د عقائدو کليات: قضا او قدر

د عقائدو کليات: قضا او قدر

 

اته څلويښتم اصل

قضا او قدر يوه منل شوې اسلامي عقيده ده چې په کتاب او سنت کښې راغلې ده او عقلی دليلونه يې هم تائيدوي.

د قضا او قدر په هکله أيتونه ډير دي چې لاندې ترې ځينو ته اشاره کوو:

قرأن د قدر په هکله فرمايي: إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (قمر/49) مونږ هر يو څيز په اندازه پيدا کړ. همدا رنګ فرمايي: وَ إِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ(حجر/21) هيڅ يو څيز داسې نشته چې له مونږ سره يې خزانې نه وي او مونږ هغه نه درليږو مګر په اندازه.

د قضا په هکله هم فرمايې وَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ (بقره/117) کله چې د يو کار د کولو پريکنده اراده وکړي نو بس دومره ورته وايې: ((وشه)) نو هغه وشي.

او همدا رنګ فرمايې: هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلاً (انعام/2) خدای هغه ذات دے چې تاسو يې له خاورو پيدا کړئ بيا يې يو وخت وټاکه (مقرر کړ)

دغو آيتونو ته په پام سره او همدا رنګ هغو ډيرو روايتونو ته په پام سره چې په دې هکله موجود دي هيڅ يو مسلمان د قضا او قدر انکار نه شی کولے، که څه هم د مسلې له تفصيله او جزئياتو خبريدل لازمی نه دي او قاعده دا ده چې د کومو کسانو ذهن په دې مسلې د پوهيدلو لپاره تيار نه وي ښه دا ده چې دغو مسئلو ته داخل نه شي ځکه چې کيدے شي په خپلې عقيدې کښې ترديد يا خطا وکړي او ګمراه شي له همدې وجې اميرالمؤمنين علی (ع) دې ټولي ته فرمايي: طريق مظلم فلا تسلکوه، و بحر عميق فلا تلجوه، و سرالله فلا تتکلفوه [5] دا يوه تياره لاره ده نو په هغې مه ځئ، ژور درياب دے نو مه ورګډيږئ، او دا د خدای راز دے نو په دې باندې د پوهيدو لپاره ځان په تکليف کښې مه اچوئ.

البته د امام (ع) خبرې د هغو کسانو لپاره دي چې په داسې رنګ بحثونو د پوهيدو توان نه لري، او کيدے شي داسې بحثونه د هغوي ګمراهۍ سبب شي او دې مطلب شاهد دا دے چې هغه حضرت پخپله په نورو ځايونو کښې د قضا او قدر په هکله خبرې کړي دي  [6] له همدې وجې مونږ هم د خپلې پوهې تر حده د قرآن او روايتونو په مرستې او د عقل په مټ د دغو بحثونو څه نه څه تفصيل بيانوو:

 

نه څلويښتم اصل

((قدر)) په لغت کښې د اندازې او مقدار په معنی دے او ((قضا)) د قطعيت او د ارومرو په معنی ده[7] امام رضا (ع) د قضا او قدر په تفسير کښې داسې فرمايې: د قدر معنی د يو څيز د باقی پاتې کيدو او فناکيدو له مخې د يو څيز اندازه لګول دي او قضا د يو څيز قطعي والے او د تحقق موندل او کيدل دي.[8] کله چې مونږ ته د دې دوو لغوي معنی روښانه شوه او پوه شو چې يو څيز اندازه کولو ته قدر او قطعيت ته قضا وايي نو اوس يې اصطلاحی معنی بيانوو.

الف: د قدر تفسير:

له دې امله چې هر يو مخلوق ممکن الوجود دے نو خپل ځانته يوه خاصه اندازه او حد لري مثلا د جماداتو يوه خپله اندازه ده او د نباتاتو او حيواناتو خپله او له دې امله چې د هر يو څيز اندازه شوے وجود د خدای مخلوق دے نو تقدير به يې هم د خدای تقدير وي او ضمنا دا مقدار او اندازه له دې امله چې د خدای کار دے نو دې ته ((تقدير او قدر فعلي)) ويل کيږي او له دې نظره چې دا ټول خدای ته له پيدا کولو وړاندې معلوم وو او خدای ترې خبر ؤ نو ورته ((تقدير علمی))ويل کيږي. په حقيقت کښې په قدر عقيده لرل د څيزونو د ځانګړتياو له نظره د خدای په خالقيت عقيده لرل دي او دا فعلی تقدير د خدای په ازلی علم تکيه لري نو نتيجه دا شوه چې په علمی قدر عقيده په حقيقت کښې د خدای په ازلی علم عقيده لرل دي.

ب: د قضا تفسير:

لکه څنګه چې مو وويل ((قضا)) د يو څيز ارومرو په وجود کښې راتلل دي نو مسلما د علت او معلول د نظام په اساس د هر يو څيز قطعيت موندل او کيدل د هغه د علت تام (بشپړ علت) په تحقق او راتللو پورې تړلې دي. او کله چې د علت او معلول نظام تر خدای رسي نو په حقيقت کښې د هر يو څيز (قطعيت) او وجود د خدای په ارادې او قدرت تکيه لري. دا د فعل په مقام کښې د خدای قضا ده او دې په هکله د خدای ازلی علم د خدای ذاتی قضا ده.

هغه څه چې وويل شول د تکوينی قضا او قدر په هکله وو که ذاتی وي که فعلی. کله کله قضا او قدر د تشريع په هکله وي په دې معنا چې دا تشريع او د خدای حکمونه د خدای قضا ((پرې کړه)) ده او دې حالت لکه واجب، فرض، حرام او نور دا ټول د خدای تشريعی تقدير دے. له امير المؤمنين علی(ع) څخه چې کله د قضا او قدر د حقيقت په هکله پوښتنه وشوه نو هغوي د قضا او قدر دا مرحله داسې ياده کړه: د قضا او قدر نه مطلب د خدای د اطاعت حکم کول او له ګناهانو يې منعې کول او انسانانو ته د ښو کارونو د کولو او د بدوکارونو د نه کولو توان ورکول او ورته له خدای سره د نزدې کيدو توفيق ورکول او ګناهکار په خپل حال پريښودل او ښه او بده وعده ورکول دي. دا زمونږ په کارونو کښې د خدای قضا او قدر دے.[9] که دلته مونږ ګورو چې امام علی(ع) د يو پوښتنه کوونکي په ځواب کښې يوازې تشريعی قضا او قدر بيان کړے دے نو کيدے شي د پوښتنه کوونکے حال ته يې کتلې وي او حاضرو کسانو ته يې کتلې وي ځکه چې په هغو ورځو کښې به د تکوينی قضا او قدر نه مطلب دا اخستے شو چې د انسان ټول کارونه د قضا او قدر په لاس دي يعنی انسان مجبور دے او څه اختيار نه لري او د دې خبرې شاهد دا دے چې په أخر کښې امام(ع) فرمايې: و اما غير ذالک فلا تظنه فان الظن له محبط للاعمال او له دې پرته بل ګومان مه کوه ځکه چې داسې ګومان د عملونو د خرابيدو سبب کيږي. مطلب يې دا دے چې د انسان د کارونو ارزښت د هغه د اختيار په سبب دے او که چرې انسان مجبوره وي نو د هغه کارونه څه ارزښت نه لري.

نتيجه دا شوه څه قضا او قدر کله تکوينی دے او کله تشريعی او دواړه ډوله يې دوه مرحلې لري: 1- ذاتی (علمي) 2- فعلی.

پنځوسم اصل

قضا او قدر د انسان له آزادۍ او اختيار سره څه ټکره او تضاد نه لري ځکه چې د انسان په هکله د خدای تقدير د هغه خاص فاعليت دے او هغه دا چې هغه يو اختيار لرونکے او د خپل کار په کولو او نه کولو کښې آزاد انسان دے د خدای قضا د انسان له ارادې او اختياره وروسته د هغې کار حتميت (قطعيت او خامخا کيدل) دي.

په نورو ټکو سره به دا ووايو چې د انسان پيدايښت د هغه له آزادۍ او اختيار سره اخښل شوے او اندازه شوے دے او د خدای قضا همدا ده چې کله انسان په خپل اختيار سره د يو کار د کولو اسباب برابر کړي نو د خدای تنفيذ پکښې له دې لارې ترسره کيږي.

کوم کسان چې د انسان آزادۍ او اختيار منکر دي هغوي په عمل کښې دا خبره منی چې انسان آزاد دے _او له همدې وجې_د ټولنيزو مدني او جزايي قانونونو خيال ساتی او د زورورو په هکله د عدالت د جاري کيدو غوښتونکے وي.

ځينې ګناهکارو خپل غلط کارونه د خدای په تقدير پسې تړلي دي او وايي چه دا خدای خوښه او تقدير و او له مونږ سره بل څه لار نه وه حال دا چې عقل او وحي دا خبره نه غندي ځکه چې عقل وايي چې انسان خپله لاره په خپله خوښوي او شرعه هم دا وايي چې د انسان شکر ګذار يا کفران کوونکے کيدلے شي لکه چې فرمايي: إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا(انسان/3)

د پيغمبر(ص) په زمانه کښې هم د بت پرستانو يو ټولے ؤ چې ويل به يې زمونږ دا ګمراهي د خدای په مشيت او خوښه ده او که خدای نه غوښتے نو مونږ به بت پرستان نه وو قرآن کريم د هغوي خبره داسې بيانوي سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ (انعام/148) ډير زر به مشرکان ووايي: ((که خدای غوښتلے نو مونږ او پلاران به مو مشرکان نه کيدل او څه به مو نه حرامول)) بيا د هغوي په ځواب کښې فرمايې: كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم حَتَّى ذَاقُواْ بَأْسَنَا له هغو نه وړاندې خلکو هم په خدای پورې داسې دروغ وتړل تر دې چې زمونږ عذاب يې وڅکه.

په أخر کښې يادونه کوو چې په نړۍ کښې د خدای کلي سنتونه چې کله د انسان د سعادت او کله د هغه د بدمرغۍ سبب کيږي د خدای د قضا او قدر نښانې دي او دا انسان دے چې په خپله خوښه يوه لاره غوره کوي. د دې په هکله مونږ په تير شوي بحث، چې په اسلامي نړۍ ليد کښې د انسان په هکله و، خبرې کړي دي.

سرچینې

[7]مقاييس اللغه ، 5 ټوک،  63 مخ او 93 مخ. مفردات راغب، د قضا او قدر په معنی کښې.

[8]- اصول کافی، لومړی ټوک/158 مخ.

[9]- د شيخ صدوق د توحيد کتاب 380 مخ.