په اسلام کې جهاد

په اسلام کې جهاد

 

د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کې تر سلو کروړو زياتومسلمانانو د بعثت پنځلسمه پيړۍ ونمانځله. دا جشن د هغې ورځې د درنښت لپاره دی چې زمونږ پيغمبر(ص) د سولې او ورورولۍ بيرغ په اوږه کړ او د “وما ارسلنک الا رحمة للعالمين” په اواز سره يې د نړيوالې سولې اوسوله ايز ژوند بنيادونه کيښودل.

اسلام طبقاتي  او نسلي اختلاف چې د ډير ناوړو جنګونو او پيښو سبب دی په ډيرې ښې طريقې سره هوار کړ. خو اوسنۍ متمدنه نړۍ لا تر اوسه په دې کې ښکيل ده اوهره ورځ په څه نا څه بانې د جنګ اور بلوي. د اسلام سوله غوښتنه او عدالت غوښتنه دومره زياته ده چې په ډاګه اهل کتاب يووالي او غږملتيا ته رابولي او په زړه راښکونکي ايت سره فرمايي: “ای زمونږ پيغمبره(ص)! اهل کتاب يهود و نصاري ته ووايه د توحيد په کلا کې داخل شئ چې په يو زړه او يوې ژبې سره د يو خداي عبادت وکړو او ورسره شريک ونه ټاکو.[1]

کله چې مسلمانانو مدينې ته هجرت وکړو او د برياليتوب بيرغ يې ورپاوۀ نو د مخالفانو لخوا پيغمبر(ص) ته د سولې وړانديزونه راغلل. او هغۀ مبارک يې هم هر کلی وکړ. چې څرګند شاهد او بيلګه يې د هجرت په لومړي کال د يهودو له څو قبيلو سره سوله ده. اسلام عامه سوله او ګډ ژوند غواړي او ډير ښه پروګرامونه هم ورته لري.

اسلام يو ژوندی او نړيوال مکتب دی چې د اجتماعي او اقتصادي نظام لپاره خاص پلانونه او طريقې لري. اسلام د پخوانيو روميانو يهوديانو او نازيانو په شان په نوې ټولنې او نسل کې محصور نه دی بلکې د ټولو نړيوالو لپاره دی. او د اسلامي ښودنو په رڼا کې په مسلمانانو فرض دي چې د محرومو او غم زپلو خلقو د ژغورنې، د سولې او عدالت د راوستنې او د ژوند د پروګرامونو سره د نړيوالو خلقو د بلديدا لپاره کوشش وکړي.

د اسلام مجاهدين په دی لټه کې نه دي چې يوه ټوټه زمکه ونيسي يا يو حکومت نسکور کړي او د هماغې په شان يا تر هغې ظالم حکومت يې په ځاي راولي، بلکې جهاد هغه انسان دوسته او بې داغه کوشش دی چې د خداي په لار کې د انسانانو د تکامل او کمزورو او ضعيفو خلقو د ژغورنې لپاره دی چې فتنې ختمې شي او عامه سوله راشي. دا لوي اهداف او ژوندي تعليمات ډير خلق له ذلت او خوبه رابيدار او د هغو ظالمانو او خپل سرو خلقو ظلم ختموي چې د غريبانو په وينو يې خپلې ماڼۍ او افسانوي ژوند جوړ کړی دی.

د انسان فطرت دا حکم کوي چې له پټي څخه بيکاره او د فصل خرابوونکي واښۀ او له ټولنې فاسد غړی او عضو غوڅ شي چې د محرومو کسانو د نيکمرغۍ او ژغورنې فضا برابره شي. د انسانيت او عدالت ليوال او پتيالي دې مقابلې ته غاړه ږدي او هغه ستاي. خداي تعالی فرماي: “که خداي د ځينو کسانو په ذريعه د ځينو نورو مخه نه نيوله زمکه به تباه او فاسده شوي وه”[2]

د اسلام د قران په تيورۍ کې جنګ پخپله اصلي مقصد او وروستی هدف نه دی بلکې د تيريو او ظلمونو د مخنيوي او د ښو انسانانو لپاره د نيکمرغۍ د لارې د پرانستلو په غرض يوه وسيله ده .

د مسلمانانو استاذي ايراني سردار رستم فرح زاد ته وويل خداي مونږ وهڅولو چې خلق له بت پرستۍ څخه خداي پرستۍ له غلامۍ څخه ازادۍ او دباطلو دينونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راوبولو. څوک هم چې زمونږ بلنه ومني مونږ ورسره غرض نه لرو خپله زمکه روته پريږدو او ستنيږو….”

ايا اسلام په توره خور شوی دی؟

له جنګه څخه د مسلمانانو اصلي مقصد دا ؤ چې له محرومو پرګنو سره رابطه ټينګه کړي چې هغوي د اسلام له اصولو خبر او د اسلام عظمت له نږدې وګوري. مسلمانانو له کفارو سره په جنګونو کې څوک په زوره نه مجبورول چې اسلام راوړي بلکې هغوي د سولې د شرايطو په منلو سره په خپل دين باقي پاتې کيدی شول او د سولی د شرايطو په ځواب کې به اسلامي حکومت د هغوي ملاتړ کولو.

ګران رسول(ص) د حديبيې په سوله کې ژمنه وکړه چې که د مکې د کفارو کوم کس مسلمان شي او مدينې ته مسلمانانو ته راشي نو مسلمانان به يې نه مني او هغه به ستنوي[3] او څنګه يې چې ژمنه کړی وه هماغه شان يې وکړل که څه هم پيغمبر(ص) کولی شول کفارو ته يې ويلي وی چې که له اسلامه کوم کس ووت او د مکې کفارو ته يې پناه يوړه نو کافرانو ته پکار دي چې هغه راستو ن کړي خو پيغمبر(ص) داسې ونه کړل.

ګران رسول (ص) د مکې په فتحې کې قريش ازاد پريښودل چې دوي پخپله اسلام وپيژني. او له مسلمانانو سره يې وعده او ژمنه وکړه چې په مکې کې د څو فاسدانو او تخريبکارانو نه علاوه څوک ونه وژني. او کله به چې کفارو امان غوښته، امان به يې ورکوؤ، چې پخپله اسلام قبول کړي. مثلاً صفوان بن اميه د مکې له فتحې وروستۀ جدې ته وتخښتيدۀ خو کله يې له پيغمبره(ص) امان وغوښته پيغمبر(ص) ورته خپله عمامه وليږله چې د امان نخښه وي، صفوان له جدې راستون شو او پيغمبر(ص) ته يې ووي “ما ته دوه مياشتې مهلت راکړئ” پيغمبر(ص) ورته د دوو په ځاي څلور مياشتې مهلت ورکړو تر دې چې له هغه مبارک سره حنين او طائف ته لاړ او بالاخره په خپل اختيار مسلمان شو. نو په دا ډول معلوميږي چې د تورې استعمال يوازې د هغو کسانو لپاره دی چې حق يې پيژندلی دی بيا هم له حقو سره مقابله کوي او د نورو د نيکمرغۍ خنډيږي. توره يوازې د فتنو د ختمولو، د محرومو کسانو د ژغورلو او د انسان د ترقې او کمال د فضا د برابرولو لپاره ده.

د اسلام د لومړنو وختونو د مسلمانانو ايمان او ټينګتيا په دې ښه دليل دی چې اسلام په توره نه دی خپور شوی، د حضرت بلال حبشي، عمار ياسر او هجرت قيصې ټولو ته يادې دي ايا بيا هم مونږ ويلي شو چې اسلام په توره خور شوی دی؟

د فرانسې ډاکټر ګوسټاولوبو ليکي: اسلام په داسې اسانۍ او ساده طريقې سره وده کوي چې ډيره حيرانوونکې ده او پکار ده چې دا د اسلام له ځانګړتياوو وبولو. هر ځاي چې مسلمانانو قدم ايښی دی اسلام د تل لپاره هلته باقي پاتې شوی دی” يو بل عيسايي ليکوال ليکي “مسلمانانو چې له اسلامي پولو بهر د تجارت او کلتور په ذريعه اسلام خپور کړو هغه له هغې اندازې ډير زيات ؤ چې د فوځي فتوحاتو له لارې يې خپور کړی ؤ”.

د پيغمبر(ص) د زمانې د جنګونو محرک او مړو شمېرد اسلام پيغمبر(ص) د نړۍ د خپل سرو واکمنانو برعکس چې د زمکو د نيولو او د انسانانو د زبيښلو او د نورو ملتونو د مال د حاصلولو لپاره به يې جنګ کولو، تورې له لاس نه وروړو او يوازې په ضروري موقعو د ظلم او زياتي د مخنيوي د لارې د خنډونو د ختمولو د او د حق او عدالت د بيرغ د هسکولو لپاره به يې له تورې کار اخستو. نو ايا داسې جنګونو ته ناجائزه ويلي شو؟ څرګنده خبره ده چې دا مبارزې د هر پيغمبر لپاره ضروري او لازمي دي او هر عقلمند يې ستاينه کوي.

د حضرت عيسي(ع) د رسالت موده کمه وه او شرائط هم ورته برابر نه وو نو توره يې هسکه نه کړه ګني هغه به هم د ټولنې ناسورونه له منځه وړی وی. د عيسائيت رسندويې ددې لپاره چې د اسلامي ملتونو روحيه کمزورې کړي له استعمار او فساد سره د مبارزې روح په هغوي کې مړ کړي او د اسلام د پراختيا مخه ونيسي د اسلام د پيغمبر(ص) جنګونه اپوټه ښاي. تر څو په دې طريقه د کليسا د پاپانو او پلارانو جنايتونه او جرمونه چې په صليبي جنګونو او د عقائدو په محاکمو او فيصلو کې يې په لکونو کسان وژلي دي، پټ کړي او بې اهميته يې وښاي.

زه دلته د پيغمبر(ص) د مشهورو جنګونو د محرکونو او سببونو يوه لنډه جائزه اخلم او بيا به په دغو جنګونو کې د مړو شمېر درته وړاندې کړم.

[1]  . سوره ال عمران ايه74.
[2]  . سوره بقره ايه251.
[3]  . بحارالانوار ج20 ص350.