د بهلول کیسې (۱)

د بهلول کیسې (۱)

 

ماته او بری

بهلول ته خپل يوۀ ملګري وويل : كه مې موافق ياران لرلے، د ظالم هارون الرشيد پر خلاف مې بغاوت كاوۀ او هارون مې د مسلمانانو د خلافت له ګدۍ راښكته كاوۀ .

بهلول ورته وويل :

ملګري دې ډېر دي، ورشه راټول يې كړه!

هغه وويل: هارون ملعون ډېر زورور دى، وېرېږم چې بريالى به نه شم او ماته به وخورم .

بهلول ورته وويل: څوك چې له ماتې یریږي، هغه نه بريالى كېږي.