د سجدې غړي

 

د سجدې غړي یا اووه غړي، د بدن هغه برخې دي چې د سجدې په وخت په ځمکه لګیږي. د شیعه فقیهانو له نظره د سجدې په وخت، تندی، د دوو لاسونو تلي، زانګونان او….

د پښتو د غټو ګوتو سرونه په ځکه ایښودل واجب دي. پوزه په ځمکه لګول هم مستحب دي.

ډېر فقیهان دا نظر لري چې په سجده کې واجبه نه ده چې ټول غړی په ځمکه ولګول شي؛ بلکې ځمکې سره لږ لګیدل هم کافي دي. خو تندی له دې حکم وتی دی او ځینو فقیهانو د یو درهم په اندازه باندې تندې په ځمکه لګول واجب ګڼلي دي.

لمونځ کوونکی چې په کوم څیز باندې خپل تندی ږدي، واجب ده چې ځمکه وي او یا هغه څیز وي چې له ځمکې زرغونیږي، خو شرط یې دا دی چې د خوړلو او څښلو نه وي.

 

مفهوم پيژندنه

اووه غړي یا مساجد سبعه د بدن هغه اوو ځایونو ته وايي چې د سجدې په وخت یې په ځمکه کیښودل واجب دي.[۱] دا اووه غړي دا دي: تندی (ټنډه) د لاسو تلي، د زانګونانو سرونه، د پښتو د غټو ګوتو سرونه.[۲] د سجدې د غړو په هکله په فقهي کتابونو کې د لمانځه په باب کې بحث کیږي.[۳]

 

حکمونه

د سجدې د غړو ځینې حکمونه دا دي:

د شیعو د فقیه یوسف بحرانی (مړینه ۱۱۸۶ق) د وینا مطابق، د شیعو د مشهورو فقیهانو له نظره، په سجده کې د اوو غړو په ځمکه لګول واجب دي.[۴]

ځینې فقیهان وايي چې د اووه غړو – بې له تندي – په ځمکه باندې که لږترلږه تماس وي هم کافی دی.[۵] ځینې فقیهان دا نظر لري چې د تندي هم لږ تر لږه ځمکه پورې تماس کافي دی.[۶] د دوي په خلاف ځینې فقیهان وايي چې تندې د یوه درهم په اندازه په ځمکه لګول واجب دي.[۷]

کله چې د سجدې ذکر ویل کیږي، نو له اووه غړو یو غړی له ځمکې اوچتول د لمانځه د باطلیدو سبب کیږي؛[۸] د آیت‌الله سیستانی د فتوا مطابق کله چې لمونځ کوونکی په ذکر هم نه وي لګیا؛ که د سجدې یو غړی هم له ځکې اوچت کړي نو احتیاې دا دی چې لمونځ یې باطلیږي.[۹]

 

په سجده کې مستحب څیزونه

د پوزې په ځمکه کیښودل؛ فقیهانو د سجدې په وخت پوزه په ځمکه کیښودل مستحب ګڼلې ده.[۱۰] د دې حکم مستند هغه روایت دی چې له امام صادق(ع) راغلی دی چې پوزه په خاورو ایښودل د پيغمبر(ص) سنت [۱۱] ګڼل شوی دی.[۱۲] دې ته په پام د علامه حلی له نظره پوزه په ځمکه ایښودل موکد مستحب دی.[۱]

تَخویه: یعنی لاسونه خلاصول او څنګلې په ځمکه نه ایښودل په سجده کې د سړي لپاره مستحب دي.[۱۴] او همدارنګ د ښځې لپاره مستحب دي چې څنګلې په ځمکه ولګوي او د بدن غړي یو بل پسې ولګوي.[۱۵]

 

د سجدې د غړو د ځای حکمونه

د شیعو د مشهورو فقیهانو له نظره، د سجدې په ځایونو کې، یواځې د تندي ځای – یعنی کوم ځای باندې چې تندی ایښودی شي – پاک شونه واجبه ده. [۱۶] که څه هم ابوصلاح حلبی، چې څلورمې او پینځمې قمري پيړۍ د شیعو له فقیهانو دی وایي چې د سجدې له ټولو ځایونو – چې سجده ورباندې کیږي –  د نجاست لری کول واجب دي. [۱۷]

د سجدې ځای – هغه ځای یا هغه څه چې لمونځ کوونکی ورباندې تندی ږدي – واجبه ده چې هغه ځمکه وي یا هغه څه وي چې له ځمکې زرغونیږي؛ خو شرط یې دا دی چې د خوړلو او ښڅلو څیزونه نه وي. [۱۸] د دې حکم مستند، حدیثونه دي او د فقیهانو اجماع ده.[۱۹] له همدې سببه په هغه څیز باندې تندی ایښودل، چې هغه ځمکه یا هغه څه نه وي چې له زرغونیږي، صحیح نه ده، لکه زر، سپین زر، عقیق، فیروزه چې کوم له کانونو راوځي.[۲۰]

 

فوټ نوټ

 

  1. مؤسسه دایرة المعارف الفقه الشیعه، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۵، ص۱۰۸.
  2. بحرانی،الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۶.
  3. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۶.
  4. بحرانی،الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۶.
  5. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۷.
  6. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۱۸.
  7. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۰، ص۱۴۴.
  8. علامه حلی، تحریر الاحکام، مؤسسه آل البیت، ج۱، ص۴۰.
  9. سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۲۴.
  10. مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۸، ص۲۸۸-۲۸۹.
  11. حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۳۴۳؛ کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۱۴۴.
  12. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۶.
  13. علامه حلی، تذکره الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۸۸.
  14. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۰۶.
  15. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۶۵.
  16. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۷.
  17. ابوصلاح حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۴۰.
  18. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۸۸.
  19. سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۴۳۴.
  20. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۸۹.