له مرګه وروسته عجيبه نړۍ

له مرګه وروسته عجيبه نړۍ

 

شیعه باوري دِي چې هغه څه چې له مرګه  په وروسته نړۍ او په قيامت او بهشت او دوزخ کې تيريږي تر هغه څه ډير لوړ دي چې مونږ ترې په دې

په دې محدوده دنيا کې خبر يو «فَلا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ؛ هيچا ته پته  نيشته چې څه انعام د  هغوي (نيکانو) د خوشالولولپاره پروت دى»[1]

او په يو مشهور نبوي حديث کې راغلي دي «ان الله یقول اعددت لعبادی الصالحین ما لا عین رات ولا اذن سمعت ولا خطر علی قلب بشر؛ ما دخپلو صالحو بندګانو لپاره داسې نعمتونه برابر کړي دي چې هيڅ سترګو نه دي ليدلي او هيڅ غوږونو نه دي اوريدلي او د هيڅ انسان په زړه کې نه دي راغلي»[2]

په حقيقت کې مونږ په دې دنيا کې داسې يو لکه يو جنين چې د مور دخيټي په محدودې فضا کې وي او که فرضا عقل او پوهه هم ولري هغه حقايق او مفاهيم  چې له رحمه بهر موجود دي  لکه : لمر، مياشته، هوا، د ګلونو منظرې او د سمندر دڅپو غږونه هيڅکله نه شي درک کولى، دا نړۍ د قيامت د نړۍ په پرتله داسې ده چې د جنين نړۍ  زمونږ د دې  نړۍ په پرتله وي _ سوچ وکړئ .

 

[1] . سجده سوره ١٧ آيت.

[2] . مشهورو محدثانو لکه بخاري او مسلم او نامتو مفسرانو لکه طبرسي، الوسي او قرطبي دا حديث په خپلو کتابونو کې راوړى دى .