د بهلول کیسې (2)

د بهلول کیسې (2)

غلطه پوښتنه او سم ځواب

يو چا وغوښتل چې د خلكو په مینځ كې په بهلول پورې ټوكې وكړي. په همدې خاطر يې ورته وويل:

كه د ونو جرړې په هوا كې واى او څانګه او پاڼې يې په مځكه واى نو څه پروا يې كوله؟

بهلول ورته وويل: دا خبره له عقله لېرې ده.

هغه وويل: ته سم فكر كوې او سم ځواب راكړه!

بهلول ځواب وركړ: غلطه پوښتنه، سم فكر او سم ځواب نه غواړي.