اسلام او انساني فطرت(خټه)

اسلام او انساني فطرت(خټه)

 

شیعه عقيده لرِی چې: په خدای توحيد او د انبياوو د تعليماتو په اصولو  ايمان په اجمالي  ډول په فطري توګه د هر يو انسان په خټه کې موجود دے،الهي پيغمبران دغه  پر ثمره تخمونه خړوبوي او…

او د هغو لخوا و شا دشرک او کفر بې کاره بوټي للون کوي: «فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ؛ دا (دخدای  خالص دين) هغه فطرت دي چې خدای  تعالی ټول انسان په  هغه پيدا کړي دي د خدای په پيدايښت کې هيڅ ډول بدلون نيشته (او دا فطرت په ټولو انسانو کې ثابت دے) دا دے کلک او استواره  دين خو  اکثره خلک نه پوهيږي»[1]

له همدې امله په تاريخ کې، انسانانو تل دين لرلے دے او د لويو مورخانو په باور  لاديني  يوه بلکل کمه او استثنايي چاره وه او حتی هغه ملتونه هم چې  د دين په خلاف تر سختو تبليغاتو لاندې وو کله يې چې ازادي لاسته راوړې ده ديندارۍ ته جاروتلي دي خو له دې انکار نه شو کولي چې د ډيرو  پخوانيو قومونو د پوهې او کلتور د سويې د ټيټ والي په وجه  ديني عقائد او اداب له چټياتو او وهمياتو سره ککړ شول او د الهي پيغمبرانو دنده دا وه چې د انسانانو  د فطرت له  هندارې د دغو خرافاتو او چټياتو زنګونه پاک کړي.

 

[1] . روم سوره ۳۰ ايت