رب زما (۱

رب زما (۱

لیکوال: عبد الرحیم درانی

سريزه
آسماني شرايع پر درې اصولو ولاړې دي:”توحيد، نبوت او معاد”.

پر مسلمان لازم دي چې په باب يې څيړنه او پلټنه وکړي؛ ځکه په اصولو کې “تقليد” منع دى، او قرآن په څرګنده وايي: “په څه چې نۀ پوهېږئ؛ نو لاروي يې مۀ کوئ” د يوه عالم وينا ده چې:
“ډېر خلک د دين په اصولو کې د ځان په څېر له ناپوهانو لاروي کوي او د استنباط او ټاکنې پړاو ته نۀ دي رسېدلي” چې دا زموږ د ټولنې يو څرګند تريخ واقعيت دى، چې څوک ترې منکرېداى نۀ شي حال دا چې قرآن وايي: “په څه چې نۀ پوهېږئ؛ نو له پوهانو وپوښتئ” زموږ په ټولنه کې د دين د اصولو د پوهاوي لپاره په ساده ژبه چې ټول پرې پوه شي په کافي اندازه کار نۀ دى شوې؛ نو ځکه د ديني عالمانو، روښانفکرانو او ليکوالو ديني او ملي مسووليت دى، چې په دې اړه ګړندي ګامونه پورته کړي.
موږ د خپلې وسې هومره دا لومړۍ لنډه ليکنه را وړاندې کړې، چې “انشاء الله” دا لړۍ به دوام موم