په بانګ كى د حضرت على (ع) د نوم يادولو په هکله مناظره

ډاكټرمحمد تيجانى: ولې شيعه ګان په بانګ كې دا ګواهى وركوى چې على (ع) د الله ولى دے (اشهد ان عليا ولى الله)

ايت الله صدر: حضرت على (ع) د خدای پاک غوره بنده دے او له رسول الله (ص) نه وروستو په نورو فضيلت لرى چې له پيغمبرانو وروستو د رسـالت درون پيټی يې (د امامت) په اوږو كړے دے او هغوى (حضرت على (ع) او د اهلبيتو نورامامان (ع) ) د پيغمبرانو وارثـان او وصيان دى او كـه هـر پيغمبر يوځاے ناستی لرى نو حضرت على (ع) د رسول الله (ص) ځاے ناستی دے اومونږ يې له نورو اصـحابانو(رض) افضـل ګڼو؛ ځكه چې خدائی پاك او رسول(ص) هغه افضل ګڼلی دے او پدې باب مونږ له قران اوسنت څخه يولړ دليلونه لرو چې دا روايتونه له دواړو لوريو(سنى-شيعه) متواتر او معتبر دى.(يعنى دومره زيات نقل شوى چې پخپلـه انسان ته معلوميږى چې دا احاديث د رسول اكرم (ص) لخوا دى.

پدې باب زمونږ علماو ډير كتابونه ليكلى دى او له دې امله چـې د بنى اميه ؤ د حكومت اصلى مقصد او موخه د دى حقيقت وركول وو او له امام على (ع) او د هغه له اولاد سره كينه او د هغوى وژل وو او حتى خبره دى ځاے ته راورسيده چې د مسلمانانو په منبربه حضرت على(ع) ته سپكـې سپورې كيدې او خلك به يې په زوره دې كار ته مجبورول شيعه او د امام على (ع) لارويـان دا ګواهى وركوى چې “على (ع) د خـداے ولى دے” او جـايزه نـده چې مسلمان د خداے ولى ته كنځلې وكړى او د شيعه ؤ دا طريقه پـه حقيقت كى د ظالمو حـكمرانو په خلاف مبارزه وه ان تردې چې (د قران مطابق) عزت د خداے د هغه د رسول(ص) او مـومنانو لپاره ثبوت ته ورسوى او د ټولو مسلمانانو او راتلونكيو نسلونو لپاره يوه داسې تاريخى انګيزه وګرځى چې د امام على (ع) په حـقانيت او د هغۀ د دښمنانو په بې لارى توب پوه شى.

پدې ډول زمونږ فقهاؤ دا دود كړه چې په بانګ او اقامت كـى د امام على(ع) د ولايت ګواهى وركول مستحب وګڼی نه دا چـې د بانګ او اقامت برخه يې وګڼى؛ نو ځكه هرڅـوك چې په بانګ يا اقامت كى د حضرت على (ع) د ولايت ګواهى پدې نيت وائى چې جز او برخه يې ده؛ نو بانګ او اقامت يې باطل دے. (وګورئ: ثم اهتديت” ص 88-89)