په يو وخت كى د ماسپښين او مازيګر او د ماښام او ماسخوتن نمونځونه كول

ډاكټرمحمد تيجانى: په يو وخت كى د ماسپښين او مازيګر او د ماښام او ماسخوتن نمونځونه كول

اشاره: سنى وروڼه د ماسپښين او مازيګر نـمونځونه او دغه شان د ماښام او ماسخوتن نمونځونه پـرله پسې كـول بـاطل ګڼى او وائې فرض دى چې دغـه څلور واړه نمونـځونه دې په بيلوبيـلو وختونو كى اداً شى او د ماسپښين او مازيګر ترمنځ وخت  تير شى او دغه رنګ د ماښام او ماسخوتن تر منځ هم.

 

ډاكټر سيد محمد تيجانى وائى: زه چې سنى مذهبه وم؛ نو په پورته طريقه مې نمونځ باطل ګاڼه.

نجف اشرف ته چې لاړم او د خپل دوست په ذريعه مى له ايت الله شهيد سيد محمد باقر الصدر سره وليدل؛ چې ماسپښين شو نو ايت الله صدر د جمات په لور روان شو، زهْ او نور حاضرين هم لاړوو او په نمانځهْ بوخت شو ومې ليدل چې ايت الله صدر د ماسپښين لـه نمانځهْ لږ وخت وروستو د مازيګـر نمونځ وكړ زهْ راګيروم او له صفه وتى نه شوم او د ا وړومبنی ځل وْ چې د مازيګر نمـونـځ مې د ماسپخين له نمونځ نه وروستو جوخت وكړ؛ خو په ذهنى دباوْ كى وم چې ايا د مازيګر نمونځ مې سم دی كه نهْ؟

په هغه ورځ د شهيد صدر ميلمه وم او پوښتنه مې ترې وكړه:

“ايا دا روا دي چې مسلمان د ضـرورت په وخـت دوه فـرض نمونځونه په يو ځای وكړئ؟”

شهيد صدر:”هو جائز دى چې دوه  فرض نمونځونه (د ماسپخين  او مازيګر او همدا رنګ د ماښام او ماسخوتن) په هر أول حالاتو كې او بې له څه ضرورته په يوځائی وكړى”

ما وويل: په څه دليل؟

شهيد صدر: ځكه چې د خدای ګران رسول (صلی الله عليه واله) په مدينه كـى بې له سفره يا څه ويرې يا د بـاران د وريـدو او يـا څه نـورو ضرورتونو د ماسپخين او مازيګر او همدارنګ د ماښام او ماسخوتن نمونځونه يوځای ادا كـړى دى او دا كـار يـې له امت څخه د مشقت او سختة لرې كيدو لپاره واو بحـمدالله د رسول الله (ص) دا عمل د اهلبيتو امامانو(ع) له لارى هم ثابت دی او هـم د سنى وروڼو په نزد (د اهلستنو له لارى ) ثابت دی”

زهْ حيران شوم چې زمونږ په نزد دا عمل څنګه ثابت دی؛ ځكه چې تردى ورځې مې نه وو اوريدلى او نه مې څوك (سنى) ليدلی وْ چې دا عمل وكړى؛ بلكى د دې اپوټه او برعكس خبره به يې كوله او ويل  به يې چې كه نمونځ له اذانه يو منټ مخكى وشـى نو باطل دی دا خولا څهْ چي څوك مثلا د مازيګر نمونځ  د هغهْ له وخته څو ګينټې مخكې د ماسپخين له نمونځ نه وروستو وكړى يا د ماسخوتن نمونځ  د ماښام له نمانځه وروستوادا كړى دا أول كار زمونږ په نزد نا اشنا او باطل دی.

ايت الله صدر زما له څيرې پوه  شو چې زهْ حيران يم چـې څنګه د ماسپخين او مازيـګر نمونـځونه او دغه شان د ماښام او ماسخوتن نمونځونه پرله پسې كول جائز دى؟

نو هماغه وخت يې يو شاګرد ته اشاره وكـړه هغـه پاڅيد او دوه كتابونه يې راوړل چې يوصحيح مسلم او بل صحيح بخارى وْ، ايت الله صدر هغه شاګرد ته وويل”چېماته هغه حديثونه په ګوتـه كـړه چې د دوو فرض نمونځونو په يوځاآ كول پكې راغلي دى”

(شاګرد زر دغه حديثونه راوويستل)

ما پدې كتابونوكې ولوستل چې د خدای ګران رسول (ص) بي لـه څه ويرې، باران يا له هر أول ضررورته پرته د ماسپخين او مازيګر نمونځونه او د ماښام او ماسخوتن نمونځونه يوځای كـړى او په صحيح مسلم كى خومې ( الجمع بين الصـلاتين) يـو پوره  بـاب وليد، دومره حيران او پريشان شوم چې خدايه ! دا څه وينم په زړهْ كى مې دا شك پيدا شـوحى دا دواړه كتابونـه (صحيح مسلم او صحيح بخارى ) چـې دلته دى كيداى شى تـحريف شوى وى  او اصلـى نـه وى، او زړهْ كې مې كرل ريبل چى تيونس تـه  ستون شم نو هلته به دواړه كتابونه ګورم او په خاصه توګـه  به د دې موضوع څيړنه كوم

دغه وخت شهيد صدر له مانه تپوس وكړ؟ “له دې دليل نه بس دې اوس څه خيال دی؟

ما وويل: “تاسو په حقه او ريښتنونى يئ.” له ايت الله صدر څخـه مې مننه وكړه؛ خو په زړهْ كى مطمئن نهْ وم ان تردي چې تيونس ته ستون شوم؛ نو په صحيح بخارى او صحيح مسلم كى مې د خـبرى پوره  څپړنه وكړه او پوره قانع شوم چې له هـرأول ضرورت نـه بغير د ماسپخين او مازيګر نمونځونـه او همدا رنـګ د ماښام  او ماسخوتن نمونځونه كول هيڅ مشكل نلرى؛ ځكه چـې پيغمبراكرم (ص) همدا كار كړی دی.

ومې ليدل چې امام مسلم په خپل صحيح (2/152 باب الجمع بين الصلاتين فى الحفر) كې “بې له سفره د دوو  نمونځونو يو ځائآ كيدل” باب كى له حضرت ابن عباس (رض) نه نقلوى چې رسول الله (ص) د ماسپخين او مازيګر نمونځونه او د ماښام او ماسخوتن نمونځونه په يوځای وكړل.

او هم دا رنګ نقلوى چې حضور(ص) په مدينه كى بې له څه ويرې او بارانه د ماسپخين او مازيګر لمونځونه او هم د ا رنګ د مـاښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځای وكړل، له حضرت ابن عباس (رض) نه پوښتنه وشوه چې پيغمبراكرم (ص) ولې داسي وكړل؟ هغـهْ په ځواب كې وويل: كىلا يحرج امته “چې امت يې په مشكل او سختى كې پرى نهْ وځى”

او هم دا رنګ مې په صحيح بخارى كې (1/140)  د “ماښام وخت” باب كى ولوستل چې د حضرت ابن عباس (رض) په نقل سره رسول الله (ص) اوهْ ركعته نمونځ ( د ماښام او ماسخوتن نمونځ) په يو ځای وكړ او اتهْ ركعته نمونځ (ماسپخين او مازيګر) په يو ځای وكړ.

او په مسند احمد بن حنبل (1/221) كى مې وليدل چـې هم دغه روايت نقل شوی وْ او هم دا  رنګ مي د امـام مالك په مـوطـا (1/161شرح الحوالك ) كى وليدل حضـرت ابن عبـاس دا روايت كړی دی:

صلى رسول الله الظهر و العصر جميعا و المغرب و العشاء جميعا فى غير خوف و لا سفر “رسول الله (ص) د ماسپخين او مازيګر نمونځونه او همدارنګ د ماښام او ماسخوتن نمونځونه بي له څه ويرى او سفره په يوځای وكړل”

نتيجه دا شوه چې: ايا له دي سره سره چې مسْله دومره واضحه   او څرګنده ده نو بيا ولى سنې وړوڼه د تعصب او ضد به وجه هم دا مطلب (4) يوازې په شيعه وْ پورى تړى؟

او له دې نه ناخبره دى چې د دوى په اصلى كتابونو كى د دې خبرې جواز ثابت دی؟ (5)

ياداښتونه

1_ صحيح مسلم 2/152 باب الجمع بين الصلاتين فى الحضر

2_ مسند امام احمد بن حنبل 1/221

3_ موطا الامام مالك (شرح الحوالك) 1/161

4_ يعنى د ماسپخين او مازيګر نمونځونه او همدارنګ د ماښام او ماسخوتن نمونځونه په يوځائی كوى

5_ “كونوا مع الصادقين” أاكټر سيد محمد تيجانى سماوى بيروت ص 210-214 (خلاصه)