د عقائدو کليات:انسان او اختيار

د عقائدو کليات: انسان او اختيار

يو پنځوسم اصل

د انسان اختيار او آزادي يو منل شوے او روښانه حقيقت دے او انسان په بيلا بيلو طريقو هغه معلومولے شي. چې لاندې څو طريقو ته اشاره کوو.

الف: د انسان ضمير او عقل په دې خبره ګواهی ورکوي چې هغه په خپله فيصله او پرې کړه کښې آزاد دے او د کولو يا نه کولو څخه يو طرف اختيارولے شي، او که څوک په دې څرګند درک کښې شک لري نو بايد هيڅ يو اصل قبول نه کړي.

ب: د انسانانو په ټولنه کښې_ که دينی وي که غير دينی_ د مختلفو کسانو ستاينه يا غندنه د دې نښه ده چې ستايونکے يا غندوونکے کس هغه کارکوونکے(فاعل) په خپل کار کښې د اختيار خاوند ګڼي.

ج: که مونږ دا ووايو چې هيڅ قسم اختيار نه لرو نو بيا خو شريعت هم بې فائدې او عبث دے ځکه چې کله د انسان لپاره يوه لاره مقرره ده او هغه هم مجبور دے چې په هغې لارې لاړ شي او د نوک هومره اختلاف ترې هم نه شي کولے نو د امر او نهی او ښې او بدې وعدې ورکولو څه معنی او دليل نه پاتی کيږي.

د: په تاريخ کښې مونږ ګورو چې داسې انسانان شته چې د خلکو په اصلاح او هدايت پسې وو او په دې لارې کښې يې پروګرامونه جوړ کړي دي او نتيجه يې هم تر لاسه کړې ده. نو دا بديهي خبره ده چې که انسان مجبور وے نو داسې به نه وه. ځکه چې که انسان مجبور وے نو بيا خو دې هلو ځلو څه ګټه نه لرله.

دا څو دليلونه د انسان مختار والے يو داسې حقيقت جوړوي چې څوک ترې انکار نه شي کولے. خو د آزادۍ له اصله دا نتيجه نه شو اخستے چې انسان په خپل حال پريښودل شوے دے او خدای پاک د هغه په کار کښې څه اثر نه لري، ځکه چې دا د تفويض عقيده خدای ته د انسان د هميشنۍ اړتيا له اصل سره ټکره لري او همدارنګ د خدای د خالقيت او قدرت حدونه رالنډوي داسې نه ده بلکې حقيقت په بل ډول دے چې په راتلونکي اصل کښې بيانيږي.

 

دوه پنځوسم اصل

د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته يو له هغې مسئلو څخه چې په مسلمانانو کښې رامينځته شوه د انسان له لاسه د يو کار د کيدو څرګندوالے ؤ ځينو خلکو د جبر عقيده خپره کړه او انسان يې يو مجبور فاعل وګاڼه او ځينو نورو د دې په مقابله کښې انسان يو آزاد پريښودل شوے موجود وګاڼه چې د هغه کارونه له خدای سره څه اړه نه لري، په حقيقت کښې دواړو ډلو دا فکر کاوه چې کار يا بايد انسان ته منسوب شی يا خدای ته؛ يا بايد پکښې خدای اثر ولري او يا انسان.

حال دا چې دلته يوه دريمه لار هم شته چې زمونږ پاکو امامانو هغې ته اشاره کړې ده. امام صادق (ع) فرمايي: لا جبر و لا تفويض ولکن امر بين الامرين (نه جبر شته او نه تفويض په حال پريښودل بلکې د دې دوو تر مينځ يو بل څيز دے) يو کار په عين حال کښې چې انسان ته يې نسبت ورکوو خدای ته هم نسبت لري ځکه چې انسان کله يو کار کوي نو دا انسان او د ده قدرت پخپله د خدای مخلوق دے نو څنګه کيدے شي چې کار يې له خدايه جدا او بيل وي؟!

د انسان د کار د حقيقت په هکله د اهلبيتو (ع) طريقه هماغه ده چې کومه په قرآن کښې راغلې ده. دا آسمانی کتاب په عين حال کښې چې د انسان کار يې ګڼي خدای ته يې هم نسبت ورکوي. يعنی د دواړو کار کيدے شي لکه څرنګه چې فرمايي: وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـكِنَّ اللّهَ رَمَى (انفال/17) کله چې تا غشے اوويشت نو دا تا ونه ويشت بلکه خدای وويشت. د دې مطلب دا دے چې کله پيغمبر (ص) يو کار وکړ نو هغه يوازې په خپل طاقت دا کار و نه کړ بلکه د خدای په قدرت يې دغه کار وکړ. نو له دې وجې ورته د دواړو نسبت ورکول صحيح دي.

په نورو ټکو به دا ووايو چې د خدای طاقت په هر څه کښې موجود دے لکه څنګه چې د بريښنا په تارونو کښې له بريښنا کوټه بريښنا راځي خو بټن يې مونږ وهو نو بلپ بليږي. نو دا خبره صحيح ده چې ووايو دا بلپ مونږ ولګاوه او دا هم صحيح ده چې وويل شي د دې بلپ رڼا له بريښنا ده.

درې پنځوسم اصل

مونږ، سره د دې چې د انسان د اختيار او آزادۍ عقيده لرو دا عقيده هم لرو چې خدای له ازله زمونږ له کارونو خبر ؤ، او دې دوو عقيدو تر مينځ څه ټکره نشته. کوم کسان چې دا دواړه د جمع کيدو وړنه ګڼي هغوي بايد دې ته پام وکړي چې د خدای په ازلی علم داسې وو چې دا کار به د انسان په لاس (د هغه په اختيار) تر سره کيږي نو داسې علم د انسان له آزادۍ او اختيار سره څه ټکره نه لري.

په نورو ټکو سره به دا ووايو چې د خدای ازلي علم لکه څنګه چې د انسان د کار په هکله دے همدارنګ له انسان نه د هغه کار د کيدو په څرنګوالي هم وے چې دا کار به دا رنګ په خپل اختيار کوي. دا رنګ ازلي علم، نه يوازې د انسان له اختيار سره ټکره نه لري بلکه هغې ته ټينګتيا ورکوي. ځکه که يو کار د انسان په اختيار سره و نه کړے شي، نو د خدای علم به پوره نه شي ځکه چې په ازلي علم کښې دا وو چې دا کار به د فلانی انسان په لاس د هغه په اختيار کيږي نه بې اختياره. نو که په ازلي علم کښې دا وي چې د يو انسان کار د هغه په اختيار سره د هغه په لاس تر سره شي يعنی انسان دې په پوره آزادۍ سره دا عمل وکړي نو په دې وخت کښې ضروری ده چې په همدغو خصوصياتو او بيلګو سره دا کار تر سره شي نه په اضطرار او د مجبورۍ په حالت سره.