ص) سره یې بیعت وکړ.[۳۷] د هغه د نورو اصحابِ کساء په هکله د قرآن کریم یولړ آیتونه نازل شوي دي.[۳۸][۳۹] ویل شوي دي چې امام حسن چې کله د اوو کالو و نو د پیغمبر اکرم(ص) خوا ته به ورتله او هر څه به چې پیغمبر ته وحي کیدل هغه به یې خپلې مور ته ویل.[۴۰]

(د وړومبۍ هجري قمري پیړۍ په وروستیو کښې له وفات شوي) سُلَیم بن قَیس څخه نقل شوي دي چې د رسول الله مبارک(ص) له وفات وروسته چې ابوبکر خلافت ترلاسه کړ، حسن بن علي به له خپل پلار، مور او ورور سره یوځاې د شپې په وخت د انصارو کورونو ته تلل او هغوي به یې د امام علي علیه السلام مرستې ته بلل. [۴۱] هم داشان ویل شوي دي چې هغه د پیغمبر اکرم(ص) په منبر باندې د ابوبکر په کښیناستو اعتراض درلود.[۴۲]

 

د ځوانۍ پړاؤ

د امام حسن علیه السلام د ځوانۍ په پړاؤ پورې اړونده راپورونه محدود دي، له هغو نه په «الامامة و السیاسة» کښې راغلي دي چې د دویم خلیفه په حکم حسن بن علي د خلیفه د ټاکلو په شپږ کسیزې شورا کښې د شاهد او ګواه په توګه موجود و.[۴۳]

د اهل سنت په ځینو سرچینو کښې راغلي دي چې حسنینو په ۲۶ قمري کال کښې د افریقیې په جنګ کښې[۴۴] او په ۲۹ یا ۳۰ قمري کال کښې د طبرستان په جنګ کښې[۴۵] شتون درلود. دغه ډول روایتونه یوشمیر موافقان او هم مخالفان لرلي دي. جعفر مرتضی عاملي د دغو روایتونو سندي اشکالاتو او هم د فتوحاتو له طریقې سره د امامانو علیهمالسلام مخالفت ته په پام سره دغه روایتونه دروغ بللي دي او په صفین کښې د جنګ میدان ته د تګ لپاره حسنینو ته د امام علي علیه السلام اجازه نه ورکول یې د دې خبرې یو تایید بللی دی.[۴۶] ویلفر ماډلونګ په دې باور دی چې امام علي(ع) احتمالاً غوښتل چې خپل زوی حسن په ځوانۍ کښې له جنګي چارو سره بلد کړي او د هغه جنګي تجربې زیاتې کړي [۴۷]

په دغه پړاؤ پورې اړونده یو بل راپور دادی چې کله به چې خلکو امام علي علیه السلام ته د عثمان شکایت وړه، هغه به خپل زوی حسن عثمان ته ورلیږه.[۴۸] د بلاذري د نقل له مخې، د عثمان د خلافت په وروستیو کښې د خلکو د بلوا په پیښه کښې چې د هغه د کور د محاصرې او ورباندې د اوبو د بندیدو او بلآخره یې د وژل کیدو سبب شوه، حسن بن علي او ورور یې د امام علي علیه السلام په حکم د ځینو نورو کسانو په ملتیا د عثمان د کور ساتنه وکړه.[۴۹] (په ۳۶۳ قمري کښې د وفات شوي) د دلائل امامة د لیکوال قاضي نعمان مغربي په وینا، پس له هغې چې بلواګرو په عثمان باندې اوبه بندې کړې، امام مجتبی علیه السلام د خپل پلار په امر، د عثمان کور ته اوبه ورسولې.[۵۰]په دغې پیښې کښې د حسن بن علي د زخمي کیدو خبرونه هم موجود دي[۵۱] خو د علامه امیني په شان ځینو شیعه عالمانو دغه خبرونه دروغ بللي دي.[۵۲] سید مرتضی په دې کښې له شک وروسته چې امیرالمومنین(ع)، شاید حسنین د عثمان د دفاع لپاره لیږلي وي، د دغه کار وجه د خلیفه د عمدي وژلې مخنیوی او د هغه کورنۍ ته د اوبو او خوړو رسول بولي، نه له خلافته د هغه د څنګته کیدو مخنیوی، ځکه چې هغه د خپلو ناروا کارونو په وجه له خلافته د څنګته کیدو مستحق و.[۵۳]

 

همداشان وګورئ: د عثمان د قتل پیښه

 

میرمنې او اولادونه

اصلي مقاله: د امام حسن میرمنې

د حسن بن علي علیه السلام د میرمنو او اولادونو د شمیر په هکله راپورونه متفاوت دي. سره له دې چې تاریخي سرچینو، د امام حسن علیه السلام لپاره د زیات نه زیات ۱۸ میرمنو نومونه ذکر کړي دي،[۵۴] د هغه د میرمنو د شمیر په هکله د ۲۵۰،[۵۵] ۲۰۰،[۵۶] ۹۰[۵۷] او ۷۰[۵۸] په شان شمیر ذکر شوی دی.

ځینو سرچینو د هغه د ودونو او طلاقونو زیاتوالي ته په اشارې سره هغه «مِطلاق» (ډیر طلاق ورکوونکی) بللی دی.[۵۹] پر دې سربیره ویل شوي دي چې حسن بن علي علیه السلام یو شمیر وینځې درلودې او له ځینو یې اولادونه هم شوي دي.[۶۰]

د امام حسن علیه السلام د مطلاق والي په بحث باندې په ځینو لرغونو او اوسمهاله سرچینو کښې تاریخي، سندي او محتوايي نقد شوی دی.[۶۱] د ماډلونګ په وینا وړومبنی کس چې پروپاګنډا یې وکړه چې امام حسن(ع) ۹۰ میرمنې درلودې، «محمد بن کلبی» و او دغه شمیر هم (په ۲۲۵ قمري کښې مړ شوي) «مدائنی» له ځانه جوړ کړی دی. په دې حال کښې کلبي یوازې د یوولسو ښځو نومونه اخیستې دي چې له امام حسن علیه السلام سره په کښې بیا هم د پنځو ښځو په واده کښې شک دی[۶۲] قرشي دغه خبرونه له حسني ساداتو سره د مقابلې په موخه د عباسیانو لخوا جوړ شوي بللي دي. [۶۳]

د امام مجتبی علیه السلام د اولادونو په شمیر کښې هم اختلاف دی. شیخ مفید د هغه د اولادونو شمیر ۱۵ تنه ذکر کړی دی. [۶۴]

 

میرمنې او اولادونه

جعده    –

ام بشیر              زید، ام الحسن او ام الحسین

خوله                            حسن مثنی

ام اسحاق                       حسین، طلحه او فاطمه

نَفیله یا رَمله                   عمر، قاسم او عبدالله

څو نورې میرمنې عبدالرحمن، ام عبدالله، فاطمه، ام سلمه او رقیه

طبرسي د امام حسن علیه السلام اولادونه ۱۶ تنه بللي دي او ابوبکر یې هم د هغه له اولادنو ګڼلی دی چې د عاشورا په پیښه کښې شهید شو.[۶۵]

 

د امام حسن علیه السلام نسل

اصلي مقاله: حسیني سادات

د امام حسن علیه السلام نسل له حسن مثنی، زید، عمر او حسین اثرم څخه دوام ومونده. د حسین او عمر نسل څه موده پس ختم شو او یواځې د حسن مثنی او زین بن حسن نسل پاتې شو. [۶۶] د هغه اولادونه حسني سادات بلل کیږي. [۶۷] په هغو کښې زیاترو د تاریخ په اوږدو کښې ټولنیز او سیاسي تحرکات درلودل او په دویمې او دریمې سلیزې کښې یې د عباسي حکومت خلاف یولړ پاڅونونه وکړل او د اسلامي هیوادونو په مختلفو سیمو کښې یې حکومتونه جوړ کړل. د سیدانو دغه لړۍ د مراکش په شان ځینو سیمو کښې په شُرَفاء مشهوره ده.[۶۸]

امام مجتبی د امیر المومنین(ع) د خلافت په پنځه کلن پړاؤ کښې په ټولو مراحلوړ کښې د خپل پلار په خوا کښې موجود و.[۶۹] د الاختصاص کتاب له مخې، امام حسن علیه السلام له امام علي علیه السلام سره د خلکو له بیعت وروسته د خپل پلار په غوښتنه منبر ته وخته او خلکو ته یې وینا وکړه. [۷۰]

کوفې ته د امام علی علیه السلام د راتګ د وړومبیو ورځو په اړه د وقعة صفین له راپور څخه داسې معلومیږی چې حسن بن علی هم له خپل پلار سره په کوفه کښې پاتې شوی دی.

 

د جمل په جنګ کښې

په ځینو راپورونو کښې راغلي دي چې د ناکثینو له بلوا او له هغوي سره د مقابلې لپاره له خپل لښکر سره د امام علي علیه السلام له خوځښت وروسته حسن بن علي علیه السلام په نیمه لار کښې له خپل پلاره وغوښتل چې له دغه جنګه تیر شي.[۷۲] (په ۴۱۳ق کښې د وفات شوي) شیخ مفید د نقل له مخې امام حسن علیه السلام ته د خپل پلار له خوا دنده وسپارلې شوه چې له عمار بن یاسر او قیس بن سعد سره یوځاې، د کوفې خلک د امام علي علیه السلام په لښکر کښې شاملیدو ته راوبولي. [۷۳] هغه په کوفه کښې خلکو ته یوه خطبه ولوسته او د امام علي علیه السلام د فضائلو له بیانولو او د طلحه او زبیر د لوظ ماتونې په هکله له خبرو وروسته یې هغوي د امام علي علیه السلام مرستې ته وبلل.[۷۴]

په جنګِ جمل کښې کله چې عبدالله بن زبیر په امام علي علیه السلام باندې د عثمان د وژلو تور پورې کړ، حسن بن علي یوه خطبه ولوستله او د عثمان په وژلو کښې یې د طلحه او زبیر رول ته اشاره وکړه.[۷۵] امام مجتبی(ع) په دغه جنګ کښې د لښکر د ښي اړخ قومنداني په غاړه درلودله.[۷۶] ابن شهر آشوب روایت کړی دی چې امام علي علیه السلام په دغه جنګ کښې خپله نیزه محمد حنفیه ته ورکړه او ورڅخه یې وغوښتل چې د عایشې اوښه ووژني خو هغه ونه توانیده، بیا حسن بن علي نیزه واخیسته او اوښه یې زخمي کړه. [۷۷] نقل شوي دي چې د جمل له جګړې وروسته امام علي علیه السلام بیمار شو او د بصرې خلکو ته د جُمعې د لمانځه ورکول یې خپل زوي حسن ته وسپارل. هغه د لمانځه په خطبه کښې د اهل بیتو په مقام او د هغوي په حق کښې د لټۍ په بدو پایلو باندې ټینګار وکړ.[۷۸]

 

د صفین جنګ

په جنګِ صفین کښې چې کله امام علي علیه السلام خبر شو چې امام حسن میدان ته تلی دی نو ویې فرمایل: دغه ځوان ایسار کړئ (چې د جنګ اراده ونه کړي)( او زما ملا ماته نه کړي. هسې نه چې دا دواړه (حسن او حسین) ووژل شي او په مړینې سره یې د رسول الله (ص) سلسله پای ته ورسیږي.

نهج البلاغة، ترجمه شهیدی، ص۲۴۰.

 

د نصر بن مزاحم (وفات ۲۱۲ ق) په وینا. حسن بن علي د صفین په لور د امام علي علیه السلام د سپاهیانو له روانیدو مخکښې یوه خطبه ولوسته او خلک یې جهاد ته وهڅول.[۷۹] د ځینو خبرونو له مخې، هغه د صفین په جنګ کښې د خپل ورور امام حسین بن علي په ملګرتیا د لښکر د ښي اړخ قومنداني په غاړه درلودله. [۸۰] د اسکافي(د وفات کال ۲۴۰قمري) په راپور کښې راغلي دي، کله چې حسن بن علي د جنګ په میدان کښې د شام د لښکر له یو مشر سره مخامخ شو نو هغه له امام حسن علیه السلام سره له جنګیدو ډډه وکړه او ویې ویل: ما د خدای رسول لیدلی و چې په اوښ به سپور و او ته بې یې مخې ته سپور کړی وې. زه نه غواړم په داسې حال کښې له رسول الله مبارک سره مخامخ شم چې ستا وینه مې په غاړه وي. [۸۱]

په وقعة صفین کتاب کښې راغلي دي چې عبیدالله بن عمر(د دویم خلیفه زوی) د جنګ په دوران کښې له حسن بن علي علیه السلام سره ملاقات وکړ او وړاندیز یې ورته وکړ چې د پلار پر ځاې، خپله خلافت په غاړه واخلي ځکه چې قریش، علي خپل دښمن ګڼي. امام حسن علیه السلام یې په ځواب کښې وویل: په خدای قسم چې هیڅکله به داسې ونه شي. بیا یې ورته وویل: لکه چې وینم چې نن سبا کښې به ووژل شې او بیشکه چې شیطان غولولې یې. د وقعة صفین د نقل له مخې، عبیدالله بن عمر په هغه جنګ کښې ووژل شو. [۸۲] د جنګ له ختمیدو وروسته او د حکمیت له پیښیدو مخکښې حسن بن علي د خپل پلار په غوښتنه خلکو ته وینا وکړه. [۸۳]

له صفین څخه د ستنیدو په وخت امام علي علیه السلام خپل زوي امام حسن ته په خطاب کښې په اخلاقي-تربیتي محتوا سره یو لیک لیکلی دی [۸۴] چې په نهج البلاغه کښې غالباً د ۳۱ لیک په عنوان سره راغلی دی. [۸۵]

په «الاستیعاب» کتاب کښې راغلي دي چې حسن بن علي علیه السلام د نهروان په جنګ کښې هم موجود و.[۸۶] هم داشان په ځینو خبرونو کښې راغلي دي چې امام علي علیه السلام د خپل ژوند په وروستیو ورځو کښې چې دوباره یې له معاویه سره د مقابلې لپاره لښکر برابروه، حپل زوی حسن د لس زره کسیز پوځ په قومندانۍ وګماره.[۸۷]

 

د خلافت لنډ دوران

امام مجتبی(ع) د ۴۰ قمري کال د رمضان د میاشتې له ۲۱ څخه له ۶ نه تر ۸ میاشتو په موده د مسلمانانو خلیفه و. [۸۹] اهل سنتو هغه په پیغمبر اکرم(ص) پورې اړونده حدیث ته په پام سره له خلفای راشدین څخه وروستی خلیفه بللی دی. [۹۰] د هغه خلافت د عراق د خلکو په بیعت او د خواوشا د ټاټوبو په ملګرتیا سره پیل شو. [۹۱] خو د معاویه په مشرۍ د شام خلکو له دغه خلافت سره مخالفت وکړ. [۹۲] معاویه د شام له لښکر په ملتیا د عراق له خلکو سره جنګیدو ته راغی [۹۳] دغه جنګ په پاې کښې د صلحې او وړومبني اموي واکمن معاویه ته خلافت د سپارل کیدو لامل شو.[۹۴]

 

د مسلمانانو بیعت او د شام د خلکو مخالفت

د شیعه او اهل سنت د سرچینو له مخې، په ۴۰ق کال کښې د امیر المومنین له شهادت وروسته خلکو د خلافت لپاره له حسن بن علي علیه السلام سره بیعت وکړ.[۹۵] د بلاذري (د وفات کال ۲۷۹ق) په وینا، عبیدالله بن عباس د امام علي علیه السلام د جنازې له دفن کولو وروسته خلکو ته ورغی او د امام د شهادت خبر یې ورکړ او ویې ویل: هغه یو غوره او زغم لرونکی ځای ناستی پریښې دی. که مو خوښه وي نو بیعت ورسره وکړئ. [۹۶] په الارشاد کتاب کښې راغلي دي: د رمضان په ۲۱ نیټه د جمعې په سهار حسن بن علي په جومات کښې یوه خطبه ولوسته او د خپل پلار وړتیاوې او فضائل یې بیان کړل او له پیغمبر اکرم(ص) سره یې په خپل تړون او خپلولۍ ټینګار وکړ او خپلو امتیازاتو ته به اشارې سره یې د اهل بیتو د خاص مقام په هکله د قرآن کریم په ځینو آیتونو استناد وکړ. [۹۷] د هغه له وینا وروسته عبیدالله بن عباس پاڅیده او خلکو ته یې وویل: د پیغمبر له اولاد او د خپل امام له وصي سره مو بیعت وکړئ. خلکو هم له هغه سره بیعت وکړ. [۹۸] سرچینو د بیعت کوونکو شمیر له څلویښتو زرو کسانو زیات بللی دی.[۹۹] د طبري د نقل له مخې، د امام علي علیه السلام د لښکر قومندان قیس بن سعد بن عباده وړومبنی کس و چې بیعت یې وکړ.

په (تشیع در مسیر تاریخ) کتاب کښې د حسین محمد جعفري په وینا، د پیغمبر(ص) زیاتره اصحاب چې د کوفې له جوړولو وروسته په دغه ښار کښې هستوګن شوي وو یا د امام علي علیه السلام د خلافت په پړاؤ کښې له هغه سره یوځاې کوفې ته تلې وو، له امام حسن علیه السلام سره په بیعت کښې یې ګډون وکړ یا یې د هغه خلافت ومنه.[۱۰۱] جعفري په یولړ قرائنو باندې په تکیې سره باوري دی چې د مکې او مدینې خلک د حسن بن علي له خلافت سره موافق وو او د عراق خلکو هغه، د دغه مقام لپاره یوازنې انتخاب ګڼه. [۱۰۲] د جعفري په وینا، د یمن او فارس خلکو هم د دغه بیعت په نسبت ضمني تایید درلود یا یې ورسره لږترلږه مخالفت او اعتراض نه دی کړی. [۱۰۳]

په ځینو سرچینو کښې راغلي دي، د بیعت په وخت یوشمیر شرطونه مطرح شول چې له هغو نه په «الامامة و السیاسة» کښې راغلي دي چې حسن بن علي خلکو ته وویل: آیا بیعت کوئ چې زما د حکم اطاعت وکړئ او له هر چا سره چې وجنګیږم، وجنګیږئ او له هر چا سره چې صلحه وکړم، صلحه ورسره وکړئ؟ هغوي د دې خبرې په اوریدو سره دوه زړي شول او حسین بن علي علیه السلام ته ورغلل چې له هغه سره بیعت وکړي، خو هغه ورته وویل: خدای ته پناه وړم چې تر څو حسن ژوندی دی له تاسو سره بیعت وکړم. هغوي ستانه شول او له حسن بن علي سره یې بیعت وکړ. [۱۰۴] طبري(د وفات کال ۳۱۰ق) ویلي دي چې قیس بن سعد له هغه سره د بیعت په وخت شرط کښیښوده چې د خدای د کتاب او د پیغمبر د سنتو مطابق به عمل کوي او له هغو خلکو سره وجنګیږي چې د مسلمانانو وینه حلاله ګڼي، خو امام حسن علیه السام یوازې د خدای د کتاب او د پیغمبر د سنتو خبره ومنله او هر بل شرط یې له دغو دواړو شرطونو اخیستی وباله.[۱۰۵] ځینو کسانو له دغه ډول راپورونو داسې نتیجه اخیستې ده چې امام حسن علیه السلام یو صلحه غواړی او له جنګه ډډه کوونکی کس و او سیرت او طریقه یې له خپل پلار او ورور نه بیله وه. [۱۰۶][۱۰۷]

رسول جعفریان باوري دی چې دغه شرطونه په دې معنا نه وو چې حسن بن علي له پیل څخه د جنګ نیت نه درلود، بلکې د هغه اصلي هدف په پریکړې کښې د آزادۍ لپاره د ټولنې د مشر په توګه د خپل اقتدار د سیمې ساتنه وه او حتی ورپسې اقدامات یې ښودنه کوي چې پر جنګ یې ټینګار درلودلی دی.[۱۰۸] د ابوالفرج اصفهاني په وینا، له خلافت وروسته د حسن بن علي علیه السلام یو وړومبنې اقدام د عسکرو د تنخواګانو سل فیصدي زیاتول وو. [۱۰۹]

 

معاویه ته د امام حسن(ع) د لیک یوه برخه

کله چې هغه (پیغمبر) وفات شو نو عربان د هغه د جانشینۍ په سر په جنګ شول. قریشو وویل: مونږ د هغه خپلوان یوو او روا نه ده چې تاسو د حکومت په سر له مونږ سره وجنګیږئ. عربو د قریشو دغه حجت ومنه. بیا مونږ قریشو ته هم هغه خبره وکړه چې قریشو عربو ته کړې وه خو هغوي د عربو په اپوټه، له مونږ سره انصافي چلند ونه کړ… خو نن وخت دی چې ټول، په دې منصب باندې ستا (معاویه) له لاس اچونې هک حیران شي ځکه چې یې وړ نه یې. ته د (اسلام د دښمنو) احزابو څخه د یو حزب اولاد او د خدای له رسول سره د قریشو د ترټولو ستر دښمن زوې یې. کله چې علي وفات شو نو مسلمانانو خلافت ما ته راوسپاره… نو بس په ناحقه له ټینګار کولو لاس واخله او له ما سره بیعت وکړه او ته پوهیږې چې زه د دې کار لپاره د خدای په نزد ترټولو وړ کس یم.

ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دار المعرفه، ص۶۴.

 

امام حسن علیه السلام ته د معاویه د لیک یوه برخه

که زه پوهیدم چې ته به مردم دارۍ، د امت په خیال ساتنې، سیاست، د مال د برابرولو په توانمنۍ او له دښمن سره په مقابل کښې له ما پیاوړی یې نو له تا سره به مې بیعت کړی و خو ما اوږد حکومت درلودلی دی، ډیره تجربه لرم، له تا ستر سیاستوال یم او په عمر کښې هم له تا مشر یم نو بس غوره ده چې ته زما حاکمیت ومنې.

ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دار المعرفه، ص۶۷.

 

له معاویه سره جنګ او صلحه

د حسن بن علي علیه السلام په ژوند کښې ترټولو مهمه سیاسي پیښه له معاویه سره جنګ دی چې په صلحې ختم شو. [۱۱۰] له حسن بن علي سره د عراق د خلکو له بیعت او د حجاز او یمن او فارس د خلکو له خوا یې له ضمني تایید سره هم مهاله [۱۱۱] د شام خلکو د معاویه بیعت وکړ. [۱۱۲] معاویه په خپلو ویناؤ او له امام حسن علیه السلام سره په خپلو لیکونو کښې په رسمیت د دغه بیعت د نه پیژندلو په هکله پر خپلې جدي فیصلې ټینګار وکړ. [۱۱۳] هغه چې د عثمان له مړینې وروسته یې ځان خلافت ته چمتو کړی و [۱۱۴] په یو لښکر سره د عراق په لور روان شو. [۱۱۵] د ځینو راپورونو له مخې، امام حسن علیه السلام د خپل پلار له شهادت او د خلکو له بیعت وروسته تقریباً تر پنځوسو ورځو پورې د جنګ یا صلحې په لړ کښې هیڅ اقدام ونه کړ. [۱۱۶] هغه چې کله د شام د لښکر له حرکته خبر شو نو له خپلو لښکریانو سره له کوفې ووته او د عبیدالله بن عباس په قومندانۍ یې ځیني ځواکونه د معاویه لور ته واستول. [۱۱۷]

 

د دواړو لښکرو ترمینځ جنګ

د دواړو لښکرو ترمینځ له جنګ وروسته چې شامیانو په کښې ماتې وخوړه، معاویه د شپې شپې عبیدالله ته پیغام ولیږه چې حسن بن علي ورته د صلحې وړاندیز کړی دی او د خلافت کار به ورته وسپاري. معاویه هغه ته د یو میلیون درهم ورکولو ژمنه ورکړه او هغه د معاویه ملګری شو. له هغه وروسته قیس بن سعد د امام د لښکر قومنداني په غاړه واخیستله.[۱۱۸] د بلاذري(د وفات کال ۲۷۹قمري) د نقل له مخې، د شام په لښکر کښې د عبیدالله له شامیلیدو وروسته معاویه په دې ګمان چې ګني د امام حسن علیه السلام پوځ کمزورې شوی دی، حکم ورکړ چې په پوره توان سره پرې حمله وکړي، خو د قیس په قومندانۍ د امام لښکر شامیانو ته ماتې ورکړه. معاویه غوښتل چې قیس ته هم د عبیدالله په شان د پیسو لالچ او ژمنه ورکړي او له مخې یې لرې کړي خو کامیاب نه شو.[۱۱۹]

 

په ساباط کښې د امام حسن علیه السلام موقعیت

له بلې خوا امام حسن علیه السلام له خپلو لښکریانو سره یوځاې ساباط ته لاړ. د شیخ مفید په وینا، امام حسن علیه السلام د دې لپاره چې خپل ملګري وآزمايي او د هغوي فرمانبرداري وسنجوي، یوه خطبه ولوستله او ویې ویل: «وحدت او یوزړه توب ستاسو لپاره له تفرقې او جدایۍ غوره دی، بیشکه د کوم تدبیر فکر چې زه ستاسو لپاره کوم له هغې تابیا غوره دی چې تاسو یې د ځان لپاره لرئ..» د هغه له وینا وورسته خلکو یو بل ته وویل چې هغه له معاویه سره د صلحې او هغه ته د خلافت د سپارلو نیت لري. یوه ډهله کسانو د امام حسن په خیمې یرغل وکړ او د هغه سامان او شیان یې ولوټل او حتی جانماز یې ترې هم یوړه.[۱۲۰] خو د یعقوبي(د وفات کال ۲۹۲ق) د نقل له مخې، د دې پيښې وجه دا وه چې معاویه یو څو کسان د خبرواترو لپاره امام حسن ته ولیږل. هغوي له امام څخه د ستنیدو په وخت په خپلو کښې په لوړ غږ خبرې کولې داشان چې خلک یې واوري، یو بل ته یې ویل: خدای د خپل رسول د زوي په وسیله د مسلمانانو وینه وساتله او فتنه یې غلې کړ، هغه صلحه ومنله. د امام سپاهیان د دې خبرو په اوریدو سره په قهر شول او د امام حسن په خیمې یې حمله وکړه. [۱۲۱] له دغې پيښې وروسته د اما حسن علیه السلام نزدې ملګرو د هغه ساتنه پیل کړه خو د شپيې په تیاره کښې د خوارجو یو کس [۱۲۲] هغه ته نزدې شو و ویې ویل: ای حسنه! ته مشرک شوې لکه څنګه چې دې پلار مشرک شوی و، بیا یې په خنجر سره د امام په پتون ګوذار وکړ او امام چې پر اس سپور و، پر ځمکه ولویده.[۱۲۳] حسن بن علي علیه السلام یې په کټ کښې مدائن ته یوړه او د درملنې لپاره یې د سعد بن مسعود ثقفي په کور کښې دیره کړ. [۱۲۴]

د معاویه او امام حسن علیه السلام ترمینځ جنګ بلآخره د صلحې د تړون د لاسلیکیدو لامل شو. د رسول جعفریان په وینا، د خلکو د سستۍ، د زمانې د حالاتو او د شیعو د ساتنې په شمول ځینې وجوهات لامل شول چې امام مجتبی علیه السلام صلحه ومني.[۱۲۵] د دغه تړون له مخې خلافت معاویه ته وسپارل شو.[۱۲۶]

 

له معاویه سره د صلحې ماجرا

اصلي مقاله: د امام حسن(ع) صلحه

امام حسن علیه السلام د معاویه په شتون کښې یوې خطبې کښې وفرمایل: معاویه بن صخر فکر کوي چې ما هغه د خلافت وړ ګڼلی دی او ځان مې د خلافت وړ نه دی ګڼلی. معاویه دروغ وايي. مونږ د خدای په کتاب کښې او د رسول الله مبارک په خبرو کښې په خلکو کښې ترټولو زیات وړ یوو خو له کله نه چې د خدای رسول له دنیا تلی دی، مونږ اهل بیت تل اندیښمن او له ظلم سره مخامخ یو. خدای دې زمونږ او چا چې پر مونږ ظلم کړی دی ترمینځ فیصله وکړي.

طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۲۸۸.

د عراق او شام د لښکرو د مخامخیدنې پر وخت په امام حسن علیه السلام باندې حمله وشوه او زخمي شو او د درملنې لپاره مدائن ته منتقل کړی شو.[۱۲۷] په داسې حال کښې چې په مدائن کښې د امام حسن علیه السلام درملنه روانه وه، د کوفې د قبائلو یوه ډله مشرانو په پټه معاویه ته لیک ولیږه او د فرمانبردارۍ اعلان یې وکړ. هغوي معاویه خپل لوري ته ورتګ ته وهڅوه او ژمنه یې وکړه چې حسن بن علي به وروسپاري یا به یې ووژني. [۱۲۸] د شیخ مفید(وفات ۴۱۳ ق) په وینا، امام حسن علیه السلام چې کله دا خبر او له معاویه سره د عبیداللله بن عباس د ملګري کیدو خبر واوریده او له بلې خوا یې د خپلو مرسته کوونکو لټي او بې رغبتي ولیدله، پوه شو چې یوازې په خپلو لږ شمیر شیعو سره د شام د ستر لښکر په وړاندې مقاومت نه شي کولې.[۱۲۹] زید بن وهب جهني نقل کړي دي چې امام حسن علیه السلام په مدائن کښې د امام حسن علیه السلام د درملنې په وخت هغه ته وویل: په خدای قسم چې که له معاویه سره وجنګیږم نو د عراق خلک به مې له څټه ونیسي او هغه ته به مې تسلیم کړي. په خدای قسم که د عزت په حال کښې له معاویه سره صلح وکړم نو له دې غوره ده چې په زندان کښې د هغه په لاس ووژل شم او یا راباندې احسان وکړي او له وژلو مې تیر شي او په بني هاشم باندې د تل لپاره یو ننګ پاتې شي.»[۱۳۰]

 

د معاویه له خوا د صلحې وړاندیز

یعقوبي نقل کړي دي چې کوم چلولونه به چې معاویه لپاره د دې چې جنګ په صلحې بدل کړي، کارول دا وو چې یوشمیر کسان یې د امام حسن علیه السلام لښکر ته ولیږل ترڅو اوازه خوره کړي چې قیس بن سعد هم له معاویه سره ملګری شوی دی او له بلې خوا یې یوشمیر کسان د قیس لښکر ته ولیږل ترڅو پروپاګنډا وکړي چې حسن بن علي صلحه منلې ده. [۱۳۱] هغه هم داشان د خپلې فرمابنردارۍ په اعلان کښې د کوفیانو لیکونه حسن بن علي علیه السلام ته واستول او د صلحې وړاندیز یې ورکړ او ځیني شرطونه یې هم په خپله غاړه واخیستل. د شیخ مفید په وینا امام حسن علیه السلام سره له دې چې په معاویه یې باور نه درلود او د هغه په دوکو خبر و خو د صلحې نه منلو پرته یې بله چاره نه درلودله. [۱۳۲] د بلاذري په راپور کښې راغلي دي: معاویه امام حسن بن علي علیه السلام ته یوه سپینه او مهر شوې پاڼه ولیږله ترڅو هر شرط چې یې خوښ وي په کښې یې ولیکي.[۱۳۳] امام حسن(ع) چې کله حالات داسې ولیدل نو خلکو ته یې وینا وکړه او ورڅخه یې وغوښتل چې د جنګ یا صلحې په هکله خپل نظر بیان کړي. خلکو د«البقیة البقیة»(یعنې مونږ ژوند کول او ژوندي پاتې کیدل غواړو) په شعار سره د صلحې د منلو غوښتنه وکړه.[۱۳۴] او داشان امام حسن علیه السلام صلحه ومنله. د صلحې د کیدو نیټه د ۴۱ قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۵ [۱۳۵] او په ځینو سرچینو کښې جمادي الاول یا جمادي الآخر [۱۳۶] ثبت شوې ده.

 

د صلح نامې مفاد

د صلح نامې د مفادو په هکله راپورونه مختلف دي.[۱۳۷] کوم مفاد چې په سرچینو کښې نقل شوي دي دا دي چې خلافت معاویه ته وسپارل شي خو په دې شرط چې د خدای د کتاب او د پیغمبر(ص) د سنتو او د خلفای راشدین د سیرت مطابق عمل وکړي او د ځان لپاره جانشین ونه ټاکي او د علي(ع) د شیعو په شمول ټول خلک په امنیت کښې وي.[۱۳۸] شیخ صدوق ویلي دي چې امام حسن عسکري علیه السلام معاویه ته د خلافت د سپارلو په وخت په دې شرط له هغه سره بیعت وکړ چې هغه ته به امیر المومنین نه ویل کیږي.[۱۳۹]

په ځینو سرچینو کښې راغلي دي چې امام حسن علیه السلام شرط وټاکه چې خلافت له معاویه وروسته ده ته وسپارل شي او پر دې سربیره، معاویه باید پنځه میلیون درهم دوي ته ورکړي.[۱۴۰] د جعفري په وینا، د امام حسن علیه السلام استازي دغه دواړه شرطونه د صلحې په ماجرا کښې وټاکل خو امام ونه منله او ټینګار یې وکړ چې له معاویه وروسته د خلیفه ټاکل د مسلمانانو د شورا په غاړه ووسي او د مالي شرط په هکله یې هم وویل چې معاویه حق نه لري د مسلمانانو له بیت المال څخه دا ډول پیسې استعمال کړي. [۱۴۱] ځینو هم ویلي دي چې مالي شرط خپله معاویه یا د هغه نمایندګانو مطرح کړی و.[۱۴۲]

امام حسن علیه السلام له خلافته له څنګته کیدو سره سره لاهم د شیعو امام ګڼل کیده او حتی کومو شیعو چې د امام په صلحې باندې اعتراض درلود هغوي هم هیڅکله د هغه له امامته انکار ونه کړ او هغه چې تر څو ژوندی و، د پيغمبر د کورنۍ مشر و.[۱۴۳]

 

غبرګونونه او پایلې

امام حسن(ع):

ای خلکو! که له ختیځ نه تر لویدیځه وګرځئ، له ما او زما له ورور پرته به داسې هیڅوک پیدا نه کړئ چې نیکه یې د خدای رسول وي. په تحقیق سره چې معاویه د هغه څه (خلافت) په سر چې زما حق دی، له ما سره جنګ ته راپورته شو او ما پرې د امت د مصلحت او د خلکو د وینې د ساتنې لپاره سترګې پټې کړې.

ابن شهرآشوب‏، المناقب، ۱۳۷۹ق،ج۴، ص۳۴.

 

په راپورونو کښې راغلي دي چې د امام حسن له صلحې وروسته یوه ډله شیعو د خواشینۍ او ناخوښۍ څرګندونه کوله[۱۴۴] او حتی ځینو به امام حسن رټه او هغه به یې «مذلّ المؤمنین»(د مومنانو خواروونکی) باله.[۱۴۵] امام د پوښتنو او اعتراضونو په ځواب کښې د «امام» د فیصلې د لازموالي په ضرورت ټینګار وکړ او د خپلې صلحې وجه يې هم هغه د حدیبیې د صلحې علت وباله او د دې کار حکمت یې له حضرت موسی علیه السلام سره د همسفر کیدو په پيښه کښې د حضرت خضر علیه السلام کارونو ته ورته وباله.[۱۴۶]

په ګڼو تاریخي سرچینو کښې راغلي دي چې معاویه د صلح نامې په مفادو عمل ونه کړ[۱۴۷] او د حجر بن عدی [۱۴۸] په شمول یې د امام علي علیه السلام یوشمیر شیعیان ووژل. نقل شوي دي چې معاویه له صلحې وروسته کوفې ته لاړ او خلکو ته یې یوه خطبه ولوستله او ویې ویل: هر شرط چې مې منلې بیرته یې اخلم او هره ژمنه مې چې کړې ده ماتوم یې. [۱۴۹] هم داشان یې وویل: زه له تاسو سره د دې لپاره ونه جنګیدم چې لمونځ، روژه او حج ترسره کړئ بلکې وجنګیدم چې په تاسو واکمني وکړم.[۱۵۰]

 

په مدینه کښې د هستوګنې دوران او دیني مرجعیت

 

حسن بن علي(ع) له معاویه سره له صلحې وروسته، په کوفه کښې د پاتې کیدو لپاره د خپلو یوشمیر شیعو په غوښتنې سره، مدینې ته ستون شو.[۱۵۱] او د ژوند تر پای هلته پاتی شو او یوازې مکې[۱۵۲] او شام[۱۵۳] ته یې ځیني سفرونه درلودل. امام مجتبی علیه السلام د امام علي علیه السلام له شهادت وروسته او د هغه په وصیت، د هغه داوقافو او صدقاتو متولي و. د کافي د نقل له مخې دغه وصیت د ۳۷ قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په ۱۰ نیټه لیکل شوی دی.[۱۵۴]

 

علمي مرجعیت

د خلکو د روزنې او لارښوونې لپاره په مدینه کښې د امام حسن علیه السلام د پرله پسې غونډو په هکله خبرونه موجود دي، له هغو نه ابن سعد(وفات ۲۳۰ق) او بلاذري (وفات ۲۷۹ق) او ابن عساکر (وفات ۵۷۱ق) نقل کړي دي چې حسن بن علي به د سهار لمونځ په مسجدالنبي کښې کوه او تر لمرخاته پورې به یې عبادت کوه او بیا به په جومات کښې موجود کسان او مشران د هغه په خوا کښې کښیناستل او بحث او خبرې اترې به یې کولې. هغه به ماسپښین هم دغه پروګرام درلود.[۱۵۵] په الفصول المهمة کتاب کښې هم راغلي دي چې حسن بن علي به د پیغمبر په جومات کښې کښیناسته او خلک به ترې چاپیره راغونډیدل او هغه به یې د پوښتنو ځوابونه ورکول.[۱۵۶] په عین حال کښې د مهدي پیشوايي په وینا، حسن بن علي علیه السلام یو ډول ناغوښتنې یوازې توب او هم داشان د خلکو د هرکلي نه نشتوالي سره مخامخ و چې د هغې ورځې د ټولنې په اخلاقي بې لارې کیدو کښې يې رول لرلی دی.[۱۵۷] علامه تهراني باوري دي چې د امام مجتبی او امام حسین علیهم السلام د امامت پړاؤ له دې امله چې د بني امیه د ظالمانه حکومت له خوا ترټولو سخت او تیاره پړاؤ و او د دغو دواړو د ژوند د مودې اوږدوالي او هم یې د امامت او ولایت وخت ته په پام سره باید په طبیعي توګه په قرآن او تفسیر کښې زرګونه روایتونه او حدیثونه او خطبې او موعظې موجودې وي خو د هغوي خطبې او مواعظې او کلمات ډیر لږ او مختصر دي.[۱۵۸]

 

ټولنیز موقعیت

له تاریخي خبرونو معلومیږي چې امام حسن علیه السلام یو ځانګړی ټولنیز موقعیت درلود. د ابن سعد(وفات ۲۳۰ق) د راپور له مخې، کله به چې خلکو د حج په دستورو کښې حسن بن علي لیده، د تبرّک لپاره به د هغه په لور ورماتیدل تر دې چې حسین بن علي(ع) به د څو نورو کسانو په مرسته خلک له هغه نه لرې کول.[۱۵۹] هم داشان نقل شوي دي چې ابن عباس سره له دې چې یو مشر صحابي و[۱۶۰] او په عمر کښې هم له امام حسن علیه السلام نه مشر و، په اس باندې د امام حسن علیه السلام د سپریدو په وخت به یې د هغه لپاره رکاب نیوه.[۱۶۱]

 

په سیاسي چارو کښې دخالت نه کول او له معاویه سره د همکارۍ نشتوالی

ویل شوي دي چې له کوفې نه د امام حسن علیه السلام له وتلو وروسته یوه ډله خوارج په نخیله کښې راغونډ شول چې له معاویه سره جنګ ته لاړ شي. معاویه حسن بن علي ته یو لیک ولیکه او ورڅخه یې وغوښتل چې له هغو سره وجنګیږي. امام ونه منله او د هغه په ځواب کښې یې ولیکل: که غوښتل مې چې په اهلِ قبله کې له چا سره وجنګیږم نو له تا سره به جنګیدلې وم.[۱۶۲] هم دا شان کله چې د حوثره اسدي[۴ یادداشت] به مشرۍ د خوارجو یوې بلې ډلې د معاویه خلاف پاڅون وکړ، معاویه له امام حسن علیه السلام نه وغوښتل چې له هغوي سره مقابله وکړي خو هغه، هم هغه زوړ ځواب ورکړ او له معاویه سره جنګیدل یې لاغوره وبلل.[۱۶۳]

په ځینو روایتونو کښې راغلي دي چې امام مجتبی(ع) به له معاویه سره د ملګرتیا نه کولو او د هغه په اقداماتو باندې له اعتراض سره سره، د هغه ډالۍ قبلولې.[۱۶۴] کومې پيسې به چې معاویه د نورو ډالیو ترڅنګ د هغه لپاره لیږلې، په کال کښې یو میلیون درهم[۱۶۵] یا یو لاک دینار[۱۶۶] بلل شوي دي. له ځینو نقلونو معلومیږي چې هغه به کله کله خپل قرضونه لنډول او نورې به یې په خپلو خپلوانو او خادمانو ویشلې.[۱۶۷] او کله کله به یې هغه ټولې ډالۍ نورو ته وربخښلې.[۱۶۸] داسې خبرونه هم شته چې حسن بن علي به ځیني وختونه د معاویه ډالۍ نه قبلولې.[۱۶۹] دغه ډول خبرونو ځیني غبرګونونه او شکونه هم په ځان پسې لرلې دي.[۱۷۰] او له هغو نه په کلامي اړخ کښې د هغو په اړه ځیني بحثونه مطرح شوي دي. د نمونې لپاره سید مرتضی له معاویه نه د مال او ډالۍ ترلاسه کول د امام حسن لپاره جایز بلکې واجب ګڼلي دي او وجه یې دا بللې چې باید د هغه واکمن مال چې په امت باندې په زور واکمن شوی، واخیستل شي.[۱۷۱]

 

د امویانو چلند

له امام حسن علیه السلام سره د امویانو د نامناسب چلند په هکله خبرونه شته دي.[۱۷۲] همداشان په احتجاج نومې کتاب کښې د امام حسن علیه السلام او معاویه او د هغه د نزدې کسانو ترمینځ یوشمیر مناظرې نقل شوې دي. هغه په دغو مناظرو کښې د اهل بیتو د مقام دفاع کړې او د خپلو دښمنانو له ماهیت او موقعیته یې پرده پورته کړې ده.[۱۷۳] د امویانو د تبلیغاتي دباؤ او د اهل بیتو علیهم السلام او خپله د امام مجتبی علیه السلام خلاف د هغوي د مختلفو دسیسو سره سره به امام په خپلې هوښیارۍ او زیرکۍ سره تل د هغوي پلانونه شنډول. د مخالفانو او دښمنانو او د امام ترمینځ د یوې ډیرې جنجالي مناظرې تاریخي راپور ښودنه کوي چې هغه حضرت تر کومه حده په هوښیارۍ او عقلمندۍ سره عمل کړی دی. په هغې ناستې کښې چې د عمرو بن عثمان، عمرو بن عاص، عتبة بن ابي سفیان، ولید بن عقبه و مغیرة بن شعبه په شان د معاویه د حکومت ملاتړي او خپله معاویه موجود وو، امام مجتبی(ع) په یوازې سر [یادداشت ۵] د قرآن د آیتونو او روایتونو او د پریکنده تاریخي راپورونو په بنیاد دغه ټول کسان داسې په مستنده، غوڅه او ځپونکې او رسوا کونکې توګه محکوم کړل او د امیر المومنین او اهل بیتو علیهم السلام حق او په اسلام کښې یې د هغوي لوړ مقام داسې بیان کړ چې د معاویه وړاندونیه [یادداشت ۶] د مناظرې د غونډې له ترسره کیدو مخکښې (د مناظرې د غوښتونکو د مخ تورۍ او رسوایۍ او محکومیت په لړ کښې) عملي شوه. [۱۷۴]

 

شهادت او د جنازې پيښه

امام حسن علیه السلام دشهادت په بستره کښې، په ۱۶ میلادي پیړۍ کښې د «حدیقة السعداء» نسخه

د شیعه او سني په ډیرو سرچینو کښې راغلي دي چې امام حسن علیه السلام په هغه باندې د زهرو په خوړلو سره شهید شو. [۱۷۵] د ځینو راپورونو له مخې، هغه ته څو وارې زهر ورکړې شوي وو خو له مړینې بچ شوی و. [۱۷۶] په وروستي ځل د زهر ورکولو په هکله چې له امله یې هغه شهید شو، شیخ مفید ویلي دي، معاویه چې کله پریکړه وکړه چې د خپل زوي یزید د ولایتعهدۍ لپاره بیعت واخلي نو د اشعث بن قیس لور جعده (د امام حسن علیه السلام میرمنې) ته یې یو لاک درهم ولیږل او لوظ یې ورسره وکړ چې خپل میړه ته د زهر ورکولو په بدل کښې به هغه یزید ته واده کړي.[۱۷۷] د حسن بن علي(ع) د قاتلې په توګه د جعده نوم په اهل سنت سرچینو کښې هم راغلی دی.[۱۷۸] مادلونګ باوري دی چې د معاویه د جانشینۍ مسئله او د یزید د ولایتعهدۍ لپاره یې هلې ځلې د معاویه په لمسه او د جعده په لاس امام حسن ته د زهر ورکولو روایتونه تاییدوي.[۱۷۹] ځینې نور راپورونه، هند (د امام حسن علیه السلام یوه میرمنه[۱۸۰] یا د هغه یوه وینځه[۱۸۱] هغه ته د زهر ورکولو عامله بولي. ویل شوي دي چې حسن بن علي علیه السلام له مسمومیدو درې ورځې[۱۸۲] یا ۴۰ ورځې[۱۸۳] یا دوه میاشتې[۱۸۴] وروسته شهید شو.

نقل شوي دي چې د امام مجتبی علیه السلام له شهادت وروسته په ټولې مدینې کښې ژړا انګولا خپره شوه.[۱۸۵] د اهل سنتو له ځینو سرچینو نقل شوي دي چې د عربو لپاره وړومبنۍ خواري د حسن بن علي(ع) مړینه وه. [۱۸۷]

 

د پیغمبر د قبر په خوا کښې یې له دفن کیدو مخنیوی

په ځینو سرچینو کښې راغلي دي چې امام حسن علیه السلام خپل ورور ته وصیت وکړ چې له وفات کیدو وروسته یې د خپل نیکه رسول الله مبارک د قبر په خوا کښې ښخ کړي.[۱۸۸] د یو نقل له مخې حسن بن علي خپله غوښتنه عائشې ته ویلې وه او هغې هم منلې وه.[۱۸۹] د «انساب الاشراف» کتاب د نقل له مخې کله چې مروان بن حَکَم په دغه وصیت خبر شو نو معاویه ته یې راپور ورکړ او معاویه له هغه وغوښتل چې په کلکه د دغه کار مخه ونیسي.[۱۹۰]

د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) او د طبرسي (وفات ۵۴۸ق) او د ابن شهرآشوب (وفات ۵۸۸ق) په راپور کښې راغلي دي چې امام مجتبی علیه السلام وصیت وکړ چې د هغه تابوت د عهد او ژمنې د تازه کولو لپاره د پیغمبر(ص) د قبر خوا ته یوسي او بیا یې د خپلې نیا فاطمه بن اسد د قبر په خوا کښې دفن کړي.[۱۹۱] په دغو نقلونو کښې راغلي دي چې حسن بن علي سپارښتنه وکړه چې د هغه د جنازې او خاورو ته د سپارلو په وخت له هر ډول نښتې ډډه وشي[۱۹۲] چې هسې نه د چا وینه توې شي.[۱۹۳]

کله چې بني هاشمو، د امام مجتبی علیه السلام تابوت د پیغمبر(ص) د قبر په لور یوړه نو مروان د بني امیه له یوه ډله کسانو سره وسله په لاس د هغوي مخه ونیوله ترڅو د پیغمبر د قبر په خوا کښې د هغه د دفن کیدو مخه ونیسي.[۱۹۴] ابوالفرج اصفهاني (وفات ۳۵۶ق) لیکلي دي چې عائشه په یو اس سپره شوه او مروان او بني امیه یې مرسته ته وبلل.[۱۹۵] د بلاذري په راپور کښې راغلي دي چې عایشې چې کله ولیدل چې جنګ رامینځته شو او د وینې توییدو لامل ګرځیدې شي نو ویې ویل: دا کور زما دی او زه نه پریږدم چې څوک په کښې دفن شي.[۱۹۶] ابن عباس مروان ته چې په وسلې سنبال و او د فتنې په موخه راغلی و، وویل: مونږ د پیغمبر(ص) د قبر په خوا کښې د امام حسن(ع) د ښخولو نیت نه لرو، یوازې یې له پیغمبر سره د عهد د نوي کولو او د خدای په امانۍ اراده لرو خو که امام وصیت کړی وی چې د پیغمبر په خوا کښې یې دفن کړو نو دا کار به مو کړی و او هیڅ چا مو مخه نه شوه نیولې. ابن عباس له دې وروسته د جمل په جنګ کښې د عایشې شتون ته هم په کنایې سره یوه اشاره وکړه او هغه یې په غیرمستقیمه توګه ورټله.[۱۹۷]

 

په بقیع کښې د امامانو د قبرونو یو انځور

 

همداشان نقل شوي دي چې مروان وویل: دا نه منم چې عثمان دې د ښار په بل سرکښې ښخ شوی وي خو حسن بن علي له پیغمبر سره نزدې دفن کړئ.[۱۹۸][یادداشت ۷] نزدې وه چې د بني هاشمو او بني امیه ترمینځ نښته وشي؛[۱۹۹] خو امام حسین علیه السلام د خپل ورور د وصیت له مخې د نښتې مخه ونیوله. د حسن بن علي جنازه یې بقیع ته یوړه او د فاطمه بنت اسد د قبر په خوا کښې یې خاورو ته وسپارله.[۲۰۰][۲۰۱]

د ابن شهر آشوب په راپور کښې راغلي دي چې بني امیه­و د امام مجتبی علیه السلام په جنازې باندې غشي وورول. د دغه نقل مطابق، د حسن بن علي علیه السلام له جنازې یې ۷۰ غشي راوویستل.[۲۰۲]

 

د شهادت نیټه

تاریخي سرچینو د امام حسن علیه السلام د شهادت کال په اختلاف سره ۴۹ یا ۵۰ یا ۵۱ هجري قمري ذکر کړی دی.[۲۰۳] ځینې نور نقلونه هم شته دي.[۲۰۴] ځینو محققانو په یوشمیر قراینو باندې په استناد سره، ۵۰ هجري کال صحیح بللی دی.[۲۰۵]

 

وصال شیرازي:

در تاب رفت و طشت طلب کرد و ناله کرد              و آن طشت را ز خون جگر دشت لاله کرد

خونی که خورد در همه عمر، از گلو بریخت                        خود را تهی زخون دل چند ساله کرد[۲۰۶]

 

د امام حسن د شهادت د میاشتې په هکله شیعه سرچینو د صفرې میاشت [۲۰۷] او زیاتره اهل سنت سرچینو د ربیع الاول یا وړومبۍ خور میاشته[۲۰۸] بللې ده.[۲۰۹]

د شهادت ورځ یې هم په شیعه سرچینو کښې مختلفه نقل شوې ده: د شیخ مفید[۲۱۰] او شیخ طوسي[۲۱۱] (وفات ۴۶۰ق) او طبرسي[۲۱۲] (وفات ۵۴۸ق) و ابن شهرآشوب[۲۱۳] (وفات ۵۸۸ق) په شان زیاترو د صفرې ۲۸ نیټه ذکر کړې ده. له بلې خوا شهید اول (وفات ۷۸۶ق) د صفرې ۷ نیټه [۲۱۴] او کلیني[۲۱۵] د صفرې د میاشتې وروستۍ ورځ ذکر کړې ده. «یدالله مقدسی» د مختلفو اقوالو د سند په لړ کښې په تحقیق سره، د صفرې د ۲۸ نیټې قول معتبر بللی دی.[۲۱۶]

 

په ایران کښې د صفرې د میاشتې په ۲۸ نیټه د پیغمبر اکرم(ص) د وفات او د امام حسن مجتبی(ع) د شهادت د کلیزې په توګه رسمي رخصتي ده او خلک عزارداري کوي، خو د عراق په شمول په ځینو هیوادونو کښې د صفرې په ۷ نیټه د امام حسن علیه السلام لپاره عزاداري کیږي.[۲۱۷] د نجف په علمیه حوزه کښې له پخوا راهیسې د صفرې اوومه نیټه د امام حسن علیه السلام د شهادت ورځ ګڼل کیږي او د قم په علمیه حوزه کښې هم د شیخ عبدالکریم حائري له وختونو څخه په دغه ورځ د عزا او ماتم لپاره رخصتي وي. [۲۱۸] [۲۱۹]

د حسن بن علي علیه السلام د شهادت په تاریخ کښې اختلاف ته په پام سره، د شهادت په وخت د هغوي عمر ۴۶[۲۲۰] یا ۴۷[۲۲۱] یا ۴۸[۲۲۲] کاله بلل شوی دی.

 

فضائل او ځانګړتیاوې

د یعقوبي (وفات ۲۹۲ق) په وینا، حسن بن علي علیه السلام د ظاهر او کړچار له امله د خدای رسول(ص) ته ترټولو ورته و.[۲۲۳] هغه متوسط قد او ګڼ ویښته درلودل [۲۲۴] او تور رنګ به یې ورکوه.[۲۲۵] د هغه فردي او ټولنیز فضایل په اسلامي سرچینو کښې راغلي دي:

فرداي فضایل

د حسن بن علي علیه السلام د فردي خصوصیاتو په هکله په سرچینو کښې یو شمیر روایتونه راغلي دي:

 

پیغمبر له هغه سره ډیره مینه کوله

له خپل لمسي حسن بن علي(ع) سره د خدای د رسول حضرت محمد مصطفی(ص) د مینې په هکله ډیر روایتونه شته دي. نقل شوي دي چې پیغمبر(ص) په داسې حال کښې چې حسن(ع) به یې په اوږه ګرځاوه، ویل به یې: خدایه زه له ده سره مینه کوم نو بس ته هم ورسره مینه وکړئ.[۲۲۶] کله کله به چې پیغمبر د جَمعې په لمانځه کښې سجدې ته تله، هغه به یې پر شا سپریده او پیغمبر به تر هغې له سجدې سر نه پورته کوه تر څو به چې هغه نه و کوز شوی او کله به چې اصحابو د سجدې د اوږدیدو وجه پوښتله نو ویل به یې، غوښتل مې چې په خپله خوښه کوز شي.[۲۲۷]

په فرائد السمطین کښې راغلي دي چې پیغمبر اکرم(ص) د هغه په هکله وفرمایل: حسن د جنت د ځوانانو سردار او په امت باندې د خدای حجت دی… هر څوک چې د هغه پیروي وکړي له ما څخه دی او هر څوک چې ترې سرغړونه وکړي، له ما نه دی.[۲۲۸]

 

د هغه په هکله د قرآن څو آیتونه

حسن بن علي(ع) د پیغمبر(ص) له اهل بیتو څخه دی چې د مفسرانو په وینا د هغوي په هکله په قرآن کښې یوشمیر آیتونه نازل شوي دي چې یو په کښې د اطعام آیت دی چې د شیعه او اهل سنت د روایتونو له مخې، د اهل بیتو په هکله نازل شوی او د هغوي یو فضیلت دی.[۲۲۹] هم داشان ډیرو مفسرانو په روایتونو باندې په استناد سره ویلي دي چې د مودت آیت شانِ نزول د پیغمبر(ص) اهل بیت دي.[۲۳۰] دغه آیت د پیغمبر د رسالت بدله د اهل بیتو مینه او دوستي بللې ده. د مباهلې په آیت کښې هم چې د نجران له عیسایانو سره د پیغمبر د مباهلې د پیښې په هکله نازل شو، امام حسن او ورور یې د «اَبناءنا» کلمې مصداق معرفي شوي دي.[۲۳۱]

هم د اشان د تطهیر آیت د اصحابِ کسا په هکله نازل شوی دی چې امام مجتبی(ع) په کښې شامل دی. په دې آیت باندې د اهل بیتو(ع) د عصمت د ثابتولو لپاره استدلار شوی دی.[۲۳۲]

 

عبادت او له خدای سره ارتباط

امام به چې کله وضو کاوه او د لمانځه لپاره به تیاریده نو پښې به یې لړزیدې او رنګ به یې زېړېده. په دې هکله له هغه حضرت نه پوښتنه وشوه نو ویې فرمایل: له هغه کس سره چې د خپل پروردګار مخې ته ولاړ وي، ښايي چې رنګ یې تښتیدلی وي او پښې یې ولړزیږي.[۲۳۳] ابو خیثمه وايي: امام حسن علیه السلام به چې کله په لمانځه اودریده نو خپل بهترین کالي به یې اغوستل. پوښتنه ترې وشوه چې ولې خپل ترټولو ښه کالي اغوندې؟ ویې فرمایل: خدای تعالی ښایسته دی او ښکلا خوښوي او زه خوښوم چې خپلې بهترینې جامې واغوندم او ځان خپل پروردګار ته سینګار کړم.[۲۳۴] امام سجاد(ع) فرمایلي دي چې امام حسن علیه السلام په هیڅ حال کښې ونه لیدې شو مګر دا چې سبحان خدای به یې یادوه.[۲۳۵]

 

څو ځلې پلی حج ته لاړ

امام مجتبی علیه السلام څو ځلې پلی حج ته لاړ او ورڅخه نقل شوي دي چې ویل به یې، له پروردګار نه شرمیږم چې ملاقات ته یې لاړ شم خو د هغه د کور په لور مې ګام نه وي اخیستی[۲۳۶] ویل شوي دي چې هغه ۱۵ ځلې[۲۳۷] یا ۲۰ ځلې[۲۳۸] یا ۲۵ ځلې[۲۳۹] پیاده حج ته لاړ، په داسې حال کښې چې ډیر غوره اوښان به ورپسې روان وو.[۲۴۰]

 

ټولنیز فضیلتونه

په سرچینو کښې د امام حسن علیه السلام د ټولنیزو ځانګړتیاؤ په هکله هم راغلي دي.

د هغه زغم یې ستایلی دی

په اسلامي سرچینو کښې د هغه د زغم په هکله یو شمیر راپورونه راغلي دي او هغه یې «حلیم» بللی دی.[۲۴۱] د اهل سنت په ځینو سرچینو کښې راغلي دي چې مروان بن حکم چې له هغه سره یې دښمني پالله او د پیغمبر په خوا کښې خاورو ته د هغه د سپارلو مخه یې ونیوله، په جنازه کښې یې ګډون وکړ او تابوت ته یې اوږه ورکړه. کله چې پرې اعتراض وشه چې تا حسن بن علي په ژوندانه ځوروه، وویل: ما به هغه کس ځوروه چې زغم یې د غرونو برابر و.[۲۴۲] نقل شوي دي چې یو شامي سړي امام حسن علیه السلام ولیده او بد رد ویل یې پیل کړل. امام مجتبی علیه السلام د هغه سړي له غلې کیدو وروسته هغه ته سلام وکړ او په مسکا یې وویل: داسې ښکاري چې په دې ښار کښې مسافر یې. بیا یې ورته وویل: که هر ډول ضرورت لرې مونږ به یې پورا کړو. هغه سړی په ژړا شو او ویې ویل: خدای ښه پوهیږي چې خپل رسالت چیرته کیږي.[۲۴۳] په خواجه نصیر الدین طوسي پورې منسوب صلوات کښې هم چې د امام زمان علیه السلام ځانګړتیاوې یې بیان کړې دي، هغه يې د امام حسن علیه السلام له زغم څخه برخمن بللی دی.[یادداشت ۸]

 

د خدای په لاره کښې په بخښنې او له خلکو سره په مرستې مشهور و

اسلامي سرچینو د شیعو دویم امام یو بخښونکی او د خلاص لاس خاوند معرفي کړی او هغه یې «کریم» او «سخی» او «جواد» بللی دی.[۲۴۴] نقل شوي دي چې هغه دوه ځلې خپل ټول مال حال د خدای په لاره کښې ورکړ او درې ځلې یې هم خپل ټول مال دوه برخې کړ: نیم یې ځان ته پریښوده او نیم یې اړمنو ته ورکړ.[۲۴۵] د ابن شهر آشوب په مناقبو کښې راغلي دي چې شام ته د امام حسن علیه السلام په سفر کښې معاویه په پریمانه مال مشتمل یو بار هغه ته وړاندې کړ. کله چې له معاویه څخه راووته نو یو خدمتکار د هغه بوټونه وګنډل. امام هغه ټول مال هغه ته وبخښه.[۲۴۶] او هم دا شان یوې وینځې امام حسن ته یو ګل ډالۍ کړ او حضرت هغه آزاده کړه او ویې فرمایل چې خدای تعالی مونږ داسې ادب کړي یوو چې هر کله راسره یوه نیکي وشي، له هغې غوره بدل یې ورکړو[یادداشت ۹] او د دغه ګل نه غوره، د هغې آزادي وه.[۲۴۷] هم داشان ویل شوي دي چې امام حسن علیه السلام یوه ورځ واوریدل چې یو سړی دعا کوي چې خدای پاک ورته لس زره درهم ورکړي. امام کور ته لاړ او هغه اندازه پیسې یې سړي ته ولیږلې.[۲۴۸] ویل شوي دي چې د هم دغه پریمانه بخشش په وجه هغه ته د «کریم اهل بیت» لقب ورکړی شوی دی.[۲۴۹] خو په روایتونو کښې دا ډول تعبیر نشته.

هم داشان له خلکو سره د هغه د مرستې په هکله ډیر راپورونه موجود دي، حتی نقل شوي دي چې د خلکو د ضرورت پوره کولو لپاره به یې اعتکاف او طواف نیمګړې پریښوده او د دې کار وجه به یې د پیغمبر(ص) هغه حدیث باله چې هر کس د خپل مؤمن ورور یو ضرورت پوره کړي، د هغه چا په شان دی چې له کلونو راهیسې په عبادت بوخت وي.[۲۵۰]

 

د هغه د عبادت په هکله ویل شوي دي

کله به یې چې وضو کوله، اندامونه به یې لړزیدل او د مخ رنګ به یې زیړ تښتیده…. او کله به چې د جومات ور ته رسیده، ویل به یې: ای د احسان خاونده! خطاکار دې درګاه ته راغلی دی، نو د خپلو خوبیو په وړاندې زما په بدیو سترګې پټې کړې.

ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۴.

 

تر لاس لاندې کسانو سره به یې په خاکسارۍ سره چلند کوه

ویل شوي دي چې یوه ورځ په یوشمیر بې وزلو پیښ شو چې د ډوډۍ ټوټې یې خوړلې. کله چې یې امام ولیده نو بلنه یې ورکړه چې ورسره ډوډۍ وخوري. هغه له اس نه کوز شو او له هغوي سره یې ډوډۍ وخوړه او ټول ماړه شول. بیا یې هغوي خپلې میلمستیا ته وبلل او ورته یې خواړه او کالي ورکړل.[۲۵۱] هم داشان روایت شوی دی چې له یو خدمتکار نه یې داسې تیروتنه وشوه چې د سزا وړ وه. هغه خدمتکار امام حسن علیه السلام ته وویل: «و العافین عن الناس» امام حسن بن علي علیه السلام وفرمایل: ته مې معاف کړې. خدمتکار دوام ورکړ: «و الله یحب المحسنین» امام مجتبی علیه السلام وفرمایل: ته د خدای په لاره کښې آزاد یې او ستا د تنخواه دوه چنده درته بخښم.[۲۵۲]

 

معنوي میراث

د امام حسن بن علي علیه السلام د ویناؤ ټولګه په مسند الامام المجتبی کتاب کښې راغونډه کړې شوې ده.

په مختلفو برخو کښې له هغه څخه د نقل شویو روایتونو شمیر ۲۵۰ حدیثونو ته کابو کیږي.[۲۵۳] په دغو کښې ځیني روایتونه خپله په امام حسن علیه السلام پورې اړونده دي او ځیني هغه د خدای له ګران رسول(ص) او امام علي (ع) و فاطمه زهرا(س) څخه روایت کړي دي.[۲۵۴]

په مسند الامام المجتبی(ع) کتاب کښې له امام حسن بن علي علیه السلام څخه نقل شوې ویناوې او لیکونه راغونډ کړی شوي دي. دغه ویناوې د خطبې، نصیحت، خبرو اترو، دعا، مناظرې او د اعتقادي او فقهي مسائلو په چوکاټ کښې، سره د سنده ذکر شوې دي.[۲۵۵] په بلاغة الامام الحسن کتاب کښې هم دغه روایتونه په امام مجتبی علیه السلام پورې اړونده شعرونو سره مل راغونډ کړی شوي دي.

احمدي میانجي په مکاتیب الائمة کتاب کښې، له امام حسن بن علي علیه السلام څخه ۱۵ لیکونه راوړي دي چې ۶ لیکونه په کښې معاویه ته، ۳ لیکونه زیاد بن ابیه ته، یو لیک د کوفې خلکو ته او یو لیک حسن بصري ته دی.[۲۵۶] میانجي هم داشان امام حسین علیه السلام، محمد حنفیه، قاسم بن حسن او جنادة بن ابي امیه ته د امام حسن علیه السلام ۷ وصیتونه هم راغونډ کړي دي.[۲۵۷]

عزیزالله عطاردي د هغو ۱۳۸ کسانو نومونه راغونډ کړي دي چې له امام مجتبی علیه السلام څخه یې روایتونه کړي دي.[۲۵۸] شیخ طوسي هم د ۴۱ کسانو نومونه د هغه د اصحابو په توګه یاد کړي دي.[۲۵۹]

 

د امام حسن علیه السلام ویناوې:

څوک چې عقل نه لري، ادب نه لري، او ځوانمردي نه لري هغه کس چې همت ونه لري. او حیاء نه وي په هغه کس کښې چې دین نه لري، د عقل اصل له خلکو سره ښه اړیکه او ناسته پاسته ده، د عقل په وسیله انسان د دواړو جهانو نیکمرغۍ ته رسيږي او څوک چې عقل ونه لري، د دواړو جهانو له هر څه بې برخې دی.[۲۶۰]

له خلکو سره داسې چلند وکړه چې غواړې له تا سره یې وکړي.[۲۶۱]

له چا سره ورورولي مه کوه مګر دا چې پوه شې چې له کوم ځایه راځي او وچرته ځي.[۲۶۲]

هر چا چې له سلام کولو مخکښې خبره وکړه، ځواب یې مه ورکوه.[۲۶۳]

امام حسن علیه السلام د هغه کس په ځواب کښې چې د حق او باطل ترمینځ د واټن پوښتنه یې وکړه، وفرمایل: څلور ګوتې: هغه څه چې دې به سترګو ولیدل، حق دی او ډیر وختونه به دې په غوږونو ډیرې باطلې او دروغ خبرې واورې.[۲۶۴]

 

په کلتور او هنر کښې

د آییني دستورو او هنري آثارو په شمول په کلتوري ډګرونو کښې د شیعو د دویم امام د مقام درنښت کیږي.

 

 

د امام حسن علیه السلام دسترخوان

په ایران کښې یو مذهبي آیین او رسم، د امام حسن علیه السلام دسترخوان دی چې په کښې، د حاجت د پوره کیدو لپاره نذر ورکول کیږي. د دې دسترخوان یا سفرې مخینه له صفویه زمانې څخه ګڼل شوې ده. په دغه دسترخوان باندې د موجود شیانو رنګ باید شین وي او ورسره د امام حسن علیه السلام ماتم کیږي. په دغې سفرې کښې چې زیاتره په ښځو کښې دود ده، پر ساده او ډول ډول خوراکونو سربیره، معمولاً قرآن او شمع او جانماز او تسبیح ایښودل کیږي.[۲۶۵]

 

د سبط النبي کنګره

د سبط النبي نړیواله غونډه د ۱۳۹۳ لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې او د څو نورو سازمانونو له خوا په تهران کښې جوړه شوه. په دغې کنګرې کښې له کابو ۱۳۰ وړاندې شویو مقالو څخه ۷۰ مقالې د چاپ لپاره غوره شوې.[۲۶۶] د یادې کنګرې په پرانیسته کښې د ولسمشر له خوا د ویکي شیعه په نامه د اهل بیتو(ع) د مکتب د انټرنیټي انسایکلوپیډیا مخکتنه وشوه.[۲۶۷]

 

ترټولو یوازې سردار

«تنهاترین سردار» نومې ټیلیویژني سریال چې په ۱۳۷۵ کال کښې د ایران له وړومبني چینل څخه خپور شو، د امام حسن(ع) ژوند او له معاویه سره یې د صلحې پيښه او د هغوي د ژوند په پړاؤ کښې او له شهادته لږ وروسته یې د اسلامي او د شیعو د ټولنې حالات ښودلي دي.[۲۶۸]

 

د سبط النبي مقالې په دریو ټوکو کښې چاپ شوې دي

کتاب پیژندنه

اصلي مقاله: د امام حسن علیه السلام په هکله د کتابونو نوملړ

د امام حسن علیه السلام په هکله ډیر کتابونه او مقالې خپرې شوې دي. کومې مقالې چې د «کتاب‌شناسی امام مجتبی(ع)» په موضوع سره لیکل شوې دي، په فارسي، عربي، ترکي او اردو ژبو د کابو ۱۳۰ چاپي او خطي کتابونونو نومونه اخیستل شوي دي.[۲۶۹]

 

په دغو کښې ځیني مهم آثار دا دي:

د سلیمان بن احمد طبراني(وفات ۳۶۰ق) لیکلی أخبار الحسن بن على

د جعفر مرتضی عاملي لیکلی الحیاة السیاسیة للامام الحسن

د باقر شریف قرشي په قلم لیکل شوی حیاة الامام الحسن بن علي

د راضي آل یاسین له خوا لیکل شوی صلح الحسن کتاب چې آیت الله سید علي خامنه اي هغه په ۱۳۴۸ لمریز کال کښې د «صلح امام حسن(ع): پرشکوه‌ترین نرمش قهرمانانه تاریخ» په نوم، په فارسۍ ژباړلی دی.[۲۷۰]

د هاشم رسولي محلاتي لیکلی زندگانی امام حسن کتاب

د کامل سلیمان په قلم لیکل شوی الحسن بن علی دراسة و تحلیل

د موسی الصفار په لاس لیکل شوی الإمام الحسن ونهج البناء الاجتماعی

د موسی محمد علي لیکلی حلیم اهل البیت کتاب

الامام المجتبی (ع) مهجة قلب المصطفی (ص)» چې احمد رحماني همداني لیکلی او حسین استاد ولي په ۱۳۹۲ لمریز کال کښې د نشر منیر له خوا ژباړلی دی

د باقر العلوم(ع) څیړنیز مرکز د حدیث ډلې له خوا تدوین شوی او د علي مؤیدي په لاس ترجمه شوی «فرهنگ جامع سخنان امام حسن مجتبی(ع)» د امام حسن مجتبی(ع) د ویناو جامع فرهنګ

او هم داشان د «کنگره سبط النبی» د غوره شویو مقالو ټولګه په دریو ټوکو کښې چاپ شوې ده.

حقایق پنهان: د احمد زماني په قلم لیکل شوی د امام حسن مجتبی علیه السلام په سیاسي ژوند کښې یو تحقیق دی چې د قم بوستانِ کتاب خپرندوې په ۱۳۹۴ لمریز کال کښې په اتم ځل چاپ کړی دی.

 

کتاب پیژندنه

اصلي مقاله: د امام حسن علیه السلام په هکله د کتابونو نوملړ

د امام حسن علیه السلام په هکله ډیر کتابونه او مقالې خپرې شوې دي. کومې مقالې چې د «کتاب‌شناسی امام مجتبی(ع)» په موضوع سره لیکل شوې دي، په فارسي، عربي، ترکي او اردو ژبو د کابو ۱۳۰ چاپي او خطي کتابونونو نومونه اخیستل شوي دي.[۲۶۹]

په دغو کښې ځیني مهم آثار دا دي:

  • د سلیمان بن احمد طبراني(وفات ۳۶۰ق) لیکلی أخبار الحسن بن على
  • د جعفر مرتضی عاملي لیکلی الحیاة السیاسیة للامام الحسن
  • د باقر شریف قرشي په قلم لیکل شوی حیاة الامام الحسن بن علي
  • د راضي آل یاسین له خوا لیکل شوی صلح الحسن کتاب چې آیت الله سید علي خامنه اي هغه په ۱۳۴۸ لمریز کال کښې د «صلح امام حسن(ع): پرشکوه‌ترین نرمش قهرمانانه تاریخ» په نوم، په فارسۍ ژباړلی دی.[۲۷۰]
  • د هاشم رسولي محلاتي لیکلی زندگانی امام حسن کتاب
  • د کامل سلیمان په قلم لیکل شوی الحسن بن علی دراسة و تحلیل
  • د موسی الصفار په لاس لیکل شوی الإمام الحسن ونهج البناء الاجتماعی
  • د موسی محمد علي لیکلی حلیم اهل البیت کتاب
  • الامام المجتبی (ع) مهجة قلب المصطفی (ص)» چې احمد رحماني همداني لیکلی او حسین استاد ولي په ۱۳۹۲ لمریز کال کښې د نشر منیر له خوا ژباړلی دی
  • د باقر العلوم(ع) څیړنیز مرکز د حدیث ډلې له خوا تدوین شوی او د علي مؤیدي په لاس ترجمه شوی «فرهنگ جامع سخنان امام حسن مجتبی(ع)» د امام حسن مجتبی(ع) د ویناو جامع فرهنګ

او هم داشان د «کنگره سبط النبی» د غوره شویو مقالو ټولګه په دریو ټوکو کښې چاپ شوې ده.

  • حقایق پنهان: د احمد زماني په قلم لیکل شوی د امام حسن مجتبی علیه السلام په سیاسي ژوند کښې یو تحقیق دی چې د قم بوستانِ کتاب خپرندوې په ۱۳۹۴ لمریز کال کښې په اتم ځل چاپ کړی دی.