رب زما (۲

رب زما (۲

لیکوال: عبدالرحیم درانی

لومړى لوست
د لوراند او لورين څښتن په نامه

د دين پر اصولو به ځان پوهوو
د دين اصول يو شمېر عقيدې دي، چې د دين ستنې او بنيادونه ګڼل کېږي او دا دي: (( توحيد)) ((نبوت)) او ((معاد)) .
دې ته په پام سره ،چې په هره زمانه کې انسانانو ډول ډول عقيدې لرلې او اوس هم بېلابېلې عقيدې موجودې دي او هره ډله او دين انسان يو لړ خاصو عقيدو ته رابولي؛ نو ځکه د مسلمان لپاره ضروري ده ، چې د دين د دښمنانو او غرضي کسانو د زهرجنو تبلېغاتو له امله له خپلو عقيدو وانه وړي او هر چا ته پکار دي،چې په دليل او برهان سره د خپلې عقيدې له اصولو خبر شي او د دې معنا دا نه ده ،چې ګوندې کلونه کلونه دې ديني علم زده کړي او فلسفي او استدلالي کتابونه دې ولولي؛ بلکې تر دې حده بس دى، چې د خپلو عقيدو اصول په ساده او ټينګو دليلونو وپېژني، لکه يوه مشهوره قصه ده، چې يوه ورځ يوې بوډۍ ښځې په څرخې  تار اوبده په دې حال کې چا ورنه پوښتنه وکړه،چې:(( د خدا ى تعالى د وجود ثابتولو لپاره څه دليل لرې؟))
بوډۍ سملاسي له څرخې  لاس اوچت کړ او چې څرخه ودرېده ؛نو وئې ويل کله، چې دومره وړه څرخه بې چلوونکې څرخېږي؛ نو څنګه ويلاى شو دا دومره پراخه نړۍ او دومره سترې منظومې بې له کوم چلوونکې وچلېږي او بې له کوم څرخوونکې او تنظېموونکې پخپله وڅرخېږي؟
خوشال بابا د پوهې او عبادت په تړاو وايي:
عبادت بې معـــــــــــــــــــــرفتــــــه
واړه هيڅ دى پرغــــــــــــفلته
اول پوه په معــــــــــــــرفت شـــــــه
بيا خبرپه عـــــــــــــــــبادت شه
ځان ساتـــــــــــــــه له معصيـــــته
موافق شه لـــــــــــــــــــه طاعته
که خبـــــــرپه معرفــــــــــت شــي
لټ په امرپــــــــــــــه طاعت شي
په ايمــــــــان کې دې خلــل وي
شناخت طاعت ســــره الول وي
کافران پــــــــــــه خداى خــبردي
چې طاعت نـــــــــه کاکافردي
حقيـــــــــــــــــقي مؤمن هاله يې
ګڼه زده کړه مــــــــــؤمن نه يې
که دې شناخت هم دطاعت شته
هم دې ترس دمعــصيت شته
کـــــــــــــبيره دايمان زيان دى
هرطاعت لره نقــــــــــــــصان دى
زده کړه ښــــه له مابې درنګه
ګناهونــــــه دي دوه رنــــــــــګه
هرچې کم دي صغيـــــــــره دي
هر چــــــــې لوى دي کبيره دي
که سړى کــــــــــــــــــــبيره نه کا
صغيره به يـــــــې خداى ښه کا
په چا پسې لاړ شو؟
مسلمان، چې د خپلې عقيدې اصول په ټينګو دلايلو زده کړل؛ نو د دين په نورو برخو لکه لمانځه، روژې، حج ، معاملو او داسې نور څيزونو کې بايد له جامع الشرائط مجتهد او عالم نه تقليد او لاروي وکړي،چې د اجتهاد ټول شرطونه ولري او د فقهې او استنباط (د دلايلو له مخې د الهي حکمونو راويستل) په څانګې کې متخصص، ماهر او کار پوه وي د تقليد مطلب ماهر او متخصص ته مراجعه ده؛ يعنى لکه څنکه چې انسان د ژوندپه هرې چارې کې  ناروغ شي يا کور جوړوي؛ نو ډاکتر يا انجينر ته ورځي هم دا راز د دين په فروعاتو او الهي احکامو کې که انسان پخپله ماهر او پوه نه وي؛ يعنې پخپله مجتهد نه وى پکار ده، چې جامع الشرائط مجتهد او عالم ته مراجعه وکړي او د هغه تشخيص او رايه د خپل ژوند عملي برنامه وګرځوي.